کراچۍ: د ١٣ کالو نيلم کوهلى ٢٠١٤ء کښې د تهرپارکر د يو کلى کوټ غلام محمد نه وتښتولے شوه ـ په هغې په زور اسلام قبول کړے شو او بيا تښتوونکو په شکمنه توګه هغې سره رېپ وکړو ـ اغواکار اثر و رسوخ لروونکي مقامى مسلمانان وو چې په ضد ئې عدالت کښې مقدمه چلېدے نۀ شوه ځکه چې په سندهـ کښې په زور د مذهب بدلولو خلاف هيڅ قانون نشته ـ

د نيلم پلار نيمون نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هغه د کلى نه اغوا شوه او د سخت احتجاج نه وروسته د عدالت په احکاماتو کور ته واپس راغله ـ “

هندو د پاکستان تر ټولو لوے مذهبى اقليت دے چې اکثريت ئې په جنوبى سندهـ کښې مېشتۀ دي او د سخت نوعيت ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې مسلمانان سړي په زور په هندوانو جينکو اسلام قبلوي او ودوونه ورسره کوي ـ

کراچۍ کښې د خواري کښو هندوانو د پاره د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم پاکستان هندو کونسل عهديدار هوت چند وائي :” د جنورى ٢٠١٦ء نه تر اوسه کم نه کم ٣٠٠ هلکان او جينکۍ تښتولي شوي او په زور پرې اسلام قبول کړے شوے دے ـ “

هغۀ ووئيل چې د هغوي ادارې سره څۀ سرکارى شمېر شمېره خو نشته او دا اندازه د هغوي د کميونټى د غړيو د رپورټونو په بنياد مرتب کړے شوې ده ـ د اغوا په ٩٩ فى صد معاملات کښې هندوانو جينکو باندې په زور اسلام قبول کړے شو ـ

هوت چند زياته کړه :” په زور د مذهب بدلولو د مخنيوى د پاره د کوم قانون د نيشتوالى له کبله واکمن د دې نوعيت مقدمې نۀ درج کوي ـ “

سندهـ په زور د مذهب بدلولو خلاف قانون سازۍ لوري ته ورمخکښې کېدوونکې وړومبۍ صوبه ده ـ د سندهـ اسمبلۍ سېکرټرى غلام فاروق بريړو نيوز لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې يو کال تېر شوے دے او بل تر اوسه د سندهـ اسمبلۍ نه منظورېدل دى ـ د تېرو شپږو مياشتو نه زياتې مودې راسې قائمه کميټى په دې غور کوي ـ

پاکستان هندو کونسل او نورو مذهبى اقليتونو د دې قانون هرکلے کړے دے او غوښتنه ئې کړې ده چې د اسمبلۍ کارروائى دې تنده کړے شي ـ

د حزب اختلاف په ځانګړې چوکۍ د صوبائى اسمبلۍ منتخب شوى غړى نند کمار ګوکلانى دا بل پېش کړے وۀ ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د قانون او اقليتى چارو قائمه کميټى په دې بل غور کوي چې ډېر زر به منظور شى ـ “

وکيلې او د بشرى حقونو کارمندې کلپنا ديوى د ” په زور مذهب بدلول، بنيادي وجوهات” د عنوان لاندې د پينځو سوو نه د زياتو جينکو د مذهب بدلولو په معاملاتو څيړنه وکړه ـ

هغه وائي :” خواؤشا د ٦٠ فى صده جينکو په جبرى توګه مذهب بدل کړے شو، نورو جينکو د مينې د وادۀ کولو د پاره په خپله خوښه مذهب بدل کړو ـ “

هغې ووئيل چې قطبى او سويلى ختيز سندهـ په زور د مذهب بدلولو د پېښو نه تر ټولو زيات متاثره شوے دے ـ ملزمانو ته په عمومى ډول د مذهبى ډلو او جاګيردارو حمايت ترلاسه وي او هغوئ ته د هغوئ د جرمونو سزا نۀ ورکړے کېږي ـ

د هغې د تحقيق ترمخه د مذهب بدلولو نه پس جينکۍ په انتهائي سختو حالاتو کښې ساتلے شي ـ هغه ليکي :” څو کاله وړاندې د لاړکانه يوې جينۍ باندې اسلام قبول کړ ے شو ، د کوم نه پس چې هغه درې ځله خرڅه شوه ـ په څلورم ځل هغه خپل مور پلار واپس راوسته او انډيا ته ئې ولېږله ـ “

په زور د مذهب بدلولو خلاف د مجوزه بل ترمخه هر هاغه تن چې په بل چا په زور مذهب بدل کړى ته به کم نه کم پينځۀ کاله يا زيات نه زيات د عمر قېد سزا ورکولے شي ـ هغه به متاثره فريق ته جرمانه هم ورکوي خو د رقم ټاکنه به قائمه کميټى کوى ـ

