کوئټه ( حزب الله خان ) د پاکستان سرحدى سيمې د اوسنيو کلونو په دوران ډېرې سختې جګړې سره مخ شوې دي چې څرګندونه ئې د دې سيمو د حالاتو نه هم کيږى ـ د نفسياتو ماهران وائي چې د ملک په سويلى صوبه بلوچستان، چې پوله ئې افغانستان سره پېوست ده، کښې د ٢٠٠١ء راسې د پيل شوى جنګ له کبله د نفسياتى رنځونو ښکار ناروغانو شرح کښې ډېر زياتوالے راغلے دے ـ

د جامع څېړنې د نيشتوالى له کبله صوبه کښې د عسکريت خوښۍ، زور زياتى او فرقه ايزه جګړو د خلقو په نفسياتى صحت د کيدونکو اثراتو په حقله څۀ اندازه ټاکل ډېره زياته ګرانه ده ـ خو ولې کوئټې سره اړوند سائيکاټرسټ ډاکټر غلام رسول وائي چې د ذهنى ناروغۍ او فکرمندۍ ښکار رنځورانو د علاج په دوران د ترلاسه کړے شوو معلوماتو نه دا بريښي چې د امن د نيشتوالى له کبله نفسياتى صحت متاثره کيږى ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د تېرو ١٥ کالو نه د زياتې مودې په دوران د تشدد د پېښو لکه د ځان وژونکو چاودنو، بم چاؤدنو او د خودکشه مرګ ژوبله د خلقو او ټولنې په نفسياتو منفى اثرات پرېواتي دي ـ

ښارونو او بانډو سره د تعلق لرونکو ناروغانو د شمېر په رڼا کښې ، کوم چې په ډېر سخت ډول ځپلي شوي دي يا نسبتاَ خوندى پاتې شوې دي، نفسياتى رنځونو، لکه ذهنى ناروغۍ، فکرمندۍ او ډپرېشن کښې د ١٠ نه ٢٥ سلنه زياتوالے راغلے دے ـ “

ډاکټر غلام رسول زياته کړه چې د نفسياتو ماهران په دې باور دي چې دا اندازې ريښتياؤ سره تعلق لري ځکه چې نفسياتى رنځونه د دريو لاملونو له کبله زيات شوي دي: وړومبے، ( تاؤتريخوالى ) په سماجى ډهانچه، دويم، په سماجى ژوند او درېم، د انسانانو په نفسياتى صحت اثرات غورځېدل دي ـ

هغۀ ووئيل :” د بلوچستان په رڼا کښې مونږ تشدد په دې دريو واړو اړخونو اثرانداز کېدو سره ليدلے دے ـ “

د ٦٠ کالو زرمينې ( خپل نوم ئې نۀ دے ) نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کوئټه کښې ترسره شوې ځان وژوونکې بم چاودنه او ټارګټ کلنګ کښې د هغې د وروڼو، زامنو او يو نزدې خپلوان د مړينې له کبله هغه د ډېر سخت ډپرشن او فکرمندۍ ښکار شوې ده ـ

هغې ووئيل :” ما د اتو کالو په دوران د خپلې کورنۍ پينځۀ کسان بائيللے دي چې پکښې زما ورور، زوئې او يو خپلوان هم شامل دے ـ زما کورنۍ تراوسه د وېرې په چاپېريال کښې ژوند تېروي ـ”

د خېبرپښتونخوا پبلک سروس کميشن (کے پى ـ پى ايس سى) د ” پاکستان کښې د ترهه ګرۍ اثرات ” د سر خط لاندې تحقيقى مقاله کښې وئيلي شوي دي :” د دې صوبو يا سيمو څۀ ښارونه زيات ځپلي شوي دي ـ کوئټه، د بلوچستان هم يو داسې ښار دے، د خېبرپښتونخوا په دارالحکومت پېښور کښې د صوبې د هر کوم بل ښار په نسبت زياتې بم چاؤدنې شوې دي او فاټا کښې د کرم ايجنسۍ او خېبرايجنسۍ نه علاوه قطبى او سويلى وزيرستان کښې د وژنې شمېره د ټولو نه زياته پاتې ده ـ وړومبے، دا درېواړه سيمې افغانستان سره په جغرافيائى توګه د نزدېکت او ګاونډى هېواد افغانستان کښې د کېدونکى جنګ د ردعمل له کبله زياتې ځپلې شوې دي ـ

