ډېره اسماعيل خان: دسمبر ٢٠٠٩ء کښې د راه نجات اپرېشن ختمېدو نه پس په کډه تلي متاثرين کله سويلي وزيرستان کښې، خپلو کورونو ته واپس لاړل، هغوي ترهه ګرو سره خو نه البته دهغوئ خوارۀ کړے شوو مائنونو او ښخ کړے شوو بمونو سره ضرور مخ دي ـ سيمه کښې موجود فوځونه او مقامى انتظاميه دې مائنونو صفا کولو کښې مصروف دي ـ اوسنى کال کښې د جنوبى وزيرستان بيلابيلو علاقو کښې د دې بارودي سرنګونو په چاؤدنو کښې درځنونه کسان معذوره شوي دي ـ

پېښور کښې موجود د آئى اېس پى آر د وياند وېنا ده چې دا تکنيکي مسله ده ځکه نو دا وئيل ګرانه خبره ده چې دا بارودي سرنګونه به تر کومه په پوره توګه پاک شي البته ځائى اوسېدونکو ته سکيورټي اهلکار دا وېنا کوي چې د چاؤدنو نه د بچ کېدو د پاره کومه سيمو ته مخه مۀ کوئ ـ

د سويلى وزيرستان په علاقه کښې تعينات سينئر سکيورټى اهلکار (د دۀ نوم نۀ شو ليکلے ځکه چې دۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نشته ) دې لړ کښې ووئيل :” دې د پاره چې علاقه ډېره زياته ده او غريزه ده ځکه نو په مکمل ډول د بارودي مائنونو نه د دې صفا کولو له به وخت پکار وى، مونږ واپس راتلوونکيو ټول ځپلو ته دې لړ کښې خبرتيا ورکوو چې د کورونو نه زيات لرې مۀ ځئ او د هر کوم شکمن څېز په نظر راتللو صورت کښې مونږ اطلاع راکوئ ـ “

اهلکار زياته کړه :” سيمه کښې د زياتو بارانونو ورېدو له کبله اکثرو وختونو کښې دا بارودي مائنونه اوبۀ راپه مخه کړي چې ورسره د زيان اندېښنه زياته شي ـ “

” سکول نه د چوټۍ په ورځ زۀ نزدې غر ته د چېلو واپس راوستلو ته پاره لاړم، چې ناڅاپه زما د پښتو لاندې چاؤدنه وشوه، او بيا زۀ په ما کښې هېڅ هوش پاتې نۀ شو ، ” ١٣ کلن تاج محمد نيوز لينز پاکستان ته ووئيل ـ د پينځم جماعت دا طالب علم د جنوبى وزيرستان د کوټ کئى سيمې اوسېدوونکے دے کومه چې د تحريک طالبان پاکستان د پخوانى مشر حکيم الله محسود هم پلرنۍ علاقه ده ـ تاج د ژوبل کېدو نه وروسته د ډېره اسماعيل خان سول هسپتال ته راوړے شو چرته چې د سرجرى نه پس د هغۀ متاثره پښه پرې کړے شوه ـ ” زۀ اوس د ټولو عمر د پاره معذوره شوے يم ما ته دا پته نۀ وه چې دې علاقه کښې بارودي مائنونه دي، ځکه چې دا سيمه څۀ په واضحه توګه په ګوته کړے شوې نۀ وه، تاج د حکومت نه د مائنونو زر تر زره د لرې کولو او د مصنوعى پښې لګولو اپيل وکړو ـ

د پاکستان انسټى ټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سکيورټى سټډيز (پکس) د اوسنۍ څېړنې ترمخه پاکستان کښې د بيلابيلې بڼې د بارودي سرنګونو د چاؤدنو زور د ٢٠٠٩ء نه د ٢٠١٤ء ترمنځه ډېر زيات وۀ دې موده کښې په مجموعى توګه ٢٢٦ چاؤدنو کښې ٧١٨ کسان په حق ورسېدل او اوسنى کال کښې تر اوسه د بارودي مائنونو په ٥٣ چاودنو کښې ٦١ کسان ووژلے شول ـ

