لاهور ( دردانه نجم ) روان کال کښې يو ځل بيا پنجاب کښې د الوګانو  په لويه پېمانه پېداوار شوے دے ـ

د زمېدارانو د پاره دا لمحه بايد د خندا خوشحالۍ سؤب ګرځېدلے وے ولې د هغوئ مايوسى زياته شوې ده ځکه چې هغوئ د خپل فصل د سم نرخ ترلاسه کولو جوګه پاتې نۀ شول ـ زميدار د افسوس په څرګندولو وائي چې موجوده نرخ باندې هغوئ په ګرانه خپل لګښتونه پوره کولے شي ـ

د الوګانو د يو کلو نرخ روان کال کښې د زيات پېداوار له کبله د ٢٥ روپو نه کميدو سره د يو ګلوګرام نرخ اووۀ روپۍ شوے دے ـ

:Photo by News Lens Pakistan/
:Photo by News Lens Pakistan/

د پنجاب د کرکيلې محکمې له خوا د ورکړے شوې سرکارى شمېر شمېرې ترمخه د الوګانو په ځائى توګه غوښتنه ٢٧ لکه ټنه ده او روان کال کښې ٣٧ لکه ټنه الوګان کرلي شوي دي ـ

د اکرام الحق د پنجاب د ساهيوال ضلعې نه ١٥ کلوميټر فاصله باندې ٦ آر نومى کلى کښې ١١ ايکړه د کروندې زمکه ده، د الوګانو په نرخونو کښې د ښکته پورته کېدو له کبله هغه د يو بحران څخه تېريږى نو دويم دا چې د هغې په طمع وى ـ روان کال کښې هم هغه د پېداوارى لګښت پوره کولو جوګه نۀ شو ـ

اکرام الحق ووئيل :” د الوګانو په کرونده د اوسط په حساب يو ايکړ باندې يو لک روپۍ خرڅ راځي ـ زما په ١١ ايکړه زمکه د الوګانو په کرلو ١١ لکه روپۍ لګښت راغے ـ روان کال کښې ولې چې د الوګانو په لويه پيمانه پېداوار شوے دے چې له امله ئې زۀ د يو ايکړ پېداوار ٦٠ زره روپۍ ترلاسه کولے شم د کوم مطلب چې دا دے چې په مجموعى توګه به زۀ شپږ لکه او ٦٠ زره روپۍ ترلاسه کړم او د څلورو لکو او ٤٠ زرو روپو زيان په راته زغمل وى ـ “

د الوګانو په مجموعى توګه ١٣٢٠ بوريو کښې اکرام تر اوسه يوازې پينځۀ سوه بورۍ خرڅې کړې دي (هره بورۍ کښې خواؤشا ١٥٠ کلوګرام الوګان راځي) ـ هغۀ درې سوه بورۍ کولډ سټوريج کښې او د الوګانو پاتې سټاک خپل فارم کښې خوندى کړے دے چې دا شان کله هم ئې غوښتنه وى، په سمدستى توګه منډۍ ته مخه وکړے شى او سمدستى څۀ رقم ترلاسه کړے شي ـ

د اکرام ترمخه د ګرمۍ موسم د الوګانو د پاره غوره نۀ دے او کۀ چرې دا په وخت خرڅ نۀ شى نو خرابيږي ـ هغه به د يو سيزن (١٠ مياشتې ) پورې د يو بيګ کولډ سټوريج کښې د اېښودو څلور سوه روپۍ ورکوي چې ورسره به د دې خرڅ نور زيات شى ـ اکرام طمع لرى چې هغه به د خپلو خوندى کړے شوو الوګانو په ښۀ نرخ د خرڅولو جوګه شى ـ

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

اکرام نه چې کله نيوز لينز پاکستان په ټيلى فون کيدونکو خبرو اترو کښې منډۍ کښې د الوګانو په لويه پيمانه د پېداوار د وجې په اړه پوښتنه وکړه نو هغۀ عام شان ځواب ورکړو، د حکومت د غلطو پاليسو له کبله داسې وشوه ـ هغۀ ووئيل چې حکومت د الوګانو په لويه پېمانه د کروندې له کبله د زمېدارو د پاره د پېدا کېدوونکو مسله نه خبر وۀ خو د دې باوجود حکومت د وړو کرونده ګرو د مرستې يا بدل فصل کرلو په حقله د خبرتيا څۀ مهم ونۀ چلولو ـ

