افغانستان کښې په روانو پاکستانيو منصوبو په ظاهره کار ودرېدو

0
2070
: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai
A view of the Friendship gate at Pak-Afghan border Chaman. : Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

لاهور ( سميرا على ) د پاکستان او افغانستان د بحالۍ عمل کښې د برخې اخستو د لوظ شکاره کؤل د يوې مناسبې وينا څرګندونه وه ـ ولې دا هغه وخت ستونزو سره مخ شو کله چې پوره کېدو ته د ورنزدې منصوبو د پاره فنډنګ بند کړے شو د کوم لويه وجه چې د دوه اړخيزه باور د نيشتوالے، ټګۍ ټورۍ او د بنکنګ د مناسب نظام نيشتوالے وۀ ـ

تجژيه کارو د دې خبرې غږ له وړاندې راسې کړے وۀ چې افغانستان ته د خيزونو او پرمختيائى منصوبو د پاره په ورکړے کېدونکو خدماتو به پاکستان ګاونډى هېواد کښې خپله مخ ملازه جوړه کړى او دې سره به منطقه کښې د هند د سرلوړۍ قائمولو خوب هم ختم شى ـ

د خزانې وزارت نه د ترلاسه کېدونکو کره شوو راپورونو ترمخه افغانستان کښې د خېر ښېګړې څرګندولو د پاره د اربونو ډالرو منصوبې پيل کړے شوې وې ولې د حکومت له خوا ناڅاپه د فنډز بندولو له کبله د دغه منصوبو د قدر په اړه منفى تاثر را په ډاګه شوے دے ـ دې نه علاوه هم ګڼ لاملونه داسې دي چې له وجې ئې صورتحال نور ستونزمن شوے دے ـ

سرچينو نيوز لينز پاکستان ته د پېژندګلو نۀ څرګندولو په شرط خبرو کښې ووئيل چې اکاؤنټنټ جنرل د آډيټر جنرل آف پاکستان له خوا په آډټ د ځينو نيوکو نه وروستو رقم جارى کول بند کړي وو د کوم له کبله چې د خزانې وزارت هم د خپلې ذمه وارۍ څخه ډډه وکړه چې ورته افغانستان کښې ټېکدارانو له د فنډز ورکړه يقينى کول وو ـ

د حکومت د بې غورۍ له کبله متاثره شوو منصوبو کښې رحمان بابا هائى سکولو کابل هم شامل دے چې ٢٠١٣ء کښې خواؤشا ٩٧ سلنه مکمل شوے وۀ ولې اوس دا بند پروت دے ـ

جلال آباد کښې نشتر کډنى هسپتال ٢٠١٠ء کښې ترسره شوے وۀ ولې د طبى آلاتو د نيشتوالى له کبله د دې انتظامى چارې افغان حکومت ته ورؤنۀ سپارلې شوې ـ کابل کښې جناح هسپتال ٢٠١٣ء کښې خواؤشا ٨٥ سلنه مکمل شوے وۀ ـ لوګر کښې نائب امين الله لوګرى هسپتال او د تورخم جلال آباد سړک منصوبې ٢٠١٣ء ٧٠ سلنه ترسره شوې وې ـ

پخوانى اکاؤنټنټ جنرل طاهر محمود په دې معامله د چپ پاتې کېدو هغه وخت جراء ت وکړو کله چې نورو اړونده وزارتونو د هر کوم بيان ورکولو نه مخ واړؤلو ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د سرکارى خزانې د پېسو حجم زيات شوے وى نو هغه د آډيټر جنرل آف پاکستان د کار په دائره کښې راځى او اړونده ادارو باندې دا ذمه وارى راځى چې ټولو ضابطو عملى کولو سره په لوظنامه سختۍ سره عمل وکړى ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” کله چې اکاؤنټنټ جنرل آف پاکستان ته دې لړ کښې د ډېرې ټګۍ ټورۍ او د پاکستان پبلک ريګوليټرى اتهارټى (پى پى آر اے) د قوانينو د خلاف ورزيو په بابله معلومه شوه نو د فنډونو ورکړه بنده شوه ـ”

