پېښور (عطاء الله خان) د ٤٠ لکه ابادۍ په ښار پېښور کښې هره ورځ څو ټنه خزله پېدا کېږي کومه ماهران ” تور سرۀ زر ” سره تعبيروي خو دا خزله رى سائيکل کولے نۀ شي ـ

د پېښور حکومت د انتظام لاندې د کار کوونکى خپلواک کارپورېټ فرم واټر اېنډ سېنيټرى سروسز (ډبليو ايس ايس پى) له خوا د ورکړے شوې شمېر شمېرې ترمخه د پېښور رقبه ١٢٥٧ مربع کلوميټر ده او دا د پاکستان نهم لوے ښار دے چې په ٤٩ يونين کونسلو کښې ئې هره ورځ ٨١٠ ټنه خزله پېد کيږي ـ

د ډبليو ايس ايس پى منيجر اپرېشنز ناصر غفور نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ښار کښې پېدا کېدونکې ٨١٠ ټن خزله کښې هره ورځ د ٧٠ نه ٧٥ سلنه وړلے شي او پاتې په ښار کښې هم دغسې پرته وي ـ”

د دې مطلب دا شو چې د ٨١٠ ټن خزلې ٧٥ سلنه يعنى ٦٠٧ ټن د رى سائيکلنګ د پاره راغونډولے شي او خواؤشا ٢٠٠ ټنه هم په ښار کښې پرته وي کومه چې ورځ په ورځ زياتېږي ـ

ناصر غفور وائي :” په نړيوال کچ خزله تور سرۀ زر ګڼلے شى ولې مونږ د بد قسمتۍ نه تر اوسه د کومې ښې ملټى نيشنل کمپنۍ په لټون يو چې هغه د دې خزلې په خاورې کولو کښې زمونږ مرسته وکړى ـ “

١٥-٢٠١٤ء کښې ډبليو ايس ايس پى د پېښور نه ٦٥ زره ټنه خزلې څخه ډېران جوړ کړو کوم چې يو” لوے مقدار ” دے او دا د توانائۍ پېدا کولو د پاره کارؤلے کېدے شى ـ

د ډبليو ايس ايس پى ترمخه ٢٠١٥ء کښې ١٥ بېن الملل کمنيو په ښار کښې پېدا کېدوونکې خزلې رى خاورې کولو کښې دلچسپى ښکاره کړې وه خو په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ د ترسره شوې حملې نه پس د سکيورټى صورت حال په رڼا کښې هېڅ يوې کمپنۍ کار پېل نۀ کړو ـ

د ډبليو ايس ايس پى يو سينئر افسر، د نوم نۀ څرګندولو په شرط ولې چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو کولو اجازت نشته، ووئيل چې د ١٠نه زياتو ويسټ مينجمنټ کمپنيو د خزلې نه د ١٠ نه ١٣ ميګاواټ پورې برېښنا پېدا کولو کښې دلچسپى څرګنده کړې وه ـ ممکنه ده چې سکيورټى اندېښنو خنډ پېدا کړے وى خو د افسر شاهى د رويې له کبله هم دا لوظنامه ؤنۀ شوه ـ

د ډبليو ايس ايس پى ترمخه ځائى کمپنۍ د ټولې خزلې خاورې کولو وړتيا نۀ لري ـ ناصر غفور وائي :” دا کمپنۍ يوازې هم د ٣٠ سلنه خزلې خاورې کولو سره د دې نه څره جوړولے شى او نوره ٧٠ سلنه خزله ضائع کيږي ـ په ښار کښې بيلابيلو ځايونو کښې جمع کېدونکې خزله بل ځائے ته وړلو د پاره مونږ ته زياتى لګښتونه کول وي ـ “

د ډبليو ايس ايس پى د شمېر شمېرې نه دا بريښى چې پېښور کښې اوسطاَ هره ورځ د ٠ اعشاريه ٣ نه ٠ اعشاريه ٤ کلوګرامه خزله د يو تن په حساب پېدا کېږى ـ د ښار په سويلى برخه کښې راغونډه کړے شوې خزلې نه جاروکښ، چې پکښې د ماشومانو يو لوے شمېر شامل وى، د رى سائيکل کولو وړ څيزونه لکه وسپنه، کاغذ، پلاسټک او زړې کپړې وغېره چڼوي ـ د خزلې دا ډهېر په مناسب ډول غورځولے نۀ شى ـ جاروکښ او د نشو عمليان کسان د خزلې د دې ډهېر نه کباړ مباړ راټولوي چې دا شان دا خرڅ کړے شي ـ

