لاهور ( دردانه نجم ) پاکستانۍ ميډيا باندې د ګلشن اقبال پارک بم چاؤدنې د شکمن ځان وژونکى حمله کوونکى د پېژندګلو په حقله رپورټنګ کولو کښې يو لېونتوب خور شوے وۀ ، په ٢٧ مارچ ترسره شوې دې بم چاؤدنه کښې ٢٩ ماشومان او ٤٤ ښځې او سړي وژلي شوي وو ـ

د يو نه پس بل نيوز چينل دا خبر د څۀ کوټلې حوالې نه بغېر وچلولو ـ اخر حکومت ته  د افواګانو په بنياد د چلېدونکى خبر د مخنيوى د پاره مداخلت کول په سر شول ـ

په ٢٨ مارچ يو ټيلى ويژن پروګرام کښې د پنجاب د وزيراعلى ځانګړى صلاح کار زعيم حسين قادرى د دې خبر رد کولو سره ووئيل چې يوسف بم چاؤدنه کښې ککړ نۀ وۀ بلکې هغه د ترهه ګرۍ په دغه کارروائۍ کښې ووژلے شو ـ

يوسف به قرآن پاک ښودلو ـ د هغۀ د کورنيو ذريعو ترمخه هغه د تېرو څو کالو راسې لاهور کښې مېشتۀ وۀ ـ

ميډيا ځان يوازې بې ځايه رپورټنګ پورې محدود ونۀ ساتلو ـ رښتيا خو دا دي چې سويلى پنجاب کښې د يوسف پلرنى ښار مظفرګړهـ ضلع کښې ټولو لويو نيوز چېنلو په خپلو رپورټرانو او کېمره مېنانو مشتمل ډلې وليږلې چې د مېډيا له خوا د شوى بې ځايه رپورټنګ تاثر ترې توان مومى ـ

نيوز لينز پاکستان ، په دې د ځان پوهولو د پاره چې نيوز چينلو د باقاعده تصديق نه بغېر اخر ولې خبر خور کړو، د ملک دريو لويو نيوز چينلو سما، جيو او دنيا د نيوز کنټرولرانو، بيورو چيفس او صدر سره خبره وکړه ـ

د جيو نيټ ورک ډېر اهم عهدېدار نيوز لينز پاکستان سره په فون خبرو اترو کښې بيان ورکړو خو وروستو بيا د هغې نه په شا شو او وې وئيل چې د جيو نيټ ورک چيف ايګزيکټو افيسر به په دې حقله اى مېل باندې نوے بيان ورکوى ولې داسې ونۀ شوه ـ

د صحافتى اقدارو په رڼا کښې نيوز لينز پاکستان د هغۀ نوم نۀ ښکاره کوى ځکه چې هغۀ ټيکسټ ميسيج راليږلے وۀ چې هغه خپل بيان واپس اخلى ـ خو د هم دغه صحافتى اقدار له کبله نيوز لينز پاکستان د هغۀ بيان خوروى چې دا شان دا پته ولګى چې يو پيشه ور صحافى، چې په يوه ډېره اهمه څوکۍ لګيدلے دے ، هم په خپل چېنل د شوى غېر ذمه وارۍ رپورټنګ په حقله څۀ محسوسوى او څومره بې وسه دے ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ منم چې جيو د دې معاملې ژورتيا سره رپورټنګ ونۀ کړو او د يوې نه زياتو ذريعو کارؤلو کښې ناکامه پاتې شو چې آيا يوسف يو شکمن ځان وژوونکے بمبار وۀ کۀ نه ؟ دا يوه ناوړه افواه وه چې د جيو له خوا خوره کړے شوه او د منفى طرز عمل عکاسى کوى ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه چې رښتيا خو دا دي چې اولس ته د رسد ترلاسه کولو کړنلاره سمه نۀ ده ـ

 هغۀ ووئيل :” د مېډيا د ادارو له خوا چې کله غېر تربيه شوى او غېر پېشه ور کسان فيلډ ته لېږلے شي نو د تصديق عمل متاثره کيږى ـ  دې سره سره د عملى پرېکړې کولو کمے هم په ډاګه شوے دے ـ “

د سما ټى وى کنټرولر نيوز احمد وليد خپلو خبرو کښې ووئيل :” مونږ تر ټولو وړاندې د يوسف شناختى کارډ ترلاسه کړو ولې د هغۀ د شکمن ځان وژونکى حمله کوونکى کېدو په حقله خبر مو نۀ دے چلولے ـ قانون نافذونکې هيڅ کومې ادارې د هغۀ تصديق نۀ وۀ کړے ـ دا بدبختى وه چې سما ټى وى د پېشه ورې مجبورۍ څرګندولو باوجود دا خبر نشر کړو ـ ”

