کوئټه ( عبدالمالک اچکزئى ) د بلوچستان ميټرو پولس به چرته د خواؤشا سيمو د خلقو د پاره يو متاثرکوونکے ځائے وۀ او د لرې لرې نه به خلق دلته راتلل ـ د اخستون او نورو هلو ځلو نه علاوه خلقو به ټول ښار کښې موجودو سينماګانو کښې فلمونه کتل ـ د امن و امان کړکيچن صورتحال، د ترهه ګرۍ حملو او فرقه ايزه فسادونو په شان ستونزو د سينما کاروبار انديښمن حد پورې ختم کړے دے ـ

د امداد سينما يو انتهائى لوے هال اوس خالى دے ، يوازې ٧ کسان هال کښې يو خوا بل خوا ناست دي او يو پښتو فلم “يارانه” ګوري ـ

ټول ملک کښې په يو وخت په اولسى ځايونو د کيدونکو حملو له کبله د فلم کتوونکو شمير ډير زيات کم شوے دے ـ د موجوده صورتحال نه وړاندې به په زرګونو خلق سينماګانو کښې د فلمونو کتلو د پاره تلل ولې څيزونو يو شان نۀ پاتې کيږي لکه څنګه چې په سينماګانو کښې ډير لږ خلق په نظر راځي ـ

” مونږ به د هرې شو د پاره د ٨٠٠ نه ١٠٠٠ پورې ټکټونه خرڅول، ولې اوس تاسو کتلے شئ چې يوازې ٧ کسانو ټکټونه اخستے دي ” د امداد سينما د ټکټونو خرڅوونکى عبدالقادر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې وينا وکړه او د وينا سره سره ئې ټکټ بک هم وښودلو ـ

پشتون آباد کښې ، کيپرى سينما، يو وخت د پوره سيلګرۍ ځائے وۀ کومه چې د ځائى مدرسو پاريدلو طالبعلمانو وسوزوله، دې طالبعلمانو د نائن اليون نه سمدستى پس په افغانستان د نيټو د حملې په ضد احتجاج کولو ـ

٣٨ کلن مولوى محبوب، چا چې د کوئټې د يوې مشهورې مدرسې څخه زده کړې ده، ووئيل چې ” اسلام هيچا ته د سړو او ښځو د فلمونو کتلو اجازه نۀ ورکوى ـ د سيلګرۍ د پاره د چا د بدن برخې کتل بې شکه ګناه ده ـ”

” زۀ هغه وخت سينما ته لاړم کله چې ما کالج کښې سبق وئيلو، زما ملګرو زۀ په ټائى ټينک فلم کتلو مجبور کړم ـ هغه وخت ما داسې محسوس کړه لکه چې زۀ يوه ډيره لويه ګناه کؤم ـ” ٣٦ کلن ناصر احمد ووئيل چې دا وخت د بلوچستان پوهنتون د لسانياتو په شعبه کښې څيړنکار دے ـ د هغۀ دا ستونزمنه پاملرنه او روزنه د هغو تسليماتو له کبله وه کوم چې ورته د کلى مذهبى لارښود ښودلي وو ” چې هر کله کوم تن فلم کتلو له سينما ته ځى ، نو د هغۀ ايمان د هغۀ څخه جدا کيږى ، هغه باهر پاتې کيږى او يوازې هغه وخت درسره مرسته کوى کله چې تۀ د سينما نه بهر راؤځے ـ”

٢٥ کلن احسان هفته کښې يو ځل سينما ته ځى ـ د هغۀ وينا ده چې ” هر څو کۀ ما سره کور کښې ليپ ټاپ شته، ټى وى او کيبل هم راسره شته ولې په سينما کښې د فلم کتلو خپله يوه مزه ده ـ”

هغۀ پوښتنه وکړه چې ” دلته هيڅ کوم ځائے کښې د حفاظت ضمانت نيشته ، هغه کۀ ټى سټال وى ، بازار وى او يا د لوبو ميدان ، نو بيا يوازې سينماګانو ته تللو کښې خنډان ولې دي ؟ “

د يوې سينما مالک، چې د سکيورټى لاملونو له کبله ئې د نوم نۀ ښودلو غږ وکړو ، نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې د سينما نه څو ميټره لرې موجود يو کار پارکنګ زمونږ نه يو په زر زياته ګټه کوي ـ د هغۀ وينا وه ” آيا تاسو ته پته شته چې هغه ځائے کښې د جوړې کړے شوې ودانۍ نرخ به د لکونو کروړونو روپو وى او کوئټه کښې اوس سينما د يادونې جوګه کاروبار نۀ دے پاتې ، بيخى کم خلق دلته راځي ځکه چې حکومت د فم انډسټرۍ او سينماګانو بيخى مرسته نۀ کوى او له دې کبله مونږ د دې بندولو او خپل کاروبار بدلولو باندې مجبور يو ـ “

