بنو ( احسان داوړ ) د ١٣ کالو ايمن د قطبى وزيرستان په يو ځائى سکول کښې د پينځم جماعت زده کوونکې ده ـ دا په دغه ټوله قبائلى ايجنسۍ کښې يوازينے فعال سکول دے چرته چې په ١٥ جون ٢٠١٤ء پېل کېدونکے ضرب عضب اپرېشن اوس اوس ختم شوے دے ـ

دوه کاله وړاندې چې کله ايمن او د هغې کورنۍ د فوځى اپرېشن له کبله کډه کولو باندې مجبور شول نو هغې هم په دغه جماعت کښې سبق وئيلو ـ کور ته د واپس تګ نه پس هغې هم په دغه جماعت کښې بيا داخله اخستې ده ـ

د ځائى تعليمى واکمنو ترمخه قطبى وزيرستان کښې هيڅ سکول نشته د څۀ په وجه چې د ٣٣ زره نه زياتې جينکۍ تعليم نۀ ترلاسه کوي ـ

قطبى وزيرستان سره تعلق لرونکى يو قبائلى فرهاد على نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زمونږ د پاره دا هغه وخت هم ګرانه وه کله چې مونږه په خپلو کليو کښې مېشتۀ وو ـ مونږ اوس د کډوالۍ ژوند تېروو او دا زمونږه د پاره ناممکنه ده چې مونږ دې په يو داسې ځائے هغوئ سکول ته وليږو چرته چې مونږ ته متاثرين وئيلے شي ـ “

د فساد ځپلو کسانو د پاره استعمالېدونکې د ” متاثرين ” اصطلاح د سپکاوى ډکه ده ځکه چې د دې له وجې آئى ډى پيز د دويمې درجې وګړي څرګندېږي ـ

د ايمن پلار نور حسن ، چې په سعودى عرب کښې د ډرائيور په توګه کار کوى، نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما لور به خپل جماعت کښې ټاپ راتله او ما هيله لرله چې هغه به په وخت خپل تعليم پوره کړے شى خو اوس د هغې دوه قيمتى کلونه ضايع شوي دي ـ “

هغۀ زياته کړه :” ما بهر هيواد ته د تللو نه وروستو د تعليم د اهميت ادراک وکړو ـ “

د شمالى وزيرستان د ډېرو قبائلو په شان نور حسن هم د خليجى ملکونو په يو هيواد کښې، چرته چې د ادنى درجې ملازمتونه لکه ډرائيونګ او هم مزدورى کولے شي، کار ولټولو ـ

ايمن د قبائلى سيمو په هغو زرګونو جينکو کښې يوه وه څوک چې د مېرمنو د تعليم د مخالفت کوونکو عسکريت خوښو خلاف د فوځى اپرېشن له کبله په کډه کولو مجبور شوې کومو چې به اکثر او زياتره سکولونه په بم چاودنو تباه کول ـ

د فاټا سيکرټرېټ، چې په قبائلى سيمو کښې د ترقياتى منصوبو نګرانى کوى، ترمخه قبائلى علاقو کښې د زنانه ؤ د لوستنې شرح يوازې درې سلنه ده ـ د خېبرپښتونخوا د تعليم د محکمې اېجوکېشن مينجمنټ انفارمېشن سسټم ( اى ايم آئى ايس ) وائي چې دا شرح له دې هم کمه ده کومه چې يوازې ١ اعشاريه ٧٤ سلنه ده ـ

د اى ايم آئى ايس د فاټا په بابله د ١٥-٢٠١٤ء په رپورټ کښې وئيلى شوي دي چې د ٢٠١٤ء په دوران قطبى وزيرستان کښې د څلورو نه د نهه کالو ٢٥،٩٨٠ ماشومانو جينکو پرائمرى سکولونو کښې سبق وئيلو او د ١٠ نه ١٤ کالو د عمر ١١٨٧ جينکو په سکينډرى کچ تعليم ترلاسه کولو ـ

په قطبى وزيرستان کښې ٣٨١ پرائمرى سکولونه دي چې پکښې د طالباتو د پاره د کميونټى او جوماتونو سره اړوند  سکولونه هم شامل دي ـ

