اسلام آباد ( رحمت محسود ) د بشرى حقونو کارمندان وائي چې د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر د بيان او د سماجى روادارۍ د نيشتوالى د ودې له کبله پاکستان کښې په مېرمنو د جسمانى او ذهنى زور زياتى پېښو کښې زياتوالے راغلے دے ـ

تېره مياشت د اسلامى نظرياتى کونسل مشر مولانا محمد خان شيرانى يو بل تجويز کړو په کوم کښې چې دا وئيلي شوي وو چې په اسلام کښې په ښځو لګ ډېر تشدد کول جائز دي ـ
ځينو وزيرانو او سېنېټرانو د مېرمنو د حقونو د تحفظ د پاره د هڅو تندولو په ځائے د ښځو بې عزتى وکړه او د سپکاوى ژبه ئې استعمال کړه ـ

قومى اسمبلۍ کښې په اتم جون هغه وخت شور او غوغا جوړه شوه کله چې د دفاع وزير خواجه آصف د پاکستان تحريک انصاف سېنئر ښځينه قانون سازه ډاکټر شيرين مزارى د ” ټريکټر ټرالۍ” په غږ مخاطب کړه ـ

د انسانى حقونو کارمنده او د قائداعظم يونيورسټى اسلام آباد د جېنډر سټډيز شعبې ډائرېکټره فرزانه بارى وائي چې د اسلامى نظرياتى کونسل مشر د خپل بيان په ذريعه ټولنې ته يو پېغام ورکړو ـ

سوال راوچتېږى چې اولسى استازي، څوک چې د ښځو د تحفظ ذمه وار دي، څۀ رنګ د مېرمنو په بابله د سپکاوى ژبه استعمالولے شى ؟

ظهيرالدين بابر په خپله تحقيقى مقاله په عنوان ” پاکستان کښې په مېرمنو زور زياتے: د موجوده حقيقتونو او بدلون د پاره کړنلار ” کښې ليکي چې پاکستانۍ مېرمنې په يوه داسې نړۍ کښې اوسېږي چې ډهانچه ئې سختو مذهبى، خاندانى او قبائلى روايتونو په ولقه کښې ده او هغوئ ته هم هره ورځ توپېر او تشدد سره مخامخ کېدل وي ـ

په ١١ جون د ملک د تر ټولو لوئې مذهبى ګوند جمعيت علماء اسلام ( فضل الرحمان ) سره اړوند سېنېټر حمدالله د ټيلى ويژن د يوې شو په دوران د ښځينه تجزيه کارې او د بشرى حقونو د کارمندې ماروى سرمد په بابله د سپکاوى ژبه استعمال کړه ـ

د ښځو د حقونو د پاره د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم عورت فاؤنډېشن په کليز رپورټ په عنوان د ” پاکستان کښې د ښځو خلاف تشدد ” کښې وئيلى شوي دي چې د ٢٠١٤ء په دوران په مېرمنو د زور زياتي په پېښو کښې غېر معمولى توګه باندې زياتوالے راغلے دے ـ

فرزانه بارى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د اسلام  په نوم په ښځو د زور زياتي او د نارينه ؤ د اوچتوالى موجوده تصوراتو ته تر يو حده جواز ترلاسه شوے دے ـ “

هغې ووئيل چې په سماج کښې د مېرمنو په ضد فضل جوړه شوې ده ـ

د فرزانه بارى وړاندې وېنا وه :” د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر بيان مېرمنو کښې د تحفظ د نېشتوالى فضا ته وده ورکړې ده ـ “

هغې ووئيل چې ممکنه ده چې د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر بيان د ښځو خلاف د تشدد د فراختيا سؤب وګرځى ـ هغې زياته کړه چې د رياست او د هغې د وګړيو ترمنځه د ذات سماجى لوظنامه، د مذهب يا حنس نه يو خوا ته د برابرۍ په بنياد پکار ده ـ

فرزانه بارى ووئيل چې هېواد ته د پوليس او عدالتى نظام غوره کولو ضرورت دے او د مېرمنو د حقونو د تحفظ باورى کولو د پاره دې په دې ادارو کښې ښځو ته ملازمت ورکړے شي ـ

د پاکستان د انسانى حقونو کميشن د اسلامى نظرياتى کونسل د تجويزونو غندنه کوى او وائي چې دې ادارې ټولنه ” په ښځو د زور زياتى د پاره راپارولې ده ـ “

د پاکستان د انسانى حقونو کميشن په خپل بيان کښې ووئيل :” زمونږ په خيال دا لازمه ده چې د بشرى حقونو احترام کوونکے هر تن دې د دې تجويز غندنه وکړى ـ “

