پېښور ( اسد خان ) د پېښور کېپيټل سټي پوليس آفس څخه د ترلاسه شوې شمېر شمېرې نه دا په ډاګه شوې ده چې يوازې د جولائى مياشت په اخرى هفته کښې پېښور پوليس په زرګونو افغان مهاجرين ډى پورټ کړي دي ـ

د پوليس محکمې د ٢٦ جولائى د ريکارډ نه دا څرګندېږي چې ټوله مياشت کښې د ډى پورټ کړے شوو افغان کډوالو شمېر پينځۀ سوه وۀ کوم چې يکم اګست پورې زياتېدو سره دوه زره شو ـ

د اوسنيو مياشتو په دوران د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کښې د تاؤ تريخوالى راتللو له کبله حکومت د افغان کډوالو واپس لېږلو پرېکړه وکړه ـ

پاکستان وائي چې د مهاجرينو علاقې د ترهه ګرو مرکزونه دي د کوم په وجه چې ئې افغانستان ته زر تر زره لېږلو باندې زور راؤړي ـ

جنورۍ نه تر اوسه پوليس ٩،٠٠٠ افغانان په حراست کښې اخستي دي ـ د اوسنيو هفتو په دوران د افغان کډوالو ډى پورټ کولو پښې هم بيخي زياتې شوې دي ـ

دسمبر ٢٠١٤ء کښې د پېښور په آرمى پبلک سکول د حملې نه وروسته د قانون نافذوونکو ادارو لخوا د افغان کډوالو چېړلو او هغوئ سره د امتيازي سلوک کولو پېښو کښې غېر معمولى زياتوالے راغلے دے ـ افغانستان کښې د پناه اخستوونکو عسکريت خوښو له لوري شوې دې حمله کښې ١٤٧ طالب علمان شهيدان شوي وو ـ

د روان کال جنورۍ کښې خېبرپښتونخوا صوبه کښې په اقدار کښې د پاکستان تحريک انصاف حکومت لخوا د افغان کډوالو د نيولو يوه نوې لړۍ پېل شوه، غېر قانوني کډوال په ولقه کښې واخستے شول او قانوني دستاويزات نۀ لروونکي مهاجرين ډي پورټ کړے شول ـ

سېنئر سپرنټنډنټ پوليس عباس مجيد مروت نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ ته د هغو کډوالو وطن ته د واپس لېږلو واضحه احکامات جاري کړے شوي دي چا سره چې پروف يا رجسټرېشن کارډ نشته ـ “

تېره مياشت پېښور نه ګرفتار کړے شوو افغان کډوالو کښې عزيز الله هم شامل دے، هغه پېښور کښې د برنس تعليم ورکوونکې يوې څرګندې تعليمى ادارې انسټى ټيوټ آف مېنجمنټ سائنسز کښې د اېم بى اے طالب علم دے ـ هغه په ٢٥ جولائى د يونيورسټۍ نه کور ته د تللو په وخت ونيولے شو ـ عزيز الله د نورو نهه مهاجرينو سره

د يونيورسټى ټاؤن پوليس سټېشن په حوالات کښې بند کړے شوے دے ـ
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما پوليس ته خپل د يونيورسټۍ کارډ وښودلو او ورته مې ووئيل چې زما ټول کاغذونه کور پراتۀ دي خو هغوي زما هېڅ څۀ خبره وانۀ ورېده او حوالات کښې ئې بند کړم ـ “

د پېښور پوهنتون طالب علم او د افغان سټوډنټس فېډرېشن صدر خالد اميرى وائي چې پېښور کښې د مېشتۀ افغان کډوالو د پاره دا يو سخت وخت دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د پوليس له خوا د تنګولو ( افغان مهاجرينو) په پېښو کښې غېر معمولى زياتوالے راغلے دے چې روزانه داسې طالب علمان نيسي څوک چې خپلو تعليمي ادارو ته روان وي ـ “

خالد اميرى ووئيل :” ما داسې بوډها ګان کسان ليدلي دي چې پوليس ورته هتکړۍ اچولې دي او پوليس وېن کښې ئې کښېنولي دي ـ پوليس اوس په پروف آف رجسټرېشن کارډ لروونکو او نۀ لروونکو مهاجرينو کښې هيڅ فرق روا نۀ ساتي ـ”

هغۀ پوښتنه وکړه :” پاکستانى حکومت مونږ ته دسمبر ٢٠١٦ء پورې پاکستان کښې د پاتې کېدو اجازت راکړے دے نو بيا ولې افغان کډوالو ته په خپلواکه توګه د اوسېدو ازادى نۀ ورکوي چې هغوئ د قانون کومه خلاف ورزى هم نۀ ده کړې او نۀ هم په څۀ قسمه مجرمانه هلو ځلو کښې ککړ دي ـ ؟”

خالد اميرى ووئيل :” زما دا خيال دے چې پاکستان ته د ٣٠کلونو مودې پورې د مېلمستيا او مرستې په کولو افغان کډوال په داسې سپک انداز وطن ته واپس لېږل نۀ دي پکار ـ “

مارچ ٢٠٠٢ء نه اوسه پورې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو هائي کمشنز ( يو اېن اېچ سى آر ) د خواؤشا ٣٩ لکه رجسټرډ افغان کډوالو د پاکستان څخه افغانستان ته واپسى ممکن کړې ده ولې اوس هم خواؤشا ١٦ لکه مهاجرين پاکستان کښې مېشتۀ دي کومه چې په نړۍ کښې د کډوالو دوېمه لويه ابادي ده ـ

د آرمي پبلک سکول د پېښې نه پس د افغان مهاجرينو په حقله د پاکستان پاليسى سخته شوه کومه چې د روان کال په جون کښې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د پولې د تاؤتريخوالى له وجې نوره بې لچکه شوې ده ـ

د پېښور په کارخانو مارکيټ کښې د قالينونو کاروبار کووونکے يو افغان کډوال ګل بدين وائي چې هغوي په خپل کاروبار کښې د لکونو روپو سرمايه کارى کړې ده ـ هغۀ زياته کړه :” حکومت اوس غواړي چې مونږ دې خپل کاروبار پرېږدو او افغانستان ته دې واپس لاړ شوو ـ مونږ د تېرو ٢٠کالو راسې پېښور کښې اوسېږو ولې اوس زمونږ د پاره ژوند ګران کړے شوے دے ـ “

د يو اېن اېچ سي آر ويانده دونيا اسلم خان وائي چې پاکستان د مهاجرينو په قيام کښې دسمبر ٢٠١٦ء پورې فراختيا کړې ده ـ

د هغې نه چې کله د افغان کډوالو د تنګولو د پېښو په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغې ووئيل چې يو اېن اېچ سي آر پاکستانى حکومت ته وېنا کړې ده چې قانون نافذوونکې ادارې دې قانوني افغان کډوالو سره مرسته وکړي ـ

سېنئر سپرنټنډنټ پوليس عباس مجيد مروت وائي چې د خېبرپښتونخوا د قبائلى چارو او داخله محکمې له خوا د رامنځته کړے شوو نوو قوانينو لاندې پاکستان ته د راتلوونکيو افغان وګړيو د پاره د وېزه ترلاسه کولو شرط لګولے شوے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” هغه افغان وګړي چې پاکستان کښې کاروبار يا تعليم کول غواړي ، هغوئ ته به د واکمنو څخه نو آبجېکشن سرټيفيکېټ ترلاسه کول وي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here