د خيبر پختون خواه په زرګونو مکتبونو کي اساسي اسانتياوي نشته

0
1373

پښور :په خيبر پختون خواه کي ټول ۲۷۰۰۰ مکتبو نه د اساسي اسانتياو نه هسي کار کوي چه وجه ي د مرستو کمي ده او له عمله ي په ولايت کي په زرګونه  زده کوونکي په اثر دي

د خيبر پختون خواه حکومتي مکتبو کلينئ احصائيوي راپور په وړاندي په ولايت کي د حکومتي فعال ښوونځيو شمير ۲۷۲۶۱ دي چه په دي کي  لومړني ښوونځي)۱۳۵۷۹ نارينه او ۸۴۵۶ زنانه ( او مينځني ښوونځي ۵۲۱۷)۳۲۰۸ نارينه او ۲۰۰۹ زنانه( دي

په دي مکتبونو کي په ټولنيزه توګه د شموليت  شمير  4.2 ملينه دي چه  3.02 ملينه په لومړني او  1.17 ملينه په منځني او ثانوي درجو کي دي

د راپورونو په وړاندي  په دي  مکتبونو کي په ټولنيزه توګه  د ورزده کوونکو  شمير  ۱۲۵۲۶۵) ۸۱۳۴۴ نارينه او ۴۳۹۲۱ (زنانه دي

په دي شمير  کي  ۱۵۲۰۷ په لومړني ښوونځي ،۱۵۲۰۷ په منځني ،۲۸۱۸۶ په ثانوي  او ۱۰۹۹۶ په اعلي ثانوي درجو مکتبونو کي دي

 راپور وائي چه  په دي  هر يو مکتب کي  دري اساسي اسا نتياوي،  لکه ورزدکوونکي ،زده کوونکي  او  غير تدريسي کارکوونکي او وداني موجودي دي”د دي حکومت زمه داري د چه  ورسره نور څلور  اساسي  اسا نتياوي  لکه،بجلي،پاکي اوبه،تشناب او  د مکتب د خونديتوب  لپا ره  د  احاطي ديوال  ورکړي “

د خيبر  پختون خواه  خپلواک  څارني  برخه چه هره مياشت د  مکتبونو د کارکردګي  ډاټا راجمع کوي  وائي چه نږدي  په ۳۰ فيصده مکتبونو کي  د بجلي سهولت   نشته ،په ۱۷ فيصده کي د تدريسي   کارکوونکو  او زده کوونکو  لپاره  د تشناب اسانتيا موجود نه دي

د۶ ۲۰۱-۲۰۱۷  انسټيټيوټ آف سوشل اينډ پاليسي سائنس تناسبي راپور وائي چه په کال ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کي  د  ابتدائي او ثانوي تعليم لپاره ۹۴  بيلنه کلداري ورکړي شوي د رقم په کال ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کي ۵    فيصده  زيات کړي شو  او ۹۹      بيلين ته ورسيدو.راپور وائي چه  د ۵ فيصده زياتولو سره  ۱۰۴ ملينه کلداري  د ابتدائي او ثانوي زدکړي  لپاره او ۸ بيلنه په مکتبونو کي د اساسي اسانتياو لپاره مخصوصي کړي شوي

خو  د  پوهني د کار پوهانو په ووينه  د اساسي اسانتيو لپاره د کلداري کمي دي او د ۸  بلينو کلداري سره په مکتبونو کي اساسي اسانتياوي  حاجتونه نشي پورا کيدي

د نيوز لينز سره  خبرو په وخت  د ماشومانو د حقوقو لپاره کارکوونکي  او د پوهني ماهر عمران ټکر  وويل چه  د پاکستان تحريک انصاف  حکومت  پوهني ته لومړيتوب  ورکوي خو  د اساسي اسانتياو لپاره  د ۸ بلينو کلدارو ورکول  ناانصافي دي

هغي زياته کړه چي د ولايت په ۳۰ فيصده مکتبو نو کي اوبه،په ۱۰ فيصدو کي د تشناب بندوبست نشته او ورسره  ۱۰ فيصده  د احاطي حفاظتي ديوالونو نه محروم دي.هغي وائي چه  د اساسي اساتنتياوي به نه خالي  زده کوونکو ته حوصلي ورکړي بلکه مئيندي او پلاران به خپل ماشومان  سرکاري مکتبونو ته ورولي

ټکر وائي چه” مه  په ښارونو کي د جينکو ډير مکتبونه ليدلي دي،،هلته د تشناب )ليټرين( او اوبو بندوبست نشته او د  څيز په ولايت کي د ناريناؤ د پوهني لاره نيسي “