استاذه او د دوو بچو مور ميمونه قاسم وائي چې پاکستانۍ ټولنه کښې د ښځو کردار منلے نۀ شى ـ

هغې زياته کړه :” کۀ چرې د يو تن خور يا لور د استاذې، ډاکټرې، پروفېسرې يا صحافى په توګه کار کوي نو دا د هغې د پاره په سماجى ډول د رسوائۍ سؤب جوړېږي ـ”

ميمونه قاسم ووئيل :” زما خيال دے چې د اسلامى نظرياتى کونسل پرېکړه به په حالاتو نېغ په نېغه اثر غورځوي ـ ذکر شوې اسلامى ادارې ته د وګړيو د جنس يا ژبنى پس منظر نه يو خوا ته د هغوي د حقونو په بابله د بيخى زياتې محتاط رويې خپلولو ضرورت دے ـ “

عورت فاؤنډېشن په خپل يو رپورټ کښې وائي چې ٢٠١٤ء کښې د تېر کال په نسبت ښځو باندې د زور زياتى په پېښو کښې ٢٨ اعشاريه ٢ سلنه زياتوالے وشو او ١٠،٠٧٠ پېښې رپورټ شوې ـ

د دې رپورټ نه دا معلومه شوه چې په ٢٠١٤ء کښې په اوسط ډول روزانه شپږ مېرمنې او جينکۍ اغوا کړے شوې، څلورو سره زياتے يا اجتماعى زياتے وکړے شو، څلور ښځې او جينکۍ ووژلې شوې ، دوه د ” غېرت ” په نوم مړې کړې شوې او دريو ځان وژنه وکړه ـ

د انصاف نيټ ورک پاکستان ( آئى اين پى ) د کميونيکيشن افسر محمد شاهد ووئيل :” دې ملايانو په ټولنه کښې د جنسى برابرۍ مخه نيولې ده کومه چې د کورونو نه پيل شوې ده ـ “
هغۀ ووئيل چې د ځينو عالمانو له خوا مذهبى تشريح په دې پدرى معاشره کښې د مېرمنو د ستونزو زياتېدو سؤب ګرځي ـ

محمد شاهد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا عوامل په ناپوهنتيا کښې مېرمنو باندې د تشدد صحيح ګرځولو سؤب جوريږي او د ذمه وارو کسانو خلاف د څۀ کارروائۍ نۀ کېدو له کبله داسې عناصر په ښځو ظلم کولو کښې هېڅ باک نۀ محسوسوي ـ “

د پاکستان د انسانى حقونو د کميشن جوائنټ ډائريکټر نجم الدين ووئيل :” د اسلامى نظرياتى کونسل له خوا د دې بڼې پرېکړه بيخى غلطه وه ـ “

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ په تشدد کښې زياتوالے د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر بيان سره نۀ تړم ـ دا رجحان ( د مېرمنو په ضد تشدد )هم له وړاندې راسې موجود دے ـ “

د بشرى حقونو کارمنده او د مېرمنو د حقونو د پاره د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم تکړه قبائلى خوېندې کنوينئر شاهده شاه وائي چې په مېرمنو جسمانى او ذهنى زور زياتى کښې ” زياتوالے راغلے دے ـ”

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت د قوانينو نافذولو په ذريعه د تشدد نه د ښځو په خوندى ساتلو کښې ناکام شوے دے ځکه چې هغه د انسانى حقونو د تحفظ نه زيات کاروبارى پاليسيو کښې دلچسپى لري ـ “

هغې زياته کړه :” مېرمنې د سړيو په دې ټولنه کښې ملازمت کولو سره ځان خوندى نۀ ګڼي ـ “

د قانون ماهر او د انسانى حقونو د وزارت قانونى صلاحکار شرافت على وائي چې د ښځو حقونه نظرانداز کولے شي ـ د آئين په شق ٣٥ کښې ډاګيزه توګه باندې وئيلي شوي دي چې رياست ته د مېرمنو، ماشومانو او د کورنۍ د ژوند تحفظ پکار دے ـ

شرافت على نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت ته د مېرمنو د تحفظ باورى کولو د پاره د سختو ګامونو اخستو ضرورت دے ـ “

هغۀ زياته کړه :” د مېرمنو د حقونو په بابله اولس د شعور ورکولو او په تعليمى نظام کښې د داسې سبقونو شاملولو ضرورت دے چې ماشومان د ښځو عزت کول او د هغوئ تحفظ کول وپيژنى ، د دې ګامونو پورته کولو په ذريعه په مېرمنو د زور زياتى په پېښو کښې تر لوئې حده کمى راوستلو کښې به لاسه مرسته ترلاسه شي ـ ” 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here