لاهور ( دردانه نجم ) سخاوالو له کبله عجيبه شان وږم راؤچتېږى، د ګڼې ګوڼې په هالونو کښې د ايئرکنډېنشنګ مناسب انتظامات نشته، د رنځورانو د پاره د بسترو کمے او د ډاکټرانو او نرسانو منفى رويه د لاهور د سرکارى هسپتالونو په اېمرجنسى وارډونو کښې عام ده چې هر کوم تن ئې لېدے شى ـ

Government Hospital (4)
: photo by News Lens Pakistan/ Durdana Najam

نيوز لينز پاکستان د ګڼو هسپتالونو د آؤټ ډور او اېمرجنسى وارډز په بابله يوه سروے وکړه ـ د جنرل هسپتال د آؤټ ډور ناروغانو شعبۀ د مچهلى منډۍ منظر وړاندې کوى ـ په ټول هسپتال کښې يوازې ٩٥ نارينه ډاکټران کار کوي او ضرورت د ١٢٣ ډاکټرانو دے ـ دا شان ٥٤ ډاکټرانې کار کوي او ضرورت د ٧٠ ښځينه ډاکټرانو دے ـ

د جنرل هسپتال لاهور د ميډيکل سپرنټنډنټ جنيد مرزا ترمخه جنرل هسپتال کښې د ډاکټرانو شمېر لږ دے د څۀ په وجه چې هغوئ د ذمه وارۍ انداز سره د رنځورانو معائنه نۀ شى کولے ـ هر ډاکټر روزانه خواؤشا د ٧٠ ناروغانو معائنه کوى ـ په ترقى يافته هېوادونو کښې يو ډاکټر يوازې ١٠ رنځوران ګورى ـ

د جنرل هسپتال سپرنټنډنټ افسر اجمل بخارى ووئيل چې ډاکټران شتون نۀ لري ـ هغۀ د حېرانۍ څرګندونې کولو سره ووئيل چې اصل مسله دا ده چې د ډاکټراو ټاکنه د خوښې او ناخوښې په اساس کولے شى ـ تر ټوله اهمه خبره خو دا ده چې د ډاکټرانو د بهرتۍ عمل ستونزمن کړے شوے دے ـ

اجمل بخارى ووئيل :” د صحت شعبه په دوو برخو پرائمرى و سکينډرى هيلتهـ کيئر ډيپارټمنټ او سپيشلائزډ ميډيکل اينډ ايجوکيشن ډيپارټمنټ کښې وېشلې شوې ده ـ د دې وېش له کبله د ډاکټرانو د بهرتۍ او بدليو عمل بيخى زيات اوږد شوے دے ـ ډېر ډاکټران د سرکارى خنډانو له کبله په ويټنګ لسټ کښې دي، عملدرآمد باندې زيات وخت لګى ـ نور دا چې د خپل پردى د کلچر ختمولو ضروت هم دے ـ “

هغۀ ووئيل کله چې چرته بهرتۍ د پاره اشتهار ورکولے شى نو انتظاميې ته د وزيراعلى يا د پنجاب اسمبلۍ د سپيکر د دفتر او يا د قومى يا صوبائى اسمبلۍ د ځائى غړى فون راروان وى ـ اجمل بخارى ووئيل :” هغوئ په مونږ خپلو اميدوارانو له ملازمت ورکولو د پاره دباؤ اچوى ـ “

کوثر مصطفى د تېرو دريو ګنټو راسې يو ايکسرے روم نه بهر ولاړه ده ـ هغه له دې وړاندې هم دلته راغلې ده ـ هغه په دوېم ځل دلته راغلې ده ـ هغې د ايکسرے د پاره پېسې ورکړې دي او ټوکن ئې ترلاسه کړے دے خو ولې د هغې وار رانغلو ـ

اجمل بخارى ووئيل چې جنرل هسپتال کښې د ايکسرے کولو د پاره دوو مشينان دي او اکثرو وختونو کښې د دوو نه زيات رنځوران په قطار کښې ولاړ وي ـ

کوثر مصطفى په نمژنو سترګو ووئيل :” عام توګه باندې ” پرچى ” (د چا په حواله) راتلونکو ناروغانو ته په نورو ترجيح ورکولے شى ـ مونږ سره د سپو په شان سلوک کولے شى ځکه چې مونږ سره بله څۀ ذريعه نشته ـ “

د هر څيز فيس اخستے شى ـ سرکارى هسپتالونو کښې د وېړيا دارو درملو د ورکړے تاثر هغه وخت يو ګپ ښکاره شو کله چې د رنځورانو يو لوے شمېر نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې د هسپتال نه د ١٠٠ روپو څخه د لږو دارو درمل خو اسانۍ سره ترلاسه کېدے شى خو کۀ د دې نه د زيات نرخ دوائى تجويز کړے شى نو هغه د بهر څخه راوړل وى ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د رنځورانو نه پوښتنه وکړه چې هغوئ دا سياست دانان اخر ولې منتخب کوي چې سم انتخاب ثابت نۀ شو نو مسز قزافى نومې مېرمن ووئيل :” زمونږ ووټونه څۀ اهميت نۀ لري ځکه چې هم بيلټ بکسې بدلولے شي ـ”

