Photo by Malik Achakzai/News Lens Pakistan
Photo by Malik Achakzai/News Lens Pakistan

کوئټه (عبدالمالک اچکزئى) د بلوچستان تر ټولو اهم او لوے ښار کوئټه به يو دور کښې  د لرې پرتو سيمو نه د راتلوونکو کليوالو خلقو د پاره د زړۀ راښکون سؤب ګرځيده ـ هغوئ به نۀ يوازې د ښار د بازارونو څخه اخستون کولو بلکې نورو هلو ځلو کښې به ئې هم ګډون کولو، دې خلقو به مشهورو سېنماګانو کښې فلمونه کتل چې د ښار په بيلابېلو سيمو کښې قائم وې ـ

د امنيت کړکېچن حالات، د ترهه ګرۍ حملې، د فرقه بازۍ زور زياتے هغه لاملونه دي د کومو له کبله چې د سېنما کاروبار ډېر سخت ودرېدلے دے ـ

د امداد سېنما قوى هيکل هال تش پروت دے ، اووۀ کسان د هال په مختلفو ګوټونو کښې د پښتو فلم ” يارانه ” څخه د خوند پورته کولو په حال ليدے شى او په سلګونو سيټونه خالى پراتۀ دي ـ

دې سره سره ټول ملک کښې په اولسى ځايونو د ترهه ګرۍ د کېدونکو حملو له کبله د فلم کتوونکو شمېر لږ شوے دے ـ هغه ورځو کښې کله چې حالات دومره خراب شوي نۀ وو نو په سوونو خلقو به د فلم کتلو د پاره سېنماګانو ته مخه کوله ولې اوس حالات بدل شوي دي لکه څنګه چې د خلقو يو محدود شمېر د سېنما کتلو د شوق نه خوند اخلي ـ

د امداد سېنما په دننه لاره ولاړ ټکټ خرڅونکى هلک نيوز لينز پاکستان ته د ټکټونو کتاب ښودلو سره ووئيل :” مونږ به د هرې شو د اتو سوو نه زرو پورې ټکټونه خرڅول ولې اوس تاسو کتلے شئ چې يوازې اوو کسانو ټکټونه اخستے دي ـ “

تېرو مياشتو او کال کښې پشتون آباد کښې د هواخورۍ د پاره يو اهم ځائے ګڼلے کېدونکے ” کيپرى سينما” هغه وخت د اور په لمبو کښې راګيره شوه کله چې د نائن اليون نه وروستو په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت خلاف د نيټو د حملې په رد عمل کښې د مدرسو پارېدلو طالب علمانو هغه سوزولے او ايره کړې وه ـ

د کوئټې د مشهورې مدرسې څخه تعليم يافته دينى عالم د ٣٨ کالو مولوى محبوب وائي :” په اسلام کښې د سړو او ښځو د ګرځېدونکو عکسونو د کتلو اجازت نيشته ـ د هواخورۍ د پاره د بل کوم تن د بدن اندامونه کتل بغير د څۀ  شک شبهې يوه ګناه ده ـ “

بلوچستان يونيورسټۍ کښې د ژبو څانګې سره اړونده څېړنکار د ٣٦ کالو ناصر احمد وائي :” زۀ هغه وخت په وړومبى ځل سېنما ته لاړم کله چې ما کالج کښې سبق وئيلو ـ د ملګرو په اصرار مې ” ټائى ټينک ” فلم وکتلو ـ ما دا محسوس کړه لکه چې څۀ لويه ګناه کوم ـ”

د هغۀ د دې بې آرامۍ وجه د هغوئ هغه عقيدې وې د کومو په حقله چې هغوئ د خپل کلى د مذهبى دينى عالم نه اورېدلي وو چې دا به ئې وئيل :” کله چې څوک فلم کتلو له سېنما ته ځى نو د هغۀ ” عقيده ” د هغۀ  نه پاتې کيږى او د سېنما څخه بهر د هغۀ انتظار کوى او هغه په دغه صورت کښې خپله عقيده واپس مومى کله چې يو ځل د سېنما نه بهر راشى ـ”

د ٢٥ کالو احسان الله هفته کښې يو ځل فلم ګورى ـ هغه وائي :” هر څو کۀ ما سره کور کښې ليپ ټاپ، ټى وى او کيبل کنکشن شته ولې دلته ( سېنما ) د فلم کتلو ځان له يو خوند دے ـ “

هغۀ پوښتنه وکړه :” د تحفظ ضمانت چرته هم نشته ـ بازار کښې د چائې کومه کهوکها وى يا د لوبو مېدان، ځکه نو  سېنما ته د تللو نه اخر ولې ډډه وکړے شى ؟”

