پېښور ( سلمان يوسفزئى ) خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې تشدد ځپلو سيمو کښې د ودانيو د کمى پوره کولو په خاطر مال وړلو د پاره کارېدوونکو کنټينرو کښې د سکولونو پرانستو په حقله غور کوى ـ

د خېبرپښتونخوا د پرمختګ او منصوبه بندۍ محکمې سره اړوند چيف فارن ايډ آفيسر خالد الياس وائي :” د مال وړلو د پاره د کارېدوونکو کنټينرو بيا د نوى سره د ډيزائن کولو او د هغې په کلاس رومز د بدلولو منصوبه د پلاننګ او ډويلپمنټ صوبائى محکمې له خوا وړاندې کړے شوې ده چې دا شان قدرتى آفتونو او عسکريت خوښۍ ځپلو سيمو کښې بيا سکولونه قائم کړے شي ـ “

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د تعليم محکمه دې منصوبې ته عملى جامه وراچولو له تياره شوې ده او د منصوبه بندۍ او ترقۍ محکمې ته منتخب سيمو کښې د دې منصوبې د پائلټ پراجيکټ په توګه د پيل کولو د پاره غږ شوے دے ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د دې منصوبې د کار دائره به د صوبې نور ضلعو ته هم غزولے شى چې دا رنګ د سکولونو د ودانيو کمے پوره کړے شى ـ

اکيډمى آف ايجوکيشن پلاننګ اينډ مينجمنټ (اے اى پى اے ايم) او تعليمى شعبه کښې د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم الف اعلان له خوا اوس اوس د جارى کړے شوى رپورټ په عنوان د ” پاکستان ايجوکيشن سټېټېسټېکس ١٥-٢٠١٤ء ” ترمخه ټوله صوبه کښې ٥٢ سلنه جينکۍ او ٢١ سلنه هلکان سکول ته نۀ ځي ـ

د خېبرپښتونخوا د تعليم د سېکرټرى مشتاق جدون ترمخه د اوسنيو کلونو په دوران خېبرپښتونخوا کښې د سيلاب، زلزلو او ترهه ګرۍ له کبله ٣٤ سوه سکولونه تباه شوي دي ـ

د ايليمنټرى او سېکنډرى ايجوکيشن وزير محمد عارف خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې دا تصديق وکړو چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ محکمې د کنټينر سکولونو قائمولو تجويز ورکړے دے خو ولې هغۀ ووئيل چې محکمې ته فى الحال د پائلټ ماډل جوړولو په حقله کار کول دي ـ

هغۀ زياته کړه :” محکمه به د پائلټ پراجيکټ د جائزې اخستو نه پس هم دې منصوبې د پاره کليز پرمختيائى پروګرام کښې فنډز ځانګړے کوى ـ”

محمد عارف خان ووئيل چې دې منصوبه باندې عمل درآمد سره به واکمن په لږ نرخ خوندى او نسبتاَ ښۀ سکولونه قائم کړے شي ځکه چې د خښتو ودانۍ جوړولو کښې زيات وخت لګى او دا وخت حالات د سمدستى لاس وراچولو غوښتنه کوي ـ

د پلاننګ او ډويلپمنټ محکمې چيف فارن ايډ آفيسر خالد الياس وائي :” له اګاهو قائم شوو سکولونو ته به زر تر زره او په اسانه فراختيا ورکړے شي او طالب علمانو ته د اسانيو ورکولو د پاره به نورې کنټينرې هم زياتې کړے شي ـ “

هغۀ زياته کړه :” بيلابيلو هېوادونو کښې له وړاندې راسې کنټينر سکولونه کار کوي چې د اطمينان وړ نتيجې ورکوي ـ “

د خالد الياس ترمخه دا منصوبه به آفت ځپلو سيمو کښې د تعليمى هلو ځلو د بحالۍ د پاره د پائلټ پراجيکټ په توګه پيل کولے شى ـ

درېو مياشتو کښې جوړېدوونکى هر سکول کښې به شپږ کلاس روموونه وى ـ هغۀ ووئيل چې د برېښنا د اوږد لوډشېډنګ له کبله تعليمى هلو ځلو کښې د راولاړېدوونکى ځنډ څخه بچ کېدو د پاره به سکولونو کښې سولر پاور يونټ لګولے شى ـ

خالد الياس زياته کړه :” مونږ به د مال وړلو د پاره استعمالېدونکې کنټينرې پرسکونه او زړۀ راښکوونکو سکولونو باندې بدلوو چې آفت ځپلو سيمو کښې د تعليم ترلاسه کولو د پاره به مثالى ادارې وي ـ ” هغۀ ووئيل :” سرکارى شعبه کښې د پروکيورمنټ او فنډز خاص کولو ميکانزم ډېر اوږد دے خو ولې مونږ د معاشى مرستې ترلاسه کولو او په دې منصوبه زر تر زره عمل درآمد کولو د پاره بهرملکى مرستندويه ادارو سره رابطې کوو ـ ”