پېښور ضلع په څلور ټاؤنونو او ٩٣ يونين کونسلو مشتمله ده ـ د کرکيلې او ماحولونو د مينجمنټ ماهر ميا مقبول حسېن ترمخه د دې ټاؤنونو او کونسلونو د ٤٠ لکه ابادۍ د پاره د خزلې غورځولو د پاره يوازې دوه ځايونه هزار خوانۍ او هم اخون احمد لنډۍ ځانګړې کړے شوې دي ـ

هغه وائي چې د خزلې نه مختلف څيزونه چڼول د ښاره د زرګونو بې وزله خلقو د ژوند تېرولو د پاره يوازينے کار دے ـ د ميا مقبول حسېن ترمخه د چاروکښو له خوا د خاورې کولو وړ څيزونه لکه د ښيښې او بيلابيلو دهاتونو راغونډولو د پاره خزلې ته اور ورته کول ” يو اندېښمن او خطرناک عمل ” دے ـ

د هغۀ ترمخه د خزلې غورځولو نه هم مخکښې د خاورې کېدو وړ خواؤشا نيم څيزونه چڼولے شي ـ هغه په يو وېب سائټ

 ليکي :” د خاورې کېدو وړ څيزونه، کوم چې کورونو کښې پاتې کيږي ، د مقدار شرح

مختلف ده او واکمن تر هغه وخته دا ترلاسه کولے نۀ شى تر کومه چې نېغ په نېغه خزله کښې غورځولے شوے نۀ وى ـ “

هغۀ وړاندې ليکي :” يوازې ځانګړو ځايونو ته رسېدو سره د خاورې کېدو وړ څيزونه ترلاسه کيدے شى ـ کۀ د کورونو نه د خزلې راجمع کولو نظام رامنځته کړے شى نو ميونسپلټى به د رى سائيکل کېدو وړ ٩٠ سلنه څيزونو ترلاسه کولو جوګه شى ـ “

د پېښور پوهنتون د انوائرنمنټل سائيسز شعبې سره اړوند پروفېسر ډاکټر شفيق رحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې خزله د شين اسمان لاندې غورځول په جمالياتى ډول ستونزمنه خبره ده چې ورسره زرګونه اېکړه زمکه ځپلې کيږى کومه چې د کرکيلې او تعميراتى مقصدونو د پاره کارؤلے شى ـ هغۀ تجويز ورکړو چې ښار نه لرې داسې ځايونو کښې دې خزله وغورځولے شى چرته چې ابادى نۀ وى ـ

خزله په بنيادى توګه دريو څېزونو باندې مشتمله وى: قدرتى ډول باندې خاورې کېدونکې خزله کښې پاتې شوے خوراک، د څاروو سوټې، پاڼې، واښۀ ماښۀ او لرګي شامل وي ، په قدرتى توګه نۀ رى سائيکل کېدونکې خزله کښې پلاسټک، ربړ، کپړا او بيلابيل دهاتونه او خاورې کېدونکو څيزونو کښې کاغذ، ګته او هډوکي وغېره شامل وي ـ

ډاکټر شفيق رحمان وائي چې د نړيوال معيار ترمخه خزله د ښارونو نه راغونډولو سره عارضى ځايونو ته وړل پکار دي چرته چې ترې په قدرتى توګه خاورې کېدونکې خزله بيئله کړے شى ـ په قدرتى توګه نۀ خاورې کېدونکې خزله دې نورو دريو برخو کښې ووېشتلے شى او د خاورې کېدو وړ، د بيا کارؤلو وړ او د لرې کولو قابله خزله دې ځانله ځانله کړے شى ـ

هغه زياتوى :” پېښور کښې د رى سائيکلنګ د پاره د بيئلولو په طريقه عمل نۀ شى کولے د کوم له کبله چې په ښار کښې د خزلې ډهېر ورځ په ورځ زياتيږى ـ په فطرى توګه خاورې کېدونکى مواد ډېر زيات قيمتى وى ځکه چې دا په څره کښې بدلېدے شي ـ “

د ډاکټر شفيق رحمان ترمخه ترقيافته هېوادونو کښې د خاورې کېدو وړ خزله د کنکريټ په کوهى کښې بيلابيلو خانو کښې اېښودے شى ، هر خانه په خاوره يا شګه پټولے شى او د رى سائيلک کېدو د پاره پرېښودلے شي ـ بېکټيريائى او کېميائى عمل او موسمى اثرات دا خزله په څره کښې بدلوى کومه چې د د کرکيلې د مقصدونو د پاره کارؤلے شي ـ

