پېښور (سلمان يوسف زئى) د صوبائى دارالحکومت پېښور په سى سى ټى وى کېمرو لګولو د محفوظ کولو له جوشه ډکه منصوبه د ځنډ ښکار شوې ده او د ٢٠١٣ء نه وروستو په دې هېڅ پرمختګ ونۀ شو کله چې صوبائى واکمنو دې منصوبې ته د عملى جامې وراچولو د پاره کار پېل کړے وۀ ـ

د خېبرپښتونخوا د پوليس د انسپکټر جنرل ناصر خان درانى ترمخه د ښار خوندى کولو د دې منصوبې لاندې د سړکونو او تنصيباتو د نګرانۍ د پاره دوه زره کېمرې لګول وو ـ د دې کېمرو د پينځۀ سوه کلومېټره اوږد فائبر آپټک کېبل له لارې يو بم پروف کمانډ سره پېوست کولو باندې د فار جى نېټ ورک څخه اپرېټ کول وو ـ د دې منصوبې لاندې پوليس ته د وهيکل مينجمنټ او د مخونو د پېژندګلو د پاره کمپيوټر سره تړلے ډسپېج سسټم او ځانګړے سافټ ويئر هم ورکول وو ـ

د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر ناصردرانى وائي :” د اثرناکه پوليسنګ د پاره سى سى ټى وى کېمرې ډېر زيات اهميت لري ـ د سى سى ټى وى کېمرو او نورو جديدو آلاتو لکه جېمرز، د چاؤدېدونکو موادو پېژندګلو کوونکى ډيټيکټر او سکينرز له کبله د قانون نافذوونکو کارمندانو د پاره د جرمونو په هلو ځلو نظر ساتلو او د هغې تفتيش کولو کښې اسانتيا وى ـ “

نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو ترمخه د پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت په دې منصوبه کار پېل کړے وۀ چې ورته د صوبائى حکومت مرسته ترلاسه وه او د قبائلى او داخله چارو محکمه دې ته د عملى جامې وراچولو ذمه واره وه ـ حکومت د ١٤-٢٠١٣ء په بجټ کښې د دې منصوبې د پاره يو نيم ارب روپۍ ځانګړې کړې وې ـ

په ١٥ جنورى ٢٠١٤ء د ماهرانو خدمات ترلاسه کړے شول ـ د منصوبې د عملې د پاره د عمل د ضابطې ټاکلو او نورو چارو باندې د ٢٠١٥ء د فرورۍ تر دويمې کار روان وۀ ـ

د نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى (نادرا) له خوا د دې منصوبې د جائزې نه وروستو، چې ورته د سى سى ټى وى کېمرو په لګولو کښې مرسته کول وو، د منصوبې لګښتونه د يو نيم ارب روپو نه په زياتېدو ١٢ اعشاريه ٨٥ ارب روپۍ شول ـ

دا ثبوتونه د يو افسر څخه ترلاسه کړے شوي دي چا چې نوم ښکاره نۀ کړو ځکه چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نشته ، هغۀ ووئيل چې د دې منصوبې په بابله اخرى ميټنګ په ١٥ ستمبر ٢٠١٥ء شوے وۀ د کوم نه پس چې دې منصوبه باندې هېڅ پرمختګ ونۀ شو ـ

سينئر سپرنټنډنټ پوليس ( اپريشنز ) عباس مجيد مروت ووئيل :” د ټريفک پوليس له خوا ١٢٨ کېمرې لګولې شوې دي چې پکښې ٨٢ کار کوي او نورې بندې پرتې دي ـ ” هغۀ ووئيل چې دا د انفارميشن ټيکنالوجى د ډائريکټوريټ ذمه وارى ده چې هغه دا باور ورکړى چې دا کېمرې کار کوي کۀ نه ـ

کله چې د پوليس محکمې له خوا د لګولے شوو کېمرو د نۀ چلېدو په بابله پوښتنه وکړے شوه نو آئى جى ناصردرانى ووئيل چې دا کېمرې د معمل د بجټ نه نۀ وے اخستې شوې ـ هغۀ ووئيل :” دا کېمرې غېر معيارى وې او د دې د مناسب خيال ساتلو ضرورت وۀ خو کله چې داسې ونۀ شوه نو دا خرابې شوې ـ “

د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د کېمرو مرمت بايد د منصوبې د کنټريکټ برخه وى ـ

ناصر درانى ووئيل چې ټول لندن کښې ٤٢ لکه کېمرې لګولې شوې دي چې مطلب ئې دا دے چې په يوه کېمره د ١٤ کسانو څارنه کولے شى ـ

ترقى يافته هېوادونو کښې د پرائيويټ سکيورټى فرمز له خوا لګولې شوې سى سى ټى وى کېمرې هم د مرکزى کنټرول روم نه اپريټ کولے شي ـ

هغۀ زياته کړه :” کم نه کم شپږ کېمرې د هر کوم دفتر ته د تلونکى يا بهر راوتونکى تن څارنې له پکار وي ـ “

د داخله او قبائلى چارو د محکمې اړوند يو سينئر افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل چې چيف سيکرټرى په دې منصوبه څۀ تحفظات لري ـ هغۀ ووئيل چې خو ولې دا منصوبه د منصوبه بندۍ او پرمختګ محکمې ته سپارلې شوې ده کومه چې د دې بيا د نوى سره د لانچ کولو د پاره تيارى کوي ـ

د پوليس لائنز پېښور د آئى ټى شعبې سره اړوند يو سينئر افسر، چا چې د نوم نۀ څرګندولو په شرط ولې چې هغه مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نۀ لرى، ووئيل چې د پېښور محفوظولو د منصوبې لاندې کېمرې به انټرنيټ سره پېوست کولے شي چې دا شان افسران خپل ټيلى فونونه په کمپيوټر عکسونه مانيټر کړے شي ـ

هغۀ ووئيل چې په تېرو وختونو کښې د ذاتى مد د ادارو له خوا لګولې شوې کېمرې په څو ځايونو د پوليس محکمې د پاره د لاس مرستې وړ ثابتې شوې دي ـ

ذکر شوى افسر زياته کړه چې د خلقو په هلو ځلو د نظر ساتلو د پاره به ټولو اهمو ځايونو باندې کېمرې لګولے شي او هرې کومې بدې پېښې په صورت کښې به سمدستى کارروائى کولے شى ـ

دا کېمرې به يو پى ايس سره پېوست کولے شى چې دا شان د برېښنا د بندېدو په صورت کښې هم دا کار وکړے شي ـ

دا کېمرې به د بيخى جديد اپريټنګ روم نه مانيټر کولے شى ـ د ذکر شوى افسر ترمخه دا کېمرې به اولسى ځايونو، د ګڼې ګوڼې په تجارتى مرکزونو او حساس مقاماتو باندې لګولے شي ـ

په دې دوران کښې منصوبه کښې د ځنډ راتلو له کبله پوليس واکمنو تجارتى تنظيمونو ته وئيلي دي چې هغوي دې د پوليس د مرستې د پاره په خپل لګښت کېمرې ولګوي ـ 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here