لاهور ( دردانه نجم ) پاکستان مسلم ليګ نواز ٢٠١٣ء کښې اقتدار کښې د راتللو نه وروسته تر ٢٠١٨ء د برېښنا په بحران د قابو موندلو دعوې کوي خو ماهران دې وېنا کولو سره د حکومت د دغې دعوې نفى کوي چې ٢٠٢٤ء پورې به د توانائۍ په بحران قابو موندل ممکن نۀ وى ـ

د حکومت له خوا څو څو ځله دا دعوې شوې دي چې حکومت په ٢٠١٨ء پورې د بجلۍ به بحران قابو بيامومى ولې د اوبو او بجلۍ وزارت د اقتصادى رابطه کميټۍ په اوس اوس ترسره شوې غونډه کښې دا ومنله چې پاور کمپنۍ سنټرل پاور پرچېزنګ ايجنسۍ ته د واجباتو په ورکولو کښې ستونزو سره مخ دي ـ د بجلۍ غلا، لائن لاسز او د بلونو اخستو کمزورے نظام د پاور کمپنيو د مالى مشکلاتو بنيادى وجه ده ـ

ماهران وائي چې راتلونکو ورځو کښې کۀ يو خوا د بجلۍ بلونو کښې زياتوالے راتلے شي نو بلخوا د برېښنا بحران راتلونکو څو کالو پورې جارى پاتې کېدے شى ـ

پاکستان مسلم ليګ نواز د ٢٠١٣ء په عام انتخاباتو کښې د ملک دننه د لوډشېډنګ د کوټلى حل د لټون په وعده واضحه کاميابى ترلاسه کړه، هغه وخت د ملک په ښارى سيمو کښې ١٢ او کلى والو علاقو کښې تر ١٨ ګنټو لوډشېډنګ کېدلو ـ اقتدار کښې د راتللو نه پس د مسلم ليک نواز حکومت د توان ګڼې منصوبې پېل کړې

د برېښنا د پېداوار زياتې منصوبې پنجاب کښې شروع کړے شوې ځکه چې دا صوبه په ملک کښې د پېدا کېدوونکې مجموعى بجلۍ ٧٠ فى صده استعمالوي ـ

لاندې په پنجاب کښې د بجلۍ پېدا کولو د پاره د جوړېدونکو منصوبو تفصيل ورکولے شى ـ
کيټيګرى                                           ميګا واټس
ايل اين جى                                         ٣٦٠٠
کول پراجېکټ                                       ١٣٢٠
قائداعظم سولر پراجېکټ                              ١٠٠٠
د پن بجلى وړې منصوبې ( پينځۀ )                   ٥٠٠
وړې منصوبې (له ١٥ تر ٢٠) پېداوارى صلاحيت له پينځو تر ١٥ ميګا واټ

د توانائۍ سېکرټرى ډاکټر اسد ګيلانى نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو کولو په وخت پراعتماد وۀ چې حکومت به ٢٠١٨ء پورې د بجلۍ د بې ځنډه ورکړې وعده پوره کړي ـ

هغۀ نه چې کله د بجلۍ پېدا کوونکو محکمو له خوا د ورکړے شوو مختلفو تاريخونو په بابله پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ د هېڅ قسمه څۀ تبصرې کولو نه ډډه وکړه ـ

بلخوا يو ماهر فريد احمد په دې حقله د اندېښنو ښکار دے چې حکومت د بجلۍ د کمى پوره کولو د پاره د ټاکلې شوو پاليسيو لورى ته سم دے ـ هغه وائي :” نندى پور پاور پراجېکټ صرف هم سل ميګا واټه بجلۍ پېدا کوي او دا خواؤشا ٤٢٥ ميګا واټه بجلى پېدا کولے شى ـ “

هغۀ د ساهيوال کول پراجېکټ په بابله خبرو اترو کښې ووئيل چې کۀ ژوره تجزيه وکړے شى نو حقيقت په ډاګه کېږى ـ فريد احمد ووئيل :” هغه وخت به څۀ کيږى کله چې منصوبه پېل شى؟ تر ساهيوال به کوئله څنګه راوړلے شى ـ” هغۀ ووئيل چې کۀ چرې حکومت په دې ستونزه قابو ومومى هم او د ساهيوال د مرکزى ريلوے سټېشن نه د کوئلې راوړلو د پاره پاټلۍ خورلے شى نو پېداوار باندې به غېر معمولى ډول سره خرڅونه زياتېږي او حکومت په کم قيمت د برېښنا پېدا کولو دعوې کوي ـ

