دانشوران په زده کړو کي د افراطيت  په زياتوالي اند يښمن دي

0
1241

د مقدساتو توهين په وجه د هجوم  بريدونو شمير  د خبرونو په سر ليکونو کي  زياتوالي سره  دانشوران  نظر لري چه  د ترها ګري په وړاندي  د اوږدي جګړي  او ديني مسائلو  يو اساسي روش  په ټولينزه يو سخت اغېز اثر لري.

څرونکي وائي چه  په ځانګړي ډول په ر ښتيا د ټولني په ځوانانو او  تعليم يافته منځني  طبقي کي د  زيات دي او  د زده کړو په ادارو کي  د دي اثر په احساس کي را ځې  چه  چرته افراط په زياتوالي او ز زغم کم دي

تيره مياشت د عبدالولي خان پوهنتون  مردان(AWKUM) مشال خان په وحشي  لاري وژنه  او د  د مقدساتو توهين تور لګيدونکو کسانو پر خلاف  د اور پکو  څو نورو مواردو  د دي ميلان ګواهي دي

د خان پلار محمد اقبال  د صوابي نه د ټيلي فون  د لاري نيوز لينز او حقيقت تعقبونکي ته وويل چه” دوئي)هجوم( خالي  زما  زوئي نه ووژلو  بلکه هغه خولې  ي هم بندي کړي  چه کومي د  ترميم)د کفر د قانون د ناوړه چلند پاي ( خبري کولي .  د  زياته  کړه چه  د هغي د زوئي جرم د وو  چي اصلاحات راوستل شي”هغه  د ټولنيز  استثمار  او سياسي نظام سخت ناقد وو “

مشال خان د AWKUM د رسينيو مطالعاتو  رياست  د شپيږم سمستر محصل وو.پوهنتون ته د راتلو مخکي هغي د ماسکو په پوهنتون کي د انجينئرنګ  سبق وئيلو.په ډيرو موقعو خان  د  ټيلي ويزن په مرکو  او د سوشل ميډيا د لاري د ملک په ټولينز  او سياسي نطام  سخت تنقيد کولو .مشال  خان د  عبدالولي خان پوهنتون  AWKUM د زده کوونکو  او کار کوونکو  ډلي  د لاسه  د مقدساتو  تور لګيدو ورستو مړ کړي شو

د خصوصي ټيلي ويژن شبکي سره  په خپله مرکه کي  هغي  په پوهنتون کي  د ناقانونه استخدام  او کرپشن  په وجه د پوهنتون اداري نيوکه کړي وه.خو په خان او د  هغي په دوه ملګرو  د مقدساتو توهين تور لګيدو ورستو  هغي  وحشيانه مرګ ته ورسولو  شو  چه د اپريل مياشتي په  ديارلسمه نيټه  يو هجوم هغي  د هاسټل د خپلي کوټي نه راوکشاولو  او مړ ي کړو

د ښوونيزو چارو او سياسي شنونکۍ ډاکټر خادم حسين وائي چه  په ټولو تعليمي ادارو کي  تاؤتريخوالي  د دي انځور دي  چه په ټولنيزه کي د متنوع     خيالاتو جزب کول ،تحليل،نظر  او مشاهدات  چه د علمي بحثونو په روح کي وي ورو ورو آبدي کيږي.حسين نيوز  لينز ته وويل چه د جسمي  او فکري  ودې لپاره  دوه اساسي غوښتني دي

ډاکټر حسين وائي چه” خوارک او سرپناه  د انسان  او  ځانور دواړو لپاره ضروري دي- د پوهنيز پرمختګ  ليا احساساتي زهنيت  انساني ټولنه  او داسي ماحول  جوړه وي  چه هلته په  موضوعاتو باندے په ډله  مشاهدات ا و تجزيه ووشي  دغه موږ ته  د څيزونو او موضوعاتو په باري کي نتيجي راکولي شي او داسي پوهني  موږ په ټولنه کي وويشو چه هر چه ته د منلو وړوي “

ډاکټر حسين چه د  “Rethinking education-critical Discourse  and society”

ليکوال دي وائي چه  د معلوماتو عمل ،د علم  او تجزي شريکول  او د يو بل نظر  او عقيدي جزب کول زموږ ټولنيزه  ادراکي يا فکري پرمختګ ته راوستلي شي

“چه کله د ادراکي يا فکري پرمختګ عمل مفلوج شي نو په ټولنيزه کي د مردان په شان د تشدد واقعات مخي ته راځي “

د پنجاب پوهنتون کيمپس کي د دوه زده کوونکو  فيډريشونو تر منځ  يوه واقعه مخي ته راغله چه کله په يو”کلتوري پروګرام “ بريد وکړي شو .د دي واقعي څو ورځو ورستو  يو بل زده کوونکي  ووهل شو  چه  په هغي د  يو شعبي زنانه زده کوونکي  ته د ډالي دعوت ورکولو تور وو

