کراچۍ: بې طرفه مبصرين او تحقيقي هڅې وائي چې د قومى اېکشن پلان لاندې د ترهه ګرو ډلو خلاف د کارروائۍ په دوران کالعدم عسکريت خوښو تنظيمونو خپلې هلې ځلې روانې وساتلې چې پکښې چنده جمع کول، د وګړيو نه قلنګ اخستل، بم غورځول، هدفى قتل او د تښتولو کارروائۍ شاملې دي ـ

Rangers checking during Operation Karachi, : Photo by News Lens Pakistan/
Rangers checking during Operation Karachi, : Photo by News Lens Pakistan/

سنټر فار ريسرچ اېنډ سکيورټى سټډيز (سى آر اېس اېس) په ٢٥ مئى ٢٠١٥ء د قومى اېکشن پلان د نفاذ د نګرانۍ د پاره ” نيپ ټريکټر” جارى کړو ـ د نيپ ټريکر د شمېر شمېرې نه دا په ډاګه کېږى چې د تېرو دوو کالو په دوران د هدفى وژنې په پېښو کښې ٥٣ فى صده، د ډاکې په وارداتو کښې ٣٠ فى صده او د قلنګ اخستو پېښو کښې ٥٦ فى صده کمے راغے ـ سندهـ رېنجرز د ترهه ګرۍ د جرړو نه وېستلوو د پاره د پاکستان تر ټولو لوے کاروبارى ښار کښې په پينځم ستمبر ٢٠١٣ء ” کراچۍ اپرېشن ” شروع کړو ـ په جنورى ٢٠١٥ء حکومت آرمى پبلک سکول پېښور باندې د حملې نه پس د ترهه ګرو ډلو او د هغوئ د مرستيالانوو خلاف قومى اېکشن پلان جارى کړو چې ورسره کراچۍ اپرېشن ته نور توان ترلاسه شو ـ

تجزيه کار او کالم نګار وجاهت مسعود وائي چې کراچۍ کښې د دې کاميابيو باوجود د کالعدم عسکريت خوښو تنظيمونو لاره ونۀ نيولې شوه ـ د سندهـ هائى کورټ د چيف جسټس د زوئ تښتول، د عسکرو او پوليس په ګاډو حملې او په مستقله توګه د روان هدفى قتل کارروائۍ د حکومت د کاميابۍ په دعوؤ سواليه نخښه ده ـ

سى آر اېس اېس سره تړلے ريسرچ فېلو محمد انيس وائي :” د سى آر اېس اېس څېړنه او د اوېس شاه اغوا دا په ډاګه کوى چې کالعدم تنظيمونه نۀ يوازې خپله موجودګى ښکاره کوي بلکې په ټول ښار کښې ئې سختې کارروائۍ هم جاري ساتلې دي ـ “

جولائى ٢٠١٦ء کښې د اسلامى مياشت رمضان په دوران ځينو کالعدم عسکريت خوښو ډلو د چندې راغونډولو مهم هم پېل کړو ـ مسلمانان د رمضان په دوران د محرومه طبقو د مرستې د پاره زکواة او فطرانه ورکوي ـ د يو مقامى جمات نه بهر د نيم عسکرى اهلکارو په موجودګۍ کښې د ” جهاديانو ” لخوا د چندې جمع کولو وېډيو کلپ خاص مقبوليت ترلاسه کړے وۀ ـ

دا کالعدم تنظيمونه د عامو وګړيو نه هم رقمونه جمع کوي چې ورسره د خېرښېګړې ادارې متاثره شوې دي ـ د پاکستان د ټولو نه لوې د خېرښېګړې ادارې ايدهى فاؤنډېشن د کراچۍ اپرېشن په دوران په چندو کښې د ٢٠ فى صده کمى مشاهده وکړه ـ

د ايدهى فاؤنډېشن نوى مشر فېصل ايدهى دعوه وکړه :” کالعدم او انتهاخوښي اسلامى تنظيمونه په ازادانه توګه چندې غونډوي د کوم له وجې چې مونږ ته لږ عطيات ترلاسه کېږي ـ “

هغۀ نيوز لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کالعدم تنظيمونو د عطياتو راجمع کولو د پاره په زرګونو بې روګاره سړي بهرتي کړي دي ـ

د نيپ مقصد د ترهه ګرو ډلو او د هغوي معاشى نېټ ورکس ختمول او د ترهه ګرۍ جرړې وېستل دي ـ
تر ټولو په لوے ديوبندى تنظيم سپاه صحابه باندې بندېز لګولے شوے وۀ خو ولې هغوي خپل نوم بدل کړو او اوس په اهل سنت والجماعت په نوم کار کوي ـ

کراچۍ کښې د اهل سنت والجماعت ترجمان عمر معاويه نيوز لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” اهل سنت والجماعت کراچۍ کښې د قائمو دفترونو په ذريعه ټول سندهـ کښې هلې ځلې ترسره کوي ـ ” هغۀ ووئيل چې د ښار خدا ترسه خلق اهل سنت والجماعت ته چندې ورکوي کومه چې د امداد يوه لويه ذريعه ده ـ

عمر معاويه ووئيل :” مونږ زکواة، فطرانه او نور عطيات اخلوو ـ دا عطيات د اهل سنت والجماعت کارکنانو او د هغوئ کورنيو، په خاص توګه د ترهه ګرۍ ځپلو د مرستې د پاره استعمالولے شي ـ ” هغۀ د اهل سنت والجماعت د ختم شوى سپاه صحابه پاکستان سره د رابطو نه بيخى انکار وکړو ـ

د محمد انيس دا خيال دے چې د پاکستان واکمن د نيپ ترمخه د ترهه ګرو او د هغوي د معاشى نېټ ورکس د جرړې نه وېستلو کښې پاتې راغلي دي ـ هغۀ زياته کړه :” ترهه ګرو د کراچۍ اپرېشن نه پس خپله کړنلاره بدله کړې ده او د پاکستان په محفوظو سيمو کښې ئې ټېکانې جوړې کړې دي ـ ”

د محمد انيس وېنا وه :” هر څو کۀ د اپرېشن نه وروسته ښار کښې د جرمونو شرح کمه شوې ده ، ترهه ګر اويس شاه تښتولو او فوځى ګاډو باندې حملو کولو سره خپل پېغام رسولو او د خپلې موجودګۍ په ثابتولو کښې بريالي شوي دي ـ “

سندهـ حکومت په ١١ اګست ٢٠١٦ء کراچۍ کښې د امن و امان د مقدمې د سماعت په دوران سپريم کورټ آف پاکستان کښې رپورټ جمع کړو ـ رپورټ وائي :” قانون نافذوونکو ادارو کراچۍ کښې د ترهه ګرو خلاف ١٧ زره شريکې او انفرادي کارروائۍ کړې دي ـ ”

د کراچۍ پوليس مشر مشتاق احمد مهر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” قانون نافذوونکې ادارې په سم لوري روانې دي ـ د اپرېشن په دوران چې چرته اندېښنه وه ، هلته يوه نيمه حمله شوې ده ـ مونږ د ترهه ګرو په ضد يوه جامع کړنلاره جوړه کړې ده او قانون نافذوونکې ادارې په هغې سختۍ سره عمل کوي ” هغۀ ووئيل چې د دې خبرې نه يو خوا ته چې څۀ کيږى، ترهه ګر او کالعدم تنظيمونه به په پوره ډول ختمولے شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here