کراچۍ ( فرحانه نيازى ) کراچۍ کښې تېر کال د راغلې ګرمۍ د چپې نه پس روان کال کښې صوبائي حکومت په ښار کښې څو ځايونو باندې وګړيو د پاره د شېلټر او اوبو د سبيلونو بندوبست خو وکړو ، ولې مرغۍ ئې هېرې کړې ـ د حکومت هم دې بې غورۍ ته کتلو سره، د ښار څو طالب علمانو دې مارغانو ته د دانه اوبۀ ورکولو ذمه وارۍ ته ملا وتړله ـ او د بيټ دا هيټ په نوم يو مهم ئې شروع کړو ـ

” پېور پاکستان ” په نوم د خېر ښېګړې يو تنظيم چلوونکے اوويشت کلن جنېد کمال د مهم مشر دے ـ هغه وائي ” زما د څو ملګريو په کورونو کښې تېر کال مرغۍ مړې شوې، ډاکټر ووئيل چې دا مرغۍ ګرمۍ وهلي دي ـ بس هم دې سره خيال راغے چې د دې بې زبانه مرغيو د پاره دې څۀ وکړے شي ـ “

جنېد د اين اى ډي يونيورسټۍ، سرسيد يونيورسټۍ او په خاص توګه د کراچۍ يونيورسټۍ د دېرشو نه زياتو طالب علمانو سره په شريکه دا مهم پېل کړو د کوم د پاره چې چنده هم راجمع کړے شوه ـ دا مهم د روان کال په ٢١ مئ پېل شوـ په ابتدائي توګه دا مهم عائشه منزل، ملير، نصير آباد، ګلشن اقبال او نور سيمو کښې وچلولے شو ـ

” بيټ دا هيټ” مهم په سوشل مېډيا هم خور کړے شو چې په لويه پېمانه ئې مثبت ردعمل مخې ته راغے، دې مهم کښې د شاملې آرګنائزرې او طالب علمې حافظه حمنى وېنا وه چې په سوشل مېډيا د ليدلو نه وروسته هغه او د هغې نور ملګري هم د دې مهم برخه شول ـ

جنېد نيوز لينز پاکستان ته ووئيل :” اوس د دې مهم دائره سکولونو او کالجونو ته هم غزولے شي چې نور خلق هم د خېر د دې کار برخه وګرځي ـ “

د دې مهم نه وړاندې هم په انفرادى توګه د ځنګلي مارغانو د دانې اوبو انتظام شوے دے ، د ښار په مينځ کښې موجود د قائد مزار ته مخامخ او شاته په لوے شمېر کښې مرغۍ په ځانګړى توګه کونترې په نظر راځي ـ

دلته ريړو واله موجود وي چې ورسره باجرا او کنکى دانه ، دلته راتلوونکي خلق ودريږي او د خپل جېب نه دانه اخلي او مارغانو ته ئې اچوي ـ مزار قائد چوک کښې موجود فرحان احمد نومې يو تن د نيوز لينز پاکستان نمائنده سره په خبر اترو کښې ووئيل چې :” مونږ د رب له خوا په راکړے کېدونکي رزق کښې د دې مرغيو حصه هم کوو ځکه چې ګرمۍ کښې دوي ته هم ولوږه او تنده لګي ـ “

اردو سائنس کالج سره نزدې چورنګۍ سره رېړه واله فضل د پينځلسو کالو راسې دلته د مرغېو د پاره دانه خرڅوي ، د هغۀ په قول :” روزانه دوو پورې کسان راځي ، چې پکښې اکثريت د ښځو وي ـ څوک د شل، دېرشو او څوک د سلو دوو سوو روپو دانه اخلي ـ “

د سندهـ حکومت د ځنګلي حيات او حيواناتو د محکمې له لورى صوبه کښې موجود د اوبو د مارغانو په قسمونو خو سروے شوې ده ولې د اوچې د مارغانو د شمېر او قسمونو په بابله هېڅ رېکارډ نشته ـ

د سندهـ د ځنګلى حيات او حېوانات محکمې ګيم آفيسر رشيد خان نيوز لينز ته ووئيل چې ښارونو کښې د ونو وهلو، فضائى آلودګۍ او شور شغب له وجې مرغۍ کمې شوې دي ـ ” هاغه مرغۍ چې پنجرو کښې بندې وي هغه د ګرمۍ نه متاثره کېږي او ازادې مرغۍ مقامى سطح باندې هجرت کولو سره نورو ښارونو ته مخه کوي ـ “

ګرمۍ کښې د مارغانو د پاره د دانې او په خاص توګه د اوبو انتظام کولو په حقله د هغۀ وېنا وه چې دې کال کښې خو داسې هيڅ ونۀ کړے شول ولې راتلونکى وخت کښې به په دې کار کولے شي د دې نه علاوه په موټروے او نېشنل هائى وے ونې کرلے شي ـ

د ښار د څو اهمو سړکونو د غاړو نه خورې ونې د شپې په تيارۀ کښې غېبې شوې، کله چې معامله عدالت ته ورسېده نو ميونسپل کارپورېشن ووئيل چې د شاهراه فېصل نه د اشتهاري بورډونو اوېزاندولو په غرض ونې وهلې شوې دي ـ ماهران وائي د دې منفى اقداماتو له کبله مرغۍ د جالو نه محرومه کېږي ـ

د فطرت د تحفظ د پاره د کار کوونکې بېن المللى ادارې آئى يو سى اېن پروګرام ډائرېکټر طاهر قرېشي ترمخه ښار کښې ونې وهلے شي چې ورسره د مارغانو جالې ختمېږي دې نه علاوه موسمي بدلونونه، د شينکۍ ختمېدل او سخته ګرمى د مارغانو په افزائش نسل کښې د کمى سؤب ګرځي ـ

کراچۍ کښې د اوبو کمے يوه سخته مسله ده چې ورسره نه يوازې انسانان بلکې مرغۍ هم متاثره شوې دي ـ
د کراچى واټر اېنډ سيوريج بورډ ترمخه ښار کښې د اوبو غوښتنه د ورځې ١ اعشاريه ١ بلين ګېلن ده او د دې رسد د ورځې ٥٥٠ ملين ګېلن دے کوم چې د ضرورت نه بيخى کم دے ـ

د کراچۍ په خواؤشا علاقو ملير او ګډاپ کښې به شنۀ شنۀ پټي او باغونه وو خو زياتېدونکې ابادۍ دلته هم د هاؤسنګ سوسائټيو بنياد کېښود ـ د اوبو د قلت له وجې دا د کروندې زمکه اوس شاړه شوې ده ـ دې نه علاوه ښار باندې د پشکال بارانونه هم انتهائي لږ ورېږي ، د کوم په وجه چې مارغانو ته اوبۀ نه ملاوېږي ـ

د ورلډ وائلډ فار نيچر يعنى د ډبليو ډبليو اېف ټيکنيکل اېډوائزر ډاکټر معظم نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې کراچۍ د سيمټو ښار جوړ شوے دے، کوم چې د مارغانو نه خپلې جالې تروړلې دي ـ

” د مارغانو د افزائشن نسل ختمېدو يوه لويه وجه د اوبو کمے هم دے ، څو قسمه مرغۍ اوس کراچۍ ته مخه نۀ کوي ځکه چې مقامي ونې ختمولے شي دا مرغۍ به هم په دې مقامي ونو کېناستې ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here