پېښور ( اسد خان ) خېبرپښتونخوا صوبه کښې د لوبو د ودې د پاره يوه لويه منصوبه وټاکلې شوه چرته چې د تېرو څو کالو په دوران د ځان وژوونکو بم چاؤدنو له کبله د لوبو مېدانونه د لوبغاړو او تماشګيرو پامته دار ښکارى ـ او د لوبو په لېونتوب او ولوله د يو عام پاکستان معموره کوونکى تن له خوا دا پرېکړه وکړے شوه ـ
دا هر څۀ ممکن هم ښکاري ولې چې کوم تن خېبرپښتونخوا کښې د لوبو د ٤٧ مېدانونو جوړولو وعده کړې ده، هغه څوک بل څوک نۀ دے بلکې خېبرپښتونخوا صوبه کښې د اقتدار کوونکى ګوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دے ـ
د عمران خان ګوند پى ټى آئى چې کله ٢٠١٤ء کښې په اقتدار کښې راغے نو صوبائى حکومت ووئيل چې هغه به د ټولې صوبې په ٢٥ ضلعو کښې د لوبو ٤٧ مېدانونه جوړوي ـ دا شمېر وروستو بيا زياتولو سره ٦٣ کړے شو، د پارټۍ مشر عمران خان د خېبرپښتونخوا حکومت ته دا هدايت هم وکړو چې هغه دې د ٣١ دسمبر ٢٠١٥ء تاريخ په نظر کښې ساتلو سره ټوله صوبه کښې د دې مېدانونو په جوړولو د کار رفتار تند کړى ـ
خو ولې تر اوسه د لوبو يوازې هم پينځۀ مېدانونه سر ته رسېدلي دي ـ واکمن وائي چې د معاشى ستونزو له کبله هغوئ د خپل هدف په ترسره کولو کښې پاتې راغلي دي ـ
د خېبر پښتونخوا ډائريکټوريټ آف سپورټس اينډ يوتهـ افيئرز يو افسر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط، ولې چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازه نشته ، ووئيل :” خېبرپښتونخوا حکومت د هر مېدان جوړولو د پاره ١٥ لکه روپۍ ځانګړې کړې دي خو د خېبرپښتونخوا ډائريکټوريټ آف سپورټس اينډ يوتهـ افيئرز او د محکمه کميونيکيشن و ورکس ترمنځه د رابطو د نۀ شتون له کبله د کار رفتار د ځنډ ښکار شو ـ “
هغۀ ووئيل چې دسمبر کښې د وزيراعلى پرويز خټک په کور کښې ترسره شوې يوه غونډه کښې د پى ټى آئى مشر عمران خان د لوبو د مېدانونو په حقله د شوى پرمختګ په اړه پوښتنه کړې وه ـ د خېبرپښتونخوا د سپورټس ډائريکټر، څوک چې په هغه غونډه کښې موجود وۀ، صوبه کښې د لوبو د بيلابيلو جوړېدوونکو مېدانونو په حقله منصوبه وړاندې کړه ـ
ذکر شوى افسر ووئيل :” عمران خان په منصوبه نيوکه وکړه او د سپورټس ډائريکټر ته ئې ووئيل چې هغوئ د لوبو د مېدانونو په ځائے سټيډيمې ډيزائن کړي دي ـ” هغۀ زياته کړه :” نوموړى دا هدايت وکړو چې د صوبائى حکومت له خوا ځانګړے کړے شوى فنډز سره د لوبو د مېدانونو ترسره کېدل ممکن نۀ دي او افسرانو ته د لوبو د مېدانونو ډيزائن بيا د نوى سره د تخليق کولو ضرورت دے ـ “
د خېبرپښتونخوا د سپورټس او يوتهـ افيئرز ډائريکټوريټ څخه د ترلاسه شوو ثبوتونو ترمخه صوبائى حکومت د لوبو د ٤٧ مېدانونو جوړولو اجازت ورکړے وۀ او دې مقصد د پاره ئې د ٧٠ کروړ پنځوس لکه روپو فنډز ځانګړے کړے وۀ ـ خو ولې ټوله صوبه کښې د لوبو د مېدانونو شمېر زياتولو سره ٦٣ کړے شوے دے د کومو د پاره چې به راتلونکى بجټ کښې ٢٢ کروړه پنځوس لکه روپۍ ځانګړې کولے شى ـ
