کوئټه ( محمد عمر ) ولى خان مرى عرف کلاټى کالعدم بلوچ لبريشن آرمى کښې په ١٩٧٣ء کښې شامل شو کله چې هغه ايله د ٢٠ کالو وۀ ، د هغۀ تعلق مرى قبيلې سره دے چې د بلوچستان په کوهلو ضلع کښې مېشتۀ ده ـ هغۀ خواؤشا څلورو لسيزو پورې په غرونو کښې د يو تښتېدلى تن په توګه ژوند تېرولو او وسله وال جدوجهد ئې کولو کوم چې هغه ” د بلوچ اولس د يو شان حقونو ” جنګ بولى ـ

د ٢٠١٥ء د جون په څلورمه د ٦٠ کالو کلاټى قامى دائره کښې واپس راتللو د پاره د وسله والو هلو ځلو څخه لاس په سر شو ـ د ١٢ بچو پلار کلاټى د کوئټې نه په فون نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما د ١٩٧٣ء په پيل کښې هغه وخت وسلې ته لاس کړي وو کله چې نواب خير بخش مرى د رياست خلاف په احتجاجى ډول کابل، افغانستان کښې پخپله د جلاوطنۍ خپلولو پرېکړه کړې وه ـ “

هغۀ زياته کړه :” مونږ ته د رياست په ضد د جنګېدو غږ وکړے شو ځکه چې بلوچيان له حقونو بې برخې ساتلے شول ـ ” کلاټى مخکښې ووئيل چې هغه چې کله په وړومبى ځل د بلوچ جنګياليو د ډلې برخه جوړ شو نو ليک لوست ئې نۀ شو کولے ـ د هغۀ وېنا وه :” زۀ نالوستے ؤم او يوازې په بلوچۍ ژبه مې ابلاغ کولے شو ولې په دې خبره ضرور پوهېدم چې جنګېدل څنګه کيږى ـ “

هغۀ ووئيل چې هغۀ په بلوچ ليبريشن آرمى کښې د کمانډر په توګه خدمات ترسره کول ، دې نه پس له دې بيئلې شوې يوې بلې ډلې يونائيټډ بلوچ آرمى ( يو بى اے) کـښې هغه شامل شو ـ بلوچ لبريشن آرمى کښې اختلافات راولاړ شوي وو چې ورسره په تنظيم کښې د يو بل پښې راښکل پيل شول ـ د کلاټى وېنا وه :” ما به ټول بلوچستان کښې د دريو تربيتى کېمپونو نګرانى کوله ـ يو بى اے د خپل سياست انداز بدل کړو او د عامو وګړيو نخښه کول ئې پيل کړل، مونږ شروع راسې د دې کړنلارې خلاف وو ـ ما د دغه حملو غندنه وکړه او کمانډران مې خبر کړل چې د دې بڼې د زور زياتى د کارروائيو له کبله به مونږ تنظيم پرېږدوو ـ “

مستونګ کښې چې کله قتل عام وشو او ٢٣ کسان ووژلے شول په هغوئ کښې اکثريت د بلوچستان پشين ضلعې سره اړوند د پښتنو خوارى کښو وۀ، کلاټى د ترهه ګرۍ د دې پېښې نه وروستو يو بى اے نه بيئل شو ـ د ٢٠١٥ء د مئى په نهمه وسله والو کسانو کراچۍ نه مستونګ ته تلوونکي دوه بسونه ودرؤل، مسافر ئې رابهر کړل، د هغوئ پېژندګلو ئې وکړه او غروونو ته په بوتللو ئې بې دردۍ سره ووژل ـ

کلاټى زياته کړه :” زۀ چې کله د يو بى اے نه بيئل شوم نو د هغې جنګياليو زما په تربيتى کيمپونو حمله وکړه او د اوؤ کالو ماشوم ئې راله وتښتولو ـ د يو بى اے له خوا زما د کورنۍ په غړيو دووړه دباؤ وکړے شو چې کۀ ما بېلتون خوښ تحريک پرېښود نو هغه به ووژلے شى ـ “

د بلوچ بيلتون خوښو پشمول په قانون عمل کوونکي عام وګړي هم دا خيال کوي چې ممکنه ده بلوچ عسکريت خوښي د کلونو کلونو د شخړې نه وروستو د ځان سپارلو د پاره د غروونو نه واپس راشى ولې شدت خوښي عناصر وائي :” دا يوازې يوه ډرامه ده چې د حکومت نوازو سردارانو له خوا ښودلے شى ـ “

د سويلى لوېديزې صوبې بلوچستان د داخله محکمې ترمخه ٤٤٧ بلوچ بېلتون خوښي تسليم شوي دي او ” د پاکستان په قانون د عمل درآمد کولو سره د ژوند تېرولو لوظ ” ئې کړے دے ـ

