کراچۍ ( فرحانه نيازى ): د کراچۍ مينځنۍ سيمې لکى سټار سره نزدې د مات شوى سړک ښى لورى ته دوکان کښې دوکاندار د ګاهکانو په انتظار دے ـ هم دې دوران کښې د سپين رنګ موټر راځى او دوکان سره ودرېږى، يو تن راکوزېدو سره دې دوکان ته راځى او د اوښې د پېو غوښتنه کوى ـ

Camel Milk
:Photo by Farhana Niazi / News lens Pakistan.

د دوکان د مالک عدنان ترمخه يوه ورځ کښې د سلو لېټرو پورې پۍ خرڅېږى او هم هره ورځ تازه پۍ راغوښتلے شى کوم چې تر شپې ختمېږي ـ

د عدنان ترمخه ” زياتره خلق د هيپاټائټس سى، بلډ پريشر او د کينسر ناروغانو د پاره پېو اخستو له راځي ځکه چې دا هغوئ له ښۀ وي، اوس خو ډاکټران هم رنځورانو ته د اوښې پۍ تجويز کوي ـ”

دا څلور سوه روپۍ کلو پورې خرڅېږى ـ د دوکاندار عدنان وېنا ده چې ګهارو کښې د هغوي خپل فارم دے او ځنې وخت هغوئ د دوبۍ نه هم درآمد کوي ـ

“دا کاروبار دومره د ګټې وټې نۀ دے ، مونږ خو يوازې د ثواب ګټلو د پاره دا کار کوو ـ “

ښار کښې د بزنس روډ، صدر، ناظم آباد، کلفټن پشمول ګڼو سيمو کښې په دوکانونو د اوښې پۍ شتون لري کوم چې به له دې وړاندې يوازې هم په لرې پرته سيمه ابراهيم حيدرى کښې خرڅېدل ـ ځينو سيمو کښې د پېو ېخې بوتلې بيلابيل فليورز سره خرڅولے شي ـ په ځينو ويب سائټونو هم د اوښې د پېو کور ته د ورسولو وړاندېز موجود دے ـ

د پاکستان د بيابانى سيمو نه علاوه ساحلى سيمو کښې هم اوښان ساتلے شي، د اوښې د پېو په بابله د پېغمبر اسلام صلى الله عليه و آله وسلم ګڼ روايتونه موجود دي ـ

د کيمل ملک شاپ د مالک عدنان وېنا ده چې د تېرو څو کلونو په دوران د دې کاروبار حجم زيات شوے دے د کوم په سؤب چې ځائے په ځائے داسې دوکانونه پرانستے شوي دي ځکه چې د خلقو د اوښې د پېو په حقله باور زيات شوے  دے ـ

شهريار په هفته کښې يو ځل د اوښې پۍ استعمالوى، د هغۀ وېنا ده چې زما په ځيګر کښې ورم وو، د اوښې د پېو په کارؤلو مې طبيعت ښۀ شوے دے ـ

” ما د بيلابيلو ډاکټرانو نه علاج وکړو، ګڼ ټېسټونه مې وکړل او ګران بېعه دارو درمل مې وکارؤل ولې هيڅ ګزاره مې ورسره ونۀ شوه ـ وروستو له دې مې بيا د يو حکيم نه علاج وکړو چا چې راته د اوښې د پېو استعمالولو مشوره راکړه د کومو په کارؤلو کښې ما ته ګټه رارسېدلې ده ـ “

د پاکستان تر ټولو لوے ښار کراچۍ کښې خو هسې د صحت ټولې جديدې اسانۍ شته دے ولې خلقو کښې د علاج اسلامى طريقه هم مقبولتيا مومى چې طب نبوى هم ورته وئيلے شى ، اخبارونو او ټى وى چېنلو باندې د طب نبوى په بابله ځانګړى مضمونونه چاپ او پروګرامونه خورولے شي او د ايس ايم ايس له لارې هم د دې مشهورتيا کولے شى ـ