هغۀ ووئيل چې تيرو کلونو کښې ټوله کوئټه کښې په اولسى ځايونو د ترهه ګرۍ د حملو له کبله په زرګونو خلق وژلي شوي دي ، اوس خلق ډډه کوي ، هغوئ ويرېدلي دي، ځکه نو هيڅوک سينما ته تلل نۀ خوښوى ـ

د انډين فلم انډسټرۍ عروج د کوئټې او پېښور د خلقو پام رااړولے دے چې هغوئ دې د افغانستان درالحکومت کابل په سينماګانو کښې فلمونه وګوري ـ ٧٠ کلن حاجى مرتضى خان ووئيل چې ” مونږ به انډين او پښتو فلمونو کتلو د پاره کابل ته تلوو ولې چې دلته زمونږ په سينماګانو کښې به انډين فلمونه نۀ لګيدل، هغه ډېر د امن وخت وۀ، مونږ د ژوند هر اړخ څخه پوره پوره خوند واخستو ـ مونږ خلق به د ډلو په شکل کښې کابل ته تګ کولو او هيڅوک به فکرمندۍ او پريشنانۍ نۀ اخستو، نۀ مونږه او نۀ افغان وګړي ـ ” نن د ژوند هر اړخ پيکه او بې خونده شوے دے ځکه چې کله امن نۀ وى نو ژوند به هم نۀ وى او داسې حال کښې به د فلم کتلو فکر څوک وکړے شى ؟

د هغۀ وينا وه چې اخبارونه د بم چاودنو، د ترهه ګرۍ د حملو، هدفى وژنو او فرقه ايزو فسادونو د خبرونو څخه ډک پراته دي چې ورسره هر يو څوک ويرې اخستے دے ـ هغۀ زياته کړه چې مرګ به کله هم چرته هم تاسو په ولقه کښې واخلى ځکه چې انتهاخوښى زمونږ نه چاپيره خوره شوې ده ـ

” په افغانستان د سوويت يونين د حملو نه وروستو منطقه کښې د ښى او ګس اړخ ، جنګ وکړے شو ـ د ٧٠ ء او ٨٠ ء د لسيزې نه وړاندې هيچا ته د مجاهدينو يا طالبانو په حقله اته پته نۀ وه ـ زمونږ نه يو کۀ کميونيسټ انتها خوښى وو، نو بلخوا مذهبى انتها خوښى ـ پېښور او کوئټه د دې فوځونو د پاره د بيس کيمپ په توګه وکارولے شو او دا ځکه نوو نظرياتو زمونږ په امنناکه ټولنه حمله وکړه ـ” د کوئټې ٦٨ کلن اوسيدونکى عزيز خان ووئيل ـ

هغۀ د پخوانى وخت په يادولو ووئيل چې د ٦٠ء په لسيزه کښې هم ټولنه کښې امن او هم غږى وه ـ ” کوئټه ښار کښې بار وو، سينماګانې او تر دې چې رجسټرډ قحبه خانې هم موجود وې ـ په مزه مزه هغه هر څۀ ختم شول ، د سياسى نظرياتو د جګړې له کبله او د کميونزم او مذهبى انتهاخوښو له کبله چې به کومو پيټرو د ډالرو په فنډنګ طاقت ترلاسه کولو ـ “

د اولس د پاره د سيلګرۍ د ادارو حيثيت لرونکې د کوئټې سينما ګانې په يقينى توګه شاپنګ مالز کښې بدليدے شى ـ يوازې يو کال وړاندې عصمت سينما شاپنګ مال باندې بدله کړے شوه او اوس هره ورځ په سلګونو خلق دلته راځي ـ

د ثقافت ماهر او د ګندهارا آرګنائزيشن فار کلچر چيف ايګزيکټو ثنا اعجاز خان نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ” سينما يوازې د سيلګرۍ ځائے نۀ دے ، په اصل کښې دا خلقو غونډې ته په يو وخت د سيګرۍ سره سره تعليم هم ورکوي ـ “

هغې ووئيل ” پاکستان کښې بلوچستان، خيبرپښتونخوا او قبائيلى سيمې ( فاټا ) د تيرو څو لسيزو راسې مسلسل جنګ او جګړې سره مخامخ دي، د سينما په صورت کښې د سيلګرۍ يوه ذريعه د موجوده وخت ضرورت دے ـ پښتنه ټولنه کښې سړي د ښځو نه په پوره ډول بدل دي ، ټولنه کښې د سيلګرۍ بله کومه ذريه هم نيشته ، ځکه نو سينما هم هغه لاره کيدے شى چې هغوئ ته تفريح ورکړى ـ زۀ خو به دا ووايمه چې سينما زمونږ د ويريدلې او د غم د ښکار ټولنې د پاره د وينټى ليټر کار کولے شى ـ “

