کوئټه ( حزب الله خان ) لوبو کښې دلچسپۍ اخستوونکو تماشګيرو وئيلي دي چې په ٢٩ مارچ کوئټه کښې په يوه هفته مشتمله د لوبو مېله ترسره شوه چې نۀ يوازې يوه داسې سرګرمى وه د کومې چې سخت ضرورت محسوسولے شو بلکې دا د بلوچستان له ستونزو د پام اړولو لامل هم شو ولې په دې کښې هغه لوبې شاملې نۀ وې چې د ځائى بلوچ او د پښتون ابادۍ د ثقافت نمائنده وى ـ

يو تماشګير احسن خان ووئيل :” د بلوچستان په ثقافتى لوبو کښې بزکشى، کشتۍ، چاؤک، د اسوونو زغل او نخښه ويشتل شامل دي ولې د لوبو محکمې دا لوبې د تېرو درېو کالو راسې دې مېله کښې شامل نۀ کړې ـ کۀ دا لوبې هم فيسټيول کښې شاملې کړے شي نو خلق به دې کښې زياته دلچسپى واخلي ـ د سرکارى سرپرستۍ د نيشتوالى له کبله زمونږ ثقافتى لوبې په ختمېدو دي کومو ته د ودې ورکولو د پاره چې به اوږد مزل کول وى ـ “

هر څو کۀ د لوبو د کليزو مقابلو لکه بلوچستان سپورټس فيسټيول د لوبو او مقابلې د فضا په فراختيا کښې ډېر زيات اهم کردار دے ولې لوبو ته د ټولنې د يو انتهائى اهم جز په توګه د ودې ورکولو ضرورت دے او د بلوچستان په رڼا کښې داسې کول په ځانګړى ډول اهميت لرى چرته چې د څو کالو راسې د روانې عسکريت خوښۍ له کبله خلق د ژوند د رنګونو او اميد څخه بې برخې شوي دي ـ

کوئټه کښې به کېدونکې د لوبو دا مېله چرته په کليز بنيادونو کېده ولې تر کلونو د روانو پاتې شوو عسکريت خوښه کارروائيو له کبله د دې ترسره کؤل د ځنډ ښکار شول ، د عسکريت خوښۍ دې لړۍ هغه وخت زور وموندو کله چې د بګټى قبيلې مشر نواب اکبر خان بګټى په حق ورسېدو ـ هغه په ٢٠٠٦ء کښې شوى فوځى اپريشن کښې په حق رسيدلے وۀ ـ

احسن خان وائي :” يو خوا خو خلق د ترهه ګرۍ د پېښو له کبله د ذهنى دباؤ او پرېشانۍ ښکار دي نو بلخوا په صحت مندو هلو ځلو کښې د خلقو مشغول ساتلو د پاره د لوبو مېدان شته او نۀ هم مقابلې کولے شي ـ هغه ټولنې چرته چې د لوبو مېدانونه جوړ دي او د خلقو په ژوند کښې لوبې د يوې امروزه سرګرمۍ درجه لرى، خلق په ذهنى او بدنى توګه صحت مند دي ـ د داسې معاشرو کسان د ژوند په هره شعبه کښې ښکاره کردار ترسره کولے شى ـ “

هغه وائي چې دا هغه بنيادى وجه ده د کومې له کبله چې رياست او ټولنې ته د مېلو نه د څۀ زيات او د لوبو نۀ يوازې د ثقافت د يو جز ګرځولو بلکې د لوبغاړو د مقابلې په ذريعه د صلاحيتونو د کره کتنې د پاره د موقعو ورکولو ضرورت هم دے ـ

احسن خان زياته کړه :” د دې مېلو د ثقافت د ريښتونى نمائنده جوړولو او قامى کچ باندې ترقۍ ورکولو سره معاشى ګټې وټې هم ترلاسه کيدے شى ـ “

د تېرو درېو کالو راسې صوبائى حکومت، د پاکستان د فوځ په مرسته د مارچ په مياشت کښې د لوبو مېله ترسره کوى چې پېل ئې د سپرلى د موسم په وړومبۍ ورځ يا په نوروز کيږى ـ سږ کال دا مېله د ٢٢ مارچ نه ٢٩ مارچ پورې ترسره کړے شوه چې پکښې ٢،٧٠٠ لوبغاړو ٢٩ بيلابيلو لوبو کښې برخه واخسته ـ

د بلوچستان د لوبو ايډيشنل سېکرټرى نذر محمد وائي چې صوبائى حکومت د بلوچستان سپورټس فيسټيول په ترسره کولو ١٣٤ ملين روپۍ لګولې دي ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل:” د لوبغاړو په سپورټس فيسټيول کښې د برخې اخستو په خاطر ډاډګيرنې کولو او هغوئ ته اسانيو ورکولو د پاره حکومت د هغوئ اعزازيه د ١٠ زره روپو نه زياتولو سره ٥٠ زره روپۍ کړه ـ”

نذرمحمد ووئيل چې د صوبې بيلابيلو ډويژنونو کښې د لوبو د مېلو ترسره کولو مقصد د صحت مندو هلو ځلو وده او او خلقو ته هواخورى ورکول وو ـ

