د کے پی U-23 لوبو په سوات کې د سپورټس  وړتيا نه لري

0
1401

مينګوره: د سپورټس ټولنه مسؤلين وايي چې په کے پی انډر ۲۳ لوبو کې تقريبا  ۱۷۲ ميليونه کلداري لګول شوي. د سوات په ولسواليو کې په ۲۰۱۷ کې د ۵۰۰۰ څخه زيات لوبغاړي د” مناسب “پيښو په پرتله د غير مناسب پيښو پر ځاي د احتمالي لوبې روزنې نه ليکلو له امله پاتې راغلي.

هغه معلومات چې د سوات ولسوالي د سپورټس  دفتر څخه ترلاسه شوي،څرګندوي چې ۲۲۷ ورزشکاران په شل لوبو کې برخه اخيستي لکه،هاکي،فټ بال،باسکټ بال،والي بال،بيډمنټن،ټيبل ټينس،لان ټينس دجګړي جګړه،کبډي سکواش جوډو،کراټے، ريسلنګ ايتهليټکس ،  جمناسټک ،سوئمنګ،سائکلنګ،سنوکر،تائي کوانډو او  ووشو .په  داسي حال کې په کے پی انډر ۲۳  لوبو ۲۰۱۷ کې د سوات ولسوالي  څخه ۱۷۸ ښځو  په ۱۵ لوبو کې برخه واخيسته.

د سوات ولسوالي د لوبو افسر  عبدالسلام  وويل چي” د کے پی سپورټس رياست  په سوات کې د لوبو لوبغاړو د ټاکلو لپاره د۵۰۰۰۰ روپيو چمتو کول او ۸۰۰۰۰ روپی د لوګو مراسمو  لپاره ځانګړې شوې “

د خيبر پختون خواه دبيډمنټن  ايسوسي ايشن مشر ظفر علي  کاکا وويل چې د ورزش مناسب سمبالښت لپاره د يو يا دوه ورزشکاريو ښودلو تمويل شوي بوديجې پر ځای ضروري و.

هغي وويل” زه نه پويږم چې يو يا دوه ورځو  سپورټس شو په ولايت کې څنګه په لوبو کې پرمختګ راوستي شي. دخيبر پختون خواه  انډر ۲۳ ،۲۰۱۷  اکثريت  ټورنمينټونو  لوبو دوه ليا دري ساعته واخستل،چې نور څه نه دي بس يوه ټوکه ده “ .  هغه  زياتوي چې” د کے پی حکومت  او سپورټس بورډپه صادقانه توګه پيسې په سپينې روزنې پروګرامونو پيل کولو سره د سپورټ وده ته ولګولي او د واښو په سطحه د تناسب سره،زه ډاډه يم چې په راتلونکو ملي لوبو کې په ټولې لوبې تر سره کړي “

هغي وويل چې پيسې د سپورټس په پرمختګ مصرف نه شوي پر ځاي د لوګو په څرګندولو، د پرانيستلو او پای نيولو په مراسمو مصرف شوي.هغه وړانديز وکړ چې” د سپورټس بورډ بايد د ولسواليو په کچه د هرې لوبې په وړتيا تمرکز وکړي تر څو د ولايتونو  د هرې ولسوالۍ څخه غوره لوبغاړي راوړي.په نتيجه کې،د ټولو لوبغاړو څخه چې د ولسواليو  څخه راځي،په ولايتي کچه غوره لوبغاړي رامنځته او د دوی لپاره مناسبې روزنې تنظيم کړي “

هم د رنګه د کے پی جمناسټک ايسوسي ايشن سيکرتر رفيق الله هم  وويل چې د کے پی حکومت  او د لوبو رياست ته په کار ده چې د سپورټس په اسانتيا برابرولو  او د غوره لوبغاړو  په راوستو کار وکړي.

هغي حقيقت تعقبونکي ته وويل چې” د سوات ولسوالي په جمناسټک کې لوړ امکانات لري ځکه چې د سوات جمناسټک ټيم  ۱۱ ځل د کے پی جمناسټک چيمپين شپ رنر پاتي شوي دي او زموږ د جمناسټک لوبغاړو ،محمد احسان،عمرا ن خان او وقاص خان په قامي او ولسوالي بيلا بيلو مقابلو کې د سرو تمغي تر لاسه کړي خوله بد مرغه موږ څه مسلکې تجهيزات او د لوبو لپاره ځايونه نه لرو “

هغي وويل چې جمناسټک ايسوسي ايشن څو ځله د کے پی او د لوبو رياست ته وويل چې موږ ته د جمناسټک تجهيزات  او لوبغالي راکړي ځکه  چې سوات غوره لوبغاړي لري خو د حکومت لخوا يو لوبغالي نه لري.هغه وويل” موږ څو ځله د حکومت څخه و غوښتل چې موږ ته جمناسټک فومونه، موازي سلاخونه،لوړ پولونه،سټيل رنګز،د فرش تمرين،والټ،پوټ  اس راکړي  خو د لوبو رياست  موږ ته خالي يو فوم د پورا ولسوالي لپاره راکړو “

هغي وويل چې د هغي سره د سوات په ولسوالي کې ۲۰۰ د جمناسټک لوبغاړي درج دي، او نور هم درج کيدل غواړي خو د ښه لوبغالو  او تجهيزاتو نشتوالي  د غوره لوبغاړو په راتلو کې خنډ دي.