نيوز لينز پاکستان احمد وليد نه پوښتنه وکړه چې دا ولې داسې ممکن شوه ؟

هغۀ ځواب ورکړو چې په ٢٨ مارچ پ سحر د شپې د شفټ يو رپورټر دا خبر په هر ټى وى چېنل نشر کېدو باندې وليدلو نو د خپل ځان نه ئې د دې خبر چلولو پرېکړه وکړه ـ

احمد وليد ووئيل :” نيوز چېنلو کښې ادارتى کنټرول نشته ـ رپورټران د معاصره ټى وى چېنلو د مقابلې له کبله د غېر ذمه وارې روييې څرګندونه کوي ـ زۀ منم چې په ټى وى چېنلو د خبرونو د تصديق د پاره څۀ ميکانزم شتون نۀ لرى ـ ” د دنيا ټى وى د لاهور نيوز هېډ خرم کليم د خپل ټى وى له خوا د يوسف د بم چاؤدنه کښې ککړېدو په خبر خبرو اترو کښې د غلط رپورټنګ ذمه وارى د پنجاب پوليس په سر ورواچوله ـ

هغۀ ووئيل :” انسپکټر جنرل پوليس مشتاق سکهيرا ميډيا خبر کړه چې پوليس د يوسف کورنۍ نيولې ده ـ مونږ يوازې هم د دې معاملې د تفتيش په اړه خبرونه نشر کړل ـ “

د دنيا ټى وى بيورو چيف ارسلان رفيق بهټى يو ګام وړاندې تللو سره د پاکستان په بيخى اهمې خفيه ادارې تور ولګولو چې هغې چېنلو ته  د يوسف د شکمن ځان وژوونکى حمله کوونکى کېدو په حقله خبرتيا ورکړې وه ـ

د هغۀ ترمخه ياده خفيه اداره د پېښې په ځائے کښې د موجودو ثبوتونو د جائزې اخستو نه پس دې نتيجې ته رسېدلې وه ـ

ارسلان رفيق بهټى ووئيل :” د يوسف په ملا کښې ژور زخمونه جوړ شوي وو او د هغۀ ږيره هم وه د څۀ له کبله چې د هغۀ د شکمن ځان وژوونکى حمله کوونکى کېدو په حقله ثبوتونه پاخۀ شوي وو ـ “

خو ولې هغۀ ومنله چې ټى چېنلې د دې خبر د تصديق کولو په اړه هره کومه هڅه کوله ناکامه شوي وو ـ هغۀ ووئيل چې د مالکانو له خوا د نورو چېنلو د نقل کولو د پاره د دباؤ له کبله داسې غلطيانې کيږي ـ

نيوز لينز پاکستان، په دې خبره د ځان پوهولو د پاره چې آيا پوليس مېډيا ته د غېر تصديق معلوماتو ورکولو ذمه وار وو که نه ؟ ، ډى آئى جى اپريشنز لاهور  حېدراشرف سره رابطه وکړه چا چې په سخت انداز کښې تردېد وکړو ـ

هغۀ ووئيل :” کوم پوليس افسر په دې حقله کوم رپورټر سره خبره نۀ ده کړې ـ زۀ نۀ پوهېږم چې د يوسف شناختى کارډ چرته نه ترلاسه شوے وۀ ـ زۀ د مېډيا له خوا په دې پرېکړه کولو حېران ؤم ـ دا څنګه ممکن ده چې د ځان وژوونکى حمله کوونکى د بدن بره برخه دې سلامت وى ؟ ” د هغۀ وړاندې وېنا وه چې ځان وژووونکى حمله کوونکى د خپلو ډلو محفوظ ساتلو د پاره خپله پېژندګله پټه ساتى او شناختى کارډ جېب کښې نۀ ساتى ـ

حېدر اشرف د مېډيا ادارو ته په ضابطه اخلاق د عمل کولو خواست وکړو کوم چې هغۀ پخپله ترتيب کړي وو چې ترمخه ئې مېډيا د افوګانو په بنياد رپورټنګ نۀ شى کولے ـ

حېدر اشرف زياته کړه چې پاکستان اليکټرانک رګوليټرى اتهارټى ته د مداخلت کولو په حقله د ضابطې ترتيبولو ضرورت دے چې تر کومه د پوليس له لورى ترهه ګرۍ سره د اړونده پېښو په اړه سرکارى کچ باندې بيان جارى کړے شوے نۀ وى، تر هغه وخته خبر نشر کولو نۀ دي پکار ـ

هغۀ ووئيل :” رپورټران او کېمره مېنان چې کله د پېښې ځائے ته رسيږي نو ناپوهۍ سره فارنزک ثبوتونه ضايع کوي چې د تفتيش د پاره ډېر زيات اهم وي ـ”