يونيورسټى آف بلوچستان کښې د ماس کميونيکيشن ډيپارټمنټ چيئرمين سليمان راجه ووئيل ” کوئټه کښې به کورنۍ سينماګانو ته تللې او فلم انډسټرى د جمود ښکار نۀ وه ـ د نړۍ د ټولو نه جديدې ټيکنالوجۍ، وى سى آر، بيا سى ډى او يو ايس بى او اوس د آن لائن سټريمنګ په شکل کښې د سينما ځائے نيولے دے ـ د دې ډيوائسز په مرسته هر څوک يوازې د ٣٠ روپو په لګولو پوره فلم کتلے شى ـ “

هغۀ ووئيل چې د پاکستان حکومت بايد فلم انډسټرۍ ته پاملرنه وکړى ځکه چې پاکستانى زلمو کښې زياتې تخليقى خوبۍ او توان شتون لري ـ “مونږ فلم وار کتلے شو چې ډير ښکلے دے ـ دا فلم ثابتوى چې زمونږ په فلم انډسټرۍ کښې لا توان شته او هغه ختمه نۀ ده ، دې ته يوازې د فراختيا او پاملرنې ضرورت دے ـ “

سليمان دې دريځ سره اتفاق نۀ کوى چې خلق د انتهاخوښۍ د زياتېدونکې خطرې له کبله انټرټينمنټ انډسټرۍ څخه ډډه کوي ، د هغۀ وينا وه چې د بلوچستان خلق ډير په شوق شوګانې کتل غواړي او اوس اوس کوئټه کښې فيسټيول کښې د کورنيو او ځوانانو پشمول په زرګونو کسانو په جوش جذبه ګډون کړے وۀ ـ

هغۀ زياته کړه چې سينما ګانو ته سپورټ ورکول او د هغې په نوې ټيکنالوجۍ سيګارول پکار دي، نو هله به سينماګانې د خلقو پام ځان ته راسې راکاږى کوم چې ئې پيل کښې کړي وو ـ” کۀ مونږ خپله فلم انډسټرى سپورټ کوو نه ، نو ټولنه کښې به انډين سينما خپلې جرړې مضبوطې کړى او هغه وخت به بيا زمونږ خپله سينما ستونزو سره مخامخ کيږى ـ وفاقى او صوبائى دواړه حکومتونه بايد ځائى ثقافتونو او ژبو لکه پښتو، پنجابۍ، سندهۍ او بلوچۍ ته پاملرنه وکړي ـ “

راحت سينما د هزاره شيعه کسانو د احتجاجى مظاهرې په دوران وسوزولے شوه ، دا احتجاج ٢٠٠٣ء کښې د ترهه ګرۍ په حمله کښې د درځنونو شيعه کسانو د وژنې خلاف شوے وۀ ـ واکمنو د ځاندرې د بيا بحالولو د پاره هيڅ ونۀ کړل او اوس دا سينما په يوه نرسرۍ بدله شوې ده ـ

د کوئټې اوسيدونکى ٥٦ کلن نذير خان پنى زئى ووئيل چې ” کوئټه کښې ٩ سينماګانې وې، اوس هلته تلوونکو کښې هغه جوش جذبه او مينه پاتې نۀ ده کومه چې به پکښې وړاندې وه ولې چې خلق د انتهاخوښو د حملو څخه ويريدلي دي ـ “

د بلوچستان د وزيراعلى پاليسى ريفارم يونټ کښې د اقتصادياتو ماهر بدر خان نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې ” سينما سيلګرى او بدلون ورکوى خو پښتنه ټولنه کښې د مذهبى انتهاخوښۍ له کبله د دې کردار ډير راغونډ شوے دے ـ دا انتهاخوښى خلقو ته وائي چې هغوئ دې موسيقى نۀ اوري او فلمونو کښې دې د نورو مخونه نۀ ګورى ـ “

هغۀ زياته کړه چې ” د سينما انډسټرۍ پرمختګ به روادارۍ او خوشحالۍ رامنځته کولو کښې لاس مرسته وکړى ، د نتيجې په توګه به ټولنه کښې امن او هم غږى پيدا شى او لرې پرتو شاته پاتې سيمو کښې به ترقۍ ته لاره ورکړى ـ د امن و امان د ښۀ صورتحال له کبله به بهرنۍ سرمايه کارى وشى او دا څيز د اقتصادى شعبې د عروج سؤب جوړيدے شى ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here