دوېم، دې سيمو کښې د ګورننس او پرمختګ کوټلے نظام نشته د کوم په سؤب چې دا سيمې د ترهه ګرۍ نرسرۍ جوړې شوې دي ـ درېم، زياتره ځان وژونکې حملې، فوځى کارروائۍ، په فوځ کېدونکو حملو سره سره ډرون حملې هم دې علاقو کښې شوې دي چې پکښې نسبتاَ زيات انسانى ځانونه ضايع شول ـ”

د سرحدى سيمو پشمول بلوچستان کښې په روان تشدد د کېدونکې څېړنې پام د سکيورټى اړخونو او انسانى او معاشى لګښتونو ته رااړولے شوے دے ـ

منطقه کښې د امن و امان د نيشتوالى له کبله د غورځېدونکو سماجى او نفسياتى اثراتو په ډاګه کولو د پاره ډېره لږه څېړنه شوې ده ـ د خېبرپښتونخوا پبلک سروس کميشن په رپورټ کښې وئيلي شوي دي :” د ترهه ګرۍ په ضد جنګ باندې د کېدونکو عمومى خرڅونو اندازه ټاکل ګرانه ده ـ ولې پاکستان د ١٠ کالو (٢٠٠١ء – ٢٠١١ء) په دوران نيغ په نيغه او د چا له لارې توګه باندې چې کوم خرڅونه وزغمل، د خزانې وزارت د کليزې سروے ٢٠١٠ء – ٢٠١١ء  ترمخه دا خواؤشا ٦٨ ارب روپۍ وو ـ”

د سنټر فار ډيزيز کنټرول اينډ پريونشن ترمخه ” د جنګ په مېدان کښې پاتې شوي ٣٠ او ٧٠ سلنه ترمنځه خلق ذهنى ناروغۍ او ډپريشن سره مخامخ  دي ـ” د ورلډ هيلتهـ آرګنائزيشن ترمخه د پولې نه پورې غاړه افغانستان کښې ، چرته چې د دريو لسيزو نه د زياتې مودې راسې تاؤتريخوالے او جنګ روان دے ، د ٦٠ سلنه څخه زيات افغانان، چې پکښې د مېرمنو اکثريت شامل دے د نفسياتى ستونزو يا ذهنى رنځونو ښکار شوي دي ـ ډاکټر غلام رسول وائي چې د دې ناروغانو اکثريت د خپلو ذهنى رنځونو د علاج د پاره پاکستان ته مخه کوى ـ

هغۀ زياته کړه چې ټوله صوبه کښې د نفسياتى رنځونو د علاج د پاره يوازې يو هسپتال جوړ دے او دې سره اړونده څو ډاکټران د لرې لرې نه د راتلونکو رنځورانو نه علاوه د افغان وګړيو د يو لوے شمېر علاج هم کوى ـ

ډاکټر غلام رسول وائى :” هر څو کۀ د تاؤتريخوالى له کبله په لکونو کسان د نفسياتى رنځونو ښکار شوي دي ولې په هغوئ کښې ځينې خپل علاج کولے شى ـ د تربيه شوو انسانى وسيلو د نيشتوالى او د اسانيو د کموالى له کبله ځائى توګه باندې يوازې د اتو نه ١٠ سلنه پورې د رنځورانو علاج کيږى ـ”

هغۀ دا تجويز وړاندې کړو چې حکومت دې ټول بلوچستان کښې د ډويژن، ضلعې او تحصيل هيډ کوارټرز په کچ نفسياتى يونټې جوړې کړې چې دا شان د خلقو د نفسياتى کړمو علاج وکړے شى ـ

هغۀ ووئيل :” د ځپلو کسانو او د هغوي  د کورنيو د پاره د ډيزاسټر مينجمنټ ميکانزم، د نفسياتى علاج د پاره د ډيپارټمنټ او کونسلنګ سنټرو د نۀ شتون له کبله نفسياتى مسلې زياتيږي ـ دا وخت کله چې د ملک نورې صوبې د تشدد له کبله د ذهنى صحت په حقله پاليسۍ ترتيب کوي، د بلوچستان حکومت ته پکار دي چې په دې اړه يو ايکټ منظور کړى او هم د هغې په رڼا کښې د صحت پاليسۍ جوړې کړي ـ “

