ګلګت بلتسان کښې د ژمى د موسم په زور کښې زياتوالے: د ځائى ابادۍ د کډو کولو له کبله د بازارونو رونق تت شو

0
3443

ګلګت ( سمير حسيب ) د تېر کال د نومبر تر اخره مسرور ولى مېدانى سيمو ته مخې کولو د پاره د ګلګت پرېښودو په حقله فکر نۀ وۀ کړے ـ تر دې چې نورو خلقو د خپلو کورنيو پشمول د دنګو او لوړو غرونو د ټاټوبى ګلګت بلتستان د ډېرې سختې يخنۍ څخه د بچ کېدو په خاطر ښارونو ته د مخې کولو د پاره خپل سامانونه تړلي وو ـ
هر کال د ژمى د موسم په دوران د نومبر نه اپريل پورې ګلګت بلتستان د سختې يخنۍ په ولقه کښې راځى او درجه حرارت د ټولو واديانو پشمول ګلګت او سکردو کښې منفى ١٠ پورې په ښکته راځي ـ د خلقو د اکثرت د پاره، چې په سيمه کښې مېشتۀ وي، دا بيخى زياته يخنى ډېره ستونزمنه ثابتيږى ـ کله چې يخنى زور نيسى او د واؤرې څادر له ټولې خاورې تاوهى نو د سوزولو د پاره په استعمالېدونکى لرګي ټوله وادۍ کښې ناوياته کيږي چې له کبله ئې غوښتنه زياتيږى او نرخونو کښې زياتوالے راځي ـ
د ولى د پاره د يخ موسم يو مطلب خو دا دے چې هغه دې سيمه پرې نۀ ږدى او يا دې بيا ګلګت کښې د سوزولو د پاره کارېدوونکو لرګيو باندې خواؤشا ٦٠ زره روپۍ ولګوي ـ هغۀ د دې رقم په اسلام آباد کښې د لګولو پرېکړه کړې ده کوم چې د ګلګت نه پينځۀ سوه کلوميټره لرې دے او د يخنۍ زور پکښې هم کم وى ـ
ځائى سرکارى سکول کښې د سبق ښودنې ذمه وارۍ ترسره کوونکے ولى وائي :” زۀ به دا پېسې په پېنډۍ کښې خرڅ کوم، دا هم يوه رښتيا خبره ده چې داسې د سېلګرۍ يوه موقع ترلاسه کيږى او خپلو خپلوانو سره ليدل کتل هم کيږى ـ”
ځائى خلق چې کله د ګلګت بلتستان نه مېدانى سيمو ته مخه کوي نو سيمه کښې کاروبارى هلې ځلې کمزورې کيږي او ځائى بازارونو کښې د قدر په کمېدو سرمايه د لويو ښارونو لورى ته منتقل کېږى ـ ګلګت بلتستان، چې د صنعتونو د نۀ شتون له کبله په معاشى توګه پياوړے نۀ دے، د پاره د دې مطلب د معيشت نور غورزېدل دي ـ
د روان کال د ژمى موسم په دوران د دريو بچو پلار ولى ګلګت بلتستان پرې نۀ ښودو، هغه وائي چې پېنډۍ کښې مېشتۀ د هغوئ خپلوانو ورته زارى وکړه چې هغه دې د ژمى د موسم په دوران ګلګت پرېږدى ـ هغۀ ووئيل :” هر څو کۀ د ژمى موسم کښې ژوند سخت دے ولې ما خپل ښار پرې نۀ ښود ـ کۀ تاسو د ژمى د موسم د زور څخه ځان ژغوريئ نو لرګي به سوزويئ ـ د خاورو تېل يا د قدرتى ګېس هيټر څۀ ښۀ متبادل نۀ دے ځکه چې دا ډېر ګران دے ـ “
د ژمى د موسم په دوران د سوزولو د پاره د استعمالېدوونکو لرګيو نرخ زياتيږى او روان کال کښې ٤٠ کلوګرامه لرګي په ٦٠٠ روپۍ خرڅېږي کوم چې تېر کال ٥٣٠ روپۍ کښې وو ـ ولى وړاندې وائي :” ٢٤ ګنټې کورونو کښې د ګرموالى ساتلو د پاره ٣٠ کلوګرامه لرګي استعمال کښې راځي د کوم چې ساده شان مطلب دا دے چې تاسو هره ورځ پينځۀ سوه روپۍ سوزويئ او داسې مارچ پورې کؤل وى ـ”
د ګلګت بلتستان د دويم لوے ښار سکردو اوسېدوونکے فرمان على زميدار دے ـ د اوړى د موسم د لنډې مودې په دوران هغه د فصلونو په کرلو کښې خپل پلار سره مرسته کوى ـ د ٣٠ کالو فرمان على وائي :” خو د ژمى موسم کښې د ډېرې سختې يخنۍ له کبله پټي شاړيږى او زۀ په عمومى ډول د ملازمت په لټون کښې لاهور ته مخه کوم ـ”
هغه راتلوونکى کال کښې د وادۀ کولو اراده لرى ـ