د يوې غېر سرکارى ادارې لېنډ مائن اېنډ کلسټر ميونيشن مانيټر ترمخه لېنډ مائينز د پاکستان قبائلى سيمو کښې د کورنيو دشمنو په دوران هم استعمالولے شي ـ نومبر ٢٠٠٤ء کښې پاکستاني فوځونو جنوبى وزيرستان کښې د ترهه ګرو د بم جوړولو فېکټرۍ باندې د چهاپې وهلو په دوران ٣٤٠ بارودي مائنونه ولقه کښې اخستے وو کوم چې به په ترهه ګرۍ کښې استعمالېدل ـ د ادارې ترمخه د پاکستان په قبائلى علاقو کښې د دا قسمه پېښو څۀ خاص شمېر شمېره نشته ځکه چې سيمې ته رسد ګران دے اکثر د مېډيا رپورټونو باندې اډاڼه لرلے شي او زياتره پېښې رپورټ کيږي هم نه ـ ولې بيا هم د موجوده شمېر شمېرې په نسبت بارودى سرنګونو کښې د مړو يا ژوبل شوو کسانو شمېر زيات دے ـ

اوسنۍ بم چاؤدنه کښې د معذوره شوى تاج محمد پلار طارق خان محسود چې يو ډرائيور دے نيوز لينز ته ووئيل چې ” کله چې زما زوئې په چاودنه کښې ژوبل شو نو په خپل وس چار مونږ هغه د هلته نه راووېستلو، جنډوله هسپتال ته مو منتقل کړو د ابتدائى طبى مرستې نه وروسته مو په ٤٥٠٠روپۍ کرايه سرکارى اېمبولنس کښې ډېره اسماعيل خان هسپتال ته ورسولو ـ “

هغۀ زياته کړه چې د هغۀ زوئې خو معذوره شو اوس هغوي يوازې هم حکومت ته منت کولے شي چې علاقه صفا کړي ـ ” تېره شوې څۀ موده کښې زما په علاقه کښې څلور، پينځۀ کسان په بارودي سرنګونو معذوره شوي دي او پالتو ځناور خو د زرګونو په شمېر کښې مړه شوي دي ـ حکومت دې د پوليو په شان دې مسلې ته هم پام وګرځوي ـ “

د سويلى وزيرستان اېجنسى اېجوکېشن افسر خليل الرحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ سرکارى سکولونو کښې استاذانوته هدايات ورکړي دي چې هغوي په دې لړ کښې طالب علمانو کښې شعور رابېدار کړي چې د څۀ شکمن څيز نظر باندې د راتلو په صورت کښې دې مقامى انتظاميه خبروي او هيڅ هاغه څيز له دې نزدې نۀ ورځي چې څوک ئې نۀ وي ـ “

د سويلى وزيرستان پولټيکل ايجنټ ظفرالسلام په دې بابله نيوز لينز پاکستان ته ووئيل :” کومې علاقې ته چې د ځپلو خلقو واپسي کېږي هلته وړومبے د بم ډسپوزل سکواډ عمله سيمه صفا کوي د هغې نه پس علاقه پرانستلے شى او دې لړ کښې پاک فوځ د هغوئ مرسته کوي ـ “

سول هسپتال ډېره اسماعيل خان کښې په ډيوټۍ يو ډاکټر د نوم نۀ ښودلو په شرط نيوز لينز ته ووئيل : ( ځکه چې په دې مسله فوځ نظر ساتي ) ” دې کال کښې تر اوسه د جنوبى وزيرستان نه شپاړس ژوبل مونږ له راوړے شول ـ ټول په لاس يا پښو معذوره شوي وو ـ په دوئ کښې زياتره شمېر د ځوانانو او ماشومانو وۀ چې په زمکه کښې د ښخ کړے شوو بارودي موادو ښکار شوي وو ـ وزيرستان کښې د هسپتال د نېشتوالى له وجې ژوبل کسان دلته راوړلے شي ـ “

هغۀ زياته کړه :” د ډېره اسماعيل په سول هسپتال کښې معذوره کسانو ته د مصنوعى اندامونو لګولو څۀ شعبه نشته ـ زياتره کسان د مصنوعى لاسونو يا پښو لګولو غوښتنه کوي او مونږ د مجبورۍ نه هغوئ د پېښور يا ملتان د معذورانو مرکزونو ته لېږوو ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here