لاهور ( دردانه نجم ) د مختلفو مذهبونو سکالران وائي چې مذهبى لارښودان د ګلوبل وارمنګ او موسمى بدلونونو په بابله خبرتيا پېدا کولو سره د عام تن په رويه کښې بدلون رامنځته کولے شى خو هغوئ د خپلې اخلاقى او مذهبى ذمه وارۍ پوره کولو د پاره هېڅ کردار نۀ ترسره کوي ـ

نيوز لينز د بيلابيلو مذهبونو استازو سره په دې د ځان پوهولو د پاره خبرې اترې وکړې چې هغوئ ” د موسمى بدلون ” په صورت کښې د ورپېښور ډېرو زياتو اهمو کړمو په حقله د خبرتيا رامنځته کولو هڅې کوي کۀ نه ـ

ډائسز آف رائيونډ چرچ سره اړونده ايولين آر بهجن وائي :” مقدس تورات خپلو پېروکارو باندې دا پابندى لګوى چې هغوئ دې د زمکې او د دې د وسيلو خوندى کولو د پاره کار وکړي ـ د سپېځلى تورات د وړومبى باب ترمخه الله پاک زمکه او انسان جوړ کړل، څوک چې يو ذات دے او يو اعلى مقام لرى خو ولې هغه ته د منتظم کردار هم ورسپارلے شوے دے ـ د ذاتى معاشى ګټې وټې د پاره زمکې ته د زيان رسولو اجازت نشته ـ ” په زمکه د قبضې کولو نه يو خوا ته پېروکارو ته دا حکم ورکړے شوے دے چې هغوئ دې د خپل کور د حفاظت د پاره کردار ترسره کړي ـ “

 (باب ٣٠-٢٨:١)

هغې ووئيل چې د پاکستانى چرچ په دې بابله سنجيدګۍ سره کار ترسره نۀ کړو او نۀ ئې هم د اولس سره څۀ تعلق جوړ کړے دے ـ د مذهبى مشرانو دا اخلاقى ذمه وارى ده چې هغوئ خلق خبر کړي چې د هغوي ژوند او هلې ځلې څۀ رنګ په ماحول اثر غورځوى ـ

د هغې وړاندې وېنا وه چې مذهبى مشران ډېر زيات تربيت نۀ لري او هغوئ ته د هر کوم مثال قائمولو نه وړاندې د دې تربيت ترلاسه کولو ضرورت دے چې دا مسله  په څۀ ډول هواره کړے شى ـ د افسوس خبره خو دا ده چې روحانيت باندې زور راوړلے شى او په دې اړخ ډېره لږه خبره کولے شى چې په زمکه دې ژوند څنګه تېر کړے شى ـ

پنجاب يونيورسټۍ سره اړوند د اسلاميات پروفېسر ډاکټر محمد حماد لکهوى وائي چې قرآن مجيد په واضحه توګه دا وئيلي دي چې هم انسان به د زمکې ماحول تباه کوى ـ هغۀ د موسمى بدلون په بابله د قرآن د ذکر شوى آيت تلاوت وکړو ـ

” وچه او لوانده کښې د خلقو د عملونو په سؤب فساد خور شوے دے چې د الله د ځينو اعمالو خوند واخلى چې دا شان هغوئ ځان وژغورى ـ” ( سورة الروم ٣٠:٤١ )

د هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې آيا واعظان په ماحول کښې د رامنځته کېدونکو بدلونونو په بابله خلقو ته خبرتيا ورکوي ؟ هغۀ په نا کښې ځواب ورکړو او وې وئيل چې زمونږ مذهبى لارښودانو ځانونه په ټولنه کښې د رامنځته کېدونکو سماجى ستونزو نه بيئل کړي دي ـ ډاکټر حماد لکهوى ووئيل چې هغۀ ځان د جومات پورې محدود کړے دے او د جومات او مدرسې د حدونو نه بهر چې څۀ کيږي، هغې سره د هغۀ هېڅ تعلق نشته ـ

