لاهور ( دردانه نجم ) د پنجابۍ يا بلې کومې سيمه ايزه  ژبې په سکولونو کښې د ليک لوست د ذريعې جوړولو د پاره د ځان خلاصى رويه عام شوې ده ـ د دې حېرانتيا اساسى وجه دا تاثر دے چې وړومبيو جماعتونو کښې انګريزۍ وئيلو سره به ماشومان زيات تهذيب يافته او روښان فکره شى ـ

د لاهور د ګورنمنټ پرائمرى سکول شاديوال ماجها، سره اړوند پخوانى استاذ اقبال قيصر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پنجاب کښې د سکينډرى په کچ انګريزۍ ژبې ښودلو ته د زياتې پاملرنې له کبله سکولونه او کالجونه ترجمانان جوړوي ـ

هغۀ زياته کړه :” د پاکستان هر تعليمى کميشن د پرائمرۍ د کچ پورې ماشوم ته د هغۀ په مورنۍ ژبه کښې د تعليم ورکولو په اهميت زور ورکړے دے ـ هغه ټکي چې ماشوم ئې کور کښې کاروي، هغه وخت بې معنى شى کله چې هغه  په سکول کښې يو بيئله ژبه کښې په تعليم کولو مجبورولے شى ـ “

اقبال قيصر ووئيل :” پنجاب کښې چرته هم د پرائمرۍ د کچ پورې په پنجابۍ ژبه کښې تعليم نۀ شى ورکولے د کوم له کبله چې پنجاب کښې د نورو صوبو په مقابله کښې د سکول پرېښودوونکو ماشومانو تناسب زيات دے ـ

د پرائمرۍ د کچ پورې خواؤشا ٥٠ سلنه ماشومان سکول پرېږدي ـ د ٢٥ سلنه پورې ماشومان د ميټرک د کچ پورې تعليم کوي او يوازې هم د دوو نه دريو سلنه پورې طالب علمان کالجونو يا پوهنتونونو ته رسد ترلاسه کوي ـ “

تر کومه چې د علاقائى ژبو د ښودلو تعلق دے نو سندهـ ، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کښې صورتحال لږ ډېر غوره دے ـ دې ټولو صوبو قوانين منظور کړي دي د کومو لاندې چې د سيمې د ژبې د يو مضمون په توګه ښودل لازمى ګرځولے شوي دي ـ

د ژبو ماهران وائي :” مونږ بيخى څۀ داسې سلوک اردو ژبې سره هم کړے دے ـ “

د دې نتيجه دا راوتلې ده چې د پرمختګ نه د پاتې سيمو ماشومانو، د چا ماحول چې انګريزۍ ژبه سره سمون نۀ خورى، د پاره د زده کړے عمل نۀ يوازې ګران بلکې غير اثرناکه هم ثابتيږى ـ

هم داسې راتلونکے کهول په ګوټه لګولو لويئږي ـ

لاهور يونيورسټى آف مينجمنټ سائنسز کښې د هيومينيټيز او سوشل سائيسز څانګې سره اړوند ايسوسى ايټ پروفيسر فرخ عباس خان ووئيل دا بس بيخى يوه افسانه ده چې ژبه تاسو تهذيب يافته او مهذبه کوي ـ

هغۀ وضاحت کولو سره ووئيل چې دا يو بې ځايه تاثر دے چې کۀ مونږ د پرائمرۍ د کچ پورې پنجابۍ ژبه کښې تعليم ورکوو نو د ترقۍ په منډه کښې به شاته پاتې شوو ـ د دې سوچ لامل هغه روايت خوښى ده کومه چې مونږ پنجابى ثقافت سره تړلې ده ـ مونږ چې کله هم د پنجابه په حقله خبره کوو نو سمدستى مو د صوفى منش يا ګهبرو جوان تاثر ذهن ته راځي ـ

هغۀ زياته کړه چې د پاکستان د تعليمى تعصب جرړې د ځائى خلقو د خپلې مورنۍ ژبې په اړه حساسيت نظرانداز کولو او اردو او نګريزى د ليک لوست د ذريعې جوړولو سره پيوست دي ـ

د فرخ عباس خان وېنا وه چې هره څېړنه کښې ماشومانو ته د هغوئ په مورنۍ ژبه کښې د تعليم ورکولو اهميت ثابت شوے دے ولې د تعليمى نظام خرابو نتيجو او په دې حقله شوې څېړنې هم پاليسى سازانو کښې څۀ نوے فکر وانۀ چولے شو ـ

روان کال کښې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځ په مناسبت د يونيسکو له خوا د جارى کړے شوى رپورټ سرليک ” کۀ تاسو ته پته نۀ وي نو څنګه به پوهه شئ؟” وۀ ـ

تعليمى کارمندان دا د تعليم د حق خلاف ورزى ګرځوي ـ د پاکستان دستور د تعليم حق ژبو سره تړي ـ

