پېښور (عطاء الله خان) خانزاله د پېښور د معذورانو د بحالۍ مرکز کښې د تېرو څلورو کالو راسې کرکټ کوي، هغه له دې وړاندې د خپل وړومبى مېچ د لوبو په عام مېدان کښې د کولو جوګه شو، هغه په دې بابله وائي چې دا د ” عام ” لوبغاړو د پاره يو معمول دے ـ

د ځوانانو د پاره د شراکتى فورم ( وائى پى ايف ) کوارډينيټر محمد رفيق وائي :” خېبرپښتونخوا کښې د خانزاله په څېر د معذوره لوبغاړو الميه دا ده چې په صوبه کښې داسې څۀ پارک يا سټيډيم نشته چرته چې د وهيل چيئر له لارې تګ ورکړے شى او بنيادى ضرورتونه لکه ټټۍ وى ـ”

د خېبراېجنسۍ، دا قبائلى سيمه پاک افغان پولې سره پېوست ده، معذوره کرکټر خانزاله وائي چې هغه د ” کاميابۍ ترلاسه کولو ” مقصد سره ژوند ژواک کوى ـ د وهيل چيئر په اډاڼه دې لوبغاړى دا فکر هغه وخت خپل کړو کله چې هغۀ خپل ټيم پشاور ويئريرز ته د روان کال په مئى کښې وړومبى آؤټ ډور وهيل چيئر ټورنامنټ کښې کاميابى وروسپارله ـ

خانزاله وائي :” ما د اخرى مېچ اخر اوور وکړو، مخالف ټيم ته د برياليتوب د پاره شپږ رنز پکار وو او خپل ټيم ته مې کاميابى ور په غاړه کړه ـ هغوي يوازې دوه منډې جوړې کړے شوې او ما په اخرى اوور کښې دوه وکټې واخستې او په خپل ټيم مې لوبه ګټله ـ “

هغۀ ووئيل چې د هغوي د ټيم ګټې هغه ډېر خوشحاله کړو ـ خانزاله ووئيل :” جى بالکل، زۀ دا محسوسؤم چې کۀ مونږ ته وهيل چيئرز، د لوبو ميدان او نورې اسانۍ راکړے شي نو مونږ د هر کوم ټيم په شان د ښې کارکردګۍ څرګندونه کولے شوو ـ “

خانزاله او د هغۀ معذوره ملګري پشاور ويئريرز سره تړلي دي کوم چې د خېبرپښتونخوا ډائريکټوريټ سپورټس له خوا د روان کال په مئى کښې ترسره شوى وړومبى خېبرپښتونخوا وهيل چيئر سپورټس ټورنامنټ کښې د دې اسانيو ترلاسه کولو جوګه شو، دا ټورنامنټ د فرېنډز آف پراپلېجک او د معذوره کسانو د بحالۍ د پاره د کار کوونکو مختلفو تنظيمونو په مرسته ترسره شوے وۀ ـ

د ملګرو ملتونو په معذوره کسانو او لوبو باندې د شوې څېړنې ترمخه ” د لوبو په نړيوال کچ د درناوى له کبله د سماجى رابطو په وده کښې د هغوي کردار مثالى دے ـ هم د يو ډول معذورۍ ښکار کسانو يو ځائے کولو سره لوبې هغوئ د معمول ژوند ته راولي ، معذوره کسان د خپلې معذورۍ په بابله د تجربو بيانولو جوګه کيږي او هغو خلقو سره د ملګرتيا تعلقات جوړوي څوک چې د هغوئ چيلجونه او وړتيا پېژني ـ ”

ذکر شوې څېړنه کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې د ملګرتيا اړيکو جوړولو سره معذوره کسان د خپل ذات او ډلې د پېژندګلو په حقله د مثبت سوچ ټآکنه کوى چې هغوئ د سماج څخه بيئل نۀ دي او هم د نورو خلقو په شان دي ـ د دې رپورټ ترمخه :” د لوبو په ذريعه د معذوره کسانو د دوستانو او مور پلار ترمنځه رابطې جوړيږي ـ د معذوره کسانو مور پلار اکثر او زياتره ځانونه په سماجى توګه يوازے ګڼي ـ هم د خپلو په رنګ د تجرباتو لروونکو کورنيو سره سماجى تعلقات هغوئ د يو بل د مرستې کولو او د دې جوګه کوي چې هغوئ دې معذوره کسان ته د يو شان حقونو ورکولو د پاره مهم وچلولے شى ـ “