صوبائى داخله سېکرټرى اکبر حسېن درانى نيوز لينز پاکستان سره يوه مرکه کښې د خبرو اترو په مهال ووئيل چې امنيتى ځواکونو سره جنګېدوونکو ٤٤٧ تښتېدلو کسانو جنګ بندۍ کولو سره ځانونه سپارلي او وسيلې ئې غورځولي دي ـ هغۀ ووئيل چې راتلوونکو ورځو کښې د ٦١٥ عسکريت خوښو د تسليمېدو امکان دے ـ

د اکبر حسېن درانى ترمخه تښتېدلو کسانو هغه وخت ځانونه وسپارل کله چې د حکومت له لورى د امنناکه بلوچ پېکج اعلان وکړے شو چې دا شان هغوئ حکومت سره امن راوستو ته اماده کړے شى ـ هغۀ زياته کړه :” صوبائى حکومت د وسله وال بغاوت څخه لاس په سر کېدوونکو او امن راوستو له تيارېدوونکو کمانډرانو ته د ١٥ لکو روپو ورکولو اعلان کړے دے ـ مرکزى دائره کښې د واپس راتلوونکو عسکريت خوښو کمانډرانو د پاره د تن په حساب ١٠ لکه روپۍ او د جنګياليو د پاره پينځۀ لکه روپۍ ځانګړې کړے شوې دي ـ “

په مېډيا کښې د اوسنيو راتلوونکو راپورونو څخه دا معلوميږي چې شدت خوښى بلوچ کمانډران هم د بلوچستان حکومت په تحريک ممکن ډول باندې وسله وال بغاوت نه څنډې کولو سره واپس راتلے شي چې پکښې بېلتون خوښ مشر براهمداغ بګټى هم شامل دے څوک چې دا وخت سوئټزر لېنډ کښې د ملک بدرۍ ژوند تېروى ـ د هغۀ په حقله دا خيال کولے شى چې هغه پاکستان ته د واپس راتللو د پاره حکومت سره پټ په پټه مذاکرات کوى ـ

هغۀ د معافى نامې په پېکج خبرو اترو کښې ووئيل چې داخله محکمې د پخوانيو جنګياليو د طبى ، تعليمى او نورو اسانيو ته د رسد ممکن کولو د پاره پرامن بلوچستان پيکج کارډز جارى کړي دي ـ

اکتوبر ٢٠١٥ء کښې د مرى قبيلې سردار او د پاکستان مسلم ليګ ( نواز ) لارښود نواب چنګېز خان مرى په مرى هاؤس کښې په يوه دستوره کښې دوؤ کمانډرانو مير جان مرى او مير رمضان مرى ته د هغوئ د خپلو ٢٣ ملګرو پشمول تسليمېدو باندې هرکلے ووئيلو ، په دغه دستوره کښې دغه وسله والو خپلې وسلې د مرى قبيلې مشر ته وسپارلې ـ

د ارواښاد قام پرست لارښود نواب خير بخش مرى زوئي نواب چنګېز مرى ووئيل چې د ډېرو زياتو هڅو او رابطو نه وروستو بلوچستان حکومت د کلاټى او د هغوئ د ملګرو وسلې غورځولو او واپس راوستلو کښې بريالے شوے دے ـ

نواب چنګيز مرى، چې سينئر صوبائى وزير هم دے ، ووئيل :” ما څو کاله په کابل کښې خپل پلار سره تېر کړي دي، ما ته دا ادراک وشو چې د بلوچستان د اولس او په خاص توګه د مرى قبيلې د پاره د تباهۍ د اثراتو وړ جنګ هېڅ درک نۀ لګى ـ”

چنګيز مرى خپل پلار او وروڼو سره د لارې بيئلولو په حقله خبرو اترو کښې ووئيل چې ما خپل مرحوم پلار او وروڼه ځکه پرېښودل چې هغوئ عسکريت خوښى جارى ساتل غوښتل ـ

هغۀ زياته کړه :” عسکريت خوښۍ جارى ساتلو سره به يوازې بس د بلوچستان نه بلکې د مرى قبيلې د اولس هم زيان کيږى ـ “

د هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې آيا هغۀ د زور لروونکو بلوچ بېلتون خوښه مشرانو لکه حيربيار مرى، چې په شکمنه توګه د بى ايل اے لارښود دے ، او براهمداغ بګټى سره رابطه کړې ده؟ چنګيز مرى ووئيل چې د پاکستان مسلم ليګ (نواز)، چې بلوچستان کښې تر ټولو لوے منتخب سياسى ګوند دے ، مرکزى قيادت هغۀ ته دې دواړو بلوچ مشرانو سره د رابطې کولو د پاره وېنا نۀ ده کړې کوم چې دا وخت لندن او سوئټزر لېنډ کښې په ځانى توګه د جلاوطنۍ ژوند تېروي ـ

