دير: د ناصر خان جان به قنديل بلوچ سره موازنه کول غلطه وى ـ غرېزې علاقې دير سره تعلق لرونکے د سماجى مېډيا دا ستورے انټرنېټ باندې سنسنى پېدا کوونکې نوميالۍ ماډل اداکارې قنديل بلوچ سره ډېر لږ يو شان والے لرى چا چې په ژوند هم او د مرګ نه پس هم رجعت خوښى او جديد پاکستان کښې روانه جګړه په ډاګه کړه ـ

د قنديل بلوچ د قتل نه وروسته په فېس د شهرت ترلاسه کوونکى دې شخصيت تعلق دير سره دے ـ

کۀ قنديل بلوچ کښې ويره نۀ وه او شوخه شوه، هغې پاکستانى سماج کښې موجود تقسيم او منافقت په ډاګه کولو د پاره د خپل بدن نمائش وکړو او خپل سوچ ئې څرګند کړو نو ناصر خان جان د خلقو نه شرمېږى، د هغۀ خبرې اترې او بدني حرکتونه مناسب نۀ دي ـ کۀ بلوچ اعتماد سره کېمرې ته ودرېدله، هغې به لړزوونکي حرکتونه

کؤل د کومو له وجې چې د لکونو خلقو لخوا د هغې ستائېنه او غندنه وکړے شوه نو ناصرخان جان په خپله فېس بک صفحه جاري کړے شوي ويډيوز کښې وېرې اخستے او پرېشانه په نظر راځي ـ

دې دواړو کښې صرف يو مماثلت دے چې ناصرخان جان هم د شهرت بام ته رسېدونکې قنديل بلوچ په شان هغه څۀ کول غواړي کوم چې هغې په جولائى کښې د خپل ورور په لاسو د غېرت په نوم د قتلېدو نه مخکښې کول غوښتل ـ او هغۀ هم د ابلاغ د ذريعو لخوا د نظرانداز کېدو نه پس د شهرت ترلاسه کولو د پاره د قنديل بلوچ په شان د سماجى مېډيا لاره خپله کړه د کومې د پاره چې هغۀ د اوږدې مودې راسې هڅې کولې ـ

ناصرخان جان، په ماډلنګ کښې غېر معمولي دلچسپى لري، هغۀ ووئيل :” زۀ به د سکول په ورځو کښې ډېر فعال ؤم، ډرامو او خاکو کښې مې د اداکارۍ ښودنه کړې ده ـ اوس د کولو د پاره څۀ خاص نشته ځکه چې زۀ په کالج کښې يم او د اداکارۍ موقعې نۀ لرم ـ “

هغه وائي چې هغه په مقامى ټى وى چېنلو د خپل فن څرګندول خوښوى ولې هغوي راته د اداکار په توګه موقع راکولو نه انکار وکړو ـ د ٣٠ کالو دې ماډل د خپلو صلاحيتونو ښودلو د پاره د څۀ پليټ فارم د نيشتوالى له کبله سماجى مېډيا ته مخه وکړه ـ

ناصرخان جان ووئيل :” ما سوچ وکړو چې ولې دې زۀ په سماجى مېډيا د خپلو صلاحيتونو څرګندونه ونۀ کړم ـ ” هغه وائي چې هر څو کۀ هغه احتياط سره ځان تياروى ځکه چې هغه غواړى چې د شهرت ترلاسه کولو خواهش ئې پوره شى ، د هغۀ مغربى جامه او ګرمۍ کښې په سترګو کوونکې چشمې د خېبرپښتونخوا په دې بيخى رجعت پسنده علاقه کښې هغه په واضحه توګه نااشنا کوى چرته چې مذهبى ګوندونه ډېر زيات طاقتور دي او په تېر وخت کښې هغوي مېرمنې د هغوئ د رائې د حق استعمالولو ته هم پرېښودے نۀ وې ـ