دا په وړومبى ځله نۀ ده شوې چې د پاکستان مېډيا بې ځايه رپورټنګ کړے دے ـ

٢٠٠٩ء کښې د يو لوے ټى وى چېنل رپورټر په ايليټ پوليس ټريننګ سکول لاهور د شوې حملې په حقله آډير بيپر ورکولو سره دا رپورټ ورکړو چې د ٤٠ نه زياتو ترهه ګرو، چې مېرمنې هم پکښې شاملې دي، په سکول حمله کړې ده او د هغوي شمېر په ګرانه څلور وۀ ـ

احمد وليد وائي چې دا رنګ د قصور سکېنډل په اړه هم بې ځايه رپورټنګ وکړے شو ـ هغۀ ووئيل :” هر چېنل دا خبر خورولو چې ٢٨٠ هلکانو سره زياتے شوے دے ـ رښتياد دا دي چې د داسې ماشومانو شمېر په ګرانه ٢٠ وۀ ـ”

نيوز لينز پاکستان د غلط رپورټنګ د لاملونو نه د ځان خبرولو د پاره د يونيورسټى آف سنټرل پنجاب د ابلاغ عامه د شعبې ډي ډاکټر مغيث الدين شيخ سره رابطه وکړه ـ

هغۀ ووئيل :” دوه مسلې دي او دا دواړه غېر پېشه ور طرز عمل سره اړوند دي ـ نيوز رومز او بېوروز کښې غېرپېشه ور او غېر تربيه شوي کسان د امروزه معاملې ګوري ـ دغه شان د مېډيا د ادارو مالکان، څوک چې ټولو معاملاتو ته ګوري، غېر پېشه ور خو دي دي بلکې هغوئ بزنس مينان هم دي ـ

د هغۀ وېنا وه :” د صحافيانو يو لوے شمېر د اجنيسو او غېر سرکارى تنظيمونو د پاره کار ترسره کوي ـ هغوئ د خپلو لور پوړ واکمنو خوشحالولو د پاره په غلط رپورټنګ کښې څۀ خرج نۀ محسوسوى ـ دا وخت پاکستان کښې د پېشه ور مهارت لروونکو قام پرسته صحافيانو کمے دے ـ “

سينئر صحافى، د تعليم ماهر او د آن لائن پبلى کېشن ” هم سب ” اېډيټر وجاحت مسعود د غلط رپورټنګ لاملونو بيانوولو سره ووئيل مېډيا سره د ترهه ګرو حمياتى صحافيان تړلي دي ـ حکومت چې کله ٢٠١٤ء کښې طالبانو سره مذاکرات کول نو د کالم نګارنو يو مناسب شمېر ترهه ګرو ته د هغوئ د شرطونو په حقله مشوره ورکوله چې د هغوئ حکومت سره کېدوونکې لوظنامې په نظر کښې ساتل پکار دي ـ دې عناصرو د رښتيا مسلې نه پام وګرځولو او نان ايشوز نشر کول ئې پيل کړل ـ ”

بهر حال دا هم د يوسف کورنۍ وه چې نۀ يوازې د پوليس څېړنه ورته زغمل وو بلکې د مېډيا ادارو له خوا د ترسره شوى غلط رپورټنګ سزا خوړل هم ورپسره شول ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د يوسف ورورو رياض ره په دې لړ کښې د ځان پوهولو د پاره رابطه وکړه چې هغوئ به آيا د دتشدد کوونکو پوليس خلاف کارروائى کوي لکه څنګه چې ډان په دوېم اپرېل خپل رپورټ کښې وئيلي وو ـ رياض دغه رپورټ رد کولو سره ووئيل چې مونږ غريبانان خلق يو او داسې څۀ بيان مو نۀ دے ورکړے ـ

هغۀ ووئيل :” ممکمن ده چې د کورنۍ کوم تن په غصه کښې داسې بيان ورکړے وى خو مېډيا ته لږ وخت انتظار کولو پکار وو ـ د مېډيا او پوليس له خوا زمونږ عزت هم له وړاندې راسې ځپلے شوے دے او دې دواړو د تصديق شوو معلوماتو نه بغېر زمونږ په کور چپاؤ وکړو ـ ”

يو بل داسې بې مهاره خبر کښې وئيلي شوي وو چې کورنۍ د مړى ترلاسه کولو د پاره دوه زره روپۍ بډې ورکړې وې ـ د خرم کليم ترمخه ، لکه څنګه چې هغوي نيوز لينز پاکستان ته وئيلي وو ، دا د يوسف مړے وۀ ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د يوسف د ورور نه په دې حقله پوښتنه وکړه نو هغۀ يو ځل بيا داسې خبرونه رد کړل او وې وئيل چې د ميو هسپتال د مړده خانې انتظاميه مرستياله وه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here