هره ورځ خواؤشا پينځۀ زره رنځوران جنرل هسپتال ته راځي ـ هغوئ سره د راتلونکو تيماردارانو يا د کورنۍ د غړيو شمېر هم دومره وى ـ

دې دومره لوے شمېر کښې د راتلونکو رنځورانو او د هغوئ د تيماردارانو د پاره په ټول هسپتال کښې هم يوازې دوه ټټۍ دي ـ

ماسپښين ١٢ بجې، چې کله د رنځورانو او د هغوئ د تيماردارانو يو لوے شمېر په هسپتال کښې موجود وى، هم له مخکښې راسې سخا واش رومونو نه راتلونکى وږم د رنځورانو ستونزې نورې زياتوي ـ

جنيد مرزا نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې وړاندې له دې د هسپتال زياتره مشينان خراب پراتۀ وو  ولې اوس صورتحال ډېر ښۀ شوے دے خو د سل سلنه غوره والى هيله لرل پکار نۀ دي ـ

نيوز لينز پاکستان د جناح هسپتال دوره هم وکړه ـ دا هسپتال ولې چې مثالى هسپتال ګرځولے شوے دے ځکه نو دلته صورتحال څۀ قدرے غوره وۀ ـ

د يو رنځور شهزاد على، چې وروستو بيا په حق ورسېدو، تيماردار ارشاد کهرل نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې سرجيکل اېمرجنسى کښې يوازې يو سکشن مشين دے ـ

هغۀ ووئيل :” نرسانو ما ته ووئيل چې زۀ دې ټيوب وراچول زده کړم ځکه چې عملې سره وخت نۀ وۀ ـ دا يو زړۀ چاودے کار وۀ ـ اکثرو وختونو کښې به عملې د بل کوم رنځور د پاره مشين لر کولو سره وړلو ـ “

ارشاد کهرل ووئيل هم دا شان په ميډيکل او سرجيکل اېمرجنسى کښې هم يوازې يو اى سى جى مشين دے ـ

هغۀ د عمومى رويې په حقله خبرو اترو کښې ووئيل چې د ډاکټرانو او نرسانو رويه سخته وى او کۀ د هغوئ نه هم يوه پوښتنه په دوېم ځل وکړے شى نو هغوئ د تيماردارانو بې عزتى کوي ـ

نيوز لينز پاکستان په جنرل هسپتال کښې هم د دې بڼې حالات وليدل چرته چې ښکته عمله د مېرمنو سپکاوے کوى او کله چې ناروغان په خپل وار ډاکټرانو سره د ليدلو کتلو د پاره هڅه کوي نو په هغوئ سترګې راويستلے او سخته ژبه ورسره خپلولے شى ـ

د پنجاب د وزيراعلى د صحت صلاح کار خواجه سلمان رفيق نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هسپتالونو کښې د ډاکټرانو هېڅ کمے نشته ـ هغۀ ووئيل چې حکومت په هر هسپتال کښې د زړۀ د ناروغۍ د شعبې پېل کولو منصوبه جوړوى چې دا شان په پنجاب انسټى ټيوټ آف کارډيالوجى پېټے سپک شى ـ

خواجه سلمان رفيق د دارو درملو په بابله خبرو اترو کښې ووئيل چې د څلورو سوو نه زياتې کمپنۍ سرکارى هسپتالونو ته داروګان ورکوي ـ هغۀ ووئيل :” مونږ د داروګانو مانيټر کولو او د هغې د آډټ د پاره يو پوره ميکانزم رامنځته کړے دے چې دا شان د داروګانو معيار او د هغې شتون غوره کړے شى ـ “

خو ولې خواجه سلمان رفيق ومنله چې د فنډز يوه لويه برخه غير ضرورى هلو ځلو کښې ضائع کيږى او سرکارى هسپتالونو کښې د کرپشن ناسور تر اوسه ختم نۀ کړے شو ـ هغۀ دا هم ومنله چې د ډاکټرانو او عملې رويه پېشه وره نۀ ده ـ

د صحت شعبې د پاره د ځانګړى کړے شوى بجټ په بابله چې پوښتنه وکړے شوه نو خواجه سلمان رفيق ووئيل چې د صحت په بجټ کښې ٦٢ سلنه زياتوالے د پنجاب حکومت يوه اهمه کاميابى ده ـ
مالى کال ١٧-٢٠١٦ء کښې د صحت د شعبې د پاره ٤٣ اعشاريه ٨ ارب روپۍ بيئلې کړے شوې دي ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here