بنو ( احسان داوړ ) جون ٢٠١٤ء کښې د قطبى وزيرستان د قبائلى ضلعې مير على نه د عسکريت خوښۍ د جرړنو څخه د وېستلو د پاره د پيل کړے شوى فوځى اپرېشن ضرب عضب له کبله د کډو کولو نه پس چې کله مونږ په وړومبى ځل واپس راغلو نو د فکرمندۍ يو سخت صورتحال زمونږ پامته دار وۀ ـ زما او د جرګې د نورو ملګرو غړيو د پاره ميرعلى کښې خپل مارکيټونه په ړنګ شوى حالت کښې ليدل يوه ستونزمنه لحظه وه ـ يو دور کښې د ګڼې ګوڼې د بازار ملبې ته چا کتلے نۀ شو، په دې بازار کښې مونږ کله د خپل ژوند ښې ورځې تېرې کړې وې او کلى والې ابادۍ سره په شريکه به مو کار کولو ـ

د ٥٥ کالو بوستم خان ووئيل :” ما په خپلو سترګو ډېر په ګرانه باور کولے شو ـ” هغه ميرعلى بازار کښې د څو مارکيټونو مالک وۀ ، دا د شمالى وزيرستان د هيډ کوارټر ميرنشاه د بازار نه وروستو دويم تر ټولو لوے بازار دے ـ دې بازار کښې کله اووۀ زره دوکانونه وو چې اوس د ملبې ډېرے شوي دي ـ

هم په دغه ورځ بوستم خان د پاکستان د بنو ښار ، د کوم پوله چې قطبى وزيرستان سره پيوست ده، کښې د افسرانو يوې ډلې سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د جرګې دوو ملګرو غړيو چې کله مارکيټ ړنګ وليدو نو په هغوئ د بې هوشۍ دورې راغلې ـ ما په معمول کښې د خپل ځان ساتلو د پاره پوره پوره کوشش وکړو ـ “

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دې بازارونو ٣٥ زره کورنيو ته روزګار ورکړے وۀ څوک چې اوس بې روزګاره شوي دي ـ “

د پاکستان ځواکونو چې کله په ١٥ جون ٢٠١٤ء قطبى وزيرستان کښې فوځى اپرېشن پيل کړو نو ١٥ لکه کسان کورونو پرېښودو باندې مجبور شول ـ هغوئ خپل کور کلے، څاروي، پټي، کاروبار او جائيدادونه پرېښودل او لاړل ، په دوئ کښې هغه تاجران هم شامل وو د چا چې د ميرعلى او ميرانشاه د ګڼې ګوڼې په بازارونو کښې دوکانونه وو ـ هغوئ چې کله د روان کښې په پېل کښې واپس راغلل نو هغوئ ته معلومه شوه چې د اپرېشن له کبله د هغوئ دوکانونه تباه شوي وو ـ

د قطبى وزيرستان د مارکيټ اونرز ايسوسى ايشن ترمخه د ميرعلى او ميرانشاه د بازارونو ١٩ زره دوکانونه تباه شول ـ

بوستم خان وائي :” ميرعلى کښې ٧٦٤٢ دوکانونه او کاروبارى مرکزونه او ميرانشاه کښې ١١ زره دوکانونه تباه شول ـ ” هغۀ ووئيل چې د يو دوکان په جوړولو اتۀ لکه روپۍ لګښت راځي ـ د هغۀ ترمخه د دې بازارونو د بيا جوړولو د پاره لږ نه لږ د ١٦ ارب روپو ضرورت دے ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” دې مارکيټونو ٣٥ کورنيو ته روزګار ورکړے وۀ څوک چې اوس د ژوند تېرولو د پاره هيڅ وسيلې نۀ لري ـ “

د اپريشن ختمېدو نه پس حکومت دا سيمې ” کليئر ” وګرځولې خو کوم خلق چې واپس راغلل، هغوئ وائي چې د کار د نۀ شتون او د کاروبار د بيا پيل کولو د پاره د مارکيټونو د نيشتوالى له کبله د هغوئ ژوند محدود شوے دے ـ

