لاهور ( دردانه نجم ) د پنجاب حکومت له خوا په ميرمنو د زور زياتى د مخنيوى د پاره منظورېدونکى ايکټ ٢٠١٦ء د مذهبى ګوندونو له لورى سخته غندنه شوې ده څوک چې دا ګڼي چې دا د ښځو ډير زيات په حق کښې دے ـ

د پاکستان تر ټولو پخوانۍ مذهبى سياسى پارټۍ جماعت اسلامى په ١٥ مارچ د نهې په ورځ د لاهور په منصوره سيمه کښې خپل هيډ کوارټر کښې ټول ګونديز کانفرنس وکړو چې پکښې د دې قانون غندنه وکړے شوه او حکومت نه د دې د واپس اخستو غوښتنه وشوه ـ

دا قانون مېرمنو ته د کورنى زور زياتى څخه تحفظ ورکوى چې پکښې په نفسياتى، جنسى او معاشى توګه زليله کول هم شامل دي ـ دا قانون ښځو سره د چېړچپاړ او سائبر کرائمز احاطه هم کوى ـ

د دې قانون لاندې ټول فرى نمبر، شيلټر هومز، ضلعى کچ باندې د مېرمنو د حقونو کميټى او د مرکزونو جوړولو نه علاوه يو جى پى ايس بريسلټ تيار کړے شوے دے د کوم له لارې چې به په ميرمنو د تشدد د مجرمانو په مرکزونو او هلو ځلو نظر ساتلے شي چې په دې قانون کښې د ډير زيات اهميت وړ دے ـ

د پاکستان د بشرى حقونو د کميشن ترمخه په ښځو د زور زياتي په پېښو کښې زياتوالے راځى ، په ٢٠١٢ء کښې د دې بڼې د پېښو شمېر ٥٣٩١ وۀ او ٢٠١٣ء کښې ٥٣٨٧ وۀ ، ٢٠١٤ء کښې داسې پېښې نورې زياتې شوې او د دې شمېر ٥٩٦٧ شو کوم چې ٢٠١٥ء کښې ٦٥٠٥ شو ـ ٢٠١٥ء کښې دې جرمونو کښې ککړ يوازې هم يو سلنه مجرمانو ته سزا واؤرولې شوه د کومو عمومى شمېر چې ٨١ وۀ او ٢٠١٢ء کښې دا شمېر ٣٧٨ وۀ ، ٢٠١٣ء کښې ٣١٦ او ٢٠١٤ء کښې ٢١١ مجرمانو ته سزا واؤرولې شوه ـ

د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعيت علماء اسلام (جے يو آئى) له خوا ډېر سخت احتجاج شوے دے چا چې په دې حقله د پاکستان وزيراعظم سره ليدل کتل هم وکړل او د مولانا ترمخه وزيراعظم په دې قانون بيا نظر اچولو باور ورکړے دے ـ

مولانا فضل الرحمان په خپله استوګنه کښې صحافيانو سره خبرو اترو کښې ووئيل :” وزيراعظم نواز شريف د پنجاب اسمبلۍ نه منظور شوى ښځو باندې د تشدد د مخنيوى د قانون ٢٠١٦ء په حقله زمونږ تحفظات اوريدلي دي ـ هغۀ قانون کښې د بدلون کولو لوظ کړے دے چې دا شان دا د قرآن حکيم د تعليماتو په ضد نۀ وى ـ”

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناء الله نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پنجاب وزيراعلى شهباز شريف د مېرمنو د خوندى کولو په ايکټ کښې د بدلون يا د دې د واپس اخستو هيڅ اراده نۀ لرى ـ  د هغۀ وړاندې وېنا وه :” هغوئ مذهبى ګوندونو ته وئيلي دي چې په قانون کښې شامل هغه نکات دې په ګوته کړي کوم چې غير اسلامى يا غير آئينى دي ـ”

رانا ثناء الله زياته کړه :” حکومت ته تر اوسه د مذهبى ګوندونو له خوا څۀ تجويزونه ترلاسه نۀ شول ـ مذهبى ګوندونه د اوږدې مودې راسې د ښځو د حقونو خلاف دي تر دې چې کۀ د هغې مطلب د هغوئ تعليم يا ملازمت کول هم وي ـ مذهبى ګوندونه قرآن او سنت د خپلو مقصدونو ترسره کولو د پاره د يوې حربې په توګه کاروي ـ “

اسلامى نظرياتى کونسل، دا يوه آئينى اداره ده کومې ته چې دا واک ورکړے شوے دے چې موجوده قانون کښې د اسلامى نکاتو شاملولو په اړه دې پارليمان ته تجويزونه ورکړي، د ميرمنو د حقونو د خوندىتوب د قانون په څۀ عجيبه انداز کښې غندنې کولو سره دا د دو قومى نظريې د روح په ضد وګرځولو ـ

نيوز لينز پاکستان ته چمبه هاؤس کښې د لاهور د خپلې دورې په دوران خبرو اترو کښې د اسلامى نظرياتى کونسل مشر مولانا محمد خان شيرانى د خپل عجيبه منطق دفاع کولو سره ووئيل :” دو قومى نظريه د مسلمانانو تشخص د غير مسلمو نه جدا کوى او کۀ داسې څۀ هڅه کولے شى چې مسلمان دې د غيرمسلمو په لاره روان شى لکه څنګه چې د دې قانون مقصد دے نو داسې هره کومه هڅه به د دو قومى نظريې د روح په ضد ګڼلے شى ـ “

