ډېره اسماعيل خان ( رحمت محسود ) افغانستان سره پېوست پوله باندې د پاکستان د پسمانده او لرې پرتو قبائلى علاقو په وړومبۍ يونيورسټۍ کښې تعليمى لړۍ د روان کال اکتوبر نه شروع کېږى ـ

د يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر اېم طاهر شاه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئئل :” مونږ د خپلو طالب علمانو د راتلونکى وخت چېلنجونو د مخنيوى د پاره پرجوشه انداز کښې تربيت کوو او د يونيورسټۍ قيام د قبائلى اولس يوه پخوانۍ غوښتنه وه ـ “

د ډاکټر اېم طاهر شاه د پېشه ورانه رېکارډ ترمخه هغه د پاکستان په بيخى څرګنده ارضى سائنسدانانو کښې يو دے چې په قومى او نړيوالو کانفرنسونو کښې ئې ٧٥ مضمونونه وړاندې کړي دي او د نړيوال کچ په مجلو کښې د هغۀ ١٦٠ تحقيقى مقالې شائع شوې دي ـ

نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو سرکارى دستاويزاتو ترمخه د فاټا يونيورسټۍ جوړولو د منصوبې اعلان د پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت کړے وۀ ـ

دستاويز نه په ډاګه شوه چې اخر د هغه وخت د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلانى د نړيوال معيار د فاټا يونيورسټۍ جوړولو منصوبه پېش کړه او په ١٦ جنورى ٢٠٠٩ء د فاټا قانون سازانو سره ليدلو کتلو کښې ئې د دې د قائمولو اعلان وکړو ـ

خو ولې پخوانى صدر آصف على زردارى مئى ٢٠١٣ء کښې د فاټا يونيورسټۍ قوانين منظور کړل ـ

وروسته بيا د پاکستان مسلم ليګ نواز موجوده حکومت ” د فاټا يونيورسټۍ د قيام منصوبه” پبلک سېکټر ډوېلپمنټ پروګرام ( پى اېس ډى پى )١٦-٢٠١٥ء کښې شامله کړه په کومه چې د يوې اندازې ترمخه څلور اربه او ٧٠ کروړه روپۍ لګښت راتلل وو او دې د پاره مالى کال ١٦-٢٠١٥ء کښې ٢٥ کروړه روپۍ مختص کړے شوې ـ

ډاکټر اېم طاهر شاه ووئيل چې هغوئ به د طالب علمانو په پېشه ورانه ژوند کښې د کاميابۍ د پاره د هغوئ د تربيت په حقله ” هېڅ نيمکړتيا نۀ پرېږدي ” ـ

هغۀ ووئيل چې په ابتدائى توګه يونيورسټۍ سياسيات، مينجمنټ سائنسز، عمرانيات او بى اېس رياضۍ کښې د ټول ملک ١٠٠ طالب علمانو ته په اوپن مېرټ د داخلې ورکولو وړانديز کړے دے ـ

د وفاق د انتظام لاندې قبائلى علاقې، چې په لويه پېمانه د قبائلى بېلټ په توګه مشهورې دي، د سکيورټى فورسز او طالبانو ترمنځه د مرګونى جګړو له وجې فساد او ستونزمن صورت حال سره مخ شوې دي ـ

د غېرسرکارى تنظيم فزيشنز فار سوشل رېسپانسبلټى ( پى اېس آر ) د شمېر شمېرې ترمخه ټول پاکستان کښې د تېرې لسيزې په دوران د تشدد شوو پېښو کښې ٨٠ زره پاکستانيان ( عسکريت خوښي، سکيورټى اهلکار، وګړي) وژلي شوي دي ـ

ډګرى کالج پېښور کښې تعليم حاصلوونکې د فاټا طالب علمه عائله نيلم وائي چې د يونيورسټۍ قيام سره به سيمه کښې د پرمختګ او انقلاب ېو نوے دور پېل شي ـ

هغې ووئيل :” قبائلى بېلټ د سنجيده نوعيت ستونزو لکه تعليم، صحت او کرکيلې اسانيو ته د رسائۍ د نيشتوالى سره مخ شوے دے د کومو چې په ترجيحى بنيادونو د هوارولو ضرورت دے ـ “

د فاټا سېکرټرېټ او بېورو آف سټېټسټېکس د اوسنۍ رائې شمارۍ نه دا په ډاګه شوه چې فاټا کښې د ليک لوست شرح په مجموعى ډول ٣٣ اعشاريه ٣ فى صد ده کومه چې ١٤-٢٠١٣ء کښې د خواندګۍ د قومى شرح په حقله د مرتب کړے شوې شمېر شمېرې نه ډېره کمه ده چې ترمخه ئې قومى شرح خواندګى ٥٨ فى صد ده ـ

