پېښور: د وګړيو د شکايتونو د ازالې په خاطر سرکارى محکمو سره تړون له جارى کړے شے نوے ايپ د خېبرپښتونخوا انتظاميې د پاره خاص مرستيال ثابت شوے دے، او د کے پى سټيزن پورټل په ذريعه په زرګونو شکايتونو کارروائى شوې ده ـ

٢٢ نومبر ٢٠١٦ء پورې د سمارټ ايپ په ډاؤن لوډ کولو ٣٣،٣٠٠ وګړي ايپ سره رجسټرډ شوي وو، چې پکښې ١٨ زره کسانو سرکارى محکمو کښې شکايتونو درج کړل ـ وېب سائټ وائي چې واکمن ١٤،٦٠٠ يا ٨١ فى صده شکايتونو باندې کارروائى کولو کښې کامياب شوي دي ـ

د ېب سائټ لخوا تېره مياشت جارى کړے شوے رپورټ د اى ګورننس ايپ په ذريعه سرکارى معاملاتو کښې د خلقو د برخې اخستو زيات رجحان په ډاګه کوي ـ

د کے پى سټيزن پورټل پروګرام کوارډينيټر عادل رضا وائي چې د ګڼو وجوهاتو له وجې د ټولې صوبې نه د شکايتونو درج کول زياتېږى ـ دا ايپ ٢٠١٥ء کښې جارى کړے شوے وۀ ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې وئيل :” خلق د وېب سائټ په ايپ او د سرکارى محکمو د کار کولو په طريقه کار د مثبو اثراتو په حقله خبريږي ـ “

د کوز دير اوسېدونکى محمد اعظم د خپل کلى د پرائمرۍ سکول د يو استاذ د غېرحاضرۍ په حقله د ايپ په ذريعه شکايت درج کړے وۀ ـ

هغه وائي چې د شکايت درج کولو نه پس ١٠ ورځو کښې دننه دننه دا مسله هواره شوه ـ هغۀ ووئيل :” ما دا پېغام ترلاسه کړو چې متعلقه استاذ سمدستى سکول سره منسلک کېدل غواړى ، ما ته دا ووئيلے شول چې که زما په شکايت کارروائى شوے وى نو زۀ دې په هو يا نا کښې جواب ورکړم ـ “

کاشف على پېښور کښې د نيټ هوم په نوم يوه اداره چلوى، هغه وائي چې کے پى سټيزن پورټل ته رسائۍ ښۀ کولو  د پاره دا موبائل نيټ ورکس سره منسلک کولے شى ځکه چې د صوبې په لرې پرتو علاقو کښې د انټرنېټ سهولت نيشته ـ

کاشف على زياته کړه چې هغه وګړي، څوک چې انټر نېټ ته رسد نۀ لري، د خپل موبائل فون نه اېس اېم اېس کولو سره هم شکايت درج کولے شى او د وېب انتظاميه په شکايت نوره کارروائى کولے شى ـ

د منصوبې د مقاصدو په اړه سرکارى دستاويزاتو کښې وئيلى شوي دي :” د اى ګورننس سټرېټجک مقصد د حکومت، وګړيو او کاروبارى ادارو د پاره ګورننس کښې لاس مرسته کول او دا اسانول دي ـ “

د وېب سائټ په سرکارى کتابچه کښې وئيلي شوي دي :” انفارمېشن و کميونيکېشن ټېکنالوجى ( آئى سى ټى ) دا درېواړه فريقه خپل منځ کښې تړلي شى او کارروائۍ کولو کښې مرسته ورکولے شى ـ د دې په نورو مقصدونو کښې ” حکومتى انتظاميه نوره شفاف، تېز رفتاره او د احتساب وړ جوړول دي ـ “

د وېب سائټ ترمخه دا ايپ حکومت د معمول او هنګامى نوعيت اعلانونو د پاره وګړيو سره نېغ په نېغه د ابلاغ جوګه کوى ـ ايپ کښې د وګړيو د مسلو او د هغوئ د ترجيحاتو په حقله په وخت خبرتيا د پاره د عامې رائې ترلاسه کولو سهولت هم موجود دے ـ

د ايپ په وېب سائټ د موجودو معلوماتو ترمخه د وېب ډېش بورډ د ډپټى کمشنر، کمشنر او چيف سېکرټرى دفترونو سره تړلے دے ـ د ټولو ضلعو ډپټى کمشنران د خپلو وګړيو د شکايتونو او افسرانو منظم کولو ذمه وار دي ـ هغوئ د خپل ضرورت ترمخه ضلعى افسران شاملولے شي ـ دا وخت د شکايتونو منظم کولو والا دا فيچر د ټولې صوبې د ٩٠٠ نه زياتو دفترونو په رسائۍ کښې دے ـ

د ايپ کليز رپورټ کښې د ضلعو په اعتبار د شکايتونو د تقسيم ترمخه د پېښور وګړيو د ټولو نه زيات ٣٩١٩ شکايتونه درج کړل چې پکښې ٢١٤٣ حل شوي د ي ـ د اېبټ آباد وګړيو ٧٩٧، د صوابۍ وګړيو ٥٧٧، د بنو وګړيو ٥٥٨ او د کوهاټ وګړيو ٥٣٣شکايتونه درج کړل ـ

عادل رضا وائي چې تېر کال کله دا ايپ جارى شو نو هغه وخت د دې خبرې معلومولو هېڅ مېکانزم موجود نۀ وۀ چې آيا کوم شکايت حل شوے دے او کۀ نۀ دے ـ هغۀ زياته کړه :” اوس شکايت کوونکي دا پېغام ترلاسه کوي په کوم کښې چې د هغوئ نه دا تپوس کولے شى چې آيا د هغوئ په شکايت کارروائى شوې  ده ـ “

عثمان على د خېبرپښتونخوا دير ضلع کښې د سمارټ ايپ شکايتونه منتظم کوي ، هغه وائي چې د بلدياتى انتخاباتو نه پس د شکايتونو شمېر زياتيږى د کوم نه چې د سرکارى محکمو په حواله ورپېښو مسلو حل کولو کښې د خلقو دلچسپى په ډاګه کيږى ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې زياته کړه :” مونږ د پوليس او نورو سرکارى محکمو خلاف د ترلاسه کېدوونکو شکايتونو نګراني کوؤ چې دا شان د رښتونى شکايتونو ازاله وکړے شي ـ “

خو ولې د پېښور يونيورسټۍ طالب علم محمد عمران وائي چې هر څوک او په خاص توګه د لرې پرتو سيمو وګړي د دې سهولت په حقله خبر نۀ دي ـ

هغۀ زياته کړه چې هغه خلق چې خوانده نۀ دي، د سمارټ ايپ په ذريعه شکايت نۀ شى درج کولے او نۀ هغوئ د دې سروس په بابله څۀ خبرتيا لري ـ

محمد عمران نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ايپ په حواله د خبرتيا مهم چلول پکار دي او وګړيو ته دې ته وښودلے شى چې هغوئ د ځان منتظم کولو په حقله د رائې څرګندولو سره ايپ نه فائده اخستے شي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here