لاهور ( دردانه انجم ) پاکستان کښې د نفسياتى ناروغۍ هسټيريا د رنځورانو شمېر زياتېږي چې ورته کنورژن ډس آرډر هم وئيلے شى ، په دې رنځ اخته ؤ رنځورانو ته د خپلو خواهشاتو په څرګندونه کښې ستونزې راولاړيږي او هغوئ د خوشحاليو ترلاسه کولو د پاره د نورو لاس ته ناست وي ـ دا ډس آرډر د بې هوشۍ د دورو، د غصې يا کۀ رنځور ډېر زيات متاثره شى نو د فالج په شکل کښې څرګندېږي ـ طبى پوهان وائي چې ترقى يافته ؤ هېوادونو په دې غېر فطرى رويه د مېرمنو د خپلواکۍ او جنسى پېژندګلو په حقله بندېزونو باندې اډاڼه رويو ختمولو سره قابو موندلې ده ـ
د ٢٤ کالو عائشه چې د لاهور سر ګنګا رام هسپتال ته راوړې شوه نو د هغې سر په جهټکو وۀ او د هغې د لاسونو او پښو په حرکت کښې توازن نۀ وۀ ـ د هغې د ناروغۍ هيڅ درک نۀ لګېدو د کوم له کبله چې دا نتيجه واخستې شوه چې هغه د خپلو تالا ترغه شوو احساساتو د دې جهټکو له لارې څرګندونه کوى ـ نور علاج کولو سره دا معلومه شوه چې د عائشې د پلار، څوک چې نالوستے دے، هغې سره رويه هم له وړاندې نه ناروا پاتې ده ـ د هغې مور سوړ مزاج وړ يوه بې حسه مېرمن ده ـ هغې د عائشې د بې وسۍ څخه په يو خوا ته کېدو د هغې کړمې زياتې کړې دي ـ د هغې نالوستى او د ستونزو ښکار پلار به تل په خپلو بچو غصه سړوله چې له وجې ئې د عائشې دوه وروڼه خوېندې په نامعلومه رنځونو اخته کېدو سره د مرګ له کومى تېر شول د کومو د مړېنې په لاملونو کښې چې د سخت ذهنى اذيت علامتونه څرګند وو ـ د عائشې پلار په هغې د زور زياتى د لړۍ نه هغه وخت څنډه وکړه کله چې په هغې د بې هوشۍ دورې راغلې ـ په هغې وړومبۍ دوره هغه وخت راغله کله چې هغه د ١٠ کالو وه او اودۀ وه ـ
وين شنګ سينګ په خپل کتاب “هېنډ بک آف کلچرل سائيکائټرى” کښې ليکي د هسټريا ځپلو زياتره رنځورانو شمېر هغو ټولنو کښې زيات رپورټ کيږى چرته چې په بندېزنو اډاڼه سماجى ټولنه قائمه ده د کومې له کبله چې خلق يو بل سره نېغ په نېغه د خپلو احساساتو او جذباتو څرګندونه نۀ شى کولے ـ ترقى يافته ټولنو کښې د نفسياتى روښان خيالۍ ، او جذباتى څرګندونه کښې د ولاړو خنډانو کمولو له کبله په دې رنځ د اخته ؤ رنځورانو شمېر په ښکاره توګه کم شوے دے ـ
سرګنګا رام هسپتال کښې د کلينيکل نفسياتو ماهر مېراته بټ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د شخړو په هوارولو کښې ناکامى د دې رنځ په علاج کښې يو لوے خنډ دے ـ مېرمنې هره کومه ستونزه د هغې په بڼې د ځان پوهولو څخه پرته زغمى د کومې له کبله چې د هغوئ په بدن منفى اثرات پرېوځي او خاوندانو، خوېندو وروڼو يا مور پلار سره ورته کړمې راولاړېږي ـ “
هغوئ زياته کړه :” کله چې مونږ دا خبره کوو چې لوېديزې ټولنو برياليتوب سره د هسټريا په رنځ قابو موندلې ده نو په دې حقيقت کښې مونږ د هغوي د سخړو هوارولو د وړتيا لورى ته اشاره کوو ـ مونږ په خپله ټولنه کښې په مېز کښيناستو سره د ستونزنو هوارولو کلچر ونۀ ټاکلے شو ـ يو روايتى کور کښې پلار او ورور خپلې لوڼه او خوېندې کورونو کښې يا بيا مذهبى حدونو کښې بندې ساتل غواړي ـ “
د ميراته وړاندې وېنا وه :” مونږ جنګ جګړو د پاره خو سمدستى تياريږو، د وسلې پورې راوچتوو او کله چې حالاتو د قابو نه ووځى نو د مذاکراتو د لارې کشالې هوارول غواړو ـ “
خو ولې ميراته خبردارے ورکړو چې د ستونزو په اړه خبره کول د ناروغۍ د هوارى لورى ته يوازې يو ګام اخستل دي ـ د دې رنځ علاج د شخړو په هوارى کښې دے ـ هغوئ ووئيل چې د ستونزو ادراک کول د ناروغۍ د علاج څخه مختلف دي ـ