ډاکټر غلام رسول وړاندې وائي چې صوبه کښې موجود د صحت نظام د امن د ورځو اسانۍ نۀ شى ورکولے او دا ” د فساد د ښکار شوو خلقو هم بيړنۍ مرسته کوي ـ “

ولې چې سرکارى شمېر شمېره شتون نۀ لرى، بلوچستان کښې په اقتدار کښې راغلې د نيشنل پارټۍ عمومى سيکتر عبدالخالق بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د مکران ٤٠ سلنه ابادۍ د عسکريت خوښۍ له کبله کډې کړې دي ـ ” هغۀ ووئيل چې د صوبې نورو ښارونو کښې هم حالات هم د دې بڼې دي چې پکښې کوهلو، ډيره بګټى او نصيرآباد شامل دي ـ د بلوچستان وزيراعلى نواب ثناء الله زهرى کوئټه کښې يو سيمينار ته وېنا کولو کښې ووئيل چې د تشدد له کبله يو لک بنجابى ابادکارو صوبه پرېښودې ده ـ

کډه کوونکې ٥٥ کلنه کونډه ثمينه، د هغې پېژندګلو خوندى کولو د پاره د هغې نوم بدل کړے شوے دے، وائى چې د هغې زوئې پينځۀ کاله مخکښې بې درکه شو د کوم له کبله چې هغه نااميده او فکرمنده ده ـ هغه وائي :” ما د خپل زوئ هر ځائے کښې لټون کړے دے خو د هغۀ څۀ پته ونۀ لګېدے شوه ـ زۀ تراوسه د هغۀ لټون کومه ـ”

د ٥١ کالو الطاف د هغه وخت راسې د ذهنى ناروغۍ ښکار دے کله چې په کوئټه کښې ترسره شوې يوه بم چاؤدنه کښې د هغۀ درې وروڼه په حق رسيدلي وو ـ د دې پېښې لا يو کال هم نۀ وۀ شوے کله چې د هغۀ زوئې ټارګټ کلنګ کښې ووژلے شو ـ

هغه وائي :” زۀ جلبلى شوے او اور اوبو په مخه اخستے يم او اکثر د چا د وژلو يا د خپل ژوند د ډيوې مړې کولو په حقله سوچ کوم ـ ” هغه د فکرمندۍ او ذهنى ناروغۍ نه د ځان خلاصولو د پاره د آرام ورکولو دارو درمل کارؤي ، هغه په هغه بم چاؤدنه کښې ژوبل شوے وۀ په کومه کښې چې د هغۀ وروڼه مړۀ شوي وو ـ

الطاف د خپلو وروڼو او زلمى زوئ عکس کتلو سره په سترګو کښې راغلې اوښکې پاکې کړې او وې وئيل :”زۀ محسوسوم چې زما سر او زړۀ به وچوي ـ “

بلوچستان حکومت کښې موجودې يوې ذريعې، د نوم نۀ ښودلو په خواهش ولې چې ورته ميډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نشته، نيوز لينز سره خبرو کښې ووئيل چې د نفسياتو ماهران چې څۀ وائي ممکنه ده چې صحيح وي خو ” واکمنو د قامى او بين المللى تنظيمونو په دې حقله څۀ رپورټ يا شمېر شمېره نۀ ده لېدلې ـ “

هغوي ووئيل :” په دې تناظر کښې ضلعى کمشنرانو هم څۀ ګام وانۀ خستو او نۀ د بلوچستان حکومت له خوا د نفسياتى رنځونو د علاج د پاره کوم ځصوصى فنډ ځانګړے کړے شوے دے ـ “

د هغوي وړاندې وېنا وه چې بلوچستان حکومت اولس ته د صحت مندو هلو ځلو کښې مشغول ساتلو د پاره موقعې ورکوي د کوم يو مثال چې مارچ کښې ترسره شوے بلوچستان سپورټس فيسټيول دے ـ

حکومت د ترهه ګرۍ ځپلو تاوان هم سر کړے دے ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here