خالد الياس وائي چې کۀ په دې منصوبه عمل درآمد پيل کيږى نو محکمه کنسټرکشن و ورکس به دوو کالو کښې ټول سکولونه جوړ کړي ـ

هغۀ ووئيل چې کله کنټينر سکولونه د استعمال د پاره تيار شي نو واکمن به په دې خبره د ځان پوهولو د پاره د دې جائزه اخلى چې دې کښې د ټولو ضروروتونو پوره کولو د پاره ګامونه پورته کړے شوي دي کۀ نه دي ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” د يو کنټينر سکول ژوند به ٥٠ کالو پورې وى او د دې په مرمت به هيڅ پېسې نۀ لګي ـ مونږ به د کامياب پائلټ پراجيکټ نه وروستو دوو کالو کښې ټوله صوبه کښې د سکولونو قائمولو جوګه شوو ـ “

خالد الياس وائي چې د خښتو په سکول جوړولو د کنسټرکشن او ورکس محکمې دوه نيم کروړه روپۍ خرڅ کيږي او يو کنټينر سکول په يو کروړ ٢٠ لکه روپو کښې جوړېدے شى ـ هغۀ زياته کړه :” د دې سکولونو په جوړولو کم خرڅ خو راځي راځي بلکې دا د عامو سکولونو نه ٢٥ سلنه کمو خرڅونو باندې په جدېدو اسانيو سينګاريدے هم شى ـ “

خالد الياس زياته کړه چې انډيا خپل وړومبے کنټينر سکول ٢٠١٥ء کښې رامنځته کړو او افت ځپلو سيمو کښې، چرته چې تعليمى اسانۍ متاثره شوې وې، ئې د دې بڼې انتظامات وکړل ـ هغۀ ووئيل :” پيل کښې به قامى او بېن المللى ماهران کنټينر سکول قائمولو کښې مرسته کوي ـ “

پېښور سره تعلق لروونکے انجينئر سعيد خان وائي چې دا د صوبائى حکومت يو مثبت ګام دے ځکه چې کنټينر سکول جوړولو کښې لږ وخت لګى ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” زۀ باور لرم چې دا به د اوږدې مودې پائېدارى لرى او په مرمت به ئې نسبتاَ لږ لګښتونه راځي له دې کبله دا د خښتو د ودانۍ جوړولو په نسبت، کومې چې په خېبرپښتونخوا کښې عامې دي، د پاملرنې يو ذريعه ده ـ “

سعيدخان ووئيل چې کۀ يو کنټينر په ښۀ حالت کښې وى نو د هغې د پېنټ کولو هم ضرورت نۀ وى ـ

هغۀ ووئيل :” د هر کنټينر سائز ٤٠ ضرب ٩ فټه وى د کوم له کبله چې دا په کلاس رومز هم بدلولے کيدے شى ـ “

د سعيد خان وېنا وه :” کنټينر سکولونه جوړول اسان دي ځکه چې دا نۀ يوازې دا چې تعميرول نۀ غواړى بلکې دا چرته هم منتقل کولے شى ـ “

د سماجى او ماشومانو د حقونو د پاره کارکوونکے کارمند عمران ټکر د دې اقدام ستائينې کولو سره وائي چې دا تصور بيخى دلچسپ دے خو کۀ حکومت په دې منصوبه سنجيدګۍ سره کار وکړى نو دغه صورت کښې به دا کاميابى ومومى ـ

هغۀ زياته کړه :” په دې منصوبه سنجيدګۍ سره عمل درآمد د پاره حکومت ته د آفاقى تعليم په اړه د پاکستان د آئين شق ٢٥ اے باندې په صحيح ډول د عمل درآمد او کار کولو ضرورت دے ـ دې ګام سره ټولو ماشومانو ته تعليم ورکولو او سکولونو کښې د هغوئ د داخلو د شرح زياتولو په حقله مرسته ترلاسه کيدے شى ـ “

عمران ټکر ووئيل چې حکومت ته د منصوبې پيل کولو نه مخکښې په دې د مناسب هوم ورک کولو ضرورت دے ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د تعليم او صحت په شعبو کښې غوره والے صوبه کښې په اقتدار ناست د پاکستان تحريک انصاف د حکومت وړومبۍ پاملرنه ده خو ولې په دې حقله تر اوسه څۀ کار ونۀ شو ـ

د نيشنل کميشن فار هيومن ډويلپمنټ د شمېر شمېرې ترمخه ٢٠٠٥ء کښې د پاکستان په ختيزو سيمو کښې راغلې سخته زلزله کښې خواؤشا شپږ لکه ودانۍ تباه شوې وې چې پکښې ٥٥سوه د سکولونو ودانۍ هم شاملې وې ـ د ٢٠١٠ء په سېلاب کښې ١٠ زره ودانۍ تباه شوې او د عسکريت خوښۍ او ترهه ګرۍ پېښو کښې عسکريت خوښو ټوله صوبه کښې خواؤشا ٧٥٠ سکولونه په نخښه کړل او تباه ئې کړل ـ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here