پېښور ( ثناء اعجاز ) سفينې بى بى ته د هغې د وادۀ په شپه يوې رشته دارې  د ” کنوارى ” په نوم مشهوره يوه هربل دوائى ورکړه چې د بکارت پرده واپس خپل اصلى حالت ته راولى او جينکوالي  په حال ساتى کومې چې غالباَ د هغې ژوند بچ کړو ـ

Kanwariيو داسې ملک کښې ، چرته چې ښځې د وادۀ نه مخکښې د جنسى تعلقاتو په ساتلو وژلې کېدے شي، يوه ناوې صرف په څلور نيم زره روپۍ ” کنوارى ” اخستلو سره خپله جينکوالي بحالولے شى او د خاوند او سخرګنۍ په نظر کښې عزت موندلے شى ـ

” کنوارى ” تياروونکې مېرمن ناهيد بى بى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هېڅوک داسې جينۍ سره وادۀ کول نۀ غواړي چې ناوادۀ نۀ وى ـ” هغې زياته کړه چې د هغې نسخې سره ” د هغو ضرورت مندو جينکو او ښځو مرسته شوې ده کومو چې جينکوالي بائېللې ده ـ “

ناهيد بى بى ووئيل :” د جينکوالۍ کره کتنه د وادۀ په وړومبۍ شپه کولے شى ـ هغه جينکۍ چې ناوادۀ  نۀ وي، هغوئ ته طلاق ورکولے شي او يا هغوئ وژلے شي ـ دې د پاره زۀ د هغوئ ژوند بچ کوم ـ”

د سفينې بى بى ( د ثقافتى او سماجى بندېزونو او د موضوع د حساسيت په رڼا کښې د پېژندګلو پټې ساتلو د پاره نوم بدل کړے شوے دے ) رشته داره له دې حقيقته خبر وه چې هغه ناوادۀ کړې نۀ ده ولې چې هغې څو کاله وړاندې پټ په پټه وادۀ کړے وۀ او د هغې کورنۍ د هغې په دوېم ځل وادۀ کول غوښتل ـ

د هغې خپلوانې ، د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د سفينه کورنۍ د هغې د دې کشالې نه خبر نۀ وه ولې چې هغې د لنډې مودې پاتې کېدونکى خپل وړومبى وادۀ په بابله هېڅ نۀ وو وئيلي ـ

د سفينه خپلوانې ووئيل :” دا رښتيا دي چې کله جينۍ د جينکوالۍ نه محرومه  شى نو هغه مور پلار يا ورور هېڅوک هم نۀ قبلوي ـ “

هغې زياته کړه :” جينکۍ د غېرت په نوم وژلے شي دې د پاره هم د دې وېرې او اندېښنې له کبله ما د سفينې د مرستې کولو فېصله وکړه ـ”

دا هربل داروو په يوه داسې پدرى معاشره کښې د مېرمنو جينکوالي بحالوى چرته چې ئې ډېر زيات اهميت دے ـ

روان کال اپريل کښې د سندهـ صوبې جېکب آباد ضلع کښې يوه ښځه په شکمنه توګه د هغې خاوند د وادۀ په شپه د جينۍ نۀ کېدو له وجې وژلې وه ـ د پاکستان په پدرى ټولنه او په ځانګړى ډول د قبائلى او جاګيردارانه سماج وړ ځايونو کښې د ښځو د غېرت په نوم وژل عام دي چرته چې په داسې پېښو پړده اچولے شي او يا هډو د سره رپورټ کيږي نه ـ

د اوسنيو کلونو په دوران پاکستان کښې د غېرت په نوم د مېرمنو د وژلو پېښې تر اندېښمن حده زياتې شوې دي، د پاکستان د بشرى حقونو کمېشن (اېچ آر سى پى) له خوا د جمع کړے شوې شمېر شمېرې ترمخه پاکستان کښې د يکم فرورى ٢٠٠٤ء نه تر يکم فرورى ٢٠٠٦ء د غېرت په نوم د قتل ٩٨٨ پېښې وشوې ـ

د اېچ آر سى پى د اوسنۍ شمېر شمېرې ترمخه د فرورى ٢٠١٤ء نه فرورى ٢٠١٦ء پورې د غېرت په نوم د وژنې ١٢٧٦ پېښې وشوې ـ پوليس خواؤشا په دريو کښې د يوې برخې پېښو مقدمې هم درج نۀ کړې ـ

پېښور سره تعلق لروونکى يو قانون دان هارون شنوارى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” پاکستان کښې د غېرت په نوم د قتل ډېرې پېښې نۀ رپورټ کېږي ځکه چې په کليو کښې موجودې جرګې د دې پېښو خبر ميډيا باندې راتلو ته نۀ پرېږدي ـ “

