پېښور (شيراز اکبر) د پېښور د تاريخى مهابت خان جومات د خدمتګار وېنا ده چې د واکمنو له خوا د ١٧ مې پېړۍ د دې تاريخى پنګې د مرمت ،ډول او سينګار د نظرانداز کېدو له کبله دا د ړنګېدو ښکار شوے دے ـ

:Photo by News Lens Pakistan/
:Photo by News Lens Pakistan/

د جومات خدمتګار عبدلله مهتمم ووئيل :” دا د صوبې په يو څو ډېرو زياتو اهمو تاريخى ځايونو کښې يو دے چې د ټولې نړۍ د سيلګرو د پاملرنې مرکز دے ولې کله چې هغه د دې لويې تاريخى ورثې کمزورى حالت ته ګورى نو مايوسه کيږى ـ”

هغۀ ووئيل چې د جومات د انګڼ په منځ کښې د چاراندام کولو د پاره تالاب او د اودس ماتى د ځايونو نلکې خرابې شوې دي ـ په ٢٥ اکتوبر ٢٠١٥ء راغلې زلزلې سره د جومات يوه مناره متاثره شوه چې څۀ وخت هم راپرېوتے شى ـ

عبدلله مهتمم ووئيل :” دا جومات ته مونځ کولو له د راتلوونکو کسانو د پاره يوه پخه خطره ده ـ “

١٦٦٠ء کښې جوړ شوے د مغل دور عظيم الشان جومات مهابت خان د اندرشهر په يوه تنګه کوڅه کښې قائم دے ـ د جومات نوم د نواب مهابت خان مناسبت سره کېښودے شو څوک چې انډيا کښې د مغل حکمرانانو په دور کښې د پېښور ګورنر وۀ ـ هغۀ د شاه جهان او اورنګزيب عالمګير په دور کښې د مغل فوځ طاقتور جرنيل او حکمران وۀ ـ

پېنډۍ سره اړوند يو سيلګرى سلمان على نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د جومات د جوړيدو طرز ته کتلو سره حېران پاتې شو ـ هغۀ ووئيل چې د جومات په ودانۍ شوې ګل کارى، د رنګونو جوړښت او تړون کښې د مغليه دور جهلک دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د مهابت خان جومات په شان تاريخى ځايونه د مسلمانانو د پخوانى عهد نمائندګى کوى ولې د افسوس وړ خبره خو د دې کمزورے حالت دے چې ورسره د اړونده واکمنو د دې بڼې د اهمو تاريخى ودانيو په حقله بې غورى څرګنديږى ـ “

١٨٣٤ء کښې سکهـ حکمرانانو په پېښور حمله وکړه او په ښار ئې قبضه وکړه چې جومات ته ئې ډېر زيات زيان ورسولو ـ د ځينو تاريخى ماخذونو ترمخه سکهانو به د جومات منارې د جرموونه کوونکو عناصر د پهانسى کولو د پاره کارؤلې ـ

د مهابت خان جومات کتلو له راغلى يو بل سيلګرى متين خان ووئيل :” د لاهور د وزيرخان جومات ، بادشاهى مسجد او د ټهټهه د شاهى جومات سره سره مهابت خان جومات هم پاکستان کښې د مغليه طرز تعمير ډېر غوره مثال دے ـ “

هغۀ زياته کړه چې د وزيرخان جومات، شاهى او بادشاهى مسجد برعکس د مهابت خان جومات ودانى د ړنګېدو ښکار ده چې په ديوالونو ئې شوې ګل کارى وخت تېريدو سره سره تتېږي ـ

د خېبرپښتونخوا د ډائرېکټوريټ آف آرکيالوجى واکمن وائي چې د جومات د بحالۍ او مرمت ذمه وارى د اوقاف د محکمې ده کومه چې په صوبه کښې د ټولو مذهبى عمارتونو د انتظام کولو ذمه واره ده ـ

د اوقاف د محکمې د سرکارى ريکارډ ترمخه مهابت خان جومات د ١٩٤٩ء راسې د محکمې په عملدارۍ کښې دے کومې چې په ١٩٨٢ء کښې دا تاريخى ودانى وګرځوله ـ

د اوقافو د محکمې پراجيکټ ډائريکټر انجينئر نديم ووئيل چې د خېبرپښتونخوا صوبائى حکومت د جومات د ودانولو او بحالۍ هلې ځلې فعال ډول سره ترسره کوى ـ هغۀ ووئيل چې حکومت د ١٦-٢٠١٥ء د کليز پرمختيائى پروګرام لاندې د اوقاف محکمې ته د مهابت خان جومات د رنګ، روغن او مرمت د پاره څلور کروړه روپۍ ورکړې وې ـ

:Photo by News Lens Pakistan/
:Photo by News Lens Pakistan/

هغۀ زياته کړه :” د اوقافو محکمې په دې منصوبه د عملدرآمد د پاره د کميونيکيشن و ورکس محکمې د ايګزيکټو انجينئرنګ بلډنګ ډويژن ٢ خدمات ترلاسه کړي دي چې پى سى ٢ ئې ډېر مخکښې سر ته رسولے دے او د ماهرانو او انجينئرانو د خدماتو ترلاسه کولو نه پس پى سى ١ به هم ډېر زر ترسره کړے شى د کوم نه وروستو چې به د مهابت خان جومات د رنګ روغن کار عملى توګه باندې پيل کولے شى ـ “

انجينئر نديم ووئيل چې کار پيل کولو کښې د ځنډ لامل د منصوبې د پاره د ماهرانو او انجينئرانو نيشتوالے وۀ ځکه چې دا يوه ګرانه تاريخى ودانى ده د کومې مرمت او رنګ روغن چې د عامو انجينئرانو د پاره ممکن نۀ ده ـ هغۀ ووئيل چې د دې مقصد د پاره به د ملک نه د بهر انجينئرانو خدمات ترلاسه کولے شى ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” د خېبرپښتونخوا وزيراعلى پرويز خټک او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د مهابت خان جومات او نورو تاريخى ودانيو بحالۍ کښې په ذاتى توګه دلچسپى لري ـ هغوئ د دې ځايونو دوره کړې ده او د رنګ روغن د پاره ئې فنډز ورکړي دي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here