پاکستانۍ سېنماګانې د ترهه ګرۍ د خطرو او د بالى ووډ د درز مقابله کولو کښې بريالۍ

0
2083
: Photo By News Lens Pakistan / Izhar Ullah
A view of the Pashtu movie posters outside the Arshad cinema at provincial capital of Khyber Pakhtunkhwa, Peshawer.Khyber Pakhtunkhwa, Cinema, Peshawer Izhar Ullah Copyright © News Lens Pakistan

لاهور ( قاسم على ) د ترهه ګرۍ د خطرو او د بالى ووډ د فلمونو ځائى سېنماګانو کښې د نمائش باوجود په مقامى رنګونو معمور د پاکستانى فلمى صنعت د ودې له کبله د انټرټېنمنټ انډسټرۍ د پرمختګ په لورى تګ پيل شوے دے ـ

د ځائى فلمونو په سېنماګانو کښې د نمائش په سؤب ملک کښې د انټرټېنمنټ کاروبار تر ډېره حده بحال شوے دے ـ فلمونه په باکس آفس نوے ريکارډ جوړوي د کوم له کبله چې ورځ په ښکته پاکستانۍ سېنما په زړۀ پورې پرمختګ کړے دے ـ هاغه ورځې لاړې کله چې به سېنماګانې د بنياد پرستو او پېش کارو بنيادى هدف ګرځيدلې چې د ځائى ټيلنټ تباه کولو د پاره به دغسې کولے شول ـ فلم ټرېډ سره د اړونده ماهرانو ترمخه د امن و امان په حالاتو کښې په ډاګيزه ډول د راتلونکې بهترۍ او په ځانګړى توګه هېواد کښې د روانو فوځى عملياتو ضرب عضب له کبله صورتحال ښۀ شوے دے چې اثرات ئې د ژوند په هر مد پشمول د انټرټېنمنټ انډسټرۍ باندې هم ليدے شي ـ

اوس اوس ريليز شوى فلم ” جوانى پهر نهى آتى ” د جارى کيدو يوازې د څلورو هفتو په دوران په باکس آفس د ٢٧ کروړ روپو بزنس کولو سره يو نوے تاريخ رقم کړے دے ـ رانګ نمبر، بن روئے، کراچى سے لاهور او جليبى هم په زړۀ پورې بزنس وکړو او د سنجيده فلم کتوونکو د پاره جوړ کړے شوو فلمونو لکه منټو او مور د ناقدينو له خوا پوره داد واخستو ـ

د پاکستانى فلم کتوونکو د پاره اوس د بالى ووډ فلمونه د خوند اخستو يوازينۍ ذريعه پاتې نۀ ده ـ د يوې سېنما مالک نادر منهاس ووئيل :” کۀ مونږ په باکس آفس د تېرو ١٠ مياشتو په دوران د ريليز کيدونکو فلمونو د کارکردګۍ جائزه واخلو نو دا به په ډاګه شى چې يوازې يو بالى ووډ فلم ” بجرنګى بهائى جان ” د ٧٥.٢٤ کروړو غېر معمولى کاروبار وکړو ـ نور ټول انډين فلمونه په باکس آفس څۀ خاص تاثر پرېښودلو کښې ناکامه ثابت شوي دي ـ ” بجرنګى بهائى جان ” د دوو بالى ووډ بلاک بسټرز ريکارډ مات کړو چې پکښې ” پى کے ” او ” دهوم تهرى ” شامل دي کومو چې باکس آفس باندې ترتيب سره د ٢٤ او ٢٢ کروړو روپو بزنس کړے وۀ ـ دا وخت پاکستانى فلمونه په باکس آفس د ښې کارکردګۍ څرګندونه کوي ـ “

په ځائى رنګونو سينګار د معيارى فلمونو جارى کيدو له کبله پاکستان کښې د سېنما کاروبار پرمختګ کوى ځکه چې فلم کتوونکو کښې دا احساس پېدا شوے دے چې دا د هغوئ په خپل ملک کښې جوړ شوي دي ـ هر څو کۀ د پاکستان په وګړو کښې چينى او کونټى نينټل فوډ خاص مقبول دي ولې په روايتى خوراکونو لکه د بريانۍ او نهارۍ په مقبوليت کښې هېڅ فرق رانۀ غلو ـ