اکرام نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت ته د کسان پيکج د اعلان کولو په ځائے دا پکار وه چې د زرعى مصنوعاتو نرخونو کمولو سره د کروندې په لګښت کښې سبسډى ورکړى ـ هغۀ ووئيل چې د برېښنا، فرټيلائزر، د ملخانو د وژلو د دارو او د ډيزل پشمول د هر څيز نرخ ډېر زيات شوے دے چې يو زمېدار ته زغمل ئې ګران دي، په ځانګړى توګه کله چې د کرکيلې د شعبې لوے نومونه خپل مصنوعات د ذاتى او سياسى تعلقاتو له لارې خرڅوي ـ

د اکنامک سروے آف پاکستان ١٥-٢٠١٤ء ترمخه د کرکيلې شعبه د ملک په جى ډى پى کښې ٢٠ اعشاريه ٩ سلنه برخه اچوي او د قامى روزګار شرح ٤٣ اعشاريه ٥ سلنه دې سره تړلې ده ـ

د پاکستان کسان اتحاد صدر خالد محمود کهوکهر د اکرام د دعوو حمايت وکړو او وې وئيل چې حکومت ته پکار دي چې د کروندې زمکه په زونونو کښې وويشي چې دا شان د بيلابيلو فصلونو په کرلو کښې د توازن پېدا کېدو نه علاوه د هغې غوښتنه په نظر کښې وساتلے شى ـ هغۀ ووئيل :” مونږ په نړيواله منډۍ کښې چرته په نظر نۀ راځوو چې وجه ئې د زرعى مصنوعاتو د نرخونو زياتېدل دي ـ مونږ دې لړ کښې په ګرانه د انډيا مقابله کولے شو ځکه چې د بهارت حکومت زميدارو ته د سبسډى نه علاوه نورې اسانۍ هم ورکوي ـ “

هغۀ ووئيل چې د الوګانو د زياتى پېداوار له کبله د پېدا کېدونکى بحران تعلق هم نرخ سره دے کوم چې د حکومت په وخت د انتظاماتو نۀ کولو نه په سؤب ډېر زيات کم شوے دے ـ

زمېدارو تور ولګولو چې د حکومت په ردعمل اډاڼه پاليسۍ او د حالاتو د جائزې اخستو د پاره سمه کړنلاره نۀ ټاکنه د دې صورتحال لاملونه دي ـ

نيوز لينز پاکستان سره يوه ځانګړې مرکه کښې خبرو اترو کښې د پنجاب د زراعت محکمې ډائريکټر جنرل انجم على ووئيل چې د زمېدارو د غلطو هيلو لرلو له کبله ملک کښې هر کال قيمتونو کښې لاندې باندې راځى ـ هغۀ ووئيل چې روان کال کښې کۀ زميدارو ته د الوګانو ښۀ نرخ په لاس ورځى نو هغوئ د دې کرونده راتلونکى کال کښې هم روانه ساتى ـ هغۀ ووئيل چې د بين المللى ميکانزم او نرخونو کښې د ښکته پورته راتللو له کبله زمېدار د امکانى نرخ په ترلاسه کولو کښې پاتې راځي او دا محسوسوي چې حکومت هغوئ سره دهوکه کړې ده ـ

د کرکيلې ډائريکټر جنرل زياته کړه :” مونږ کۀچرې د الوګانو نه نور مصنوعات جوړ کړو نو د هغې خرڅون ممکن کولے شو ـ “

انجم على زياته کړه :” ويليو ايډډ مصنوعات او نيغ په نيغه مارکيټنګ هغه دوه کړنلارې دي د کومو چې د زمېدارو د خالص ګټې زياتولو د پاره د کارولو ضرورت دے ـ مونږ د الوګانو نه د جوړېدونکو پوډرو جوړولو منصوبه بندى وکړه ولې په دې اړه تر اوسه څۀ ګام پورته نۀ کړے شو ـ ټوله نړۍ کښې د الوګانو نه د جوړيدونکو پوډرو صنعت تندۍ سره پرمختګ کوي، که پاکستان کښې هم دې لورى ته پاملرنه وکړے شى نو دې سره به په ځائى توګه د الوګانو زياتى پېداوار منظم کولو کښې لاس مرسته وشى ـ “

