سندهـ کښې د ودونو د رجسټرېشن په قانون اقليتونو کښې اختلافات

0
1313

کراچۍ ( شوکت کورائى ) د سندهـ سکهـ ورورولۍ د سندهـ اسمبلۍ له خوا اوس اوس د مذهبى اقليتونو د ودونو د پاره پاس کېدونکے هندو مېرج لا رد کړې ده ـ

پاکستان کښې په وړومبى ځل د سندهـ صوبائى اسمبلۍ صوبه کښې د مذهبى اقليتونو د ودونو رجسټر کولو د پاره فرورى ٢٠١٦ء کښې قانون منظور کړو ـ د پاکستان د تر ټولو لوے مذهبى اقليت هندوانو له خوا د دې قانون هرکلے شوے دے ـ خو ولې سيکهانو په دې بنياد د دې قانون مخالفت کړے دے چې هغوئ يو بدل مذهب سره تعلق لري او د دې بل لاندې هغوئ ته دا وئيلي شوي دي چې هغوئ دې خپل ودونه د هندو مېريج لاز لاندې رجسټر کړي ـ

د ١٩٩٨ء د سر شمېرنې ترمخه د پاکستان ٩٣ سلنه خلق مسلمانان دي او مذهبى اقليتونو کښې هندوان، مسيحى او سيکهان شامل دي چې د ابادۍ په اووۀ سلنه مشتمل دي ـ د سويلى سندهـ نهه سلنه ابادى په مذهبى اقليتونو مشتمل ده ـ

سکهـ کونسل آف پاکستان د سکهـ ورورولۍ نمائندګى کوى ـ د دې د لارښودانو ترمخه پاکستان کښې ٢٠ زره سيکهان اباد دي چې اکثريت ئې په سندهـ کښې مېشتۀ دي ـ

هغوئ د ودونو د رجسټرېشن د پاره سندهـ کښې د شوې اوسنۍ قانون سازۍ په بابله د سنجيده بڼې تحفظات ښکاره کړي دي ـ د بل د مندرجاتو ترمخه د هندوانو د وادۀ دود دستور هندومت، سکهـ مت او جين مت کښې يو شان دي ـ

د سکهـ کونسل آف پاکستان صدر رميش سنګهـ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د هندو مېريج بل په ذريعه حکومت سيکهانو باندې هم د هندو مت ليبل لګولے دے ـ مونږ د دې بل مخالفت کوو ځکه چې مونږ هندوان نۀ يو بلکې سيکهان يو ـ”

هغۀ زياته کړه :” مونږ پاکستان کښې د ودونو د رجسټرېشن حمايت کوو خو زمونږ د کميونټى هندومت کښې شاملولو باندې تحفظات دي ـ “

رميش سنګهـ ووئيل :” زمونږ ډلې د خپلو شکايتونو جمع کولو د پاره د سندهـ اسمبلۍ اقليتى استازو سره ليدل کتل کړي دي چا چې د مثبت رد عمل څرګندونه کړې ده ـ ” هغۀ ووئيل چې کۀ حکومت په بل کښې بدلون کولو کښې ناکامۍ سره مخ کېږى نو سيکهان به د دې قانون سازۍ خلاف احتجاج کوي ـ

رميش سنګهـ خبردارے ورکړو چې کۀ چرې پاکستان دې مسلې هوارولو کښې ناکامه کېږى نو سکهـ ورورولى به دې معامله په نړيوال فورمز اوچتوي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ به په ٢٦ جون د کراچۍ پريس کلب مخې ته د ولوږې هړتال کوو او بيا وروستو به د اسمبلۍ نه بهر احتجاج کولے شى کومې چې دا متنازعه قانون سازى کړې ده ـ “

صوبائى وزير ډاکټر سکندر على ميندهرو نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” کۀ د قانون سازۍ په بابله څۀ اندېښنې وي نو د هغې په اړه مونږ ته خبرتيا راکړے شى چې دا شان پارليمان دې قانون کښې بدلون وکړے شى ـ ” هغۀ ووئيل چې سندهـ اسمبلى به د سکهـ ورورولۍ د احتجاج په ځائے بل کښې د بدلون په بابله غور کوى ـ

ډاکټر سکندر على مېندهرو ووئيل چې سندهـ حکومت د بل پاس کولو نه وړاندې د اقليتونو نمائندګانو ته د بدلون تجويز کولو د پاره مېنډېټ ورکړے وۀ ـ دا بل د هر يو د منظورۍ نه پس په يوه خلۀ منظور کړے شو ـ

د سندهـ اسمبلۍ د اقليتونو د پاره په ځانګړې چوکۍ بريالے شوے غړے ديوان چند چاوله په هغو قانون سازانو کښې شامل دے چا چې د ” هندو مېريچ لا ” په مسوده اسمبلۍ کښې د وړاندې کولو نه مخکښې نظرثانى کړې وه ـ هغه د اسمبلۍ د اقليتى چارو د پاره د قائمه کميټۍ غړے هم دے ـ ديوان چند چاوله د ” هندو مېريچ لا ” په حقله د سکهـ کونسل تجويزونو سره اتفاق کوى ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره په فون خبرو اترو کښې ووئيل :” د سکهـ کونسل آف پاکستان له خوا تجويزونه ډېر ناوخته راغلي دي ـ دې دوران کښې بل منظور شو او په ګزټ کښې شامل کړے شو ـ “
ديوان چند چاوله په اسمبلۍ کښې د قانون په نوم او د دې په مندرجاتو کښې د بدلون تجويز وړاندې کړو ـ هغۀ ووئيل :” زۀ به په دې بابله ډېر زر کار پېل کړم او مونږ به فريقېن په اعتماد کښې اخلوو او په دې اړه به ټول قانون سازان خبرولے شى ـ “

بل خوا هندو ورورولۍ د دې بل په پاس کېدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده ـ د ډاکټر جے رام څلور کاله مخکښې ډاکټر سيتا سره وادۀ شوے وۀ ـ هغۀ ووئيل :” مونږ د هنى مون نمانځلو د پاره اسلام آباد سره نزدې مرى ته لاړوو او د قيام په دوران هوټل راته په کرايه کمره رانۀ کړه ځکه چې زما د کورودانې په شناختى کارډ د هغې د پلار نوم ليکلے وۀ او د خاوند په حېثيت پرې زما نوم ليکلے کېدے نۀ شو ـ ” ډاکټر جے رام د بل ستائېنې کولو سره ووئيل چې دا يو سم ګام دے ـ

د سندهـ اسمبلۍ يو بل غړى نند کمار ګوکلانى هم دا باور ورکړو چې د هغوئ غوښتنې به پوره کولے شي ـ هغۀ ووئيل :” د سکهـ ورورولۍ شکايتونو ترلاسه شوي دي چې د ازالې د پاره به ئې مونږ هر ګام پورته کوو ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here