چنګيز مرى ووئيل :” ما ته چې کله هم زما ورور ( حيربيار مرى ) او نورو مشرانو سره د رابطې کولو ذمه وارى راؤسپارلے شى نو زۀ به د بلوچستان د اولس د قبائلى مشر په حېثيت خپل کردار ترسره کؤم ـ دا د مرى قبيلې د سردار په حېثيت زما ذمه وارى ده چې زۀ مرى جنګيالي د وسله وال بغاوت ختمولو د پاره اماده کړم ـ “

صوبائى حکومت د امنناکه بلوچستان پېکيچ او بلوچ جنګيالو د عسکريت خوښۍ پرېښودو په حقله د اثراتو جائزې اخستلو د پاره څلور کميټۍ جوړې کړې دي ـ د يوې کميټۍ مشر وزيراعلى پخپله دے ، دويمه بنيادى کميټى د داخله وزارت لاندې ده، يوه درېمه مانېټرنګ کميټۍ کښې د کوئټې د کمشنر نه علاوه د فرنټيئر کور، پوليس او قانون نافذوونکو استازي شامل دي او څلورمه د عمل درآمد کميټۍ کښې د ضلعى پوليس افسر نه علاوه د ايف سى او قانون نافذوونکو ادارو استازيتوب هم شته ـ

د داخله چارو صوبائى سيکتر اکبر حسېن درانى ووئيل :” مونږ په بيلابيلو ضلعو کښې قدر او عزت سره د جنګيالو په تسليمېدو کښې لاس مرسته کوو ـ د پينځو نه اوو ضلعو کښې، کومې چې عسکريت خوښۍ سختې ځپلې دې، جنګياليو ځانونه سپارلي دي ـ”

جون ٢٠١٥ء کښې بلوچستان حکومت فوځى مشرتابه سره د يوې لوظنامې په رڼا کښې د تښتېدلو کمانډرانو د پاره په امن د اډاڼه يو پېکج اعلان کړے وۀ کوم چې د صوبائى کابينې سره سره جولائى کښې د وزيراعظم نواز شريف د کوئټې دورې په دوران منلے شوے وۀ ـ

د صوبائى حکومت يو افسر، د نوم نۀ ښودلو په شرط ولې چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نيشته، ووئيل چې د پېکيج اساسى مقصد خو د بېلتون خوښو قامى دائرې ته واپس راوستل دي خو د دې يو مقصد دا هم دے چې عسکريت خوښو د جلاوطن بلوچ مشرانو او بلوچستان کښې د فساد غوښتوونکو خفيه ايجنسيو څخه د فنډز ترلاسه کولو په حقله ډاډګيرنه ماته شى ـ

ذکر شوى افسر ووئيل :” صوبائى حکومت به د مالى مرستې نه علاوه حکومت ته د ځان سپارلو جنګياليو د بچو تعليمى خرڅونه هم زغمي ـ پېکيج کښې د رقم يوه برخه د هغو خلقو د وارثانو د پاره هم ځانګړې کړے شوې ده چې وژلي شوي دي ځکه چې هغوئ د عسکريت خوښۍ څخه لاس په سر شوي وو ـ “

د ولى خان مرى عرف کلاټى نه چې کله بلوچ عسکريت خوښو ته د ترلاسه کېدونکې بهرنى مرستې په حقله پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې بى ايل اے او يو بى اے ته د بهرنيو هېوادونو له خوا فنډنګ ترلاسه کيږي د کوم په بدل کښې چې په هغوي د عامو خلقو د وژلو ذمه وارى وراچولے شى ـ

هغۀ زياته کړه :” دا جنګ په بلوچستان د حکمرانۍ کولو د پاره د نوابانو او سردارانو ترمنځه روان دے او بلوچ اولس او د هغوئ د حقونو د هلو ځلو سره دا هېڅ تعلق نۀ لرى ـ زما د خپلو خلقو په ضد د وسله نه راخستو پرېکړه کړې ده ـ دې جنګ سره د بلوچستان د اولس او په ځانګړى توګه د مرى قبيلې ډېر زيات زيان شوے دے ـ زمونږ بچي د تعليم څخه بې برخې پاتې شوي دي او هغوئ بلوچ عسکريت خوښ تحريک کښې د شاملولو د پاره هڅولے شوي دي ـ “

کلاټى زياته کړه چې هغۀ خپل ټول ژوند د يو بې ځايه مقصد په خاطر غروونو کښې په جنګ کولو تېر کړے دے ـ د هغۀ وېنا وه :” زۀ اوس د خپلو بچو د ولوږې ختمولو جوګه هم پاتې نۀ شوم خو هغوئ ته بنيادى اسانۍ لکه تعليم او صحت ورکؤل غواړم چې دا شان يو غوره راتلونکے وخت د هغوئ پامته دار وى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here