د تېرو دوو کالو په دوران پاکستانى فلمى صنعت سره تړلي سټيک هولډرز د دې رجحان مشاهده کړې ده ـ

د پاکستان فلم پيش کنندګان ايسوسى اېشن پخوانے چيئرمين او د پلازه سېنما، کومې ته چې لاهور کښې ٢٠٠٩ء کښې د آئى ايس آئى په دفتر د ترهه ګرۍ شوې حمله کښې زيان رسېدلے وۀ، مالک جهانزيب بيګ د پاکستانۍ سېنما د غوره والى په لورى د سفر په اړه انتهائى هيله لروونکے ښکاره شو ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل چې پاکستانے فلمى صنعت تر دوؤ لسيزو تباهۍ سره د مخ کيدو نه پس د بحالۍ او پرمختګ د تګ لورى ته ورسم شوے دے ـ

ښارى سيمو کښې د سېنماګانو د بحالۍ نه وروستو اوس دا رجحان د وړو ښارونو لورى ته اوړېدلے دے ـ چرته چې بيلا بيلې ډلې پخوانيو سېنماګانو کښې سرمايه کارى کوي او د مارکيټ د نوو معيارونو ترمخه د هغې څڼه سترګه کولے شي او دا هم ډېر ښۀ کاروبار کوي ـ د جهانزيب بيګ وېنا وه :” کۀ مونږ د څيزونو د ښۀ کېدو رفتار په نظر کښې لروو او دا عمل هم دا شان د کوم ځنډ څخه پرته روان وي نو د وخت نه مخکښې دې وېنا کښې هېڅ هېچ نشته چې د راتلونکو دوو کالو په دوران به دا نور د ګټې وټې کاروبار جوړ شى ـ “

آئى ميکس تهيټر، د سېنما بيخى نوے قسم دے چې دا وخت پاکستان کښې فلم کتوونکو ته په پوره ډول تفريح ورکوي ـ د آئى ميکس کارپورېشن د شمېر شمېرې ترمخه دا ټيکنالوجى دا وخت يوازې ٥٧ هېوادونو کښې موجوده ده او د آئى ميکس تهيټرز ټول شمېر ٨٣٧ دے ـ پاکستان هم د آئى ميکس تهيټر کلب غړے جوړ شوے دے او د وړومبى آئى ميکس تهيټر پرانسته تېر کال لاهور کښې شوې وه او اسلام آباد او کراچۍ کښې به ډېر زر نورې دوه آئى ميکس سېنماګانې جوړولے شى ـ

فراز چودهرى، چا چې پاکستانۍ سېنما انډسټرى آئى ميکس تهيټر سره په متعارف کولو يو نوے انقلاب رامنځته کړے دے ، وائي چې د انټرټېنمنټ صنعت دا وخت د جدت د دور څخه تېريږى ـ ” هغۀ په ولوله خېز انداز کښې زياته کړه :” انفراسټرکچر ښۀ کيږى، نوې سکريننګ ټيکنالوجى د ختمو کړے شوو پروحېکټرو ځائے نيسى، د امنيت د رسک فرى او ډېر غوره انتظامات شوي دي، سېنماګانو کښې فلم کتوونکو ته اخلاقى او تعليم يافته عمله هر کلے وائي ـ” دې ټولو لاملونو د فلم کتوونکو پام سېنماګانو ته رااړولے دے ـ

فراز چودهرى ووئيل چې هر څو کۀ د سېنما د کاروبار بنياد د غوښتنې او رسد په اصولو قائم دے ولې ځائى فلمى صنعت په زړۀ پورې پرمختګ کړے دے او معيارى فلمونو جوړولو سره به دا نوره کاميابه شى ـ