د ٦٥ کالو محمد طارق د زړۀ او شوګر رنځور دے، هغه عجوا کهجورې استعمالوي ـ

” ما په يو نجى ټى وى چېنل د يو حکيم نه د عجوا کهجورو او د دې د هډوکو د فائدو په حقله اورېدلي وو، اوس زۀ د عجوا کهجورو د هډوکو سفوف استعمالوم ، دې سره زما طبيعت څۀ قدرے ښۀ شوے دے ـ دې نه علاوه د عجوا کهجورو استعمالولو سره شوګر نۀ زياتيږى ـ هره ورځ کهجورې نۀ خورم، درېو ورځو کښې درې کهجورې خورم او بيا د درېو ورځو دمه ورکوم ـ “

د عجوا کهجورو په حقله اسلامى روايت دے چې پيغمبر اسلام مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم په مدينه کښې د عجوا کهجورو ونه کرلې وه او د ځينو خلقو عقيده ده چې دې سره ډېر رنځونه ښۀ کېږي ـ

اسما فريد کورنۍ مېرمن ده، هغې ته د تېرو څو کالو راسې د شوګر رنځ لګېدلے دے ـ د هغې وېنا ده چې ” زۀ په باقاعده توګه کلونجى استعمالومه ځکه چې په قرآن کښې ليکلي شوي دي او دا سنت هم دي چې په کلونجى کښې د هر رنځ د پاره شفا ده ـ د شوګر کنټرولولو د پاره د نيم د پاڼو پوډر استعمالومه ـ”

د جامو او بينکنک نه پس اوس د علاج اسلامى طريقه هم چټکتيا سره وده مومى ـ د نفسياتو د مشهور ماهر ډاکټر هارون احمد وېنا ده چې ټى وى چېنلې د علاج دې طريقې ته فراختيا ورکوى او د کېنسر ښۀ کېدو دعوې هم کوي ـ د شوګر ناروغه کۀ چا ټيک کړو نو زۀ به نوبيل انعام ورکړم خو خلق هغوئ له ځي ـ

” وجه دا ده چې د علاج ايلوپيتهک طريقه ډېره سخته شوې ده ـ کۀ کوم لوے هسپتال ته لاړ شئ نو بلها بلډ ټېسټونه درته ليکي چې ډېر ګران وي ، دې نه علاوه د هرې ناروغۍ د سمدستى علاج په حقله هم د خلقو هيلې زياتې شوې دي د څۀ له کبله چې هغوئ روحانى او مذهبى لارې لټوي ـ د حکيمانو او عالمانو دعوه ده چې داسې رنځونه به هم ښۀ کيږي کوم چې ډېر ستونزمن دي او د هغې علاج ايلوپيتهک سائنس کښې نشته ـ “

پاکستان کښې د ډاکټرانو نمائنده تنظيم پاکستان ميډيکل ايسوسى ايشن دا دعوه کوى چې سندهـ صوبه کښې دوه لکه عطائى ډاکټران کار کوي ـ کۀ هر عطائى ډاکټر له هره ورځ لږ نه لږ لس رنځوران هم راشي نو د يوې اندازې ترمخه هره ورځ ٢٠ لکه خلق د عطائى ډاکټرانو څخه خپل علاج کوي ـ د پى ايم ډى سى د شمېر شمېرې ترمخه سندهـ کښې په سرکارى توګه د ٨٢٥ کسانو د پاره يو ډاکټر شتون لرى ـ

د پى ايم اے  د پخوانى صدر ډاکټر شير شاه ترمخه دا وخت په کراچۍ کښې لسو زرو پورې ډاکټران پريکټس کوي او هسپتالونو کښې هره ورځ خواؤشا يونيم سل اپريشنونه کولے شي ـ

په ښار کښې حجامه هم زر زر وده مومي ـ يوازې په څو کالو کښې څو حجامه سيڼترې جوړې شوي دي، د دلچسپۍ خبره دا ده چې د عامو خلقو نه علاوه لوستې او شتمنه طبقه هم دې لورى ته پام راګرځوى ـ

د ښار د ګڼې ګوڼې سيمې کلفټن دو تلوار سره نزدې يوه ودانۍ کښې هم يو داسې حجامه سينټر جوړ دے ـ په دوو کوټو د مشتمل کلينک نه بهر يو مېز سيکرټرى په ولقه کښې اخستے دے او د انتظار ګاه په چوکيو مېرمنې د خپل وار انتظار کوي ـ

