اسلامى نظرياتى کونسل د مذهب د سپکاوى په قوانينو نظرثانۍ د پاره چمتو

0
1407

اسلام آباد ( رحمت محسود ) داسلامى نظرياتى کونسل د مشر وېنا ده چې کۀ پارليمان ووائي نو د ملک تر ټولو اهمه اسلامى قانون سازه اداره د مذهب د سپکاوى د قوانينو جائزه اخستے شى ـ

د اسلامى نظرياتى کونسل مشر محمد خان شيرانى نيوز لينز پاکستان سره په  ځانګړو خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ د خپله ځانه د قانون جائزه اخستې نۀ شو ـ د آئين د آرټيکل ٢٢٩ لاندې مونږ په دې صورت کښې قانون باندې بيا نظر اچولے شوو کله چې پارليمان په دې حقله تجويزونه وغواړي ـ ” دې د پاره په مشروطه توګه پاکستان کښې د مذهب د سپکاوى په رائج قوانينو کښې د بدلون په اړه هيله تړلې ده چې د مسلمان او غيرمسلمه اقليتونو په ضد ډير سخت بې ځايه کارولے شى ـ د اسامه صديقى او زهره حيات له خوا مرتب کړے شوى رپورټ د دې سرليک لاندې ” کرک ژنه وېنا او سپېځلي قوانين : پاکستان کښې د مذهب د سپکاوى قوانين … متنازعه بنيادونه، قانون کښې موجودې خامۍ او د رائې خپلواکه څرګندونه باندې د بنديزونو مضمرات ” کښې په ګوته کړے شوې ده چې پاکستان کښې د مذهب د سپکاوى د رائج قوانينو لاندې د اسلام په سپکاوى کولو کوم چا ته هم د مرګ سزا اورولې کيدے شى ـ وړومبے دې رپورټ کښې دا خبره شوې ده چې د مذهب اړوند جرمونو په حقله ١٨٦٠ء کښې انډيا باندې اقتدار کوونکى انګريز راج قانون وټاکلو د کوم دائره چې په ١٩٢٧ء کښې وغزولې شوه ـ ١٩٤٧ء کښې ملک ته دا قوانين هم په ورثه کښې ترلاسه شول ـ “

خو ولې ارواښاد امر جنرل ضياء الحق د ١٩٨٠ء او ١٩٨٦ء په دوران دې کښې ګڼ شقونه شامل کړل ـ

دمذهب د سپکاوى د قوانينو لاندې مذهبى دستوره کښې خلل پېدا کول، د مذهبى ځايونو سپکاوے يا د هغې تباه کول جرم دے ـ د دې قوانينو لاندې د دې سزا د يو نه ١٠ کالو پورې قيد دے ـ

رپورټ کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې د مذهب د سپکاوى په قوانينو کښې د ١٩٨٠ء د لسيزې نه پس بيلابيلو دورونو کښې بدلونونه شوي دي ـ د دې کلونو په دوران د اسلامى شخصيتونو خلاف د سپکاوى بيان ورکول جرم ګرځولے شوے دے د کوم لاندې چې تر دريو کالو سزا وى ـ

١٩٨٢ء کښې يو ځل بيا قانون کښې بدلون کولو سره په قصد د قرآن سپکاوى کولو باندې د ټول عمرى قېد سزا وټاکلې شوه ـ وروستو له دې ١٩٨٦ء کښې پکښې يو بل شق زيات کړے شو د کوم د لاندې چې د نبى اکرم(ص) په سپکاوى کولو د مرګ يا عمر قيد سزا شامله کړے شوه ـ

د بې لاګه خبرو کولو اموخته مولانا محمد خان شيرانى د خپل دريځ يو ځل بيا تکرارولو سره ووئيل :” مونږ به په لازمه توګه جائزه اخلوو او خپل تجويزونه به ورکوو ـ ” هغه ٢٠٠٩ء کښې د بلوچستان صوبې پشين ضلع کښې شوې يوه ځان وژوونکې حمله کښې لږ څۀ کښې بچ شوے وۀ ـ

ميډيا کښې د راتلوونکو رپورټونو ترمخه په دې حمله کښې پينځۀ کسان مړۀ او ګڼ ژوبل شوي وو ـ

مولانا محمد خان شيرانى په کوټلې ډول د ترهه ګرۍ غندنه کوى او ترهه ګرو ډلو باندې ټکونه کوي ـ

د نيشنل کميشن فار جسټس اينډ پيس ( اين سى جے پى ) له خوا د ١٩٨٧ء راسې د راټولې کړے شوې شمېر شمېرې نه دا بريښى چې د مذهب د سپکاوى د قوانينو د بيلابيلو شقونو لاندې ٦٣٣ مسلمانان، ١٨٧مسيحى، ٢١هندوان او ٤٩٤ احمديان قصوروار ګرځولے شوي دي ـ