ښار کښې د سېنماګانو په مالکانو کښې يو، د سکيورټى لاملونو له کبله د نوم نۀ ښکاره کولو په خواست، نيوز لينز پاکستان ته په خبرو اترو کښې ووئيل چې د سېنما نه يوازې يو څو ميټره لرې د موجود د کار پارکنګ ګټه د سېنما څخه زر فى صده زياته ده ـ هغۀ ووئيل :” تاسو ته خو پته ده چې د زمکې په دې ټوټه ولاړه ودانى د کروړونو روپو د ماليت ده او کوئټه کښې د سېنما کاروبار مناسب پاتې نۀ شو ـ د شوقيانو يو محدود شمېر دې هالونو ته مخه کوي ځکه چې د حکومت له خوا د فلمى صنعت او سېنماګانو مرسته نۀ شى کولے د کوم له کبله چې مونږ نۀ يوازې د دې په بندولو بلکې د خپل کاروبار په بدلولو مجبور شوي يوو ـ”

هغه وائي چې د تيرو څو کالو په دوران خلق په ټوله کوئټه کښې اولسى ځايونو باندې د شوو حملو له کبله، چې پکښې په سوونو کسان مړۀ شول، سېنماګانو ته د مخې کولو په اړه د حېرانۍ او وېرې ښکار دي د کوم په سؤب چې څوک هم سېنماګانو ته تلل نۀ غواړي ـ

د هندى فلمى صنعت د عروج په ورځو کښې به د کوئټې او پېښور زلمو د فلمونو کتلو د پاره د افغانستان د دارالحکومت کابل سېنماګانو ته مخه کوله ـ د ٧٠ کالو حاجى مرتضى خان وائي :” مونږ به د انډين او پښتو فلمونو کتلو د پاره کابل ته تلوو ځکه چې زمونږ په سېنماګانو کښې به د انډين فلمونو نمائش نۀ کيدلو ـ هغه امنناکه دور وۀ: مونږ به د ژوند هر رنګ چيړلو ـ مونږ به د ډلو په شکل کښې کابل ته تلوو او هيڅوک به نۀ حېرانه کېدل، نۀ مونږ او نۀ افغان وګړي ـ هغۀ زياته کړه :” اوس ژوند بيخى بې رنګه شوے دے ځکه چې کله امن و امان نۀ وى نو ژوند اغېزمن کيږى ـ په داسې حال کښې به څوک د فلم کتلو پرواه وکړى ؟”

هغۀ ووئيل چې اخبارونه د بم چاودنو، د ترهه ګرۍ د حملو، هدفى وژنو او د فرقه بازۍ د زور زياتى د خبرونو نه ډک وي چې ټول هر يو ئې وېرولے دے ـ تاسو د مرګ ديوتا څۀ وخت هم خپله ولقه کښې اخستے شى ځکه چې عسکريت خوښي په هر لورى خوره شوې ده ـ

د کوئټې يو مشر وګړى د ٦٨ کالو عزيز خان ووئيل :” په افغانستان د سوويت يونين د حملې نه پس د نړۍ دوه لوے نظرياتى طاقتونه په منطقه کښې د يو بل مخې ته راغلل ـ د ٧٠ء او ٨٠ء د لسيزې نه وړاندې هيڅوک د مجاهدينو يا طالبانو په حقله خبر نۀ وو ـ يو خوا ” کميونسټ انتها پسند ” وو او بلخوا ” مذهبى انتهاپسند “…

پېښور او کوئټه د دې عناصرو د پاره د بيس کيمپ په توګه وکارېدلې د کوم په له کبله چې نوو نظرياتو په دې امنناکه ټولنه خپل چپاؤ وکړو ـ “

هغۀ يادؤلو سره ووئيل چې د ١٩٦٠ء د لسيزې پورې ټولنه کښې امنناکه همغږى وه ـ هغۀ ووئيل :” کوئټه ښار کښې بارز او سېنماګنې خو وې وې تر دې چې رجسټرډ قحبه خانې هم پکښې وې ـ د سياسى نظريات کميونزم او د شدت خوښه مذهبى انتهاخوښۍ د جګړې له کبله دا هر څۀ په مزه مزه ختم شول په کوم کښې چې د پيټروډالرفنډنګ له وجې نوره چټکتيا راغله ـ”

کله چې دا سېنماګانې ونۀ چليدے شوې نو کاروبارى مرکزونو باندې بدلې شوې ـ هم يو کال مخکښې د ” عصمت سينما ” په ځائے اوس يو شاپنګ مال جوړ شوے دے چرته چې هره ورځ په سلګونو ګاهکان راځي ـ

د ثقافى چارو ماهرې او د ګندهاره آرګنائزيشن فار کلچر مشرې ثنا اعجاز خان نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” سېنما يوازې د هوارخورۍ يوه ذريعه نۀ ده ، دا خلقو ته د تفريح ورکولو سره سره د هغوي شعور هم رابېداروى ـ”

هغې زياته کړه :” د پاکستان په بلوچستان، خېبرپښتونخوا صوبو او د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو کښې د تېرې يوې لسيزې راسې په مستقله توګه الغاؤ تلغاؤ جوړ دے ـ د سېنما په شکل کښې هواخورى د وخت ضرورت دے ـ پښتنه معاشره کښې په سړو او ښځو کښې يوه فاصله برقراره ده، د تفريح بله کومه لاره نشته، دې د پاره خوند اخستو له بس سېنما کتل پاتې کيږي ـ زۀ به دا ووايم چې زمونږ د الميه ځپلې ټولنې د پاره سېنما د وينټى ليټر کار کولے شى ـ “