نيوز لينز چې کله د دې کلينک دوره وکړه نو د کلينک څخه په نقاب کښې پټه يوه ښځينه ډاکټره بهر راووځى او سيکرټرى ته د څۀ هداياتو په ورکولو واپس ځي ـ چې وردننه شوو نو په بيډ يوې مېرمن بدن باندې کپ لګولے او غزېدلې ده چې په کښې غوښه د يوې چيمړې په څير جمع ده او د هغې نه نرۍ نرۍ وينه ځى ـ

دا مېرمن د ملا دړد د علاج د پاره دلته راغلې وه او هغې دا باور لرلو چې حجامه سره به د هغې دا مسله ټيک شى ـ

ډاکټر امبر مشتاق چې يوه ايم بى بى ايس ډاکټره او د فيملى ميډيسن ماهره ده، هغه د څو کالو راسې حجامه کوى او د هغې وېنا ده چې هغې د دې آن لائن کورس وکړو د کوم نه وروستو چې لندن ته لاړه او د حجامه په اړه ئې يوه ډګرى هم واخسته ـ

” د حجامه په ذريعه د ذيابيطيس، بلډ پريشر، درد لکه د ملا دړد، د نيم سر دړد مائيګرين، ډپريشن، د څرمن ناروغۍ، د تهائيرائيډ رنځونه، ذهنى دباؤ او شنډېدلو کښې ښکاره فرق په نظر راځى ـ زۀ دا دعوه نۀ کوم چې حجامه د هر رنځ علاج دے ـ کۀ څوک د سرجرى رنځور دے يا د کينسر په اخرى سټيج دے نو مونږ هغوي ته ډاکټر له د ورتللو وېنا کوو ـ خو کۀ چرته څوک په وړومبى سټيج دے نو مونږ د هغوئ حجامه کوو ـ “

د يو ايلوپيتهک ډاکټر شرجيل وېنا ده چې د حجامه په ذريعه د دړدونو د رنځونو علاج خو ممکن دے خو ولې د ټول عمرى رنځونو او نورو پېچلو رنځونو علاج ممکن نۀ وي ـ

” د دې په ذريعه د دړد علاج ممکن دے ولې چې د پين ګيټ نظريې ترمخه دړد په دړد ختميږى ـ خو ولې د هيپاټائټس، کينسر، شوګر او داسې د نورو رنځونو علاج ممکن نۀ دے ـ “

د ډاکټر امبر وېنا ده ” حجامه سره دا کېدے شى چې په وړومبى ځل کپ لګولو سره دې هغه دړد زر تر زره رابره شى او بهر دې راووځى ـ خو بيا د دې نه وروستو هغه سميږى ـ “

ډاکټر امبر پخپله يوه ايلوپيتهک ډاکټره ده خو ولې هغه نورو ته د حجامه مشوره ورکوى ځکه چې د هغې ترمخه د ايلوپيتهک دوايانو له کبله بدن کښې ټآکسنز ( ژهرژن توکي ) جمع کيږي د کومو د ختمولو د پاره چې حجامه ډېره ښۀ ده ـ “

د ډاکټر امبر په کلينک کښې مسز ناجيه خورشيد سره ليدل کتل وشول څوک چې د بدن په بيلابيلو برخو کښې د دړدونو څخه د ځان خلاصولو د پاره حجامه کولو له راځى ـ

” خپلوان راته ووئيل چې دا علاج سنت دے دې سره بنده رغېږى ـ وړومبے مې د پښو د پاره کړے وۀ نو ښۀ شوم اوس مټو کښې د دړد د پاره کؤم نو اوس هم مې ډېر فرق محسوس کړے دے ـ “

د ځينو ډاکټرانو خيال دے چې اوس غير تربيه شوي کسان هم کپ لکوي چې له کبله ئې انفيکشن هم خورېدے شى او د هيپاټائټس او اېډز په شان خرابې ناروغۍ لګېدے شي ـ

د ډاکټر شرجيل بلوچ ترمخه ” په بې ځايه ځائے حجامه لګولو سره د دې اپوټه نتيجې هم راوتلې شي ـ او د غېر تربيه شوو کسانو په حجامه کولو هم د دې الټا نتيجې ترلاسه کېدے شي ـ “