د آئين شق ٢٥١  رياست ته دا شرط ږدى چې اردو دې د ملک سرکارى ژبه وګرځوى او دا لوظ هم کوى چې د صوبو له خوا د علاقائى ژبو د ودې د پاره دې ګامونه پورته کړے شي ـ

د قانون په رڼا کښې د دستور په ٢٥١ شق د دستور د نافذيدو نه وروستو پرې ١٥ کالو کښې دننه دننه عمل کول پکار دي ـ دا موده په ١٩٩٨ء کښې ختمه شوه ولې د ٢٧ کالو تېريدو باوجود په دې شق عمل درآمد ونۀ شو ـ

د کوکب اقبال له خوا د شق ٢٥١ نافذولو د پاره دائر کړے شوى درخواست باندې سپريم کورټ خپله پرېکړه کښې مرکز او صوبائى حکومتونو ته دا هدايت کړے وۀ چې هغوي دې اردو د هيود د سرکارى ژبې په توګه رائج کړى او د سيمې ژبې دې د تعليم وسيله وګرځوي ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د پاکستان پنجابى ادبى بورډ مشر مشتاق صوفى نه د هغو لاملونو په حقله پوښتنه وکړه د کومو له کبله چې پنجابى د يوې داسې ژبې په ډول نذر انداز کړے شوې ده کومه کښې چې دې د ليک لوست ذمه وارۍ ترسره کړے شي نو هغۀ ووئيل چې ترکومه يوه ژبه مهذبه او د معاشې ګټو وټو ترلاسه کېدو وسيله ونۀ ګڼلے شى نو هغه د خپلو وئيوونکيو پام ترلاسه کولے نۀ شى ـ

هغۀ زياته کړه :” پنجابى ژبه د ملکيت د حق د نيشتوالى له کبله نذر انداز شوه ـ چې د ملازمتونو ترلاسه کېدل انګرېزۍ پورې اډاڼه دي نو مونږ اردو او بيا پنجاب کښې وئيلې کېدوونکو نورو علاقائى ژبو نه ډډه وکړه ـ “

مشتاق صوفى نيوز لينز پاکستان سره د پنجابۍ ژبې په تاريخ خبرو اترو کولو کښې ووئيل چې د پنجابى ادب تاريخ زر کاله پخوانے دے ـ ډېر لږ خلق له دې حقيقته خبر دي چې د مغل سلطنت اخرى فرمانروا بهارد شاه ظفر په پنجابۍ ژبه کښې هم شاعرى کوله ـ له دې دا په داګه کيږى چې پنجابى به يوه مهذبه ژبه ګڼلے شوه ـ په انډيا د برطانوى راج راتللو نه پس د پنجابۍ ژبې په سرکارى کچ بې قدرى وکړے شوه چې دا شان په پنجابۍ د خبرو کوونکو خلقو او د هغوئ د ژبې ترمنځه فاصله پېدا کړے شى ـ د دې تعصب وجه دا وه چې برطانوى راج د رنجيت سنګهـ په دور کښې د سکهـ حکمرانانو په لاس مستقله توګه باندې ماتې سره مخ شوے وۀ ـ

پنجاب د څو کلونو د جنګ نه وروستو ١٨٤٩ء کښې برطانوى عمل دارۍ کښې راغے ـ دې نه پس بيا د پنجاب اوسيدونکو بيخى د خپل ثقافت او ژبې نه کرکه وکړه ـ

د پاکستان پنجابى ادبى بورډ د سيورى لاندې په ٢١ فرورۍ ٢٠١٦ء د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځ په مناسبت لاريون هم وکړے شو ـ د پنجاب صوبائى وزيرانو او نورو سرکارى واکمنو په لاريون کښې ګډون وکړو ـ دې ټولو په سکولونو کښې د پنجابۍ ژبې د رامنځته کولو وعده وکړه ـ

پاکستان پنجا‌بى ادبى بورډ لاهور هائى کورټ کښې رټ هم دائر کړے وۀ چې دا شان هغه پنجاب حکومت ته د مجوزه بل ” دي پنجاب پروموشن آف مدر ليګويج ايز کمپلسرى ايډيشنل سبجکټ ايټ پرائمرى ليول ايکټ ٢٠١٥ء ” منظورۍ د لوظ پوره کولو د پاره هدايات جارى کړي کوم چې ئې سپريم کورټ کښې وړاندې کړے وۀ ـ

د پنجاب انسټى ټيوټ آف لينګوئج، آرټ اينډ کلچر ډائريکټرې صغرا صدف نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې غږ وکړو چې د بل مسوده د پنجاب د قانون وزارت سره ده ـ

هغې ووئيل چې روان کال کښې په ٢١ فرورۍ د مورنيو ژبو په نړيواله ورځ ترسره شوې دستورې ته کتلو سره د پنجاب وزيراعلى شهباز شريف ته هم دا ادراک شوے دے چې په سکولونو کښې د پرائمرۍ په کچ د پنجابۍ رامنځته کولو د پاره تګ و داؤ پکار دے ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here