اسد ګيلانى ووئيل چې د برېښنا د پېداوار دا منصوبې لوډ سنټر کښې جوړولے شي چې پنجاب دے د کوم له وجې چې به لائن لاسز پخپله ختم شي ځکه چې د بجلۍ د تقسيم نظام به يوې لوې رقبې باندې خور نۀ وى ـ
لوډ سنټر يوې داسې علاقې ته وئيلے شى چرته چې بجلى تر ټولو زياته استعماليږي ـ

هغۀ وضاحت کولو سره ووئيل چې د پاور پلانټ لګولو د پاره د ځائے په انتخاب کولو کښې درې څيزونه په نظر کښې وساتلے شول ـ د کوئلې نه بجلۍ پېدا کولو د پاره پاور پلانټ د سمندر په غاړه، د کان په خلۀ کښې او کۀ لوډ سنټر کښې ولګولے شى ـ

د رينيواېبل اېنډ الټرنېټيو انرجى ايسوسى اېشن پاکستان پخوانى چيئرمېن فېض بهټه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ماهرانو رائې پرېږدئ ـ دلچسپه خبره خو دا ده چې د توانائۍ د شعبې يوې بلې ادارې نيپرا څۀ موده مخکښې په خپل ويب سائټ دا پوسټ کړل چې د بجلۍ بحران په ممکنه توګه ٢٠٢٤ء پورې ختمېدے شى ـ “

هغۀ زياته کړه چې د بجلۍ په غوښتنه کښې هر کال اتۀ فى صده زياتوالے راځى ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې حکومت ٢٠١٨ء پورې د لوډشېډنګ ختمولو دعوه کوى، دغسې په مهلت ختمېدو کښې اوس صرف دوه کاله پاتې شوي دي نو د ښۀ کېدو څۀ آثار ضرور په نظر راتلل پکار وو ـ ښارى او کلى والو سيمو کښې اوس هم په ترتيب د ١٢ نه تر ١٨ ګنټو لوډشېډنګ کېږي ـ

هغۀ زياته کړه چې د قائداعظم سولر پاور پراجېکټ د پاره منتخب کړے شوے ځائے سم نۀ دے ځکه چې د بهاولپور موسم د دې منصوبې د پاره مناسب نۀ دے ـ فېض بهټه ووئيل :” درجه حرارت د ٤٥ ډګرى سنټى ګرېډ نه زياتېږي د کوم له کبله چې مطلوبه مقدار کښې بجلى نۀ پېدا کېږى او دا ټوله علاقه بيخى د دووړو ډکه هم ده ـ “

پنجاب اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف د مشر ميا محمود الرشيد نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې ٢٠١٨ء پورې به پنجاب کښې د بجلۍ ټولې منصوبې کار پېل کړي نو هغۀ د دې منصوبو په بابله وېژن باندې تحفظات ښکاره کړل ـ

هغۀ ووئيل :” د پنجاب حکومت له خوا پيل کېدوونکې هره منصوبه کښې خامۍ دي ـ قائداعظم سولر پاور پراجېکټ ته وګورئ، دا په ګرانه ١٠٠ ميګا واټ بجلى پېدا کوى ـ حکومت اوس د دې د نجکارۍ کوشش کوى ـ “

ميا محمود الرشيد ووئيل چې کۀ حکومت زياتى برېښنا پېدا هم کړي نو تر هغه وخته به د برېښنا د لوډ شېډنګ مسله هواره نۀ شى تر کومه چې حکومت د ټرانسمېشن او ډسټرى بيوشن نظام غوره کړے نۀ وى ـ
د هغۀ وېنا وه :” د بجلۍ د تقسيم انفراسټرکچر ښۀ کول د حکومت ترجيح پکار ده کوم چې اوس ختم شوے دے ـ “

ميا محمود الرشيد زور ورکولو سره ووئيل چې حکومت بايد د کاروبارى ورورولۍ اتۀ بجې د کاروبارى مرکزونو بندولو باندې مجبورولو د پاره قانون سازى وکړي ـ هغۀ ووئيل :” کۀ داسې وکړے شى نو مونږ تر ١٣ سوه ميګاواټ بجلى بچ کولے شو ـ “

د هغۀ نه چې کله دا تپوس وکړے شو چې حکومت کاروبارى ورورولى په وخت د مارکيټونو بندولو پابند کولے نۀ شى نو هغۀ ووئيل چې د حکومت خپله عمدارى د لاس نه وتلې ده او بل داسې کول ئې په ترجيحاتو کښې شامل نۀ دي ـ

ميا محمود الرشيد ووئيل :”  معاشى کال ١٦-٢٠١٥ء کښې د پنجاب حکومت د توان د شعبې د پاره ٣٠ اربه روپۍ بيلې کړې خو ولې يوازې اووۀ ارب روپۍ ولګېدې او نورې په اورنج لائن ټرېن او د سړکونو په نورو منصوبو باندې ولګولې شوې ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here