پېښور ( سلمان يوسف زئى ) عليشا چې تېره هفته کله په ژوبل حالت کښې د پېښور تر ټولو لوے هسپتال ته راوړے شو نو هغۀ سپين کوټ په غاړه پيرا ميډيکل سټاف او د سنجيده مزاج ډاکټران څنډه کولو باندې مجبور کړل څوک چې په عمومى ډول هره کومه ايمرجنسى باندې سمدستى قابو مومي ـ

د ښار د طب ماهرانو د انسانى بدن د باريکيو سمولو د پاره خو ډېره ژوره زده کړه کړې ده خو ولې هغوئ د عليشا د جنس له کبله د زېږېدونکې انسانى الميې مطالعه ونۀ کړه ـ په ښکاره داسې محسوسيږى چې هغوئ د خواجه سراؤ د اصلاح په بابله هيڅ لوستلي نۀ دي ځکه چې کله عليشا د مرګ او ژوند په پړاؤ پروت وۀ نو هغوئ د هغۀ د ژغورلو د پاره راوړاندې نۀ شول ـ

د خواجه سرا عليشا په بدن د ګوليو شپږ زخمونه راغلي وو ، کله چې هغه هسپتال ته راوړے شو نو د ايمرجنسى عمله دې حېرانۍ سره مخامخ شوه چې هغه د سړو په وارډ کښې داخل کړى کۀ د ښځو په وارډ کښې ؟

يو داسې جنس، چا ته چې د نارينه ؤ په ټولنه کښې د موقعو د نيشتوالى له کبله سوالګرۍ کولو، بيلابيلو دستورو کښې په ګډا کولو او جنسى هلو ځلو کښې په ګډون کولو خپل ژوند تېرؤل ممکن کول وى، عليشا د مرګ او ژوند په دې لحظو کښې د ځانګړې پاملرنې حقدار وۀ ـ

کله چې هغۀ ته کوم وارډ کښې هم هر کوم بېډ ترلاسه کېدے شو، ډاکټرانو دا پرېکړه کوله چې هغۀ ته دې په هسپتال کښې د وى آئى پيز د پاره مخصوص کړے شوى وارډ کښې کمره ورکړے شى ـ وړاندې له دې چې هغوئ څۀ پرېکړه کړے وے، عليشا مړ شو ، هغه د ګمنامۍ او حېرانۍ يو بل ښکار وۀ ځکه چې په دې ملک کښې رنځوران دا نۀ غواړي چې هغوئ سره دې په نزدې کټ باندې، د سړو يا د ښځو په وارډ کښې، څوک نر ښځے مړ شى ـ

عليشا دغه وخت د ١٩ کالو وۀ کله چې هغه د هغۀ محبوب د پېښور فقير آباد سيمه کښې ووژلو ـ د يو غېرسرکارى تنظيم بليو وائنز، چې د خواجه سراؤ د حقونو د پاره کار کوى، کوارډينيټر قمر نسيم وائي چې خېبرپښتونخوا کښې د جنورى ٢٠١٥ء نه تر اوسه ٤٥ نرښځي وژلي شوي دي ـ

هغۀ زياته کړه :” په خواجه سراؤ د کېدونکى جنسى زور زياتى د مخنيوى د پاره هيڅ کارروائى نۀ شى کولے او په دې بابله د مرستې ترلاسه کولو په خاطر څو ځله شوې هڅې هم بريالۍ ثابت نۀ شوې او خواجه سراؤ ته د سکيورټى ورکولو د پاره څۀ ګامونه پورته نۀ کړے شول ـ “

د عليشا د خواجه سرا کميونټى کښې شهرت له دې خبرې په ډاګه کيږى چې د هغې مړينې د هغۀ ډېر خېرخواهان هسپتال ته راښکل ـ يا غالباَ د زور ظلم د ښکار ورورولۍ ويره او دړد وۀ چې د خپل ملګرى په مړينه د غم او خفګان څرګندونې د پاره راټول شوي وو ځکه د هغوئ په غم به اوښکې بل چا څڅولې وے ، څوک ورته د ودرېدو هم نۀ وو ـ تر دې چې کله د عليشا خواخوږي هسپتال ته راغلل نو هغوئ د خلقو د خندا نه د ځان بچ کولو په خاطر کمره کښې بند شول ـ هغوئ په دې پېښه ويرې اخستې وو ـ