ناصرخان جان چې کله په وړومبى ځل اداکارى پېل کړه نو هغۀ ته معلومه نۀ وه چې په سماجى مېډيا موجودګۍ سره به هغۀ ته شهرت ترلاسه شي ـ هغه د تماشګيرو څخه توجه او درناوے ترلاسه کيږي، دا وخت د هغۀ د فېس بک په صحفه خواؤشا ٢٤ زره کسانو هغه خوښ کړے دے او دا شمېر زياتېږي، چې ورسره د هغۀ ډاډګيرنه شوې ده ـ ناصرخان جان په خپلو پوسټونو کښې په ګډا، ماډلنګ کولو، سماجى مسلو لکه ” پاکستان کښې د بجلۍ بحران ” يا والدېنو ته ماشومانو جينکو ته د هغوئ د مستقبل د پاره سکول ته د ليږلو مشورې ورکولو په حال کښې په نظر راځي ـ

فېس بک صفحه باندې جارى کړے شوو ويډيو، په کومو کښې چې هغه د ګډېدو په حالت کښې په نظر راغلو، اوسنيو تبصرو کښې ډېرو خلقو هغه وستائيلو ـ يو پوسټ کښې ووئيلے شول :” تاسو په ډانس کښې سنى ليون شا ته پرېښودې ده ! قطرينه کېف به په تاسو وياړ کوى ـ ” يوه بله تبصره کښې ووئيلے شول :” ما د قنديل بلوچ د قتل نه پس دا فن کاران تر څۀ حده خوښول پېل کړي دي !!! دا بې ضرره خلق يوازې د خپلو جذباتو او احساساتو څرګندولو کوشش کوي ـ “

خو ولې د هغۀ د غوښتوونکيو په دې تبصرو کښې ځينې داسې تبصرې هم شاملې وې چې پکښې د مقامى ثقافت او اقدارو په ضد کېدو باندې هغۀ ته بد رد وئيلي شوي وو ـ هر څو کۀ هغه د داسې تبصرو نه وروسته پراميده اوسي ولې د ځينو تبصرو نه هغه ستومانه شو ـ

ناصرخان جان وائي :” د قنديل بلوچ د قتل نه پس څيزونه ناڅاپه بدل شوي دي ـ خلقو اوس ما ته د وژلو دړکې راکول پېل کړې دي، هغه وائي چې زۀ د هغوئ او د هغوئ د کلى، صوبې او زياتره د هغوئ د ملک عزت هم يم ـ “

دا دړکې چرته خو د چا په ذريعه راکړے شوې دي او چرته نېغ په نېغه د کرکې څرګندونه وکړے شوه کومو ته چې ناصرخان جان جواب نۀ ورکولو او نظرانداز کول ئې نو اخر خبره خطرې ته ورسېده کله چې يو ګاونډى، يونيورسټۍ کښې تعليم ترلاسه کوونکى زلمى، په هغۀ حمله وکړه ـ هغۀ په ناصرخان جان تشدد وکړو ، کوم سره چې د هغۀ سر مات شو ـ

پېښور سره تعلق لروونکے ثقافتى نقاد ډاکټر خادم حسېن وائي چې د غېرت دا اړخ د قنديل د قتل له وجې رامنځته شو او اوس هم له دې کبله ناصرخان جان ته دړکې ورکولے کېږي، دا څۀ د يوې قبيلې يا کلى مسله نۀ ده ـ

هغۀ زياته کړه :” سماجى ډهانچه د سماجى ادارو په يو ځائے کېدو ټاکلے کيږى او هم دا ” سماجى ډهانچه ” د صنف او صنفى کردار ، د پېژندګلو او راست بازۍ ټاکنه کوى او دا بدلونونه د اجتماعى بڼې دي ـ هغه خلق چې د سوال کولو يا سماجى ډهانچې چېلج کولو جرات کوي نو دې ډلو، يا کسانو سره تعلق ختمولو، د هغوئ سپکاوے کولو، هغوئ بيئلولو او بيا په اخره کښې د تنهائۍ ښکار کولو سره دړکې ورکولے شي ـ “

