پېښور: د تاريخى عمارتونو د تحفظ د آثار قديمه د ذمه واريو ماهرانو وېنا ده چې د زمکې په ښکته د تللو له کبله د پېښور دننه ښار کښې تاريخى ودانيو ته ډېر زيات زيان رسيږى کومه چې دې کښې د درزونو راتلو او ناڅاپه د غورځېدو وجه جوړېږى ـ

د ډائرېکټورېټ آف آرکيالوجى اېنډ ميوزيمز خېبرپښتونخوا ترجمان او ګېلرى اسسټنټ نواز الدين نيوز لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې وخت تېرېدو سره سره د زمکې پرله پسې په لاندې د تللو او کښېناستلو له وجې د ښار تاريخى ورثې ته رسېدونکي زيان د آثار قديمه د ماهرانو د پاره د زياتې فکرمندۍ سؤب دے ـ پېښور، چې چرته د بدهـ مت د پخوانى ګندهارا تهذيب دارالحکومت وۀ، کښې ډېرې پخوانۍ ودانۍ دي لکه ګور ګهټړى، کومه چې د يونېسکو د تاريخى ورثې په فهرست کښې شامله ده ـ

نواز الدين ووئيل :” اوس اوس ګور ګهټړۍ سره نزدې د ټيوب وېل له وجې يوه ونه او څو کورونه ړنګ شوي دي ځکه چې دا روزانه د اوبو لوے مقدار راکاږى کوم چې د زمکې په لاندې د تللو وجه جوړېږى ـ “

Many buildings have collapsed due earth settlement. :Photo by News Lens Pakistan/
Many buildings have collapsed due earth settlement. :Photo by News Lens Pakistan/

د پېښور تنګو کوڅو او د ګڼې ګوڼې بازارونو کښې هېڅ بې هېڅه تاريخى ودانۍ د هينجو ښار د قديم دور عکاسى کوى ـ د لاهور او دهلى ( انډيا) په شان پېښور هم چرته قلعه بند ښار وۀ چې ١٦ دروازې ئې وې ـ

دننه ښار کښې ودانۍ په روايتى توګه درې يا څلور منزله دي د کومو لاندې چې دوکانونه دي ـ کوڅې ئې تنګې دي او د عمارتونو کړکۍ د دواړو اړخونو نه مخې ته راوتي دي،دا يو بل سره لګېدلې دي چې په مينځ کښې ئې هيڅ ځائے نيشته، داسې ښکارى چې لکه دا د کوڅو د پاسه خپلو کښې نښتې وي ـ

د تېرو څو پېړيو په دوران پېښور د کشن، مغلو، سهکانو او برطانوى باشاه هانو په قبضه کښې پاتې شو ے دے چا چې ورته ځانګړې ودانې ، تاريخى ثقافت او تهذيب ورکړو ـ

د چترال او جنوبى اېشياء په مينځ و مانه کښې په قديم ترينو ښارونو کښې د يو کېدو له کبله پېښور د بلغ، سويلى او منځنۍ اېشياء ترمينځه د تجارت مرکز پاتې شوے دے ـ

د دننه ښار اوسېدونکي وائي چې هر څو کۀ د پېښور د پخوانيو ودانيو يو اوږد تاريخ دے ولې دا وخت دا ودانۍ د مجرمانه بې غورۍ تصوير وړاندې کوي ـ څۀ قديم عمارتونو ته د زمکې د شلېدو له کبله خطرې پېښې دي د کوم وجه چې د دې قديم کېدل او مختلف عناصر دي او نورې ودانۍ تېزۍ سره د اربنائزېشن او د احتياط د نيشتوالى له وجې ړنګولے شي ـ

دننه ښار کښې د پخوا راسې اوسېدونکى خورشيد پراچه ووئيل :” د دننه ښار ډېرې ودانۍ هرې تېرېدونکې ورځ سره ختمېږي ـ “

A dilapidated building in walled city Peshawar | Photo by News Lens Pakistan.
A dilapidated building in walled city Peshawar | Photo by News Lens Pakistan.

ښار کښې فى الحال ډېرې د ګڼې ګوڼې سيمې موجودې دي چرته چې د سنجيده نوعيت ستونزې پېښې دي ـ د دننه ښار تاؤ راتاؤ کوڅو ته تللو سره دا په ډاګه کېږى چې پخوانۍ ودانۍ د زړېدو ښکار دي ـ ډېرې تاريخى ودانۍ د مرمت نۀ کېدو له وجې غورځېږي ـ

په درېم ستمبر ٢٠١٦ء دننه ښار کښې پير شادى چوک کښې درې زاړۀ کورونه ناڅاپه پرېوتي وو چې پکښې مېشتۀ کسان ژوبل شول او مالي زيان وشو ـ

خورشيد پراچه ووئيل چې د ډېرو کورونو په ډهانچو کښې درزونه راغلي دي ـ هغۀ زياته کړه چې ډېر کورونه ولې چې يو بل سره پېوست دي د کوم له وجې چې يو کور پريوځى نو ورسره تړلو ودانيو ته هم زيان رسى او يا هغۀ کمزورې کيږي ـ

خورشيد پراچه ووئيل چې مالکانو د دا شان صورت حال نه د بچ کېدو په پاره په سوونو پخواني عمارتونه غورځولي دي او د هغې په ځائے به ” محفوظ او جديد ” نوې ودانۍ جوړې کړې دي ـ دا رجحان جارى دے او د افسوس وړ خبره دا ده چې دا قسمه نظارې ښار کښې عام په نظر راځي ـ

هغۀ زياته کړه :” بيخى هم لږو کسانو خپل قديم جائېداد په اصل حالت کښې برقرارساتلے دے ـ ”

A recently built new commercial building made of concrete in inner city built after demolishing the old one. :Photo by News Lens Pakistan/
A recently built new commercial building made of concrete in inner city built after demolishing the old one. :Photo by News Lens Pakistan/

د دننه ښار يو بل اوسېدونکى فريد شاه ووئيل چې تاريخى ودانيو ته يو بله لويه خطريه دا پېښه ده چې خلق د کاروبارى عمارتونو جوړولو د پاره پخواني جائيدادونه نړوي ځکه چې دا د پخوانيو ودانيو نسبت ” ګټور” دي ـ
هغۀ زياته کړه :” د دې هر څۀ وجه خلقو کښې د تاريخ او ورثې په حقله د خبرتيا نيشتوالے او د واکمنو د تاريخى ورثې په اړه بې غورى ده ـ “

د محکمه آرکيالوجى اېنډ ميوزيم خېبرپښتونخوا وياند نواز الدين وائي چې محکمې دننه ښار کښې د تاريخى ودانيو محفوظولو د پاره ” والډ سټى پراجېکټ ” پېل کړے دے ـ د دې منصوبې د پاره خېبرپښتونخوا حکومت د ٢٠ کروړو روپو فنډز ځانګړے کړے دے، چې پکښې دننه ښار کښې خطرو سره مخامخ او د ورستيو ودانيو سروے شامله ده چې دا شان هغه د منصوبې لاندې محفوظ کړے شي ـ

نواز لدين ووئيل خو ولې د منصوبې لاندې سروے څلور مياشتې وړاندې شروع شوه، ممکن ده چې د دې په ترسره کېدو ښې درېو کالو پورې ولګي ـ

هغۀ زياته کړه چې د منصوبې لاندې د تاريخى او ثقافتى اهميت وړ د سلو کالو نه پخوانۍ ټولې ودانۍ به محفوظ کولے شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here