د سرکارى او نورې شمېر شمېرې ترمخه پاکستان کښې د مذهبى اقليتونو د ابادۍ تناسب ٣ اعشاريه ٧ سلنه (د يوې اندازې ترمخه ٦٠ لکه) دے چې پکښې د هندوانو او مسيحيانو اکثريت دے او د سکهانو ابادى ٣٠ زره، د بدهـ مت د پيروکارو ابادى ٢٠ زره، د پارسيانو ابادى ١٨٢٢ او د احمديانو ابادى شپږ لکه ( سمه اندازه ټاکل ګرانه ده ولې چې احمديان په سر شمېرنه کښې ځان د غير مسلمه په ډول رجسټرډ کولو په حقله د فکرمندۍ څرګندونه کوي ) ده ـ دې نه علاوه نورو مذهبى ډلو کښې بهائى، کيلاش، کيهان او د جين مت پيروکار شامل دي ـ

د اسامه صديقى او زهره حيات له لورى مرتب کړے شوى رپورټ کښې وئيلے شوي دي چې دا قوانين د فکرمندۍ سؤب ګرځى ځکه چې د دې په ضابطه عمل کښې ډاګيزه خامۍ دي کوم چې د پاکستان د موجوده سياسى او سماجى منظرنامې له کبله نور زور نيسى ـ

د رپورټ ترمخه د دې لاملونو له کبله د مذهب د سپکاوى قوانين په خپل موجوده هيئت کښې د قانون سازۍ يو داسې مثال دے چې له کبله ئې استحصال کول ډېر اسان دي کوم چې يوه داسې ټولنه کښې رائج دي چرته چې اکثر او زياتره د دې بې ځايه استعمال کيږي ـ

د تعزيرات پاکستان لاندې د مذهب د سپکاوى سزا د يو کال نه واخله تر مرګ د سزا پورې ده ـ د تعزيرات پاکستان د دفعه ٢٩٨ لاندې هر کوم داسې ټکے وئيل يا څۀ غږ پېدا کول يا د سپکاوى حالت جوړول يا کوم داسې څيز د سترګو وړاندې پيش کول، چې ورسره د چا زړۀ ته مذهبى خفګان رسيږي، يو جرم دے ـ

دا شان د دفعه ٢٩٨ اے لاندې د مذهبى شخصيتونو په حقله د سپکاوى د ټکو وېنا، د دفعه ٢٩٨بى لاندې ځانګړو مذهبى شخصيتونو يا ځايونو ته د منسوب لقبونو غلط کارؤل هم جرم دے ـ

د تعزيرات پاکستان د دفعه ٢٩٥ لاندې د هر کوم مذهب د سپکاوى په غرض د عبادت ځائے ته ئې زيات رسؤل يا د هغې سپکاوے کول او د دفعه ٢٩٥ اے لاندې داسې هلې ځلې ترسره کول، چې مقصد ئې د هغه مذهب يا د مذهبى عقيدو سپکاوى کولو سره د هغې طبقې مذهبى جذبات راپارؤل وي، په جرمونو کښې شامل دي ـ

د تعزيرات پاکستان د دفعه ٢٩٥ بى لاندې د قرآن سپکاوے وغيره او د ٢٩٥ سى لاندې د چا په ذريعه يا نيغ په نېغه توګه باندې د نبى کريم(ص) په شان کښې ليکلے يا په وېنا کښې سپکاوے کول جرم دے ـ

جولائى ٢٠١٤ء کښې په ميډيا کښې د راتلوونکو رپورټونو ترمخه ګوجرانواله کښې يوه مېرمن او د هغې دوه خپلوانې ښځې مذهبى تشدد خوښو وژلې وې په کومو چې دا تور وۀ چې هغوئ په فيس بک د مذهب د سپکاوى پوسټ لګولے وۀ ـ

دې مېرمنو احمدى فرقې سره تعلق لرلو چې ځان ته مسلمانان وائي ولې هغوئ په آئينى ډول د اسلام د دائرې نه خارج کړے شوي دي ـ پارېدلې ګڼې ګوڼې، د دې افواه نه وروستو چې د يادې ورورولۍ د يو غړى له خوا د کعبې يو عکس په فيس بک پوسټ کړے شوے وۀ په کوم کښې چې د دې مقدس مقام په شکمنه توګه سپکاوے شوے وۀ، ځينو ودانيو او د هغو ښځو په کورونو ورتللو سره ئې څيزونه مات ګوډ کړل، خانۀ کعبه د مسجدالحرام په منځ و مانه کښې قائم د مسلمانانو قبله ده ـ

دا شان مارچ ٢٠١١ء کښې د پاکستان د اقليتونو د چارو وفاقى وزير شهباز بهټى اسلام آباد کښې نامعلومو وسله والو ډزو کولو سره وژلے وۀ ـ

شهباز بهټى د مذهب د سپکاوى په قوانينو کښې د اصلاح هڅې کولې ـ حمله کوونکى د شهباز بهټى د وژلو نه پس د پېښې ځائے کښې يو پمفلټ پرېښود په کوم کښې چې ئې ” مسيحى کافر ” ګرځولے وۀ ـ په هم دغه کال د هغه وخت د پنجاب ګورنر سلمان تاثير اسلام آباد کښې د هغۀ هم خپل باډى ګارډ وويشتو او شهيد ئې کړو ـ د هغه وخت د هېواد  داخله وزير رحمان ملک ميډيا سره خبرو اترو کښې ووئيل چې سلمان تاثير د مذهب د سپکاوى په قوانينو د نيوکو کولو له کبله ووژلے شو ـ