د يونيورسټى آف بلوچستان د ابلاغياتو د څانګې مشر سليمان راجه ووئيل :” کورنۍ به کوئټه کښې سېنماګانو ته مخه کوي او دا هم رښتيا دي چې فلمى صنعت ودرېدلے نۀ دے ـ هغۀ زياته کړه :” د نړۍ تر ټولو نوې ټيکنالوجى لکه وى سى آر، بيا سى ډى او اوس يو ايس بى او آن لائن سټريمنګ د سېنماګانو د متبادل کردار ترسره کوي ـ د دې آلاتو په ذريعه هر کوم تن يوازې په ٣٠ روپو کښې يو پوره فلم کتلے شى ـ “

هغۀ ووئيل چې د پاکستان حکومت ته د فلم انډسټرۍ د ودې د پاره ګامونه پورته کول پکار دي ځکه چې د پاکستان ځوانان په تخليقى خوبيو معموره او صلاحيت لروونکي دي ـ د سليمان راجه مخکښې وېنا وه :” مونږ فلم ” وار ” کتلے شوو چې په رښتيا دلچسپ دے ـ د دې فلم نه دا بريښى چې زمونږ په فلمى صنعت کښې صلاحيت موجود دے او تر اوسه دې خپل وجود په ځائے ساتلے دے او يوازې د دې د پيل ضرورت دے ـ “

هغۀ دې نقطه نظر سره اتفاق ونۀ کړو چې خلقو د ” عسکريت خوښۍ ” د خطرې نه ويرېدلو سره انټرټينمنټ انډسټرۍ ته مخه کول پرېښودے دي ـ هغۀ ووئيل چې د بلوچستان خلق ډير په شوق د شو کتلو خواهس لري او اوس اوس زرګونو خلقو، چې پکښې زلمي او مېرمنې هم شامل وو، کوئټۀ فيسټيول کښې جوش جذبې سره برخه اخستې ده ـ

سليمان راجه زياته کړه چې سېنماګانو ته د مرستې کولو نه علاوه تر ټولو نوې ټيکنالوجۍ باندې د دې معموره کول د وخت اهم ضرورت دے او هم هله به سېنماګانو کښې خلق زړۀ راښکون محسوسوي لکه څنګه چې به ئې تير وخت کښې کول ـ هغۀ زياته کړه کۀ چرې مونږ خپلې فلم انډسټرۍ ته مرسته نۀ ورکوو نو هندى سېنما به په ټولنه کښې خپلې جرړې کلکې کړي او دې سره به زمونږ فلمى صنعت متاثره کيږي ـ وفاقى او صوبائى حکومتونه بايد ځائى ثقافتونو او ژبو لکه پښتو، پنجابۍ، سندهۍ او بلوچۍ ته هم پاملرنه وکړي ـ “

راحت سېنما هغه وخت د اور لمبو وسوزولې شوه کله چې شيعه هزاره ورورولۍ ٢٠٠٣ء کښې د فرقه ايزه عسکريت خوښو په حمله کښې د ګڼ کسانو د وژنې په ضد مظاهره کړې وه ـ واکمنو د سېنما د ړنګې شوې ډهانچې د بحالۍ د پاره هيڅ ګامونه پورته نۀ کړل او اوس هغه په يوه نرسرۍ بدله کړے شوې ده ـ

د کوئټې اوسېدونکے د ٥٦ کالو نذيز خان پانيزئى وائي :” کوئټه کښې ٩ سېنماګانې وې چرته چې خلق اوس د تېر وخت په شان جوش جذبې سره نۀ ځي ځکه چې هغوئ ويريږي چې د عسکريت خوښو د کارروائۍ نخښه جوړېدے شي ـ “

د وزيراعلى پاليسى ريفارم يونټ بلوچستان سره اړوند د معاشياتو ماهر بدرخان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” په سېنما د منظرونو بدلون سره غوره احساس کيږي ولې پښتنه ټولنه کښې د مذهبى انتهاخوښۍ له کبله د هواخورۍ د دې ذريعې کردار ډېر زيات راغونډ شوے دے چې خلقو ته دا ښودنه کوى چې هغوئ دې موسيقى نۀ اوري او نۀ دې د نورو مخونه د حرکت کوونکو عکسونو په توګه ګوري ـ”

هغۀ زياته کړه :” د سېنما د صنعت بحالۍ سره به نۀ يوازې روادارۍ بلکې خوشحالۍ ته هم وده ورکولے شى د کوم په سؤب چې به اولس کښې امن او همغږى پېدا کيږى او ورسره به وروستو پاتې او لرې پرتو سيمو کښې پرمختيائى منصوبې هم وده ومومي ـ چې د امن و امان صورتحال ښۀ شى نو سرمايه کارى به زياته شى او دا پرمختګ کوونکې يوه شعبه جوړيدے شى ـ “

Leave a Reply

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.