هر کوم داسې تن چې په زور د مذهب بدلولو هدايت ورکوى، کوي يا دې لړ کښې مرسته ورکوي نو هغۀ ته به کم نه کم د درېو کالو قېد سزا ورکولے شي ـ

دې مجوزه بل کښې د ١٨ کالو نه د کم عمر د هلک او جينۍ د مذهب بدلولو مخه هم نيولې شوې ده او د هغوئ مور پلار يا مشر دا فېصله کولے شي چې مذهب بدلېدے شي که نۀ شي ـ

نند کمار ګوګلانى وائي :” بل کښې دا تجويز کړے شوې ده چې په زور د مذهب بدلولو په حواله معلومات ترلاسه کېدو باندې به پوليس متاثره فريق ولقه کښې اخلي او ٢٤ ګنټو کښې به ئې عدالت ته وړاندې کوي کوم چې په د سماعت د پاره د وړومبى تاريخ ټاکلنه کوى او دا به د اوو ورځو څخه پس نۀ کيږى ـ ” هغۀ ووئيل :” د بل ترمخه کۀ د متاثره فريق يا ملزم عدالت ته مخامخ کول ممکن نۀ وى نو هغه به نزدې دارالامان يا پوليس سټېشن ته بوتللے شي ـ ” نند کمار ګوګلاني ووئيل :” ٩٠ ورځو کښې به د مقدمې فېصله اورول وى ـ “

هغۀ دعوه وکړه چې ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو د مجوزه بل هرکلے کړے دے ـ

دينى عالم او د جامعه بنوريه مشر مفتى محمد نعيم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما ته تر اوسه د دې بل مسوده په لاس نۀ ده راغلې ولې مسلمانان د دې هرکلے کوي ځکه چې اسلام په زور د مذهب بدلون رد کوي ـ “

د اوسنو کلونو په دوران په زور د مذهب د بدلون دوه معاملات څرګند شول چې پکښې درې جينکۍ رنکل کمارى، ډاکټر لتا او انجلى ميګهوار د خپلو کورونو نه بې درکه شوې ، د هغوئ مور پلار الزام ولګولو چې هغوئ اغوا شوي دي او په هغوئ په زور اسلام قبول کړے شوے دے ـ دا دواړه معاملات بيخى ډاګيزه وشول او سپريم کورټ آف پاکستان ته ورسېدل چرته چې رنکل کمارى او ډاکټر لتا ووئيل چې هغوئ په خپله خوښه اسلام قبول کړو ـ

خو ولې د هغوئ مور پلار تور ولګولو چې هغوئ د دړکو ترلاسه کېدو له کبله دباؤ کښې بيان بدل کړو ـ درېمه جينۍ انجلى کم عمره وه او د پاکستان قانون په واضحه توګه دا وائي چې د ١٨ کالو نه د کم عمر هر تن نابالغه دے او وادۀ ئې نۀ شي کېدے ـ هغه سرکارى دارالامان ته ولېږلې شوه ـ د پاکستان هندو کونسل عهديداران دعوه کوي :” د هغوئ مذهب په زور بدل کړے شو ـ مذهب بدلوونکې جينکۍ تښتولے شوې او تر څو مياشتو پورې نجى حراست کښې وساتلے شوې ـ جينکو او د هغوئ کورنيو ته د قتل دړکې ترلاسه کېدے شوې د کومو چې د هغوئ په بيانونو ژور اثر پرېوتو ـ “

د رنکل کمارى ماما راج کمار ونجارا، چې د هغې مقدمه هم چلوي، وائي چې د قتل دړکو ترلاسه کېدو سره د هغوئ کورنۍ انډيا ته لاړه ولې هغه اوس هم کراچۍ کښې استوګنه کوى ـ

هغه وائي :” په زور د مذهب بدلولو د دا شان پېښو له وجې هندوان د انډيا تللو ته ترجيح ورکوي ـ “

کلونه تېر شول ولې د هغۀ خورزه رنکل کمارى بازياب نۀ کړے شوه ـ نورې ښځې هم دغسې حالاتو سره مخ دي ـ

کراچۍ کښې هم د هندوانو جينکو اغوا او په زور د مذهب بدلولو واقعات معمول جوړ شوے دے ـ

قانون دان او د پاکستان د انسانى حقونو کميشن کونسل غړى امرناتهـ موتومال نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ځپلو جينکو کورنۍ د زورورو ملزمانو خلاف د مقدمو درج کولو په بابله د حېرانۍ ښکار دي ځکه چې هغوئ ته د اواز اوچتولو په صورت کښې د وژلو دړکې ورکولے شي د کومو له وجې چې ځپلې ډلې چپ پاتې کيږي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here