هغۀ زياته کړه :” په دې کښې د هېڅ شک شبهې ګنجائش نشته چې ټول پاکستان کښې د جينکوالۍ کره کتنه کول او د هغې تصديق د يو روايت شکل خپل کړے دے ولې د کليو د سختې قبائلى ډهانچې له کبله داسې پېښې عدالتونو يا ميډيا کښې نۀ راځي او نۀ هم قانونى اړخونه په نظر کښې ساتلو سره د هغې تفتيش کېږي ـ”

سفينې د دوېم وادۀ نه وړاندې د خپلې رشته دارې له خوا راوړې شوې دوائ استعمال کړه ـ هغه وائي :” ما دا دوائى اوبو سره وخوړه او زما خاوند په دې پوه نۀ شو چې زۀ جينۍ نۀ يم ـ”

على ” د بکارت د پړدې د بحالۍ دوايانې ” آن لائن خرڅوي، هغه وائي چې د هغوئ د مصنوعاتو د اثر ښودلو ” ضمانت ” دے ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ د ټول ملک نه آرډر اخلم ـ ما سره د بکارت د پړدې د بحالۍ نه تر د سينو صحت مند کولو او زړۀ راښکوونکې کولو پورې دارو درمل شته کوم چې ټول پاکستان کښې ورکولے شي ـ”

فېصل آباد کښې يوازې هم د على داسې يوازينے دوکان نۀ دے چې د بکارت د پړدې واپس خپل حالت کښې د بحالولو دوايانې ټول پاکستان کښې ورکوي ـ

مختلف وېب سائټس داسې دوايانې دننه او بهر ملکونو ته ورکوي ـ ” هائے مېن شاپ ” هم داسې يو دوکان دے چې د ټولو هداياتو سره دوايانې استوي ـ

herbal product seller: Photo by News lens Pakistan/
herbal product seller: Photo by News lens Pakistan/

پېښور کښې د بکارت د پړدې بحالولو دوايانې خرڅوونکې مېرمن ناهيد بى بى وائي چې د هغوئ دوايانو ” د داسې جينکو او ښځو مرسته کړې ده چې د بکارت پړده ئې شلېدلې وه ـ “

هغې زياته کړه :” هېڅوک داسې جينۍ سره وادۀ کول نه غواړي چې ناوادۀ شوې نۀ وى ـ د وادۀ په شپه د جينکوالۍ کره کتنه کولے شي ـ هغه جينکۍ چې ناوادۀ شوې نۀ وي، هغوئ ته طلاق ورکولے شي او يا هغوئ وژلے شي، دې د پاره زۀ د هغوئ ژوند بچ کوم ـ “

د درېو پېغلو ښځو خواښې د ٦٣ کالو فاتح لال نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغې د خپلو اينګوريانو د وادۀ د وړومبۍ شپې تېرولو نه وروسته ” د بکارت د پړدې ” د کره کتنې په ذريعه د هغوئ د جينکوالۍ تصديق وکړو ـ

هغې ووئيل :” داسې کول عام دي ـ مونږ يو سپين رومال پالنګ باندې کېښود او سحر وخت کښې د کورنۍ د ميانه عمر يوې ښځې او خواښې د بکارت پړدې شلېدلو له وجې په هغې د لګېدلې وېنې داغونه وکتل ـ د جينکوالۍ په تصديق کېدو هغه ښځې خواښې ته مبارکي وکړه ـ “

د بکارت پړده د مباشرت نه علاوه د مالووچو بې غورۍ سره استعمال، د ګوتو يا بل کوم څيز وجائنا کښې ورمنډلو، سختو ورزشونو لکه سائېکلنګ او مختلفې لوبې د مثال په توګه هائى او لانګ جمپنګ او جمناسټک سره هم شلېدلے شي ـ

د حيات آباد ميډيکل کمپلېکس د ګائناکالوجى شعبې د سى يونټ مشرې ډاکټر نعيمه عثمان ترمخه د ځينو ښځو د بکارت پړدې ټشوز پېدائشى کمزوري وي او په ظاهره داسې محسوسېږي چې ګنى د بکارت پړده شلېدلې ده ـ

هغې خبردارے ورکړو چې د بکارت پړدې د بحالۍ هربل او نورې دوايانو د انفېکشن او وزن زياتېدو وجه جوړېدے شي ـ

ډاکټر نعيمه عثمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” داسې ناوادۀ شوې جينکۍ چې مصنوعى جينکوالي غواړي، د مرستې د پاره هغې سره رابطه کوي ـ “

هغې ووئيل :” د يوې ګائناکالوجسټ په حېثيت زۀ د بکارت پړدې د بحالۍ د اپرېشن مشوره ورکوم چې ډاکټر او پلاسټک سرجن وغېره ئې کوي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here