د يو رپورټ ترمخه څلور کروړه کسان وائرل هيپاټائټس نه متاثره کيږي په کومو کښې چې يوازې په درېو کښې يوه برخه کيسوونه د هيپاټائټس سى دي ـ دا شان پاکستان کښې خواؤشا يو کروړ کسان چې د ابادۍ شپږ سلنه دي هيپاټائټس سى ځپلي دي ـ

په دې حجامه کلينکونو کښې د يو کپ قيمت د دوو او دوه نيمو سوو ترمنځه اخستے شي ـ او ناروغه له د دريو نه څلورو ځلو پورې کلينک ته راتلل وى ـ

دلچسپه خبره دا ده چې حجامه کوونکى د هېڅ يوې سرکارى ادارې سره رجسټرډ نۀ دي، له دې کبله د دوئ څۀ ضابطه اخلاق موجود نۀ دي چې دوئ به چا ته جواب ورکوونکي وي ـ

ډاکټر بلال احمد يو فار ماسسټ دے، هغه هم د کراچۍ په ګلشن اقبال سيمه کښې د پينځو کالو راسې حجامه کلينک کوي ـ د هغۀ په دې موضوع د پى ايچ ډى مقاله هم د ترسره کېدو په مرحلو کښې ده ـ د هغۀ ترمخه د درخواستونو باوجود حکومت څۀ قانون سازى ونۀ کړه ـ

Hajama
:Photo by Farhana Niazi / News lens Pakistan.

” د پى ايم ډى سى د واک اختيار په دائر کښې بيخى دا راغلى نۀ دي ځکه چې په دې کښې ايم بى بى ايس او بى ډى ايس راځي ـ د حکومت په کچ د علاج هوميو پيتهک طريقه اوس اوس قانونى کړے شوې ده نو بيا حجامه خو د علاج بيخى يوه نوې طريقه ده ـ په دې بابله د قانون سازۍ کولو ضرورت دے ـ “

په دې بابله چې نيوز لينز پاکستان د پى ايم ډى سى د پى آر او حنا شوکت سره په ټيليفون خبرې اترې وکړې نو د هغې وېنا وه چې دا د پى ايم ډى سى د واک اختيار په دائره کښې نۀ راځى ـ

” زمونږ د واک اختيار په دائره کښې ايم بى بى ايس او ډينټسټ راځي ـ په دې حقله قانون سازى کول يا په بل چا ترسره کول زمونږ کار نۀ دے ـ دا د ميډيکل افيسر ذمه وارى ده ـ “

نيوز لينز پاکستان دې لړ کښې د کراچۍ د صحت ډائريکټر ډاکټر عبدالشکور عباسى سره خبرې اترې وکړې نو هغۀ ووئيل چې هغۀ ته پوره معلومه نۀ ده شايد چې دا د علاج  روحانى  يا يونانى طريقه ده ـ

” زما په خيال د علاج دا طريقه غلطه ده ، دې سره د بيلابيلو رنځونو لکه ايډز او کينسر خورېدو امکانات زياتېږي دې د پاره د حجامه سنټرو خلاف د ايکشن اخستو ضرورت دے ـ “

” هوميو پيتهک ډاکټران خو د خپل کالج څخه کواليفائيډ کيږي ـ د دې حجامه واله ؤ هيڅ پته نشته چې هغوئ د چرته نه زده کړه کوي، هر چا خپل دوکان پرانستے دے او پکښې ناست دے ـ “

خو ولې د ډاکټر عبدالشکور عباسى وېنا وه چې هغه اختيارمند نۀ دے چې د هغوئ خلاف څۀ ګام پورته کړى ـ

ياده دې وى چې د صوبائى قانون ترمخه د رجسټرډ معالجانو نه علاوه هيڅ يو حکيم يا نيم حکيم، کمپاؤنډر يا نرس د ډاکټر لفظ نۀ شى استعمالولے او د اينټى بائيوټکس پشمول د خطرناکو دارو درملو نسخه هم نۀ شى ورکولے ـ د قانون ترمخه په خلاف ورزۍ د يو کال قېد نه علاوه جرمانه پرې هم لګولے کېدے شي ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here