نين ګار سوسائټى د انسائټس ريسرچ کنسلټنټس په مرسته د عامې ابادۍ د هوموفوبيا او ټرانس فوبيا په حقله د هغوئ د رائې معلومولو د پاره څېړنه وکړه کومه چې په مئى ٢٠١٦ء کښې جارى شوه ـ

د نين ګار سوسائټى ډائرېکټر محمد فلک د ملتان نه نيوز لينز پاکستان سره په فون خبرو اترو کښې ووئيل چې د دې ريسرچ پول کولو مقصد پاکستان کښې د هوموفوبيا او ټرانس فوبيا د شرح کره کتنه کول وو ـ

هغۀ ووئيل :” د دې بڼې رويې د ذاتى مد او سرکارى ادارو خدمات او د ماهرانو کار متاثره کوي او په هسپتالونو، کالجونو، سماجى شعبو او د ملازمتونو ترلاسه کولو کښې هم اثر پرېباسى او ټوله ابادى په يو شان توګه خپل حقونه ترلاسه کولے نۀ شى ـ “

د عليشا شهرت د دې حقيقت څخه هم ښکاره کيږى چې هغه خېبرپښتونخوا کښې د ټرانس ايکشن الائنس کوارډينيټر وۀ او د خپلې ورورولۍ د حقونو د پاره به ئې اواز اوچتولو ـ د سماجى ماهرانو ترمخه خواجه سرا بيخى د بې وزلې ژوند تېروي ، هغوئ ځان په دې صلاحيتونو معموره کولے نۀ شي چې څۀ مهذب کار دې وکړے شى ولې چې ټولنه هغوئ ته د حېرانۍ په نظر ګورى ، مور پلار ئې نۀ منى، سکولونو کښې ئې استاذان بې عزته کوي او سبقى ملګري ئې وهى ټکوي ، هغوئ د سماجى يوازيتوب له کبله د ملازمت د پاره پکار صلاحيت هم ترلاسه کولے نۀ شي ـ

پېښور سره تعلق لروونکے سماجى کارمند تيمور جمال وائي چې پېښور کښې نرښځي نۀ يوازې په کورنۍ بلکې د ټولنې له خوا هم نظر انداز کولے شى ـ

هغۀ زياته کړه :” هغوئ تعليم، صحت او اولسى ځايونو ته ډېر کم رسد لري ـ ټولنيزه رويه هغوئ پوره سماجى او ثقافتى ژوند تېرولو ته نۀ پرېږدي ـ سياست او د فيصلې کولو عمل سره هغوئ هيڅ تعلق نۀ لري او خواجه سراؤ ته د خپلو بنيادى وګړنيزو حقونو په بابله خبرتيا ترلاسه کول او په هغې عمل کول بيخى ګران وى ـ “

هغۀ ووئيل چې کۀ د ايل جى بى ټى آئى کميونټى جنسى پيژندګلو څرګنده شى نو هغوئ زور زياتى سره مخامخ کيږي ـ تيمور جمال ووئيل :” خېبرپښتونخوا کښې ډېر کسان هم جنس پرست دي خو د سماجى بدنامۍ د ويرې له کبله ايل جى بى ټى کميونټى خپله پيژندګلو پټه ساتي او دوه رنګه ژوند تېروى ـ “

د پاکستان قانون، د انګريزى او اسلامى قوانينو مجموعه ده چې د هم جنس پرستۍ حوصله ماتوى او دې د پاره مختلفې سزاګانې تجويز کړے شوي دي چې پکښې د قيد سزا هم شامله ده ـ خو ولې د قانون په نسبت معاشره د ايل جى بى ټى آئى ورورولۍ د پاره زياتې ستونزې راولاړوي ، د پوليس د بليک مېلنګ نه علاوه د جنسى او سماجى زور زياتى پېښې، د جرمانې او د جيل قيد عمومى پېښې دي ـ