د ميرعلى د يو نزدې کلى اړوند عتيق خان وائي :” هر څو کۀ مونږ د خپل امروزه ژوند ضرورتونه پوره کوو ( وزيرستان او قبائلى سيمو ته واپس راتلونکو آئى ډى پيز له حکومت خوراک او مالى مرسته ورکوي ) ، دا بيخى عجيبه محسوسيږي چې په ميرعلى او ميرانشاه کښې څۀ بازار نشته ـ “

د ٦٠ زرو نه زياتې کورنۍ وزيرستان ته واپس تللي دي او ډېر واپس راروان دي ولې دې سيمو کښې داسې څۀ لوے بازار نشته چرته چې هغوئ خپل کاروبار وکړے شى لکه څنګه چې به د ضرب عضب اپرېشن نه وړاندې هغوئ کولو ـ

حکومت د ميرعلى او ميرانشان په بيلابيلو ځايونو کښې واړۀ بازارونه جوړ کړي دي خو ځائى خلق وائي چې د مختلفو لاملونو له کبله هغوئ په دې بازارونو کښې کاروبار شروع کولو کښې څۀ دلچسپى نۀ لري ـ

يو ځائى تاجر د نوم نۀ ښودلو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دې نوو جوړ کړے شوو بازارونو کښې د کاروبار پيل کولو د پاره ټاکلي شوي قوانين بيخى سخت دي ولې تر ټولو زياته دا خبره چې هغه ځايونه، چرته چې دا بازارونو جوړ کړے شوي دي ، مناسب نۀ دي ـ “

حکومت اوس اوس د قبائلى سيمو د تباه شوې ځاندرې د نوى سره د بيا جوړولو منصوبه رامنځته کړې ده د کومې لاندې چې به د قطبى وزيرستان بازارونه هم جوړولے شي خو د مرکزى بازارونو کښې د قائم دوکانونو مالکان په دې بابله د ټاکلو شوو ضابطو سره متفق نۀ دي ـ

حافظ احسان، د چا چې په ميرعلى بازار کښې خواؤشا ٨٠ دوکانونه وو، وائي :” نوې نقشه کښې د تاجرانو، کومو چې په دې بازارونو کښې د ملکيت زمکې لرلې، د ملکيت حق نظر انداز کړے شوے دے د کوم له کبله چې په مالکانو کښې اختلافات پېدا شوي دي ـ “

هغۀ ووئيل چې دا نقشه چې هر چا هم تياره کړې ده ، هغه د دې سيمې د ثقافت او ورورولۍ د کړۀ وړۀ سره په پوره توګه نااشنا دے ـ

د حافظ احسان وړاندې وېنا وه :” څۀ سرکارى زمکه نۀ ده (لکه څنګه چې په نقشه کښې ښکاره کړے شوې ده) ـ دا جائيداد مونږ ته د خپل پلار نيکۀ نه په ميراث کښې ترلاسه شوے وۀ د کوم ذکر چې د حکومت د زمکې په رېکارډ کښې هم شته دے ـ”

په دې بابله ولې چې څۀ شمېر شمېره شتون نۀ لرى چې د ځائى خلقو څومره شمېر د اپرېشن او بې کوره کېدو له کبله خپل کاروبار منتقل کړے دے ، شاپس آنرز ايسوسى ايشن وائي چې د داسې خلقو شمېر ډېر لږ دے ـ هغه وائي چې زياتره خلق واپس تللي دي او د ملازمتونو د ترلاسه کولو په حقله اميد لري ولې د څۀ معاشى هلو ځلو د نيشتوالى له کبله هغوئ ځانونه بې څوکه ګڼي ـ بوستم خان وائي چې د بې کوره شوو خلقو لوے شمېر د واپسۍ کولو نه وروستو بې روزګارۍ سره مخامخ دے او هغوئ نۀ پوهيږي چې دې صورتحال سره څنګه مقابله وکړي ـ

د ميرعلى اوسېدونکے عبدالله جان، د چا چې په مارکيټ کښې د ګروسرى دوکان وۀ، وائي :” په ميرعلى بازار کښې زما دوکان وۀ خو زۀ خپل کاروبار بيا شروع کولے نۀ شم ځکه چې زما ټول د تجارت سامان په دوکان کښې موجود وۀ چې اپريشن کښې تباه شوے دے ـ “

