لاهور:) وفاقى حکومت دا تصور کوى چې صوبې د صحت د صوبائى شعبې د اصلاح کولو جوګه نۀ دي د کوم له وجې چې پخپله راوړاندې شوے او د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ٤٦ هسپتالونو جوړولو اعلان ئې کړ ے دے ـ ولې پنجاب کښې حزب اختلاف صوبائى اسمبلۍ کښې قرارداد جمع کړې او د حکومت فېصله ئې رد کړې ده ـ

دا قرارداد پنجاب اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر ميا محمود الرشيد جمع کړے دے کوم کښې چې د حکومت نه غوښتنه شوې ده چې د نوو هسپتالونو شروع کولو نه وړاندې دې د صحت موجوده سهولتونه غوره کړي ـ

وفاقى حکومت ملک کښې د صحت د مجموعى سهولتونو ښۀ کولو د پاره د پاکستان مختلفو ښارونو کښې د ٤٦ نوؤ هسپتالونو پرانستلو منصوبه لرى ـ د حکومت لخوا د جارى کړے شوې حکم نامې ترمخه وزيراعظم دا منصوبه ٢٠١٨ء کښې د خپل حکومت د دور ختمېدو نه مخکښې مکمل کيدل غواړى ـ

تجزيه کار او د انسانى حقونو کارکن وجاهت مسعود ووئيل :” د پاکستان تحريک انصاف لخوا د يو مثبت او انتهائى اهم ګام په ضد قرارداد وړاندې کول عجيبه خبره ده ـ صحت يوه صوبائى موضوع ده او صوبائى حکومتونه خپل اولس ته د صحت د اسانيوورکولو ذمه وار دي ـ زما د علم ترمخه وفاقى حکومت به د هرې صوبې پسمانده ضلعو کښې نوے هسپتال جوړوى چې ورسره به د دغه غيرترقى يافته علاقو مريضان خپل پلرنى ښار کښې د صحت سهولت ترلاسه کړے شى ـ “

ميا محمود الرشيد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغوئ جماعت د صحت د نوو سهولتونو د ورکړے خلاف نۀ دے، مونږ د صحت د وړاندې نه د موجود انفراسټرکچر بهترى غواو ـ هغۀ زياته کړه :” آيا تاسو دا ګڼلے شئ چې ميو هسپتال، چې چرته د ايشياء په لويو هسپتالونو کښې يوه وۀ، کښې د ايم آظ آئي پورې مشين نيشته ـ ” ميا محمود الرشيد زياته کړه چې هسپتال کښې يوازې يو سى ټى سکېن مشين دے ـ

هغۀ ووئيل چې صوبه کښې د صحت هيڅ يو وزير نيشته ـ د ميا محمود الرشيد وېنا وه :” زۀ په دې نۀ پوهيږم چې د پنجاب وزيراعلى شهباز شريف د صحت د وزارت قلمدان ځان سره ولې ساتلے دے ـ “

دا وخت وزيراعلى سره د نهو وزارتونو اختيار دے ـ ماهران دا باور لري چې د يو وزير د پاره دومره وزارتونه په يو وخت مناسبه توګه باندې چلول ناممکن دي ـ

پنجاب کښې د پينځو سوو بسترو د هسپتالونو د پاره تجويز کړے شوو ښارونو کښې جهنګ، بهکر، صادق آباد او پېنډۍ شامل دي او په ٢٥٠ بسترو مشتمل هسپتالونه به بوريه والا، احمد پور ايسټ، کوټ ادو ، تونسه، ساهيوال، سرګودها، پسرور او ليه کښې جوړولے شي ـ

سندهـ کښې په پينځو سوو بسترو مشتمل هسپالونه جيکب آباد، ميرپور خاص، بدين او په ٢٥٠ بسترو د مشتمل هسپتالونو په اسلام کوټ، نوشهره فېروز او د دادو په ضلعو کښې د جوړولو منصوبه ده ـ

خېبرپښتونخوا کښې به په پينځو سوو بسترو مشتمل هسپتالونه هرى پور، چارسده او په ٢٥٠ بسترو مشتمل هسپتالونه به بټګرام، هنګو او چترال کښې جوړولے شى ـ په ٢٥٠ بسترو مشتمل يو هسپتال به د وفاق د انتظام لاندې قبائلى علاقو ( فاټا ) کښې هم قائمولے شى ـ

دې نه علاوه په سلو بسترو مشتمل هسپتالونه به ګړهى حبيب الله او کاغان کښې جوړولے شى ـ