د ماشومانو د حقوقو لپاره کارکونکي په ووينه په ولايت کي ۵.۲ ملينه ماشومان مکتبونو ته نه ځي چه د حکومت لپاره يو د خطر زنګ دي

 هغي وائي چه د ارمړ يونين کونسل د جينکو  دري مکتبونه د ورزدکوونکو  دنيشتوالي  له وجي  د کال ۲۰۰۵ نه تر اوسه پوري  بند دي د علاقي نه جوړ شوي د ولايتي شورا غړي ته خلقو  وخت په وخت شکايتونه کړي دي  خو تر اوسه هيڅ پرمختګ نه دي شوي

 هغي سلا ورکوي چه حکومت دي د  مکتبونو ته د اساسي اسانتياؤ ورکولو لپاره کلک ګامونه آخستل په کار دي او په ټول ولايت کي  مکتبونه بيرته  زاړه حالاتو ته راوستل ضروري دي

د پښور اوسيدونکي سلمان خان وائي چه مه  خپل دوه بچيان  د پښور په يوه سرکاري  مکتب کي  داخل کړ ل خو چه کور ته راغلل ،مه فيصله وکړه  چه د سرکاري سکول نه ي اوباسم.” حکومت او د پوهني رياست  دتعليم ورکول  لومړيتوب نه ګنړي  ځکه مئيندي او پلاران  خپل ماشومان د سرکاري  مکتبونو په ځائي خصوصي مکتبونو ته  تلل غواړي “

 د مسلم ليګ د خيبر پختون خواه شورا غړي آمنه سردار د پي ټي آئي په حکومت تنقيد کوي او  وائي چه  دوئي د پوهني په اړخ  ډير لږ کار کړي دي. ښاغلي زياته کړه چه د  پي ټي آئي حکومت خالي دعوي  ا و وعدي کوي  خو د تير څلورو  کاله هسي ي هيڅ پرمختګ نه دي کړي

 د اپوزيشن غړي زياته کړه چه په ډيرو ولسوالو کي  د جينکو لپاره ښوونځي نشته او دکليوالي  سيمي بيشتره مکتبونه د اساسي اسانتياؤ هسي دي

هغي وويل چه د شانګله او کوهستان په ولسوالو  او سرحدي سيمه بنو  او لکي مروت کي  د جينکو تعليم لپاره  اسانتياوي په کار دي

هغي زياته کره چه” په ولايت کي  په زناناؤ کي  د پوهني  کمي يوه غټه وجه  د کے پۍ په مکتبونو کي  د اساسي اسانتياؤ نيشتوالي ده “

خو د خيبر پختون خواه  لومړني او ثانوي زدکړو وزير حقيقت تعقبونکي /نيوز لينز   ته وويل  چه په سرکاري مکتبونو کي د اسانتياؤ ورکولو لپاره ۲۱ ملينه کلداري ګوشي کړي شوي دي

 وزير معلو مات شريک کړل چه د کال ۲۰۰۸ نه تر کال ۲۰۱۳ پوري  د اے اين پي  حکومت خالي  د ۱۳۶۹ مکتبونو  احاطي ديوالونه جوړ کړل  او د پي ټي آئي حکومت  د ۱۳۶۳۸ سرکاري مکتبونو احاطي ديوالونه پورا کړل

هغي زياته کړه  چه د اے اين پي حکومت لاندي  ۱۹۸۷  مکتبونو ته  د اوبو اسانتياوي  ورکړي شوي او د پي ټي آئي  حکومت تر اوسه  ۱۲۱۹۸ مکتبونو ته د اوبو اسانتياوي ورکړي دي

هغي نور وويل چه د تير پنځه    کاله نه  د ولايت په سرکاري  مکتبونو کي  ۱۶۰۱۶ ډله تشنابونه  جوړ کړه شول  او د اے اين پي  حکومت په خپل وخت کي ۲۰۶۵ جوړ کړي وي

 وزير زياته کړه چه  د ولايت په سرکاري مکتبونو کي   ۱۲۰۱۳ اضافي خونې جوړي کړي شوي او ۹۸۵۶ مکتبونو ته  د بجلي  سهولت ورکړه شو.هغي وويل چه  د لرو سيمو هغو مکتبونو ته  ۵۳۵۱ شمسي تختي ورکړي شوي چه چرته د بجلي اسانتياوي نشته

ښا غلي   وائي چه د پي ټي آئي حکومت  په ولايت کي  د پوهني په برخه  د ټولي نيمګړتياوو په  لري کولو لګيه دي او  د ولايت ټول مکتبونو ته به اساسي اسانتياوي ورکول کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here