له ياد ثبوته دا هم معلومه شوه چې د هر مېدان په جوړولو به ١٥ لکه روپۍ خرڅ کيږي او دا وخت د لوبو ٣٣ مېدانونه جوړيږي ـ د لوبو د دې مېدانونو د پاره ټاکلو شوو ځايونو کښې ١٣ متنازعه ګرځولي شوي دي د کوم له کبله چې صوبائى حکومت پېښور هائى کورټ کښې د دې کشالې هوارولو هوارولو د پاره درخواست ورکړے دے ـ د لوبو د يو مېدان کنټريکټ درې ځله ختم شو او د خېبرپښتونخوا د کميونيکيشن ورکس محکمه د هغې جوړولو د پاره تراوسه د کنټريکټر لټون کوى ـ
خو ولې سپورټس او يوتهـ افيئر محکمه کښې د ډويلپمنټ ډائريکټر نيامت الله خان چې کله نيوز لينز پاکستان سره خبرې وکړې نو هغۀ هيله من په نظر راغے چې د هغوئ محکمه به په ” هنګامى بنيادونو ” د لوبو د ٣٣ مېدانونو جوړولو جوګه شى ـ
هغۀ زياته کړه :” ٢٠١٥ء کښې د خېبرپښتونخوا د سپورټس محکمې له لورى محکمه کميونيکيشن او ورکس ډيپارټمنټ ته د ٢٠ کروړو روپو فنډونه جارى کړے شوي وو او پاتې فنډز په ٢٠١٦ء کښې جارى کړے شى ـ ”
نيامت الله خان زياته کړه :” دې منصوبې د پاره به کليز پرمختيائى بجټ ١٧-٢٠١٦ء کښې زياتي ٢٢ نيم کروړه روپۍ اېښودے شى ـ “
د منصوبې ترمخه د لوبو پينځۀ مېدانونه به د ډى آئى خان ضلعې په کليو کلاچۍ، پهاړپور، پرووا، داربن او ډى آئى خان ښار ، د کرک ضلعې دريو کليو بنده داؤد شاه، تخت نصرتى او کرک ښار، درې د کوز دير ضلعې په کليو ثمر باغ، لال قلعه او بلامبټ، د چترال ضلعې دوو کليو مستوج او چترال ښار، هنګو ضلع کښې ټل او هنګو ښار، د چارسدې ضلعې دريو کليو تنګى، شبقدر او چارسده ښار، شانګله او ټانک ضلعو کښې يو يو ، د سوات ضلعې شپږو ځايونو بابوزئى ، برى کوټ، خوازه خيله، مټه، کبل او چار باغ، د کوهاټ ضلعې دوو ځايونو بابرى بانډه او لاچۍ او دوه هرى پور ضلع کښې غازى او هرى پور ښار کښې جوړولے شى ـ
پرته له دې د لوبو درې مېدانونه به بره دير، درې صوابۍ، دوه بټګرام، درې مردان، څلور بنر، دوه کوهستان، دوه ايبټ آباد، درې نوښار، دوه بنو ، دوه لکى مروت، يو مانسهره، دوه مالاکنډ او درې به د پېښور په ضلعو کښې جوړولے شى ـ
د نيامت الله خان وېنا وه چې د لوبو د ٣٣ مېدانونو په جوړولو کار پيل شوے دے ، په دې حقله خېبرپښتونخوا ډائريکټوريټ جنرل سپورټس او ډائريکټوريټ جنرل آف ايليمنټرى او سيکنډرى ايجوکيشن سکولونو او کالجونو کښې د لوبو د مېدانونو جوړولو د پاره د مفاهمت په يو ياداښت لاس ليکونه هم کړي دي ـ
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې زياته کړه :” ټوله صوبه کښې د لوبو خواؤشا ٢٠ مېدانونه به سکولونو او کالجونو کښې جوړولے شى او د لوبو پاتې مېدانونه به د مالکانو نه د ذاتى مد د زمکې اخستو سره جوړولے شي ـ “
د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د کميونيکيشن او ورکس محکمې ٣١ دسمبر پورې د لوبو د ١٠ مېدانونو سر ته د رسولو باور ورکړے وۀ ولې دا هدف د بيلابيلو لاملونو له کبله ترلاسه نۀ شو ـ د نيامت الله خان وېنا وه :” د کميونيکيشن اينډ ورکس محکمې له خوا اوس دا لوظ شوے دے چې هغوئ په زر تر زره د لوبو ١٠ مېدانونه ترسره کولو سره ډائريکټوريټ آف سپورټس ته سپاري ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here