بلوچستان کښې به په سلو بسترو مشتمل هسپتالونه حب، نوشکى، چمن او پنجګور، او په ٢٥٠ بسترو مشتمل هسپتالونه به خضدار، لورالائى، سبى او په پينځو سوو بسترو مشتمل هسپتال به کوئټه کښې جوړولے شى ـ

نور دا چې په ٢٥٠ بسترو مشتمل هسپتالونه به سکردو او ګلګت، په سلو بسترو مشتمل هسپتال به کريم آباد ( هنزه ) او په ٥٠ بسترو مشتمل هسپتال به ګهانچے، ګلګت بلتستان کښې قائمولے شى ـ

پنجاب هېلتهـ کمېشن سره اړوند يو ډاکټر د نوم نۀ ښودلو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرې اترې وکړې ـ هغۀ په فېصله ټکونه وکړل ـ هغۀ ووئيل چې حکومت د صحت مسلې ته په صحيح توګه نۀ ګورى ـ

ذريعې دانش سکول سره د مشابهت په ذکر کولو ووئيل چې حکومت ته د دانش هسپتالونو په حقله ځان خبر ساتل پکار دي ـ هغوئ د دانش سکولونو وضاحت کولو سره ووئيل چې دا سکولونه په کومو علاقو کښې جوړ کړے شول، هلته ته سکول له د نۀ تلوونکو ماشومانو شمېر زياتيږى ـ د هغوئ وړاندې وېنا وه :” حکومت ولې چې په دانش سکولونو يو لوئې رقم خرچ کړے دے د کوم له کبله چې د فنډز د نيشتوالي له وجې د نورو سکولونو معيار پرېوتل شروع شول ـ “

د عطايانو مسله تر اوسه هواره نۀ شوه، تر دې چې د پنجاب حکومت له لورى د دې غيرقانونى سرګرمۍ د مخنيوى د پاره کارروائى هم ترسره شوې ده ـ پنجاب کښې يوازې د ٧٥ زره ډاکټرانو په مقابله کښې د عطايانو شمېر خواؤشا ٢٥ لکه دے ، د دې حقائقو په حقله پنجاب هېلتهـ کمېشن نيوز لينز خبر کړو ـ

د صحت شعبه کښې کار کوونکى د يو غېر سرکارى تنظيم فوئنکس فاؤنډېشن سى اى او ډاکټر نورالزمان رفيق وائي چې د ورکړے شوې شمېر شمېرې نه به عطايانو شمېر په لازمى توګه زيات وى ـ هغۀ ووئيل :” د عطايانو لوئې شمېر په عمومى ډول پسمانده سيمو کښې کار کوى ـ “

ډاکټر نورالزمان رفيق د نوؤ هسپتالونو په حقله خبرې اترې وکړې او د پخوانى صدر مشرف لخوا د شروع کړے شوې دغه شان منصوبې يادونه ئې وکړه کله چې د ملک په مختلفو برخو کښې د صحت د بنيادى مرکزونو يو لوئې شمېر قائم کړے شوے وۀ ـ هغۀ زياته کړه :” ما ته ياد دي چې شورکوټ ، پنجاب کښې يو بل سره پېوست دوو يونين کونسلو کښې د صحت دوه بنيادى مرکزونه جوړ کړے شوي وو ـ دا دواړه ځايونه اخر د اصطبل په توګه استعمال کړے شول ځکه چې هيڅ يو ډاکټر دلته کار کولو ته تيار نۀ وۀ ـ ”

ماهران وائي چې هسپتال جوړول اسان دي ولې په لرې پرتو علاقو کښې به دا څنګه چليږى، دا يو لوئې سوال دے او حکومت د دې د ځواب ورکول جوګه نۀ دے ـ د صحت ډېر مرکزونه د طبى او نيم طبى عملې د نيشتوالي له کبله خالي پراتۀ دي ـ

د صحت د مملکت وزيرې سائره تارؤ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پاکستان په غېر ترقى يافته سيمو کښې د هسپتالونو سخت قلت دے ـ د ٤٦ هسپتالونو جوړولو خيال له دې وجې ساه واخسته ـ هغې نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې آيا ډاکټران او طبى عمله به لرې پرتو او غېرترقى يافته علاقو کښې کار کولو کښې دلچسپى واخلى نو هغې ووئيل چې نوى هسپتالونه به د سرکارى او نجى شراکت دارۍ د نظام لاندې چلولے شي ـ هغې زياته کړه چې يوه کمپنى هم د وړاندې راسې قائم کړے شوې ده او حکومت به دا يقينى کوي چې دا منصوبه خرابه نۀ شى او کاميابه ثابت شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here