کله چې د هغۀ نه پوښتنه وکړے شوه :” د فنډز نۀ جارى کولو ذمه وارى به په چا اچولے شى؟ ” طاهر محمود ووئيل چې اکاؤنټنټ جنرل آف پاکستان د دې صورتحال ذمه وار ګرځولے کيدے نۀ شى ـ هغۀ خپلې مشاهدې بيانولو سره ووئيل :” دا زمونږه ذمه وارى ده چې مونږ په ضابطو او قوانينو عملى درآمد يقينى کړو او دا وګورو چې آيا په منصوبو د قوانينو ترمخه عمل درآمد کيږي او کۀ نه ـ”

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” مونږ خپلې آئينى ذمه وارۍ پوره کړې دي او کۀ د خزانې وزارت او پلاننګ ډويژن څۀ اعتراضونه لري نو هغوئ دې قوانينو کښې بدلون وکړي ـ”

طاهر محمود نورو تفصيلاتو بيانولو سره ووئيل چې د منصوبه بندۍ ډويژن دا کنټريکټ فرنټيئر ورکس آرګنائزېشن ته ورکړے وۀ ـ د دې کنټرېکټ لاندې د منصوبې هم په ٣٠ سلنه برخه د سيمې ټيکدارانو ته عمل درآمد کول وو ـ

هغۀ زياته کړه :” د پى پى آر د قوانينو د خلاف ورزۍ په کولو د منصوبه بندۍ ډويژن افغانستان کښې د امن و امان په خرابو حالاتو کښې دې منصوبه باندې د عمل درآمد ټولې ذمه وارۍ د سيمې ټېکدارانو ته ورکړې ….. فرنټيئر ورکس آرګنائزېشن ته ووئيلے شول په پرمختيائى منصوبو کار بند کړى ـ”

د طاهر محمود وېنا وه :” کۀ حکومت د هند د مخ ملازې په مقابله کولو کښې سنجيده دے نو دې د پاره به ئې په دې پرمختيائى منصوبو د عمل درآمد کولو په خاطر د نړيوالو کنټرېکټرانو خدمات ترلاسه کړے وے په کومو چې هم آګاهو راسې د اربونو روپو خرڅ شوے دے ـ

افغانستان کښې کنټرېکټرانو ته د پېسو په ورکړه کښې يوه بله لويه ستونزه د پېسو د منتقلۍ د پاره د بنکنګ سسټم نۀ خونديتوب هم دے د کوم په سؤب چې د هنډى له لارې پېسې افغانستان ته اړولے شي ـ

دا صورتحال د مايوسۍ وړ دے چې د تېرو ١٣ کالو په دوران کوم يو حکومت هم د پېسو د منتقلۍ په بابله څۀ نظام جوړ نۀ کړو يا ئې دا پرېکړه ونۀ کړه چې کنټرېکټرز او د سيمې کنټرېکټرانو ته په څۀ رنګ د پېسو ورکړه کولے شى ـ

ډېر د سيمې ټېکداران د هوائى ډګرونو څخه نيولي شوي هم دي کله چې هغوئ په منصوبو د کېدونکى لګښت د ورکړے د پاره افغانستان ته ډالرې وړلې ـ

د سيمې يو ټېکدار عمران شوکت نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې انکشاف وکړو چې د حکومت په اجازه پېسې د هنډى په ذريعه افغانستان ته منتقل کولے شي ـ هغۀ ووئيل :” يو ځل په هوائى ډګر نيولے شوے ؤم خو د خزانې وزارت د مداخلت نه وروستو پرېښوے شوم ـ”

سېنئر تجزيه کار عامر متين د دې صورتحال تجزيه کولو سره دا د رياست دننه رياست وګرځولو ـ هغۀ د افسوس په ښکاره کولو ووئيل :” يو لورى ته خو حکومت په منى لانډرنګ او هنډى باندې د قابو موندلو د پاره ګامونه پورته کوي نو بلخوا د دې بڼې په حساسو معاملو کښې پخپله هنډى کښې ککړ دے ـ”

دا انکشاف هم شوے دے چې منصوبو د پاره بجټ کښې غېرملکى زر مبادله ځانګړې نۀ کړے شوه ـ