خو ولې د سلمان تاثير قاتل ممتاز قادرى فرورى ٢٠١٦ء کښې د پېنډۍ په يو جېل کښې پهانسى کړے شو ـ

مولانا محمد خان شيرانى وائي چې اسلامى نظرياتى کونسل په دې حقله تجويزونه ورکړي دي د کومو لاندې کۀ په چا د مذهب د سپکاوى تور ولګېږى او هغه په عدالت کښې ثابت نۀ شى نو په دغه صورت کښې دې تور پورې کوونکى ته سزا ورکړے شى ځکه چې هغۀ دروغ وئيلي وو ـ

هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې دا قانون بې ځايه کارولے شوے دے؟ مولانا محمد خان شيرانى يوازې دومره قدرے ووئيل:” دا پرېکړه عدالتونو ته کول دي چې د مذهب د سپکاوى د قوانينو بې ځايه استعمال شوے دے کۀ نه ـ”

د جمعيت علماء اسلام (ف) يو سينئر غړى، د نوم نۀ ښودلو په خواهش، ووئيل چې سيکولر ګوندونو لکه پاکستان پيپلز پارټۍ د مذهب د سپکاوى په قانون کښې بدلون کول غوښتل خو په دې بابله هيڅ پرمختګ ونۀ شو چې ډېر زيات لاملونه لري په کومو کښې چې د دې معاملې حساس کېدل يا د مذهبى حلقو د مخالفت د وېرې له کبله داسې ممکنه نۀ شوه ـ

٢٠١٠ء کښې يوازې يو ځل د پيپلز ګوند قانون سازې شيرى رحمان د مذهب د سپکاوى په قوانينو کښې د بدلون د پاره پارليمان کښې بل وړاندې کړے وۀ ـ خو ولې فرورى ٢٠١١ء کښې د مذهبى ګوندونو د دباؤ له کبله دا بل واپس واخستے شو ـ

د جمعيت علمائے اسلام ( ف ) ياد غړى دا ومنله :” څوک هم دا قانون د غېر مسلمو خلاف د سياسى مقصدونو ترلاسه کولو يا بيا د ذاتى دښمنۍ په غرض کارولے شى ـ “

د مېډيا رپورټونو ترمخه مئى ٢٠١٥ء کښې په سلګونو مذهبى شدت خوښي په ګرجا ګهر د حملې د پاره د لاهور سړکونو ته راووتل ـ هغوئ د مسيحى ورورولۍ د غړى له خوا د قرآن حکيم د شکمن سپکاوى په ردعمل کښې کورونو کښې چورتالان هم وکړو ـ

په ملزم همايون دا تور لګولے شوے وۀ چې هغۀ د قرآن پاڼې سوزولې د کوم نه پس چې هغه پوليس ته وسپارلے شو ـ

قانونى صلاحکارې ريما عمر خپل يو مضمون کښې ليکلي دي چې د مذهب د سپکاوى د مقدمو سماعت کوونکو ججانو ته ملزمانو له سزا ورکولو د پاره ” ويرولے او دړکې ” ورکولے شي ـ هغې په دې مضمون کښې وليکل چې ډېرو ججانو دا شکايت کړے دے چې هغوئ ته دا دړکه ورکړے شوې ده چې کۀ هغوئ د مذهب په سپکاوى کښې ککړ ملزمان پرېښودل نو په هغوئ به حمله کولے شى ـ

٢٠١٢ء کښې د پاکستان د دورې کولو نه وروستو د عدلييې د خپلواکۍ په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى ووئيل چې د مذهب د سپکاوى په مقدمو کښې د عدليې خپلواکى خطرو سره مخامخ ده ځکه چې په ججانو ” د ملزمانو خلاف د پرېکړې کولو د پاره دباؤ ” وى ـ

د پېنډۍ اړوند د کپړو يو تاجر محمد ادريس ووئيل چې هر مسلمان نبى کريم (ص) سره په زړۀ پورې عقيدت او مينه لرى ولې د مذهب د سپکاوى د قوانينو بې ځايه استعمال نۀ دے پکار ـ

هغۀ زياته کړه :” زما خيال دے چې بايد حکومت او اسلامى نظرياتى کونسل د دې باورى کولو د پاره د قانون جائزه واخلي چې دا شان دا بې ځايه ونۀ کارؤلے شى ـ “

د اهل تشيع يو مذهبى لارښود، د دې ټولې معاملې د حساسيت له کبله د نوم نۀ ښکاره کولو په خواهش، ووئيل :” د اړونده ډلو له خوا دې په قانون بيا نظر واچولے شى او په دې بابله دې په ګډه اتفاق رائې بدلون وکړے شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here