تخت بهائى، مردان ( شيراز اکبر ) په ٣١ مئى ٢٠١٦ء چې د سرى لنکا د بدهـ بهکشوانو ډلې تخت بهائى کښې بدهـ مت سره د اړوند تاريخى کهنډراتو دوره وکړه نو په دغه ځائے کښې د دعاګانو او حمديه سندرو غږ واؤريدے شو ـ تخت بهائى کښې د دې لوے خانقاه آثار د بدهـ مت د پيروکارو د پاره د ډېر زيات احترام وړ دي چې په قطبى پاکستان او افغانستان کښې د مسيح نه اګاهو د وړومبۍ زريزې څخه  وروستو د مسيح د دوېمې زريزې تر پېله قائم پاتې شوى ګندهارا تهذيب سره تعلق لري ـ

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

دا ځائے د ترهه ګرۍ او فساد له کبله د بدهـ زائرينو او نړيوالو سېلګرو د پاره تر يوې لسيزې بند وۀ کوم چې اوس پرانستے شوے دے ـ تېر کال د بدهـ بهکشوانو يوې ډلې د دې ځائے دوره وکړه ـ

دا د سرى لنکا د واکمنو، مذهبى سکالرانو، د مېډيا د استازو او زيارت کوونکو، چې پکښې سېنئر بدهـ بهکشوانان هم شامل وو، په تخت بهائى کښې د عبادت او مذهبى دود دستور ترسره کولو د پاره وړومبۍ دوره وه ـ

ډله کښې شامل يو بدهـ بهکشو واجيره تهيرو نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا تاريخى ځايونه ( د پاکستان ) ټوله نړۍ کښې د بدهـ مت د مېشته ؤ پېروکارو د پاره مقدس دي ـ “

هغۀ زياته کړه :” د بدهـ مت په پېړو پېړو د دې پخوانى مقام د تحفظ څخه د پاکستان د اکثريتى مسلمانانو د نورو مذهبونو په بابله روادارى او احترام څرګندېږى ـ “

بدهـ بهکشوانانو او اهمو غېر ملکى شخصيتونو په مرکزى سټوپا عبادت وکړو ، حمديه سندرې ئې ووئيلې او د آثار قديمه د بيلابيلو ځايونو دوره ئې وکړه ـ

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

تخت بهائى ١٩٨٠ء کښې د يونيسکو د نړيوالې ورثې په فهرست کښې شامله شوې وه ـ دا د برصغير تر ټولو پخوانيو اباديو کښې يوه ده ـ ١٨٣٦ء کښې په وړومبى ځل دا ځائے وکنستلے شو او د هغه وخت نه تر اوسه د آثار قديمه ماهرانو ترې د خاورې او چونې جوړ په سلګونو آثار برآمد کړي دي ـ

د يونيسکو ترمخه د بدهـ مت دا آثار د غر د پاسه  اوس هم خپل اصل حالت او مقام شتون لري ـ

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

د يونيسکو په يو رپورټ کښې وئيلي شوي دي :” دا آثار په خپل اصل هيئت کښې خوندى کړې شوي دي او د خانقاه او ودانيو د تعمير طرز په ډاګه دے ـ ودانۍ کښې د کارؤلے شوو توکو نه علاوه د تعمير انداز هم د ګندهارا طرز د کاڼو د تعمير عکاسى کوى ـ “

د قومى ورثې د محکمې جوائنټ سيکرټرى مشهود احمد مرزا ووئيل چې د پاکستان حکومت د ويساک ميلې په مناسبت د سرى لنکا ډلې له بلنه ورکړې وه کومه چې په ملک کښې په وړومبى ځل نمانځلے شوې ده ـ

ويساک د بدهـ مت يو مذهبى تهوار دے چې په عمومى ډول مئى يا د جون په پېل کښې نمانځلے شى ـ دا د تهيرواد يا جنوبى روايت کښې د مهاتما بدهـ زېږون، خبرتيا او مړېنې سره تعلق لرى ـ ١٩٩٩ء کښې ملګرو ملتونو د بدهـ مت د انسانيت د پاره د خدماتو د اعتراف په توګه ويساک د خبرتيا د ورځ په ډول د نمانځلو پيل وکړو ـ

تخت بهائى کښې د عبادت کولو نه پس بدهـ بهکشوانانو د صوابۍ د هنډ ميوزيم دوره وکړه، چې د ګندهارا تهذيب اخر دارالحکومت وۀ ـ

واجيره تهيرو ووئيل :” د تخت بهائى دا آثار په ډېر ښۀ ډول خوندى کړے شوي دي او دا د نړۍ بيخى پخوانى تر ټولو په لويو خانقاګانو کښې ده ـ “

ډله کښې شامل نلمنى فرنانډا ووئيل چې دا ” د دواړو ملکونو د حکومتونو د هڅې ” له کبله ممکمن شوه چې مونږ د دې ځائے د دورې کولو جوګه شو ـ

هغۀ زياته کړه :” ما ته په پاکستان کښې د ځان د نااشنا ښکارېدو احساس ونۀ شو ـ د دې ځائے د خلقو مزاج ډېر زيات دوستانه دے ـ “

مشهود احمد مرزا ووئيل چې حکومت دا مقام په عارضى توګه پرانستے دے او څو غېرملکيانو ته ئې بلنه ورکړه ـ هغۀ ووئيل چې دا دوره پېل دے د کومې نه پس چې به د بيلابيلو هيوادونو سيلګري په راتلونکى وخت کښې دلته د راتللو جوګه شي ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ نړۍ ته خپل ثقافتى رنګينى ، ورثه او ښکلا ښودل غواړو ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here