” جوماتونو کښې قائم سکولونه ” په اصل کښې جوماتونو سره پېوست حجرو کښې قائم شوي وي او هغه د جوماتونو امامان چلوي څوک چې د مذهبى استاذ په مقام هم ټاکلے وى ـ دا سکولونه فاټا ډائريکټوريټ د تعليم د پاره جوړ کړي دي او هم هغه ئې انتظام کوى ـ

قطبى وزيرستان کښې د مډل سکولونو شمېر ٣٤ دے چې پکښې ٦٦٤ جينکۍ تعليم کوي ـ په شمالى وزيرستان کښې يوازې نهه هائى سکولونه دي چې پکښې د ټولې ايجنسۍ څخه ٦٧٧ جينکۍ تعليم ترسره کوي ـ
اى ايم آئى ايس سره تړلې يوې ذريعې، د نوم نۀ ښودلو په خواهش ولې چې هغه ميډيا سره د خبرو کولو اجازت نۀ لرى، ووئيل چې په قطبى وزيرستان کښې په جينکو کښې د خواندګۍ شرح د ٠ اعشاريه ١٥ سلنه نه زياته نۀ ده او هلکانو کښې دا ١٧ سلنه ده ـ

د ٢٠١٥ء په اخرى ورځو کښې اى ايم آئى ايس له خوا د ترسره شوې سروے نه دا په ډاګه شوه چې په قطبى وزيرستان کښې فوځى اپريشن سره دوه لکه طالب علمان ځپلي شوي دي په کومو کښې چې ٢٥ زره د هائى سکول اوکالج د کچ او ١٧٥،٠٠٠ د مډل د کچ زده کوونکي وو ـ

قطبى وزيرستان سره تعلق لرونکى يو قبائلى راهول اسلام، څوک چې د بنو په خواوشا کښې مېشتۀ دے، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت  کډه کوونکو طالب علمانو ته بنو، پېښور او د د هغو ضلعو په سکولونو کښې د داخلې ورکولو د منصوبو اعلان کړے وۀ چرته چې د کډه کوونکې ابادۍ اکثريت پناه ترلاسه کړې وه ـ

هغۀ زياته کړه چې د طالباتو د پاره څۀ منصوبه پېل کړے شوې نۀ وه ـ

راهول اسلام نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هغه جينکۍ زده کوونکې چې د قبائلى روايتونو يا عسکريت خوښو له خوا د ورپېښو خطرو باوجود به خپلو پلرنو سيمو کښې سکول ته تللې ، هغوئ کور کښې په کښېناستو مجبوره کړے شوي دي ـ “

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” مونږ يو نااشنا ماحول کښې هغوئ سکول ته څنګه ليږلې شو، کله چې مونږ تر دې پوهيږو چې آيا د دې سکولونو ماحول زمونږ د لوڼو د پاره محفوظ دے کۀ نه دے ؟ مونږ د خپل تحفظ او ژوند ژواک په بابله پرېشانه يو ـ مونږ کښې د ډېرو د پاره د کډو کولو نه پس د ماشومانو سکول ته لېږل د پرېشانه کېدو اخرى وجه وه ـ “

مور پلار دا په سيمه کښې د مېرمنو د تعليم په حقله د فکرمندۍ د پېښ شوى صورت حال د پاره د سنجيده بڼې يو زيان ګڼي ـ

د تېرو څو کالو په دوران د قطبى وزيرستان په شمول قبائلى سيمو کښې عسکريت خوښۍ د مېرمنو په تعليم بيخى زيات منفى اثرات غورځولي دي کله چې ځائى عسکريت خوښو د جينکو په تعليم د بندېز په بابله پمفلټونه جارى کړل او مور پلار ئې د خپلو زامنو او لوڼو سکول ته لېږلو باندې د سخت نوعيت نتيجو ترلاسه کولو ته د تيار اوسېدو خبردارے ورکړو ـ