فرمان على زياته کړه چې هغۀ تېر کال د لاهور په يو هوټل کښې څلور مياشتې ملازمت وکړو او کله چې ئې کور ته واپسى وکړه نو ١٠ زره روپۍ بچ کولو کښې بريالے شو ولې هغه د کور ملازمت ته ترجيح ورکوى ـ
هغۀ ووئيل :” د هوټل ملازمت نۀ يوازې بيخى سخت وى بلکې نسبتاَ په لږه تنخواه کښې زيات بدنى توان خرڅ کول وى ـ کورنى ملازمت کښې داسې هېڅ نشته چې څۀ قدرې اسان دے ـ “
د اسانيو نيشتوالے يوه بله وجه ده د کوم له کبله چې خلق او په عمومى توګه شتمنه طبقه د ١٥ لکو ابادۍ د دې خطې نه مېدانى سيمو ته مخه کوى ـ کله چې غريزه واديانو کښې قدرتى ګېس شتون نۀ لرى نو د ژمى د موسم په دوران د مايع پټروليم ګيس ( ايل پى جى ) نرخونه هم زياتيږى ـ په سيندونو کښې د اوبو سطح کمه وى نو د برېښنا په پېداوار هم اثر پرېوځى داسې د لوډ شيډنګ وخت يوه ورځ کښې ٢٢ ګنټو ته رسېږى چې ورسره نۀ يوازې ژوند کړۀ وړۀ بلکې منطقه کښې کاروبارى تګ و داؤ هم ځپلے شى ـ
رپ ورکوونکې د ژمى موسم او د بنيادى اسانيو د نيشتوالى په رڼا کښې د ځائى ابادۍ او په ځانګړى توګه د کاروبارى ورورولۍ نورو ښارونو ته د مخې کولو له کبله معاشى هلې ځلې د ځنډ ښکار کيږي، د سرمايه کارۍ حجم راښکته شى او اخستون خرڅون کښې کمے راځى ـ
د فرنيچر او قالينونو د هول سيل ډيلر فضل حسين وائي :” د ژمى د موسم په دوران کاروبار انتهائى په ښکته راځى او تاسو د ګاهک د انتظار نه علاوه هېڅ نۀ شئ کولے ـ ښار شاړ پروت وى او کاروبارى هلې ځلې په ټپه ودرېږي ـ زۀ يوازينے تن نۀ يم چې د داسې حالاتو سره مخامخ يم بلکې ټول مارکيټ کښې دا ډول جمود خور دے ـ” هغۀ نورو دوکانونو ته اشارې کولو سره ووئيل ـ
فضل حسين وائي چې هغوئ سرکارى محکمو ته زوړ او نوے فرنيچر ليږي ولې د ژمى موسم کښې د غوښتنه کمېدو په سؤب د دې په خرڅون کښې ٦٠ سلنه پورې کمے راځي ـ
هر څو کۀ څۀ سرکارى شمېر شمېره موجود نۀ ده خو د يوې اندازې ترمخه د ګلګت بلتستان څخه هر کال په زرګونو خلق ګرمو علاقو ته مخه کوي ـ د دې رجحان پيل د نومبر څخه کيږى او د مارچ پورې روان وى کله چې تعليمى ادارې د ژمى موسم د چوټيانو له کبله بندې وي ـ
د ګلګت بلتستان چيمبر آف کامرس پخوانے نائب صدر طارق محمود وائي :” ما ته معلومه ده چې په سلګونو کورنۍ هر کال د ژمى موسم کښې پېنډۍ او نورو ګرمو سيمو ته اوړي ـ “
هغۀ زياته کړه :” هغه ټول خلق چې د ګلګت بلتستان نه کرمو سيمو ته مخه کولے شي د داسې هېڅ کوم امکان څخه مخ نۀ اړوي ـ د ملک دننه کډه کوونکي ځينې خلق واپس نۀ راځي او د ملازمت او تعليم د غوره موقعو له کبله د ملک په لويو ښارونو کښې په پخه استوګنه خپلوي او ډېر يوازې د ژمى په موسم کښې د څو مياشتو د پاره ځي ـ”
د طارق محمود وېنا ده چې د ځائى خلقو په لويه پېمانه ګرمو سيمو ته د مخې کولو له کبله د مقامى ابادۍ کاروبار د کنګل کېدو ښکار کېږي، د معيشت پايه ودرېږى چې ورسره په ځائى کسانو او منطقه باندې منفى اثرات پرېوځي ـ
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :”پېنډۍ، کراچۍ او لاهور کښې هر کال د ګلګت بلتستان د وګړيو يو لوے شمېر مېشتۀ کيږى ـ دغه ښارونو کښې د سيمو نومونه هم اوس د ګلګت بلتستان کليو لکه نګر، هنزه او بلتستان ته منسوب شوي دي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here