پېښور (شيراز اکبر) ميانه طبقې سره د اړوند زلمى ذکاء الله د پاره په سپېځلې مياشت رمضان کښې د خوراک څښاک د ګرانېدو له کبله ژوند تېرول ګران شوى دي ـ روان کال کښې ذکاء الله او د هغۀ په څير د محدودو وسيلو وړ ابادى سختې وېرې سره مخامخ ده ځکه چې کۀ يو خوا د خوراک څښاک د څيزونو نرخونه زيات شوي دي نو بلخوا رمضان المبارک کښې د ګرانۍ په دېو قابو موندلو د پاره څۀ ارزان بازار ونۀ لګولے شو ـ

ذکاء الله وائى چې د روژې مياشت کښې روکانداران د ګاهکانو څرمن اوباسى د کوم له وجې چې د واکمنانو له لورى د نرخونو زياتېدو له کبله د اولس د پاره د پېدا کېدوونکو ستونزو کمولو په خاطر ارزان رمضان بازارونه لګولے شي چې پکښې د امروزه د استعمال څيزونه په لږ قيمت شتون لري کوم چې اوس زړې قصې ګرځېدلې دي ولې روان کال کښې د اولس د پاره دا هم ونۀ کړے شوه ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” پاکستان کښې د رمضان المبارک په دوران د خوراک څښاک د څيزونو نرخونه زياتېدل اوس يو روايت جوړ شوے دے ـ روان کال کښې نرخونه په ډېره بده توګه زيات شوي دي او زۀ د خپلې کورنۍ روژه ماتى له په مناسب نرخ د خوراک څښاک څيزونو اخستو د پاره کوم ارزان بازار لټولے نۀ شم ـ “

هر کال تاجران د غوښتنې زياتېدو له کبله د روژې مياشت کښې د مېوې، سبزۍ، غوښې او کرياڼې مصنوعاتو نرخونه زياتوي ـ صوبائى او ضلعى حکومتونه ارزان بازار لګوي کوم چې پېښور کښې د تېرو دوو کلونو راسې ونۀ لګېدو ‌ ـ په ١٣ جون جارى کړے شوى يو پريس ريليز کښې اقتدار باندې ناست ګوند پاکستان مسلم ليګ په خېبرپښتونخوا کښې په اقتدار ناست د پاکستان تحريک انصاف په حکومت د رمضان المبارک په دوران ارزان بازار نۀ لګولو باندې نيوکې وکړې ـ

پريس ريليز کښې دا هم ووئيلے شول چې خلق د خوراک څښاک د څيزونو ګرانه بېعه باندې اخستو ته مجبور کړے شوي دي ځکه چې د منافع خورو په ضد کاروائى نۀ شى کولے ـ د ذکاء الله په شان د لږې ګټې وټې د خلقو د پاره د نرخونو د زياتېدو مطلب د خوراک څښاک او د ژوند د نورو ضرورتونو څخه بې برخې کېدل دي ځکه چې د ښار انتظاميه د ميوو، سبزۍ او د خوراک څښاک د څيزونو په سرکارى نرخونو د خرڅون په ممکن کولو کښې ناکامه شوې ده ـ

رمضان د اسلامى کيلنډر نهمه مياشت ده کله چې د ټولې نړۍ مسلمانان روژې نيسي ـ د رمضان المبارک په دوران د خوراک څښاک د څيزونو، مېوو، سبزۍ ، غوښې او کرياڼې مصنوعاتو نرخونه ډېر زياتيږى ـ

ذکاء الله ووئيل :” واکمنو په نرخونو کښې زياتوالى باندې قابو موندلو د پاره ډېر لږ ګامونه پورته کړي دي او په دې بابله ئې بيخى د نيشت برابر د بازارونو دورې وکړې چې مقصد ئې د نرخونو مانيټرنګ وګرځولے شو ـ دا دورې يوازې د خلقو په نظر کښې د ځان راوستلو د پاره وکړے شوې ـ مرام ئې په مېډيا راتلو سره ښۀ په نظر راتلل وو او خلقو ته د اسانيو ورکولو د پاره هغوئ ډېر لږ اقدامات کړي دي ـ “

هغۀ ووئيل چې واکمن دا دعوه کوى چې هغوئ نرخونو باندې قابو موندلې ده او په سرکارى نرخنامه عملدرآمد ئې ممکن کړے دے ولې په ټوله ضلع کښې خلق په نظر راځي چې مېډيا باندې د واکمنو د منافع خورو خلاف کارروائۍ کښې د ناکامۍ په حقله شکايتونه کوي ـ