هغۀ زياته کړه بورډ آف انوسټمنټ او ايکسپورټ پروموشن بيورو ته په دې حقله د کار کولو ضرورت دے ـ

انجم على ووئيل چې خو ولې په ځائى کچ د الوګانو د نرخ پياوړى کولو د پاره حکومت د زياتى الوګانو برآمد له ګامونه اخستې دي چې دا شان زمېدارو ته ګټه وټه ورورسولے شى ـ

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

د پنجاب حکومت د پلانټ او پروټيکشن محکمې اړوند ډپټى ډائريکټر (قورانټين) محمد طارق خان نيوز لينز پاکستان سره د پاکستان څخه د برآمداتو د شمېر شمېرې په اړه خبرې اترې وکړې ـ پاکستان ٢٣ فرورى ٢٠١٦ء نه تراوسه ١٠،٢٧٠٤ اعشاريه ٣٣٥ ټن الوګان بيلابيلو هيوادونو ته برآمد کړي دي چې پکښې متحده عرب امارات(٢٩٨٩٠ اعشاريه ٢٦٨ ټن) ، سرى لنکا ( ٣٥٨٥٢ اعشاريه ٨٨٧ ټن ) ، ملائشيا ( ٧٩٩٦ اعشاريه ٥ ټن )، قطر ( ٢٦٦٥ ټن )، بحرين ( ١٨٢٥٩ اعشاريه ١٣ ټن )، اومان ( ٦١٩٣ اعشاريه ٤٤ ټن )، کويت ( ٨٩٩ اعشاريه ٧ ټن )، مالديپ (١٩١ټن)، سنګاپور ( ٣٧٧ ټن) او صوماليه (٣٤٩ اعشاريه ٥٧٥ ټن ) شامل دي ـ

د حکومت د دې ټولو هڅو باوجود د کرکيلې ورورولى دا محسوسوي چې هغوي سره دهوکه شوې ده ـ

زمېدار دا باور لري چې حکومت د وړو زميدارو د ضرورتونو پوره کولو په اړه بې حسه پاتې شوے دے او په معاصره نړۍ کښې مقابله زياته شوې ده او ګلوبل وارمنګ د کرکيلې د مصنوعاتو د پاره د تباهۍ لامل ګرځى ـ

د پنجاب د کرکيلې د وزير ډاکټر فرخ جاويد نه چې کله د حکومت او د زمېدارو د ورورولۍ ترمنځه د رابطې نۀ کېدو په حقله پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ په دې حواله اتفاق وکړو او نيوز لينز پاکستان ته ئې خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت په دې حقله د پل کردار ترسره کول غواړى ـ

هغۀ ووئيل چې په يکم مارچ ٢٠١٦ء د پنجاب وزيراعلى لاهور کښې د کرکيلې په موضوع يو کانفرنس کوى چې پکښې به د کرکيلې د سائنسدانانو، څيړنکارو او جدت خوښو زمېدارو نه علاوه نورې ډلې ګډون کوي کوم چې به زمېدارو ته د ورپېښو ستونزو په اړه خبرې اترې کوي ـ

ډاکټر فرخ جاويد اتفاق وکړو چې د حکومت له خوا زمېدارو ته اسانۍ ورکول پکار دي او په پېداوار د لګښت، چې دا وخت ډېر زيات دے، کمولو ضرورت دے ـ

ولې يونيورسټى آف سنټرل پنجاب، لاهور سره اړوند د اکنامک پروفيسر ډاکټر قيس اسلم د زمېدارو د دې خبرې غندنه وکړه چې د کرکيلې شعبه ټيکس نۀ ورکوى ـ بل، هغوئ د خپلو مصنوعاتو ښۀ کولو د پاره د کروندې جدېد تکنيکونه نۀ کاروي ـ هغۀ زياته کړه چې حکومت ته د مصنوعاتو د نرخونو د ټاکنې په عمل کښې مداخلت کول نۀ دي پکار او ځان دې زمېدارو ته د ادارتى مرسته ورکولو پورې محدود وساتى ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here