٢٠٠٧ء کښې به دې کنټرېکټرانو ته پاکستانيو روپو کښې ورکړه کولے شوه ځکه چې د ډالر قدر په ځائے ولاړ وۀ ولې چې د پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت په اقتدار کښې راغے نو د ډالر قدر کښې زياتوالے راغے ـ

پخوانى اکاؤنټنټ جنرل طاهر محمود ووئيل چې په يادو لوظنامو کښې دا هم د مخکښې نه شامل وو چې کنټرېکټرانو ته به د ډالر د قدر ترمخه ورکړه کولے شى ـ “

هغۀ زياته کړه :” ولې په ډالرو کښې د ورکړے کولو ضابطه جوړه کړے شوې نۀ وه د کوم له وجې چې کله اين ايل سى او اېف ډبليو او د خزانې د وزارت نه ډالرو کښې پېسې وغوښتې نو وزارت په شا تګ مجبور شو ـ “

د خبرونو ترمخه د وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز شپږ مياشتې وړاندې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير احسن اقبال ته د خط په ليکلو د پرمختيائى منصوبو د سر ته رسولو د پاره د فنډز جارى کولو غږ کړے وۀ ولې د هغۀ په دغه خواست تر اوسه عمل ؤنۀ شو ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله په دې اړه سرتاج عزيز سره رابطه وکړه نو هغۀ ووئيل چې پى پى آر کښې ځيني بدلونونه شوي دي چې دا شان د دې منصوبو د پاره د فنډز جارى کول يقينى کړے شى ـ

هغۀ د تفصيل په بيانولو ووئيل :” پى پى آر قوانينو کښې د منظور کړے شوو ترميمونو لاندې افغانستان به د سيمې ټېکدارانو ته پوره ټېکې ورکولے شي ـ “

هغۀ ووئيل خو ولې د نومبر د وړومبۍ هفتې په دوران د منصوبو د جائزې اخستلو په خاطر راغوښتلې شوې غونډه د نامعلومه مودې د پاره ځنډولې شوې ده ـ

سرتاج عزيز د پېسو د منتقلۍ د پاره په غېرقانونى طريقو باندې خبرو اترو کښې ووئيل چې افغانستان کښې د بنکونو کوم کوټلے نظام نشته ـ هغۀ ووئيل :” دا هغه بنيادى وجه ده د کومې له کبله چې هم هنډى هغه يوازينۍ لاره پاتې کيږى چې افغانستان کښې کنټرېکټرانو ته د پېسو د منتقلۍ د پاره کارؤلے کېدے شى ـ ” هغۀ زياته کړه چې اين ايل سى يو ځل بيا کنټريکټ کړے شوې ده چې دا شان دا په هر صورت کښې سر ته ورسولے شى ـ

د مشرف د حکومت دور کښې ٢٠٠٢ء کښې يادې کړے شوې پرمختيائى منصوبې پيل کړے شوې وې ، هغه وخت شوکت عزيز د خزانې وزير وۀ او پاکستان افغانستان ته د پرمختيائى منصوبو د پاره د يو سل ملين ډالرو مرسته ورکړې وه ـ اېف ډبليو او او اين ايل سى سره د سړکونو، ځاندرې، سکولونو او هسپتالونو جوړولو د پاره رابطه شوې وه ـ

٢٠٠٥ء کښې چې کله شوکت عزيز په دوره افغانستان ته لاړو نو هغۀ نورې يو سل ملين ډالرې د پرمختيائى منصوبو د پاره عطيه کړې ـ د پاکستان د حکومت له خوا لندن کانفرنس کښې د افغانستان د پاره د نورو ٥٠ ملين ډالرو مرسته وکړے شوه او بيا وروستو د نورو ٥٠ ملين ډالرو اعلان وکړے شو ، دا شان په ټوليزه توګه د سرمايه کارۍ حجم دريو سوو ملين ډالرو ته ورسېدو ـ

کله چې پاکستان مسلم ليګ نواز په اقتدار کښې راغے نو نواز شريف د نورو دوو سوو ملين ډالرو مرسته اعلان کړه د کوم له کبله چې ټوله سرمايه کارى پينځو سوو ملين ډالرو ته رسېدلې ده ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here