هغۀ زياته کړه چې يوازې د ښځو د خونديتوب د پاره د قانون ټاکلو په ځائے حکومت ته پکار دي چې د ټولې کورنۍ د تحفظ د پاره قانون جوړ کړى ـ

مولانا محمد خان شيرانى دليل وړاندې کړو چې داسې به د کورنۍ هر غړے د خپلو خپلوانو د احترام کولو ذمه وار وى ـ

هغۀ په دې قانون يوې بلې نيوکې کولو سره ووئيل چې دې سره به د کورنۍ عزت تالا ترغه شى ولې چې دا ميرمنو ته د کور پرېښودلو او د خپلو خاوندانو يا د کورنۍ د نور غړيو په حقله د شکايت حق ورکوي ـ

په دې خبره د ځان پوهولو د پاره چې آيا پوليس کورنى تشدد نه د ښځو تحفظ له د کوم قانون د نيشتوالى په صورت کښې د هغوئ له خوا د ليکلے کيدونکو شکايتونو مخنيوے کوي يا نه ؟ نيوز لينز پاکستان د پوليس سټيشن آر اے بازار لاهور کينټ ايس ايچ او قمر عباس سره د هغوئ په دفتر کښې ليدل کتل وکړل ـ

هغۀ ووئيل :” ما د پوليس د ملازمت د ٢٥ کالو په دوران داسې بې شمېره شکايتونه ترلاسه کړي دي ـ زۀ به دا ووايم چې خواؤشا ٢٠ سلنه مقدمې د کورنى زور زياتى په اړه وى ـ د هغه جرم چې د لاس وهنې جوګه وى په صورت کښې ايف آئى آر ليکلے شى او ملزمان مجسټريټ ته وړاندې کولے شي ـ د لاس وهنې د ناوړتيا جرم په صورت کښې مونږ د روغې جوړې کولو هڅې کوو چې ډلې څۀ نا څۀ روغه جوړې له ورشى ـ”

هر څو کۀ ياد پوليس افسر د دې خبرې په حقله حېرانۍ سره مخ وۀ چې دا نوے قانون به څۀ بدلون رامنځته کړى ، هغه دې خبرې سره اتفاق وکړو چې هغه مېرمنې، کومې چې پوليس سټېشن ته د مخې کولو نه ډډه کوي ، ممکنه ده چې د دې قانون نافذېدو نه وروستو د شکايتونو درج کولو د پاره د ښځو د حقونو ضلعى مرکزونو ته تللو سره تحفظ خوندى کړي د کومو مشرى چې به وومن پروټېکشن افسران کوي ـ

قانون دان او د سپريم کورټ بار ايسوسى ايشن نائب صدر تابنده اسلام سره چې کله نيوز لينز پاکستان د ذکر شوى قانون د غېر اسلامى کېدو په اړه د عمومى تاثر په حقله خبره وکړه نو هغۀ په سخت انداز کښې دا ونۀ منله ـ

د هغۀ وېنا وه :” اسلام په مېرمنو د زور زياتى مخه نيسى او کۀ چرته په ټولنه کښې داسې جرمونه عام دي نو مذهبى ګوندونه د دې د مخنيوى د پاره د قانون د نفاذ د غندنې کولو په ځائے بايد د دې هرکلے وکړي ـ يو داسې تن چې په خپله ښځه د زور زياتى کولو اراده نۀ لرى، هغه ته د دې قانون په حقله د څۀ قسمه وېرې ښکار کېدل نۀ دى پکار ـ”

قانون دان تابنده اسلام  ووئيل چې دې قانون کښې داسې هيڅ څۀ نشته چې د سړو يا ” خاوندانو ” خلاف وي لکه څنګه چې مذهبى تنظيمونه د هغې د وړاندې کولو هڅې کوي ـ

خو ولې هغۀ د طلاقونو د زياتېدونکې شرح په لړ کښې فکرمندى ښکاره کړه په خاص توګه کله چې د يوې ښځې خپل خاوند سره جنګ وى څوک چې په عمومى ډول انا پرست وى او ښځه د خپل ځان نه کمه ګڼى ـ

د پنجاب اسمبلۍ د مېرمنو د کميټۍ مشرې ډاکټر فرزانه نذير نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل چې مونږ د دې قانون په اسمبلۍ کښې د پيش کولو نه مخکښې مذهبى ګوندونه په اعتماد کښې اخستي وو ـ هغې ووئيل :” د مذهبى ګوندونو له خوا شور شغب د پرېشانۍ وړ ده او هم دې سره دا په غلطه طريقه وړاندې کولے شى ـ “

د پنجاب اسمبلۍ په ښځينه غړيو د مشتملې کميټۍ د ميرمنو د حقونو د تحفظ د بل د پاره حمايت ترلاسه کولو او د دې اکثريتى ووټونو باندې منظورولو کښې ډېر اهم کردار پاتې شوے دے ـ

د پنجاب اسمبلۍ په ښځينه غړيو د مشتملې کميټۍ غړے عظمى بخارى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې د مذهبى ګوندونو د دوه رنګه معيار غندنه وکړه ـ هغې ووئيل :” د پنجاب د وزيراعلى له خوا يوه کميټى ټاکلې شوې وه چې مشر ئې رانا ثناء الله وۀ ، هغوئ د مذهبى ګوندونو لارښودانو سره ليدل کتل وکړل چا چې د دې قانون په حمايت کولو خوښى ښکاره کړه خو ولې هم په سبا منصوره کښې هغوئ خپل دريځ بدل کړو ـ د دې نه دا په ډاګه کيږى چې په دې قانون نيوکې له سياسى حربې پرته هيڅ نۀ دي ـ ”   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here