د فاټا يونيورسټۍ فنانس، پلاننګ او ډوېلپمنټ منېجر محمد اسد جان ووئيل چې د طالب علمانو د وړومبى بيچ داخلې ترسره کېدو نه پس به د فاټا طالب علمانو د پاره وار په وار چوکۍ ځانګړې کولے شي ـ

قبائلى سيمې خېبر سره تعلق لروونکى يو قبائلى مشر اسلم شاه سره چې کله رابطه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې له دې وړاندې ټوله فاټا کښې کومه يونيورسټى نۀ وه او طالب علمانو به ملکى يونيورسټيو لکه لاهور، پېښور او کراچۍ کښې داخلې اخستلو د پاره يو اوږد مزل کولو کومې چې د هغوئ د پلرنيو علاقو نه ډېرې لرې دي ـ

هغۀ ووئيل چې فاټا يونيورسټى به د ښځې او سړى د وېش نه يو خوا ته خالص د مېرټ په بنياد تعليمى موقعې ورکوي ـ

قبائلى مشر هيله څرګنده کړه :” د يونيورسټۍ کار کولو او تعلميى هلو ځلو زياتېدو سره به قبائلى اولس کښې د شدت خوښۍ رجحانات له جرړو وېستلو کښې لاس مرسته ترلاسه شي ـ “

د يونيورسټۍ وائس چانسلر ووئيل چې د يونيورسټۍ انتظاميه د فاټا په لرې پرتو سيمو لکه مومند او قطبى وزيرستان کښې هم د څانګو پرانستلو منصوبه جوړوى ـ

دستاويز څخه په ډاګه شوه چې يونيورسټى پېښور سره نزدې کوهاټ ضلع کښې قائمه ده د کومې د پاره چې فاټا سېکرټرېټ د ٣٣ ايکړه نه زياته زمکه ترلاسه کړه او د نورې ٢٥ ايکړه زمکې ترلاسه کولو د پاره مذاکرات جاري دے ـ

د تعليم وزارت د رپورټ په عنوان ” پاکستان کښې د تعليم سطح ٠٥-٢٠٠٤ء ” کښې د ورکړے شوې سرکارى شمېر شمېرې ترمخه فاټا کښې په مجموعى توګه ٦٧٤،٥٦٧ تعليمى ادارې قائم دي چې پکښې پرائمري، مډل، هائي، هائر سېکنډرى سکول، کالجونه ، مدرسې او کميونټى سکولونه وغېره شامل دي ـ

د فاټا ريسرچ سنټر د رپورټ ترمخه سيمه کښې موجود طالبان تش د نوم مذهبى تناظر کښې د تعليمى ادارو او په خاص توګه د ښځو تعليم باندې سخت ټکونه کوي ـ

رپورټ کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې تباه شوو ٤٥٨ تعليمى ادارو ( پرائمرى، مدل، هائى او هائر سکېنډرى سکولونو او کالجونو ) کښې ٣١٧ د هلکانو او ١٤١ د جينکو وې ـ

فاټا سره تعلق لروونکے يو لېکچرار ګل ولى دوتائى وائي چې د حکومت لخوا د يونيورسټۍ جوړولو ګام د جرات ډک دے چرته چې به طالب علمان خپل کور سره نزدې تعليم حاصل کړے شي ـ

هغۀ هيله ښکاره :” يونيورسټى به عسکريت خوښۍ ځپلې علاق کښې د تعليمى هلو ځلو سؤب ګرځى ـ “

٢٠١٣ء کښې شائع شوې د نزاکت اعوان تحقيقى مقاله ” فاټا کښې تعليم ” کښې وئيلي شوي دي چې د ١٩٧٣ء د دستور د شق ٣٧ لاندې دا د رياست ذمه وارى ده چې ناخواندګى ختمه کړى او د پاکستان ټولو وګړيو له لازمى او بغېر د معاوضې تعليم ورکړي ـ

دې تحقيقى مقاله کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې چې فاټا د پاره مختص شوے تعليمى بجټ تل کم پاتې شوے دے کوم چې ٢٠٠١ء کښې يونيم ارب وۀ چې په ٠٥-٢٠٠٤ء کښې زياتولو سره ٢ اعشاريه ٧ ارب کړے شو ـ
قبائلى علاقو سره تعلق لروونکے قانون ساز ساجد حسېن طورى وائي :” مونږ (د فاټا قانون ساز)په حکومت د فاټا لرې پرتو علاقو کښې د تعليمى ادارو پرانستلو د پاره دباؤ اچوو ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here