د معذورانو د بحالۍ د پاره کار کوونکى غير سرکارى تنظيم هيلپ ايج انټرنېشنل سره اړوند انکلوژن اکاؤنټيبلټى افسر کامران خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د لوبو د هلو ځلو لکه څنګه چې پېښور کښې د آؤټ ډور وهيل چيئر کرکټ ټورنامنټ په ترسره کيدو د صوبې بيلابيلو سيمو سره تعلق لرونکي معذوره لوبغاړي په لوبو کښې د اعلى کارکردګۍ ښکاره کولو جوګه شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” د څلورو بيلابيلو ضلعو معذوره کرکټران دې ايونټ کښې د برخې اخستلو جوګه شول ځکه چې منتظمينو د صحت مندانه هلو ځلو ډاډګيرنه کول غوښتل ـ “

هغۀ ووئيل چې د هغوئ ادارې د لرې پرتو ضلعو لکه د دير او بنو د ټيمونو ډاډګيرنه وکړه ـ د هغۀ ترمخه د هغوئ صوبائى دارالحکومت کښې يوځائے کول د نيک شګون يو تجربه وه ـ کامران خان ووئيل :” اوس مونږ هغوئ دلته يوځائے کړي دي ، مونږ د معذوره لوبغاړو مرسته کول او د هغوئ قومى پليټ فارمز ته رسائى زياتول غواړو ـ “

هغۀ ووئيل :” زۀ چې کله دا لوبغاړي په وهيل چيئر مقابله کولو باندې ګورم نو دا د معذوره کسانو لوبه نۀ ښکارى ـ کۀ مونږ هغوئ ته يو دوستانه ماحول وروسپاروو په کوم کښې چې هغوئ خپل صلاحيتونه راڅرګند کړے شى نو دې سره به په يقينى توګه د ژوند په هره څانګه کښې د هغوئ فعال شرکت وده ومومى ـ هغوئ زمونږ په شان ژوند تېرولے شي ـ “

عرفان خان د پېشې په اعتبار انجينئر دے، هغه پشاور ويئريرز سره متعلق دے او وهيل چيئر باندې لوبېږى، هغه وائي چې هغۀ څلور کاله اګاهو پورې د نارمل خلقو په شان کرکټ کولو خو ” پېشه ورانه ژوند ته د رسېدونکى زيان له کبله ” فالج ووهلو ـ

هغۀ زياته کړه :” ما د اميد لمن پرې نۀ ښوه او هم د دې رويې په سؤب زۀ خپل ټيم ته د وړومبى وهيل چيئر کرکټ ټورنامنټ په ټائټل ټرافۍ کښې په ګټه ورکولو کښې بريالے پاتې شوم ـ زۀ د معذوره کېدو نه وروستو خپل ژوند کښې بدلون محسوم خو ولې د يوې داسې لوبې کولو د پاره تاسو ته د بدنى صحت نه علاوه عزم او حوصله هم پکار وى ـ د لوبو هلې ځلې زما بدن او مغزۀ مضبوط ساتي ـ “

د پېښور يونيورسټۍ د سوشل ورک د شعبې طالب علم کليم الله، چې د دې ټورنامنټونو په دوران ئې د معذوره لوبغاړو په رضاکارانه ډول مرسته کړې ده، وائي چې د سماج له خوا معذوره کسان ډېر زيات قبلولے نۀ شى ـ هغۀ ووئيل :” د لوبو ټورنامنټونو سره د معذوره کسانو ډاډګيرنه کيږى او هغوئ ته د خپل حالت ښۀ کولو کښې لاس مرسته ترلاسه کيږي ـ هم د لوبو له کبله د ژوند په بابله د هغوئ د ليدلو کتلو زاويه غوره کيږى ـ د لوبو ټورنامنټونو او مقابلو سره هغوئ ته دا احساس کيږى چې هغوئ د سماج برخه دي او کله چې هغوئ زمونږ د ټولو په شان لوبو کښې برخه اخلي نو هغوئ ته دا محسوسيږي چې خلق د هغوئ د خواهشاتو خيال ساتي ـ “

د زلمو شراکتى فورم سره تعلق لرونکى محمد رفيق د معذوره کسانو په حقله د حکومت په بې حسۍ ټکونه وکړل او وې وئيل :” دا د افسوس وړ او غېر ذمه دارانه روش دے چې لائبرېرۍ، کافى شاپس، هاسټلې او تر دې چې امتحانى مرکزونه د وهيل چيئر د پاره د رسائۍ وړ جوړ نۀ کړے شول ـ “

هغۀ ووئيل :” مونږ په دې بابله قانون باندې کار کوو چې دا شان د لوبو مېدانونه د معذوره کسانو د پاره د رسد جوګه جوړ کړے شي ـ دا وخت دې د پاره چې د لوبو څۀ مناسب مېدان نشته د کوم په سؤب چې پېښور کښې ترسره کېدونکى وهيل چيئر ټورنامنټ کښې د څلورو نه زياتو ټيمونو ګډون نۀ شو کولے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here