د آل پاکستان هندو ريليجئس موومنټ مشر هارون سراب ديال نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هندوازم کښې د خاورې نه د شينکۍ د راټوکېدو او په کائنات د هغې د اثراتو ذکر شوے دے ـ هغۀ ووئيل چې شرى کرشن خپلو پېروکارو ته د ګوردهن پروت د عبادت کولو هدايت کړے وۀ چې په بنيادى توګه غرونو باندې يو سمسور ځنګل دے، د دې عبادت کولو مقصد د شينکۍ د پاره احترام پېدا کول دي ـ خو ولې هغۀ دا ومنله چې د هندوانو مذهبى مشران د ماحولونو د بدلونونو په بابله د خبرتيا پېدا کولو د پاره خپل کردار نۀ ترسره کوي ـ

هارون سراب ديال زياته کړه :” زمونږ په مذهبى کتابونو ويدوونو کښې نۀ يوازې د ونو کرلو بلکې کۀ کومه يوه وهلے شى نو د هغې په ځائے د نوى بوټى نالولو هدايت شوے دے ـ تر مونږه د موسمى بدلون په بابله علم د بېن المللى تنظيمونو د څېړنکارو په وسيله رارسېدلے دے، مذهبى ډلو يا عالمانو په دې حقله هېڅ کار ترسره نۀ کړو ـ “

هغۀ ووئيل چې هندو سکالران په نړۍ کښې کېدونکى پرمختګ سره همغږي نۀ دي ـ د هغوئ د موسمونو د بدلون په بابله علم د اساسى بڼې دے ـ

د پاکستان کونسل آف ورلډ ريليجئس اينډ سکهـ ازم استازى چرن جيت سنګهـ هم د سکهانو د مذهبى لارښودانو په کردار د خفګان څرګندونه وکړه ـ هغۀ ووئيل :” مونږ په لويو او ښائسته ګوردوارو جوړولو لکونه روپۍ لګولې دي ولې کله چې د ماحول خوندى کولو خبره وى نو جمالياتى او معاشى اعتبار سره د بې حسۍ څرګندونه کوو ـ “

هغۀ زياته کړه :” ګورو ګرنتهـ صاحب کښې په واضحه ډول د فطرت او د هغې د تحفظ په اړه خبره شوې ده او د سکهـ مذهب پېروکارو ته د دنيا د صفا کولو او د غلطو هلوځلو څخه د پاکولو هدايت شوے دے خو زمونږ مذهبى مشرانو په دې تعليماتو عمل ونۀ وکړو ـ “

پاکستان په ٢٠١٠ء کښې هغه وخت د موسمى بدلون سختو اثراتو ځپلے وۀ کله چې د ملک خواؤشا نيمه برخه د سخت سېلاب له کبله اوبو کښې ډوبه شوې وه ـ تېر کال کراچۍ کښې د ګرمۍ د چپې له کبله ١٢ سوه کسان په حق رسېدلي وو ـ د تېرو څو کلونو په دوران د پشکال د غېر مستقل بارانونو او موسم له کبله پاکستان کښې د کرکيلې شعبه ډېره سخته ځپلې شوې ده ـ د جرمنى د موسمى بدلون په بابله د کار کوونکې څېړنکارې ادارې جرمن واچ انډيکس ترمخه د ٢٠١٠ء د سېلاب له کبله د ملک په جى ډى پى کښې شپږ سلنه کمے راغلے وۀ ـ

ورلډ وائډ فنډ فار نېچر پاکستان ( ډبليو ډبليو اېف پاکستان ) د لندن سکول آف اکنامکس و سياسيات او لاهور يونيورسټى آف مينجمنټ سائنسز په مرسته د موسمى بدلون په کرکيله او فوډ سکيورټى د اثراتو په حقله يو رپورټ مرتب کړے وۀ چې ترمخه ئې ٢٠٤٠ء پورې ټول ملک کښې  اوسط درجه حرارت کښې د ٠ اعشاريه ٥ ډګرۍ زياتوالى اندېښنه ښکاره کړے شوې وه چې ورسره به هېواد کښې د پېدا کېدوونکو ټولو فصلونو پېداوار د اتۀ نه ١٠ سلنه کمېږي او دا شان به د يو ايکړ په سر د ٣٠ زره روپو زيان زغمل وى ـ   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here