هغۀ ووئيل :” د لوبو دې مېله کښې ټنګ ټکور هم شامل وۀ چې پکښې د ملک بيلا بيلو سيمو سره اړونده نوموړو سندرغاړو خپل صلاحيتونه په ډاګه کړل او د بلوچستان خلقو ته ئې خوند رنګ ورکړو ـ”

هغۀ زياته کړه چې مېله کښې برخه اخستوونکې ډلې په ضلعى کچ د لوبو د مختلفو ټورنامنټونو نه پس د مېرټ په بنياد ټاکلې شوې وې ـ د نذر محمد وېنا وه :” يوازې هغه ډلې د لوبو په مېله کښې برخه اخستے شى کومو چې د ډوېژن په کچ فائنل ته رسد ترلاسه کړے وى ـ “

مېله کښې د بيلابيلو لوبو ٢٩ مقابلې وشوې په کومو کښې چې فټ بال، کرکټ، هاکى، سائيکل سورلى، شطرنج، سکواش، باکسنګ، بېډمنټن او نورې لوبې شاملې وې ـ

خو ولې په مېله کښې برخه اخستوونکي ګڼ لوبغاړي دا ګڼي چې د سياسى لاسوهنې له کبله د لوبغاړو د انتخاب عمل متاثره شو د کوم په سؤب چې ډېرو صلاحيت لروونکو لوبغاړو په سمه توګه خپلې خوبۍ په ډاګه نۀ کړے شوې ـ

د مسلم باغ د ضلعى فټ بال ټيم غړے بايزيد خان وائي :” د فېسټېول د پاره يوازې هم هغه لوبغاړي وټاکلے شول چې سياسى زور واکى لري ـ

حکومت ته پکار دي چې ټګى ټورى ختمه کړى او په هر ډويژن کښې يوه بې طرفه کميټى د لوبغاړو انتخاب وکړى څوک چې د دې جوګه وى ـ “

هغۀ زياته کړه چې يوه داسې صوبه کښې چرته چې د بې وزلۍ شرح ډېره زياته اوچته ده، يوازې هم هغه لوبغاړي لوبو کښې بريالي کيدے شي چې مالى وسيلې لري چې پکښې سازومان، تربيت او د لوبو د ځائى تنظيم غړيتوب شامل دے ـ

بايزيد خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” غريبو کورنيو سره اړوند صلاحيت لروونکي لوبغاړي د بې وزلۍ له کبله لوبو کښې برخه نۀ شى اخستے، حکومت ته پکار دي چې داسې لوبغاړو له د خوندى ماحولو ورکولو د پاره د هغوئ سرپرستى وکړى چې دا شان هغوئ د بې وزلۍ له دې ستونزې څخه راووېستلے شي ـ “

نور دا چې د ٢٧ سوو لوبغاړو او د ٢٩ نه د زياتو لوبو د پاره هم د يو مېدان د شتون والى له وجې هم ټول لوبغاړي خپل صلاحيتونه په ډاګه کولے نۀ شي ځکه چې د بيلا بيلو لوبو د پاره لنډ وخت ځانګړے کولے شى ـ بايزيد خان ووئيل :” ايوب سټېډيم ( کوئټه کښې ) کښې د لوبو څلور لوے مېدانونه دي، حکومت ته پکار دي چې بيلابيلو مقابلو کښې د برخه اخستوونکو لوبغاړو د پاره ايوب سټېډيم پرانيزى چې دا شان هر څوک په دې لوبو کښې د برخې اخستو نه علاوه خوند رنګ واخستے شى ـ “

ولې د طاهر مندوخېل په شان د تماشګيرو د پاره د دې مېلې مطلب د صحت مندو هلو ځلو او مقابلو نه زيات هم څۀ دي ـ دا په يوه داسې صوبه کښې د امن و امان او معمول ته د حالاتو راتللو احساس ښکاره کوى چرته چې خلق له اوږدې مودې راسې د ستونزو ښکار دي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ د بلوچستان حکومت له خوا د دې شانداره مېلې په ترسره کولو مننه کوو ـ د سپرلى موسم چې کله پيل کيږى نو ګاونډيو هېوادونو لکه ايران، افغانستان، انډيا او ترکى کښې د نوروز خوشحالۍ نمانځلے شي ـ د مېلې انعقاد په سم وخت کولے شى او مونږ په يو ښکلى موسم کښې د بيلابيلو لوبو څخه خوندونه ترلاسه کوو ـ “

د طاهر مندوخيل ترمخه يوازې هم د لوبو په هلو ځلو کښې د بيلابيلو مسلکونو، مذهبونو، ثقافتونو او نسلونو د خلقو د يو موټے کولو صلاحيت موجود دے ـ

هغۀ زياته کړه :” کۀ چرې مونږ لوبې او تفريحى هلې ځلې د امن قائمولو، د خوشحالۍ او پرمختګ د پاره په کار راولوو نو دې سره په رښتياؤ معنو کښې په ټولنه کښې مثبت بدلون راتلے شى ـ لوبې د سماجى ډلو مضبوطولو، د خوشحاليو د ويشلو او خلقو کښې د جذبې او ولولې پېدا کولو صلاحيت لري او د لوبغاړو د سماجى پس منظر سره هم څۀ فرق نۀ پريوځى ـ داسې زلمي چې بيلابيلو لوبو کښې برخه اخلي، هغوئ د منفى هلو ځلو لکه د جرمونو او نشو نه ژغورلے کيدے شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here