هغي وويل” حکومت پر ځاي د اسانتياو ورکولو او د غوره لوبغاړو  راوستلو  په هغو پيښو لکيږي چې په ولايت کې هيڅ کله هم لوبې نشي کولي “

د سوات ولايت يو هم ځوان  د ټينس لوبغاړي نه لري  او هغه چې کوم  په کے پی انډر ۲۳  لوبو کې د تيرو دوه کلنو  څخه لوبي کوي په اصل کې هغه د ځاي پورا کولو لپاره د نورو لوبو نه  اخيستل کيږي.

يو لوبغاړي چې ټينس لوبوي او د تيرو دوه کلنو نه په انډر ۲۳ لوبو کې د سوات استازيتوب کوي وائي چې موږ په سوات کې يو ټينس کورټ لرو چې هغه هم د  افسرانو او مشر لوبغاړو  په استعمال کې دي،او ځوانانو لوبغاړو ته اجازه نشته چې هلته لوبي وکړي.

بلال خان چې د سوات لپاره  يي د انډر ۲۳  دوه ټورنامنټونه لوبولي،زياتوي چې دلته هيڅ قسم مناسب ښونکي نشته.هغه وائي”موږ په عامه توګه د  ټينس پر ځاي بيډمنټن لوبو ځکه چې دلته بل ټينس کورټ نشته. صرف د سپورټس کمپليکس کورټ شتون لري خو هلته موږ لوبي نه شو کولي ځکه چې د تربيت په وخت هغه د لوړ پوړو لوبغاړو په استعمال کې وي “

هغه وويل چې حکومت  بايد،اول ټينس کورټس جوړ کړي او ځوانان لوبغاړي تربيت کړي، او د هغي وروسته سيالي برابري کړي.

د سپورټس غونډو چارواکو  هم شکايت وکړ چې په پروګرام کې بد انتظامي په مخه راغله.

ګوهر شاه چې په سوات کې د کرکټ اکيډيمي لري د بيس بال او هينډ بال ټيمونو سره په کے پی اندر ۲۳  لوبو کې د کوچ په توګه برخه اخيستونکي و، وائي چې يو هغو لوبغاړو په بيلا بيلو  لوبو کې بر خه واخيسته خو چارواکو د هغو پر خلاف څه ګام نه کړو پورته.

شاه حقيقت تعقبونکي ته وويل چې” ما پخپله ډير داسي لوبغاړي ونيول چې هغو د خپلو ولسوالو په بيس بال، باسکټ بال هينډ بال او ورسره په نورو لوبو کې استازيتوب کولو او په د لړ کې ما د مديريت کميټي ته خبر داري ورکړه خو د لوبو رياست او مديرانو زما شکايتونه د نظر لري وساتل “

هغه  چارواکو چې د پروګرام مديريت يي کولو وويل چې د شانګله د جينکو ټيمونو څه جينکئ او د هلکانو  د ټيمونو څه هلکانو په کے پی اندر ۲۳ ګيمز کې برخه نه واخيسته خو بيا هم د دوۍ روزانه مصرف او يونيفارم ورکړي شوي دي.

يو چارواکي چې د نوم څرګندول نه غواړي ځکه چې هغه  د ميډيا سره  د خبرو کولو اجازه نه لري وويل” هغه جينئ لوبغاړي چې د سوات ولسوالي سره  يي تعلق لرلو په غير قانوني توګه يي د شانګله استازيتوب وکړو.هم د رنګ ،هغه جينکئ چې په جوډو او د جګړه جګړي کې يي د شانګله استازيتوب او هلکانو چې په جوډو  کې يي استازيتوب کولو،هغو په سيالي کې برخه نه واخيستله،خو  د هغو روزانه مصرف بوټان او جامي د هغو تعلق لرونکو چارواکو تر لاسه کړي “

سوات کي ورزشکارانو  وويل چې د کے پی په انډر ۲۳  لوبو کې تنظيم شوي سيالي هم  د مديريت  او عادلانه نشتوالي شتون لرلو چيرته چې اداره هڅه کړي چې پيښې په نامناسب ډول پاۍ ته ورسوي.

د بيډمنټن  لوبغاړي فيصل خان وويل”ما چې کله د کے پی انډر ۲۳ لوبو ۲۰۱۷ اعلانونه وليدل،ما سوچ وکړو چې د سيالي به ښه وي خو په لوبغالي کې مديرانو  موږ ته د چټک ختملو وئيل “

 ورزشکارانو او د لوبو  غوڼدو  د کے پی په حکومت فشار کوي چې د دوۍ لپاره ښه تربيت  انتظام کړي چې د سپورټس  پرمختګ  ووشي او دوی په قامي او نړيواله سياليو کې برخه واخلي.

د سوات ولسوالي د لوبو افسر عبدالسلام  وويل چي د کے پی انډر ۲۳ ګيمز د لوبغاړو لپاره ډير ګتاور وګرځيدلو ځکه چې دوی په سيمه ايزه کچه سيالي وکړه بيا يي په واليتي کچه خپل وړتيا څرګند کړٰ او انعام يي تر لاسه کړئ.

هغي حقيقت تعقبونکي ته وويل چې”تر څو د تربيت پروګرامونو  خبره ده، موږ سپورټس کمپليکس او لوبغالو جوړولو په پای کې يو چې چرته به موږ د بيلا بيلو لوبو لپاره تربيت ورکو “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here