د ناصرخان جان شريکه کورنۍ هم د هغۀ د جوش او جذبې په لاره کښې خنډ دے ـ هغه خپلو څلورو وروڼو او اتو خوېندو کښې د ټولو نه کشر دے کومو کښې چې د درېو بهر ملکونو کښې ودونه شوي دي ـ

د ناصرخان جان مور وائي :” د هغۀ په سماجى مېډيا کښې د فن په ښکاره کولو هغه هر وخت شکايتونو سره مخ وي ـ د هغۀ آوښي د هغۀ په وېډيوز لطيفې ورتپي چې د هغۀ خوېندو له پرې شرم ورځي ـ”

د قنديل بلوچ ورور هغه ځکه ووژله چې د هغۀ د کورنۍ او سيمې خلقو به د هغۀ د خور په ويډيوز هغه ملامته کولو او غصه به ئې وروستله ـ قنديل بلوچ چې په کومه ورځ ووژلے شوه، چا د ناصرخان جان په فېس بک صفحه د ټيلى ويژن نقلى صفحه ولګوله په کومه کښې چې دا برېکنګ نيوز ښودلي شوي وو :” خان جان خپلې خور د غېرت په نوم ووژلو ـ “

لاهور سره تعلق لرونکې د ډيجيټل حقونو کارمندې نګهت داد د سماجى مېډيا کارمندانو او نومياليو شخصيتونو ته د ترلاسه کېدوونکو دړکو په حقله خبرو اترو کښې ووئيل چې د تحفظ د پاره آن ﻻئن حفاظتى ګامونه پورته کول ضروري دي ـ

هغې ووئيل :” هر څو کۀ ناصرخان جان خپل ځان يو بې ضرره فن کار ګڼى ، خلق کوم وخت هم د هغۀ په کومه خبره هم بد ګڼلے شي ـ سائبر کرائم کښې ډېر کږلچونه موجود دي ولې د دې باوجود دا د ناصرخان جان په شان کسانو ته تحفظ ورکوي ځکه چې آن لائن دړکې ورکول اوس يو جرم دے ـ “

ناصرخان جان وائي چې د هغۀ په شان خلقو، چا چې په سماجى مېډيا په ازاد ډول د اظهار کولو لاره منتخب کړې ده، نه د هغوئ د پېشې يا خيالاتو په وجه د هغوئ خپلوانو هم د قبلولو نه مخ اړولے دے ـ د پاکستان په رجعت خوښه کلى واله ټولنه کښې موسيقى، اداکارى، ګلوکارى او ګډا عزتناکې پېشې نۀ ګڼلې کيږي ـ

د هغۀ مشر ورور نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل:” زمونږ د کورنۍ ناصر سره هېڅ تعلق نشته ـ ” د هغۀ د کورنۍ غړيو، کومو کښې چې د هغۀ وروڼه او نور خپلوان شامل دي، د هغۀ د آن ﻻئن وېډيوز له کبله د هغۀ نه ډډه کړې ده ـ

ناصرخان جان ووئيل :” ډېرو خپلوانو ما سره خپلوى پرېښودې ده ـ په هغوئ کښې څۀ خفه دي او د هغوئ د خفګان وجه د خلقو منفى تبصرې دي ـ زۀ د چا عزت نۀ يم بلکې زۀ پخپله د خپل ځان عزت يم ـ “
هغه د قنديل بلوچ د قتل نه پس د خپلو خپلوانو نه په وېره کښې دے ـ هغه وائي :” زۀ هم د خپلې کورنۍ نه په وېره کښې يم ځکه چې قنديل بلوچ بل چا نۀ ، هم د هغې خپل ورور ووژله ـ ”

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here