د پېښور د ضلعى حکومت د وياند فيروز شاه ترمخه دا د ضلعى حکومت په ځائے د ضلعى انتظاميې ذمه وارى ده چې په نرخونو نظر وساتى او د رمضان المبارک په دوران ارزان بازارونه ولګوي ـ

د ضلعى انتظاميې ترجمان ساجد خان په ټيلى فون نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ارزان رمضان بازارونو مقصد په لږ قيمت د خوراک څښاک څيزونه ورکول دي ولې روان کال کښې ضلعى انتظاميې په هر بازار کښې دوکاندارانو باندې نظر ساتلے او داسې ئې ممکن کړې ده ـ “

د دې دعوو باوجود په نرخونو ډېر کم قابو وموندلے شو ځکه چې ميوې او سبزۍ خرڅوونکي تاجران د نرخونو زياتېدو هم خپل لاملونه بيانوى ـ

د پېښور شاهى باغ سره نزدې سبزى منډۍ کښې د ميوې دوکاندار مهراب شنوارى وائي چې د ګرانۍ په بابله د خلقو رد عمل سم دے خو دوکانداران په دې حقله هېڅ نۀ شى کولے ـ

هغۀ زياته کړه چې د هول سيلرانو له خوا د خوراک څښاک د څيزونو زخيره کول او د رمضان المبارک په دوران سبزى منډۍ کښې د ګرانې بېعې نيلامى په نرخونو کښې د زياتوالى بنيادى لاملونه دي ـ

مهراب شنوارى ووئيل :” کۀ دوکانداران ميوې او سبزۍ په ګرانو نرخونو اخلي نو هغوئ هغه په څۀ ډول مناسب نرخ باندې خرڅولے شى  ؟”

هغۀ ووئيل چې اکثر او زياتره د خرابو مېوو او سبزۍ کرېټونه او بورۍ اخستے شي او د دې زيان د ازالې د پاره نرخونو کښې زياتوالے کول وي ـ

فوډ کنټرولر تسبيح الله ووئيل چې هغوئ په سرکارى نرخونو خرڅون باندې عملدرآمد د پاره بيلابيلو بازارونو کښې په مستقلو بنيادونو ” چهاپې ” وهي او هغوئ خلاف ورزى کوونکي ګڼ کسان په ولقه کښې اخستې دي او جرمانې ئې پرې لګولې دي ـ

هغۀ ووئيل :” تر اوسه ٨٦ کسان په زخيرو جوړولو، سرکارى نرخنامې نه په زيات يا د خوراک څښاک د غېر معيارى څيزونو په خوڅولو نيولي شوي دي او جرمانې پرې لګولې شوې دي ـ “

د ضلعى انتظاميې وياند ساجد خان ووئيل چې د پېښور ضلعې مجسټريټان ( اسسټنټ کمشنران ) په بيلا بيلو بازارونو کښې د پېشمنى په وخت بغېر پروټوکوله او ساده جامو کښې چاپې وهي چې ګنى ګاهکان ښکاري ـ

هغۀ زياته کړه :” د دې چاپو مقصد په نرخونو د قابو موندلو د پاره کېدونکې کارروائۍ مؤثره کول دي ـ ضلع کښې په وړومبى ځل ساده جامو کښې د پېشمنى په وخت چاپې وهلي شي ـ “

ساجد خان ووئيل :” د سرکارى نرخنامو په خلاف ورزۍ تراوسه په سوونو ذخيره جوړوونکي او د خوراک څښاک د غير معيارى څيزونو خرڅوووکي دوکانداران نيولي شوي دي او يا پرې جرمانې لګولې شوي دي ـ “

خو ولې نوتهيا بازار کښې يو ګاهک سعد على نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د دې چاپو د نۀ مؤثره کېدو وجه د خوراک د محکمې ، ضلعى حکومت او پوليس ترمنځه د رابطو نيشتوالے دے ـ

هغۀ ووئيل :” انتظاميې ته نۀ يوازې په مستقلو بنيادونو چاپې وهل پکار دي بکې دا دې هم په نظر کښې وساتلے شى چې دوکانداران د سرکارى نرخنامې سره سم څيزونه خرڅوي کۀ نه ـ ”
 
 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here