پېښور: د طالب علمانو لخوا د هائر اېجوکېشن کمېشن ” د وزيراعظم لېپ ټاپ سکيم ” لاندې د لېپ ټاپ ترلاسه کولو په غرض د درخواستونو زياتېدو له کبله د هغې په ورکولو کښې ځنډ مخې ته راځي ـ

د هائر اېجوکېشن کمېشن ترمخه د سکيم د دوېمې مرحلې د پاره مختص کړے شوو يو لک کمپيوټرو د کوټې په مقابله کښې ٣١٥،٢٢٧ طالب علمانو  لېپ ټاپ ترلاسه کولو له درخواست ورکړے دے ـ

د اېچ  اي سي مېډيا ډائريکټرې عائشه اکرام نيو لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د طالب علمانو د يو لوے شمېر له خوا د لېپ ټاپ ترلاسه کولو د پاره د درخواستونو جمع کوونکو کره کتنې او د ضرورت مندو طالب علمانو فهرست جوړولو کښې وخت لګي د کوم په وجه چې د لېپ ټاپس ورکړه ځنډېږي ـ “

ولې د پېښور يونيورسټۍ داسې طالب علمانو، چا چې د کمپيوټرو ترلاسه کولو د پاره تېر کال درخواست ورکړے وۀ او هائر اېجوکېشن کمېشن د هغوئ تصديق هم کړے وۀ، تر اوسه لېپ ټاپ ترلاسه نۀ کړے شو ـ

د يونيورسټي آف پشاور يوه طالبه نورالهدى وائي:” هغه وخت زما د ماسټرز کولو وړومبے کال وۀ کله چې ما لېپ ټاپ سکيم کښې ځان رجسټرډ کړو او اوس زما پروګرام په ختمېدو دے ولې ما ته لېپ ټاپ په لاس رانغے ـ”

وفاقى حکومت ٢٠١٣ء کښې ” وزيراعظم لېپ ټاپ سکيم ” شروع کړے وۀ د کوم لاندې چې د ټول پاکستان ٢٦ سرکاري يونيورسټيو کښې د ماسټرز او پي اېچ ډي کوونکو طالب علمانو ته لېپ ټاپونه ورکول وو چې دا شان د سرکاري يونيورسټيو د ضرورت مندو طالب علمانو تعليم ډيجيټل کولو په بابله د هغوئ د ډاډګيرنې نه علاوه هغوئ ته مرسته ورکړے شي ـ

د اسلاميه کالج يونيورسټۍ طالب علم بلال احمد وائي چې ضرورت مندو طالب علمانو کښې چا لېپ ټاپونه اخستے شول ، هغوئ واخستل او نورو طالب علمانو د هائر اېجوکېشن کمېشن د سکيم لاندې د لېپ ټاپ ترلاسه کولو په اميد تعليم ترسره کړو ولې هغوئ ته لېپ ټاپس ترلاسه نۀ شول ـ

پېښور يونيورسټۍ د صحافت او ابلاغياتو په شعبو کښې د هائر اېجوکېشن کمېشن د لېپ ټاپ سکمي فوکل پرسن نعيم ګل وائي :” کۀ دا ځنډېدل جاري وي نو هائر اېجوکېشن کمېشن د لېپ ټاپ سکيم لاندې طالب علمانو ته د فائدې رسولو مقصد ترسره کولے نۀ شي ـ “

هغۀ زياته کړه چې طالب علمان شکايت کوي چې لېپ ټاپس تقسيمولو کښې د مېرټ خلاف ورزي وکړے شوه ـ نعيم ګل ووئيل چې طالب علمان په دې فېصله هم تحفظات لري چې کوم طالب علمان تعليم ترسره کولو نه وروسته ملازمت کوي هائر اېجوکېشن کمېشن به ورته لېپ ټاپ نۀ جاري کوي ـ

هغۀ ووئيل :” طالب علمان د مختلفو شعبو په فوکل پرسنز د جانب دارۍ تور لګوي ولې مونږ هائر اېجوکېشن کمېشن ته د طالب علمانو د اهليت تصديق کولو نه علاوه ټول سکيم کښې هېڅ کردار نۀ لرو ـ “

د هائر اېجوکېشن کمېشن واکمنان وائي چې د دې سکيم لاندې پينځو مرحلو کښې به پينځۀ لکه او هره مرحله کښې به يو لک لېپ ټاپونه تقسيمولے شي ـ

عائشه اکرام وائي چې هائر اېجوکېشن کمېشن دا باوري کوي چې سمارټ کلاس پراجېکټ د پاره دې ټولو سرکاري يونيورسټيو کښې د وائي فائى سهولت وي چې دا شان طالب علمان نه يوازې ورچوئل تعليم حاصل کړے شي بلکې د هغوئ کلاس رومز کښې تر ښودونکيو سبقونو پورې آن ﻻئن رسائى هم ممکن شي ـ

هغې زياته کړه :” لېپ ټاپ ترلاسه کولو کښې د طالب علمانو دلچسپي غېر معمولي توګه باندې زياته شوې ده  کوم چې د دې سکيم د دوو مرحلو په دوران وېړيا تقسيم کړے شوي دي ـ ” عائشه اکرام ووئيل :” دا وخت د دوېمې مرحلې لاندې د لېپ ټاپونو ورکول جاري دي او د بيلابېلو يونيورسټيو طالب علمان کښې تقسيمولو د پاره ٤٥ زره لېپ ټاپس ورکړے شوي دي ـ “

هغې ووئيل چې هائر اېجوکېشن کمېشن د طالب علمانو د پرېشانۍ څخه خبر دے ، راتلونکو کلونو کښې به د لېپ ټاپس زر تر زره ورکول يقيني کولے شي ـ

د هائر اېجوکېشن کمېشن د وزيراعظم لېپ ټاپ سکيم کښې مېرټ پورې د خندا کولو په حقله د پوښتنې په ځواب کښې عائشه اکرام ووئيل چې لېپ ټاپ ترلاسه کوونکي طالب علمان په مېرټ منتخب کړے شول ـ

هغې زياته کړه :” تېر کال وړومبۍ مرحله ( د ١٤-٢٠١٣ء د پاره ) کوټه کښې تجويز کړے شوو يو لک لېپ ټاپونو کښې ځوانانو او ذهينو طالب علمانو ته خالص د مېرټ په بنياد خواؤشا ٩٧،٢٠٣ لېپ ټاپس ورکړے شول ـ “

د پېښور پوهنتون د تعلقات عامه افسر اختر امين ووئيل چې د هائر اېجوکېشن کمېشن له خوا دوېمه مرحله کښې د ترلاسه شوو لېپ ټاپونو تقسيمول جاري دي خو ولې د رمضان المبارک او د وړوکي اختر د چټيانو له وجې څو هفتې ځنډ وشو او د تقسيم عمل به ډېر زر پېل کړے شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here