٢٠٠٩ء کښې سپريم کورټ آف پاکستان فيصله ورکړه چې حکومت د ې په خواجه سراو د زور زياتى او تعصب د پېښو نه تحفظ ورکولو د پاره فعال کردار ترسره کړى ـ ٢٠١١ء کښې ايپکس کورټ خواجه سراؤ ته د ووټ حق ورکړو او قومى شناختى کارډ ئې ورته جارى کړو په کوم کښې چې د هغوئ پېژندګلو د ” شى ميل ” په توګه وکړے شوه ـ

قمر نسيم وائي چې د جنسى رويې او پېژندګلو په بابله د بشرى حقونو صورتحال په ښکاره ډول ښۀ شوے دے خو ولې د قانون سازۍ ثمرات ترلاسه نۀ شول او دجنسى رويې او پېژندګلو په حقله د ټولنې د ساخت تعصب ختمول تراوسه يو چيلنج دے ـ

هغۀ زياته کړه :” ايل جى بى ټى آئى ورورولۍ ته د نورو پاکستانيانو په څير حقونه ترلاسه نۀ دي ـ په هغوئ د زور زياتى کيدو او هغوئ سره د تعصب لرلو پېښې عام دي او خواجه سرا کميونټى ته اکثر يوازې د مختلف کېدو له کبله زور زياتے زغمل وى د چا چې په ټولنه کښې کردار يوازې د جنسى کارمند، سوالګرى او د خوند رنګ ورکوونکو فنکارانو دے ـ “

پاکستان کښې ايل جى بى ټى آئى ورورولى يو حقيقت دے چې مخ ترې نۀ اړولے کيدے ، په هيواد کښې داسې هيڅ قانون رائج نۀ دے د کوم لاندې چې د هغوئ حقونه خوندى کړے شي ـ قمر نسيم وائي :” د ايل جى بى ټى آئى ورورولۍ د پاره د اواز اوچتولو هيڅ طريقه نشته ځکه چې په ټولنه کښې د هغوئ د پاره څۀ ځائے نشته ـ مذهب هم هم جنس پرستى منع ګرځوى ـ “

هغۀ ووئيل چې په ماشومتوب کښې د ايل جى بى ټى آئى ورورولۍ غړيو ته خاص پاملرنې کولو ضرورت وى ځکه چې د هغوئ رويه هغوئ يوازې پرېښودلو سره مخ کوي ـ

قمر نسيم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” خېبرپښتونخوا کښې جنسى رويه او پېژندګلو حساس موضوعات دي ځکه چې د ژوند چوکاټ د قبائلى اقدارو او مذهبى تعليماتو په رڼا کښې ټاکلے شوے دے ـ دا وخت د دې موضوعاتو په بابله د بحث کولو ضرورت دے ولې چې د خلقو ژوند او حقونه داؤ ته پراتۀ دي ـ “

سويلى ايشيائى تناظر کښې د خواجه سرا اصطلاح د سړو او ښځو څخه بدلې جنسى پېژندګلو لروونکى خلقو د پاره کارؤلے شى او د دې بنياد د خواجه سراؤ په تاريخ کښې نغښتے دے کله چې به هغوئ د ترکى د عثمانيه خلافت څخه د انډيا د مغل سلطنت پورې نګران، د آرټ انسټرکټرز او د شهزادګۍ او شهزادګانو د ذاتى ملازمانو او شاهى پيغام رسوونکو په توګه خدمات ترسره کول ـ

د دې سلطنتونو د ختمېدو نه وروستو خواجه سرا، د چا چې په حرم کښې ډېره زياته لوړه مرتبه وه، د عزت او درناوى نه بې برخې شول او سوالګرۍ او هم داسې نورو پېشو خپلولو باندې مجبور شول ـ د شاهى حرمونو سره اړوند د عزتناکه کارمندانو نه د سماجى کرکې د ښکار کېدو پورې، دا د امارت نه د غربت ښکارکېدو يو د غم ډک داستان دے او اوس خواجه سرا د ټولنې تر ټولو ښکته طبقه کښې شمېرلے شي ـ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here