هغه زياتوي چې خزله چې کله د شين اسمان د لاندې غورځولے شي نو د باران اوبۀ په دې کښې تېرېدو سره زمکه راکاږي کومې چې خلق د ټيوب ويلونو په ذريعه استعمال کښې راولي ـ د هغۀ وېنا وه :” د باران خيچنې اوبۀ ويڼو او وروستو بيا د زمکې دننه اوبو کښې شاملېږي چې ورسره خيچنوالے پېدا کېږى او مختلفې ناروغۍ ترې جوړېږي ـ دا د خلقو د صحت او د اوبو د مخلوقاتو د پاره مضره دي ځکه چې په خزله د مچانو، جراثيمو، او نورو غوښۀ خوړوونکو ځناورو پچې راغونډې وي کوم چې د خلقو په صحت او ماحول خراب اثرات غورځوي ـ “

د ډاکټر شفيق رحمان ترمخه د زمکې لږ نه لږ استعمال، مؤثره مينجمنټ، د ټولې خزلې راغونډولو نه علاوه په بيلابيلو قسمونو کښې د دې وېشلو سره مونږ ماحول محفوظ کولے شو ګنى نو په بل صورت کښې ” مونږ به د دې خطرو په مقابله کښې بې وسه يو او په نزدې راتلونکى وخت کښې کښې به مونږ د دې مخنيوے ونۀ کړے شو ـ “

هغۀ زياته کړه چې صحت نړيوالې ادارې ( ډبليو ايچ او ) د ٢٠٠٨ء او ٢٠١٣ء ترمنځه د نړۍ په ١٦ سوو ښارونو کښې يوه څېړنه وکړه چې دا ترې معلومه شوه چې کراچۍ د نړۍ پينځم، پېښور شپږم او پېنډۍ اوؤم تر ټولو خيچن ښار دے ـ

هغۀ ووئيل هر څو کۀ دا څېړنه د هوائى خيچنوالى متعلق وه خو خزله په عمومى ډول سوزولو سره ختمولے شى د کوم نه چې زيان ورکوونکي ګېسونه ووځي او فضائى خيچنوالى سؤب ګرځي ـ

انوائرنمنټل پروټېکشن ايجنسى ( اى پى اے ) خېبرپښتونخوا ته د وګړيو له لورى د خزلې د شين اسمان د لاندې د غورځولو، چې پکښې د هسپتالونو خزله هم شامله ده، او د دې د سوزولو په بابله ګڼ شکايتونو ترلاسه شوي دي ـ

د اى پى اے اسسټنټ ډائرېکټر ممتاز على وائي چې هغوئ په دې شکايتونو کارروائى کړې ده او د هائى کورټ په ګرين بنچ کښې مقدمې د سماعت لاندې دي ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ تجويزونه ورکړي دي کوم چې ډبيلو ايس ايس پى او بل هرې کومې ميونسپلټۍ ته د خزلې غورځولو د پاره په ځانګړو ځايونو د لګولو ضرورت دے ـ په دې تجويزونو کښې دا خبره هم شامله ده چې د هسپتالونو خزله دې په هغو ځايونو کښې نۀ شى غورځولے او د شين اسمان د لاندې بايد د سوزولو په ځائے زمکه کښې ښخه کړے شي ـ “

ممتاز على وائي چې د هسپتال د خزلې غورځولو د قانون ٢٠١٥ء ترمخه د هستپال انتظاميه هم په دې بابله ذمه واره ګرځولے شى خو ولې لويه مسله دا ده چې د ښار په لويو هسپتالونو کښې خو په دې اړه ټيکنالوجى شتون لرى خو واړۀ هسپتالونه د داسې ټېکنالوجۍ لګولو وړتيا نۀ لري ځکه چې دا ډېره ګرانه ده ـ

هغۀ ووئيل :” هره ورځ هم د هسپتالونو ډېران د خزلې په ډهېر کښې شامل وى چې د انسانى صحت او ماحول د پاره زيان ورکوونکى وى ـ “

د ممتاز على ترمخه په موجوده قوانينو کښې د بدلون ضرورت دے چې دا شان ادارې او کسان د ماحول ښۀ کولو د پاره کار وکړي ـ هغۀ ووئيل چې د انوارنمنټل پروټېکشن ټريبونل موده په ٢٠١٤ء کښې ختمه شوې وه د کوم له کبله چې خواؤشا اووۀ سوه مقدمې د ځنډ ښکار شوې دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here