د صحت د نړيوالې ادارې د درجه بندۍ په حقله د هينډ بک د آئى سى ډى -١٠ ترمخه د جنورۍ نه نومبر ٢٠١٤ء په دوران د پېښور د ليډى ريډنګ هسپتال د نفسياتو شعبه کښې داخلو شوو مېرمنو کښې دا دوېمه ( د ډپرېشن نه پس ) د ټولو نه عام رنځ وۀ ـ دې سره سره دا خبره هم د حېرانۍ وړ ده چې آغا خان ريسرچ فاؤنډېشن کراچۍ د خپل نسبتاَ روښان خيالۍ تاثر له کبله د هسټريا د ناروغانو شمېر ډېر زيات کم ښودلے دے ـ
د لاهور جنرل هسپتال کښې د نفسياتو د شعبې مشر ډاکټر الطاف قادر خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې په نيوز او انټرټېنمنټ چينلو د چلېدوونکو خبرونو او پروګرامونو د خلقو ژوند باندې په منفى اثراتو د فکرمندۍ څرګندونه وکړه ـ
هغۀ ووئيل چې د برېکنګ نيوز د رجحان له کبله ډېر خلق د ذهنى رنځ ښکار شوي دي ـ هغۀ د خبرونو د وړاندې کولو د طريقه کار غندنه هم وکړه ـ هغۀ آرمى پبلک سکول کښې د شوې مرګ ژوبلې او په ټى وى د هغې د وړاندې کولو طريقه کار ياد کړو او وې وئيل :” دغه ورځو کښې ما له د ذهنى ناروغۍ بې شمېره رنځوران د علاج د پاره راغلل د کومې وجه چې د هغې دړمنې پېښې په ټى وى غېر معمولى کورېج وۀ ـ
ډاکټر الطاف خان زياته کړه چې هغه داسې کورنۍ پېژني چا چې په ټى وى ښودلے کېدونکى د عېش عشرت څخه د ډک او وړاندې کېدو د طرز ژوند څخه په متاثره کېدو د يو بل نه خپلې لارې بيئلې کړې دي ـ هغۀ وائي چې د معاشى ستونزو ښکار خلق د نوى طرز د ژوند په سؤب د پېدا کېدونکو چيلنجونو ترمخه د ځان د سمولو د پاره د يوې نه زياتې نوکرۍ کوي ـ
هغۀ زياته کړه :” کله چې خلق د مقابلې په منډه کښې شا ته پاتې شي، د چيلنجونو مقابله ونۀ کړے شي يا حالاتو سره سودابازى وکړي نو هغوئ ځان بې څوکه محسوسوي او داسې هغه اخر د فکرمندۍ او هسټريا د رنځونو ښکار کيږي ـ”
کۀ ډاکټر الطاف خان په دې خبره خوشحاله دے چې اوس د خلقو يو لوے شمېر د خپلو نفسياتى رنځونو د علاج کولو د پاره هسپتالونو ته مخه کوى نو هغۀ سرکارى هسپتالونو کښې د غېر معيارى اسانيو په ورکړلو د اطمينان نۀ شتون هم څرګند کړو ـ د هسټريا ناروغى ولې چې نالوستې او په معاشى توګه کمزورې کورنيو کښې زياته ده د کوم له کبله چې ټولو سرکارى او ټيچنګ هسپتالونو کښې د نفسياتى علاج د پاره زر تر زره د شعبو جوړولو ضرورت دے ـ
ډاکټر الطاف خان زياته کړه :” د جنرل هسپتال د نفسياتو په شعبه کښې طبى او نورې اسانۍ خو بيخى د نيشت برابر دي، د عملې شمېر هم پوره نۀ دے ـ کوم ايسوسى ايټ پروفېسر، سينئر رجسټرار، د نفسياتو کلينيکل ماهران او سماجى کارمندان پکښې نيشته ـ يوازې يو د نفسياتو کلينيکل ماهر دے چې اکثر او زياتره په ورځ کښې ٣٠ رنځوران ګوري کوم چې يو لوے شمېر دے ـ د رنځورانو د ځانله کونسلنګ د پاره څۀ کمره ځانګړې نۀ ده او د هسټريا يا نورو نفسياتى رنځونو د علاج د پاره پرائيويسى ډېره زياته ضرورى وى ـ “
د صحت د نړيوالې ادارې د شمېر شمېرې ترمخه پاکستان کښې د يو لک رنځورانو د پاره يوازې يو د نفسياتو ماهر موجود دے ـ
هر څو کۀ د جنرل هسپتال جوړېدل په ١٩٥٩ء کښې عمل کښې راغلل ولې د نفسياتو شعبه څلور کاله وړاندې جوړه شوه ـ د ډاکټر الطاف خان ترمخه يو داسې هسپتال کښې ، کوم چې د رګونو د عملياتو د پاره جوړ شو، تر اوږدې مودې د نفسياتو د شعبې د نۀ جوړېدو له کبله د اړونده واکمنو په سنجيدګۍ ګوته پورته کېدے شى ـ
جنرل هسپتال لاهور سره اړوند د نفسياتو ماهرې ډاکټر انيله جبين په دې خبره زور راؤړو چې د غېر ضرورى ثقافتى او سماجى بندېزونو له کبله مېرمنې په لويه پېمانه د سړو له خوا مايوسه کړے شوې دي ـ هغې زياته کړه :” د هغې داسې په سوونو جينکو سره ليدل کتل شوي دي چې د خپلو کورونو نه وتښتېدې او وروستو بيا هغوئ بې وفائۍ سره مخامخ شوې د کوم نه پس چې د هغوئ د کورنيو نارينه غړيو هغوئ سره نوره ناروا رويه خپله کړه ـ د مېرمنو د مذهب او غېرت په نوم حق تروړلے شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here