ځائى رجعت خوښې ثقافت د مېرمنو د تعليم په لاره کښې تل يو لوے خنډ پاتې شوے دے خو د دې باوجود د ځائى قبائلو يو لوے شمېر خپلې لوڼه د تعليم په کاليو سينګارول غواړي ـ

خو ولې هغوئ د طاقت ورو طالبانو يا په منطقه کښې د هغوي د زياتېدونکى اثرورسوخ په ضد مزاحمت نۀ شى کولے ـ

دې سيمو کښې د داسې مډل او هائى سکولونو د نۀ شتون په سؤب، کوم چې د جينکو د پاره په اسانه د رسائۍ جوګه وي، په يو داسې مقام د اعلى تعليم حوصله ماتېږى چرته چې مور پلار خپلې لوڼه د بالغ کېدو نه وروستو سکول ته ليږل نۀ غواړي ـ

يو سماجى کارمند او قبائلى مشر همايون خان داوړ ووئيل چې قبائلى سيمو کښې د جوړو شوو سکولونو مقصد د تعليم په کاليو د خلقو سينګارول نۀ دي ـ هغۀ ووئيل چې د زورورو ځائى قبائلى مشرانو له خوا سياسى انتظاميې سره په مرسته کولو دا هغوئ ته د انعام په توګه وړاندې کولے شي ـ

هغوئ چې کله د سکول جوړولو د پاره زمکه عطيه کوي نو دا د دې قبائلى مشرانو ملکيت ګڼلے شى کومه چې په اصل کښې د کميونټى ملکيت پکار وى ـ

همايون خان داوړ ووئيل :” د دې ودانيو اکثريت د سکولونو په ځائے د حجرو په توګه استعماليږي ـ “
د هغۀ وړاندې وېنا وه :” په ځينو معاملاتو کښې، چرته چې دا ودانۍ د سکول په توګه استعمالېږي، د مالکانو د کورنۍ ښځينه غړې د استاذانو په توګه بهرتى شوې دي کومې چې د مېرټ په خلاف ورزۍ کولو د نالوستيا باوجود يوازې د مالکانو د خوشحالولو د پاره لګولے شوې دي ـ ”

د مېرمنو د تعليم محکمې سره اړونده اسسټنټ ډائرېکټرې ګل رخ ووئيل چې د تعليم محکمه د هغو طالباتو د تعليمى لړۍ بحالولو د پاره ګامونه پورته کوى چې تعليمى لړۍ ئې د کډوالۍ له کبله د ځنډ ښکار شوې ده ـ
هغې ووئيل :” مونږ فاټا او په خاص توګه قطبى وزيرستان کښې د سکولونو نه د جينکو د وېستلو د شرح څخه خبر يو کومه چې خواؤشا ٧٢ سلنه ده ـ “

د هغې وېنا وه چې داسې سکولونه کومه چې ملکان د خپلو مېلمستونونو په توګه استعمالوي، د هغې مخنيوے په سختۍ سره کولے شى ـ

ګل رخ ووئيل :” ما پخپله ليدلي دي چې د ښځينه استاذانو د استوګنې په ځايونو مالکانو قبضه اچولې کړې ده ـ ”

هغې ووئيل :” يوه زنانه استاذه، چې د ځائى سيمې سره تعلق نۀ لرى، سبق ښودلو ته څۀ رنګ پاملرنه کولے شى کله چې هغې ته هم بيخى تحفظ ترلاسه نۀ دے ـ “

د دې ترخو حقائقو باوجود ډېر والدېن اوس هم خپلې لوڼه د تعليم ترلاسه کولو د پاره سکول ته ليږل غواړي ـ
عبدالله خان د دوو لوڼو پلار دے، څوک چې د کډوالۍ نه وروستو اوس واپس راغلے دے او د هغۀ لوڼه سکول ته ځي ـ

هغۀ ووئيل :” ما د تجربې او سختو حالاتو نه دا سبق زده کړے دے چې تعليم يوازې هم د هلکانو حق نۀ دے ـ”

عبدالله خان ووئيل :” زما لوڼو ته کۀ د ژوند د مقابلې د پاره ځان تيارول دي نو هغوئ ته به په لازمه توګه ښۀ تعليم ترلاسه کول وي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here