دې نېک شګونه نتيجو د ګليمر د نړۍ د نوميالو شخصيتونو پام ځائى فلمونو کښې د کار کولو لورى ته رااړولے دے ـ نوميالى پاکستانى ګلوکار على ظفر، چا چې د ادارکارى د کيريئر پيل د بالى ووډ څخه وکړو او هغه کاميابو فلمونو لکه ” ميرے برادر کى دلهن ” او ” چشم بدور ” کښې څرګند شوے دے، د ” ديوسائى” په نوم د خپل وړومبى فلم جوړولو اعلان کړے دے ـ دا به د پاکستان وړومبے فلم وى چې په لويه پيمانه ئې د ريليز کولو منصوبه جوړه شوې ده ـ آئى ايم جى سى ګلوبل انټرټېنمنټ، دا د بهر ملکى فلمونو پاکستان کښې د درآمد تر ټولو لويه اداره ده، د دې د ايګزېکټو شيخ عابد نقطه نظر په دې بابله بيخى بدل دے ـ هغۀ ووئيل :” پاکستانے فلمى صنعت دا مهال په وړومبنۍ مرحله کښې دے د کوم د پاره چې يو کال کښې د ٥٠ نه ٦٠ فلمونه ريليز کول ممکن نۀ دي دې د پاره دا وخت به هم بهرنيو فلمونو باندې اډاڼه برقرار وى ـ د دې ټول صورتحال باوجود حالات ښۀ کيږي او نوى فلم جوړوونکي به بس څو کلونو کښې د سېنما سرکټ د ډيمانډ پوره کولو جوګه شي ـ ” هغۀ زياته کړه چې پاکستانى فلمونه د شوقيانو د وړومبۍ خوښې جوړيږي ولې چې دا د هغوئ په خپل ملک کښې پروډيوس شوي دي ـ

نور دا چې د انټرټېنمنټ انډسټرۍ د پرمختګ له کبله د تکړه زلمو د پاره د خپلو صلاحيتونو ښکاره کولو نوې موقعې پېدا شوې دي ـ لالى ووډ سره اړونده سېنما ټو ګرافر کاشف رضوى، چې د کار په لټون کښې ئې هلې ځلې کړې دي، ووئيل :” د څو کلونو د ځنډ نه وروستو اخر د يوې سندرې د پروډکشن د پاره په کېمره د خپل فن څرګندولو موقع راته په لاس راغله ـ ” هغۀ زياته کړه چې د ټيلى ويژن انډسټرۍ تکړه اداکارانو د لالى ووډ زاړۀ مخونه لرې ديکه کړي دي د کوم له کبله چې شوقيان هم تازه پن محسوسوي او هغوئ د څو سوو روپو او خپل وخت لګولو کښې څۀ هېچ نۀ محسوسوي ـ

د پاکستان زلمو سېنماګانو کښې غوره والے د زړۀ له کومى منلے دے ـ د ټکټونو اېډوانس بکنګ نسبتاَ يو نوے رجحان دے او ځوانان ملګريو سره د فلم په کتلو خوندونه اخلي ـ يو فلم کتوونکى على ذيشان نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د نوې ټېکنالوجۍ، د موضوعاتو رنګارنګ کېدل او د سېنما د صنعت د بحالۍ له کبله زلمي په جوش کښې دي ځکه چې د پاکستان رجعت خوښه ټولنه کښې د هغوئ د پاره د انټرټېنمنټ محدود موقعې موجودې وې ولې د سېنما انډسټرۍ پرمختګ دغه کمے پوره کړے دے ـ

د تېرې يوې لسيزې راسې د سېنما صنعت ته د ټيکسونو څخه خلاصے ترلاسه دے کوم چې د انټرټېنمنټ د صنعت په اوسنى انقلاب کښې اهم کردار ترسره کړے دے ـ فلم ټريډ سره د اړوندو ماهرانو وېنا ده چې اوس به حکومت ټېکس ولګوى ځکه چې د دې شعبې تر ډېره حده بيا پيل په عمل کښې راغلے دے ـ دا وخت به دا په ډاګه شى چې آيا لالى ووډ په خپلو پښو ودرېدلې ده ؟ يا د خپل سفر روان ساتلو د پاره د درآمد شوو فلمونو په شکل کښې هم بهرنۍ مرستې باندې اډاڼې لرلو ته ضرورت لرى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here