هر څو کۀ د حکوم له خوا واپس تلونکو عارضى بې کوره شوو خلقو ته د شپږو مياشتو راشن ورکړے شوے دے ولې د کرکيلې کولو اجازت ورنۀ کړے شو ـ کرکيله د دې زرعى ټولنې د ډېرو کورنيو د پاره د ژوند تېرولو او معاش يوازينۍ ذريعه ده ـ

يو سکيورټى افسر، د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ځکه چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اجازت نشته، نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ د سکيورټى لاملونو له کبله د کرکيلې اجازت نۀ شو ورکولے ـ کله چې ټولې بې کوره شوي خلق واپس راشي نو مونږ به په يقينى ډول هغوئ ته د معمول د ژوند تېرولو اجازت ورکړو لکه څنګه چې هغوئ د اپريشن نه مخکښې تېرولو ـ تر کومه چې ټول قبائل واپس نۀ وى راغلي، خلقو باندې خپلو کليو پورې د محدود پاتې کېدو بندېز به لګېدلے وى ـ “

خو د دوکانونو مالکان د بحالۍ په طريقه کار خوشحاله نۀ دي ، د هغوئ په تګ راتګ بندېز لګولے شوے دے ـ هغوئ غواړي چې حکومت د هغوئ د زيانونو ازاله وکړي او يا هغوئ په خپل حال پرېږي ـ

د ميرعلى بازار يو بل تاجر نوشارخان وائي :” هغوئ ( حکومت ) کۀ هر څۀ کول غواړى، کوي ـ هغوئ دې د مالکانو ترمنځه د اختلافاتو زياتولو په ځائے مونږ په خپل حال پرېږي ـ “

هغۀ ووئيل چې خلق دا منلے شي چې حکومت د هغوئ مرسته کول نۀ غواړى ـ خو هغوئ د بازار بيا د سره جوړولو ته د مجبور کولو حکومتى منصوبه د خلقو د خپل ژوند د نوى سره پيل کولو په بابله به د يو دهچکې نه کم نۀ وى ـ هغۀ ووئيل :” هر څيز په ريکارډ دے او کۀ چرې حکومت زمونږ د پاره په رښتيا سنجيده دے نو مونږ دې يو ځائے کښېناستو ته پرېږدى او د دې مسلو د عمل جوګه هوارى لټولو ته دې مو پرېږدى ـ “

خو ولې په خپل منځى خوښه د بازارونو بيا د نوى سره جوړولو په خاطر د ځائے انتخاب به د هغو خلقو د پاره د ستونزې يوازې يو حل وى څوک چې د اپريشن له کبله د خپلو جائيدادونو او کاروبار څخه بې برخې شوي دي ـ

حکومت ته به هغو خلقو له اوس د تاوان رقم ورکول وى چې د اپريشن په دوران  تباه شوو خواؤشا ١٩٠٠٠٠ دوکانونو کښې ئې خپل د تجارت سامان پرېښودے وۀ ـ

فاټا سره تعلق لرونکى د پارليمان يو غړى، د نوم نۀ ښودلو په خواهش، ووئيل چې د فاټا د خلقو د بحالۍ د پاره ١٦ اربه روپۍ ځانګړې کړے شوې دي خو کۀ ” د ٢٠٠٥ء راسې د روانو فوځى کارروائيو له کبله د خلقو پنګو ته رسيدلے زيان په نظر کښې وساتلے شى نو دا رقم ډېر لږ دے ـ”

د پېښور د فاټا سيکرټريټ د يو سرکارى ثبوت نه دا په ډاګه کيږى چې قطبى وزيرستان کښې د بازارونو په جوړولو غور کيږي او بيلابيلو ځايونو کښې د بازارونو جوړولو د پاره ٢٩ اعشاريه ٩٠٠ ملين روپۍ مختص کړے شوې دي ، دوه بازارونه تحصيل بويا، يو ميرانشاه او نور په ميرعلى کښې جوړولے شي ـ

خو ولې ځائى تاجرانو د مخکښې راسې دا منصوبه رد کړې ده

يو تاجر، چې نوم ښودل نۀ غواړى، ووئيل :” د پېړيو پېړيو راسې مونږ د ميرعلى او ميرانشاه په بازارونو کښې کار کولو ـ هيڅ کوم بل ځائے د کاروبارى هلو ځلو د پاره مناسب نۀ دے ـ مونږ به دا بازار پخپله جوړ کړو خو دې د پاره د حکومت د اجازت ضرورت دے ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here