پېښور: د صوبائي حکومت د پېښور د پاک او سمسور جوړولو د نعرو باوجود د دننه ښار پشمول هره علاقه کښې د خزلې ډهېر په نظر راځى لکه څنګه چې د مقامى وګړيو ترمخه د صفائۍ د ذمه وارې ادارې پام يوازې سمبال سيمو ته ګرځېدلے دے ـ

د خېبرپښتونخوا د حکومت ملکيت خپلواکه کارپورېټ فرم واټر اېنډ سينى ټېشن سروسز پشاور ( ډبليو اېس اېس پى ) قائمېدو دوه کاله شوي دي ولې وګړي د دې د کارکردګۍ نه مطمئن نۀ دي ـ

د پېښور د خوشحال باغ علاقې اوسېدونکى کاشف خان نيوز لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” کوڅو او پلاټونو کښې د خزلې ډهېري جوړ شوي دي ځکه چې د خزلې غورځولو د پاره څۀ خاص ځائے مخصوص نۀ کړے شو  او نۀ هم د ډبليو اېس اېس پى اهلکار د دې د اوچتولو زحمت کوي ـ “

مقامي اوسېدونکي وائي چې ګلبهار، دله زاک روډ، ورسک روډ، دننه ښار او د پېښور نورو سيمو کښې د خزلې نه ډک کنټينرې، پلاټونو کښې د خزلې ډهيري او تر خلې ډکې وېڼۍ په ډاګه په نظر راځي ـ

د پېښور د نشترآباد علاقې اوسېدونکے خالد حسېن وائي :” ډبليو اېس اېس پى زياته پاملرنه پوش علاقو او مرکزي لارو ته ګرځولې ده ، نورو سيمو کښې ئې کارکردګى صفر ده ـ “

ډبليو اېس اېس پى صوبائى حکومت د کارپورېټ فرم په توګه قائم کړې وه کومه چې په ښار کښې صفائۍ ستهرائۍ، خزلې اوچتولو او د پاکو اوبو د ورکړے ذمه واره ده ـ پشاور ډوېلپمنټ اتهارټى، يونيورسټى ټاؤن کميټى او د ميونسپل کارپورېشن عمله، چې د صفائۍ ستهرائۍ او خزلې اوچتولو د پاره به ئې خپلو خپلو علاقو کښې کار کولو، ډبليو اېس اېس پى کښې ضم کړے شوې ـ

خالد حسېن وائي چې د خزلې ډهيري په سيمه کښې د بدبو او رنځونو وجه جوړېږي ـ خلق د دې مسله نۀ د ځان خلاصولو او خزلې غورځولو له د نور ځائے پېدا کولو د پاره ډهيري ته اور ورته کوي ولې دا اور لګېدل هم د ماحولياتي آلودګۍ وجه جوړيږى کوم چې اخر هم د خلقو د پاره زيان ورکونکے دے ـ

هغۀ ووئيل چې د کوڅو اکثريت کښې نالۍ په خلې رااوړي او اوبۀ په کوڅو او سړکونو جمع کيږي ولې د ډبليو اېس اېس پى کارمندانو د شکايتونو باوجود د علاقې دوره ونۀ کړه ـ په رابطه کولو د ډبليو اېس اېس پى د تعلقات عامه افسر جاوېد على ووئيل چې هغوئ ته د دې صورت حال پته نيشته ـ هغۀ ووئيل :” دا ناممکن ده چې کۀ يوه علاقه د ډبليو اېس اېس پى په دائره کار کښې راځى او د دې عمله هلته کار ونۀ کړى ـ “

هغۀ زياته کړه چې د ٤٥ يونين کونسلو نه د روزانه په بنياد ٧٦ فى صده خزله اوچتولے شى لکه څنګه چې ښار روزانه ٨١٠ ټن خزله پېدا کوى ـ دوه کاله وړاندې ( د ډبليو اېس اېس پى قائمېدو نه مخکښې ) به د ٥٨ فى صد نه کمه خزله راغونډولے شوه ـ د جاوېد على وړاندې وېنا وه :” د هغو علاقو نه تر اوسه ٥٥ زره ټنه زړه، مستقله خزله لرې کړے شوې ده چرته چ ډېر زيات ډهېر جوړ شوے وۀ ـ “

د ډبليو اېس اېس پى چيف اېګزېکټو افسر محمد نعيم ووئيل چې ٤٥ سوه کارمندان ١٨٢ ګاډو سره د خزلې اوچتولو او صفائۍ ستهرائۍ کار کوي ـ

هغۀ ووئيل د ډبليو اېس اېس پى پرانستې سره سم رنګ روډ، ورسک روډ، باړه روډ او پېښور څخه تېرېدونکو مختلفو نهرونو پاکولو د پاره مشينرى واخستے شوه او عمله بهرتى کړے شوه ـ

محمد نعيم ووئيل چې د خدماتو ښۀ کولو د پاره ډبليو اېس اېس پى نور ٢٥٠ کارکنان بهرتي کوي او د ٢٢ ټن وړتيا لرلو کمپېکټر، د مختلفو اهليتونو وړ د خزلې کنټينرې او وړې ډمپرې وخت په وخت فليټ کښې شامل کړے شوي دي ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه چې ټول ٤٥ يونين کونسلې په څلور زونونو ( اے ، بى ، سى ، ډى ) کښې تقسيم کړے شوې دي او شکايتونو باندې په وخت کارروائۍ کولو د پاره هر زون کښې د شکايتونو سيل قائم دے ـ

خو ولې خالد حسېن ووئئل چې هغۀ د ډبليو اېس اېس پى په ورکړے شوو نمبرو څو ځله شکايت درج کړے دے ولې هېڅ رنګ ئې رانۀ وړو ـ

هغۀ زياته کړه :” هغۀ چې کله هم شکايت کړے دے، نو هغۀ ته دا وئيلي شوي  دي چې مسله به څو ګنټو کښې هواره کړے شى ولې يو ځل هم څوک خزلې اوچتولو له رانغلو ـ “

محمد نعيم ووئيل چې د هغوئ د غېر معمولى کارکردګۍ له کبله هغه علاقې هم، کومې چې د ډبليو اېس اېس پى په دائره کار کښې نۀ راځي، دا درخواست کوي چې مونږ دې د هغوئ په سيمو کښې د خزلې لرې کولو ذمه وارى ترسره کړو ـ

هغۀ زياته کړه :” د ډبليو اېس اېس پى د کارکردګۍ په رڼآ کښې صوبائى حکومت په اېبټ آباد او مردان کښې هم د دغه شان ادارو جوړولو منصوبه بندى کوي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here