چه کله د هغي نه د پوهنيز پرمختګ عمل مفلوج کيدو  په باري کي معلومه کړه شوه  نو ډاکټر حسين  وويل  چه د پوهني په ادارو کي  چرته هم  د متنوع  نظرحوصله افزائ وکړه شوه او نه جوړه کړه شوه

هغي وويل چه”زده کوونکي هر وخت  منع کړه شول که هر کله دوئي  د پاکستان د آزادي ټوټه ټوټه تاريخ  په موضوع باندي سوالونه اوچت کړل “ .هغي زياتوي چه” ورزدکونکي ته د اول ورځ نه  خبرداري ورکړي  چه د قسم پوښتني مه کوي .د هغو هدايات وي  چه څه په کتابونو کي ليکلي دي  هغه  رښتيا دي. داسي حال په قدرتي توګه  د زده کوونکو سوچ،تجزيه او د مشاهدي مهارتونه تم کړي “

ډاکټر حسين وائي چه کله هم  په ټولنيزه کي  د نورو کلتورو او عقيدو  سره  د  تعلقاتوتو او تعمل حوصله شکني کيږي  نو بيا څه ډلي او د رياست  پاليسي په ټولنيزه  د څه مخصوصو  تجزيو او نظارت لپاره  د طاقت استعماليدو  حوصله افزائي کوي

هغي وويل چه د مردان پيښه  د فکري عمل  د  ودريدلو يو بشپړ مشال دي” که چرته د زده کوونکو د نظارت  نه وي مفلوجه شوي  نو دوئي به چرته هم داسي  وحشت ژمن نه کولي .دوئي به داسي کولو اول نه سل ځله سوچ کولو”

 دقانون په وړاندي په پاکستان کي  د مقدساتو توهين  کول سزا د عمر قيد  ليا د مرګ سزا دي.د قانون د پوځي آمر ضيا الحق  په وخت کي د ۸۰ په دهائي کي جوړ شو .اوس مزهبي  او ښي وزر سياسي ګوندونه  په دي قانون کي  بدلون نه غواړي

مولوي خليق الزمان  چي هغي د خيبر پختون خواه  ولسوالي چترال کي  يو د مقدساتو  تور  لګيدونکي  کس د هجوم د جبر نه په حفاظت کړي وو نيوز لينز ته وويل  چه د يو مزهبي مشر په حثيت  د زمه دنده دي چه په ټولنيزه کي  د برداشت او صبر پر مختګ اوکړم

“مه هغه کس چه په کوم تور وو چه کفري لغاتونه ي وويلي دي پوليسو ته حوالي کړو په ځائي چه خلقو قانون په لاس کي آخستلو” هغي زياته کړه چه اسلام د دي اجازه نه ورکوي چه کوم سلوک د مشال خان سره ووشو “

هغي وويل چه په اسلام کي  د مرتد لپاره هم رعايت  موجود دي  چه د درو ورځو لپاره  هغي په مينه سره قائل کړه شي  چه د ارتداد لاس واخلي .هغي وائي چه په ټولنيزه کي د زغم  ودې راوستو لپاره  د ديني عالمانو کردار مهم دي

“علماؤ او  ديني شخصيتو نو ته په کار دي  چه په ټولنيزه کي صبر، آهنګي او سولې لپاره وعظونه وکړي “ زمان وائي چه”په ميډيا کي د علماؤ انځور منفي او دزغم پيش کړي  شوي دي  چه هر چرته داسي نه دي “

خو د مزهبي سياسي ګوندونو مشران  د زغم زياتيدو په خصوصي د مقدساتو توهين په کيسونو کي  رياست زمه دار ګنړي. د ولايت خيبر پختون خواه  د جماعت اسلامي مشر  مشتاق احمد خان  وائي چه  که دولت په ماضي کي  د مقدساتو توهين تور لګيدونکي کسان  نيولي وي  نو د مشال مرګ به نه کيدلو

مشتاق احمد خان وائي  چه”کله دولت  قانون د حقيقي روح  په لاره نافذ نه کړي  نو خلق مجبور شي چه قانون په لاس کي واخلي”. هغي زياته کړه چه د مقدساتو توهين قانون   د په کلکه سره نافذ کړه شي  او په دي کي د بدلون هيڅ ځائ نشته “

خو ډاکټر حسين وويل چه مذهبي ډلي او ګوندونه په ټولنيزه کي  په مستقيم ډول  د عدم برداشت  د زياتوالي سره تړلي دي.”مذهبي ډلي او متنوع ټولنه د محافظه نظرو نو پرمختګ نه غواړي.د زغم به هيواد د نوري ويني تويولو په طرف بوځي “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here