ډېره اسماعيل خان: ” چې زۀ اوس زده کړم، ما داسې ماحول ته بوځه، بابا ما سکول ته بوځه ” دا بند دے د پښتو د اولسي سندرغاړى شوکت وزير د ګانې ـ په دې بند کښې يوه ماشومه خپل پلار نه غوښتنه کوى چې هغه  دې سکول ته بوځى، هغه دې يو داسې ماحول ته بوځى چرته چې اوس هغه څۀ زده کړه وکړى ـ

شوکت  وزير د سويلى وزيرستان ايجنسۍ وانا علاقې سره تعلق لرى ـ شوکت په ٢٠٠٦ء کښې ګلوکارى او شاعري شروع کړه ولې علاقه کښې خورې شوې ترهه ګرۍ او د طالبانو راج د هغۀ فن ودې موندلو ته پرې نۀ ښود ـ اوس هم په دې کال کښې هغۀ خپل دا شوق باقاعده پېل کړے دے ـ شوکت وزير ووئيل چې ” تر اوسه هغۀ د پښتو ٣٤ آډيو سندرې رېکارډ کړې دي، چې پکښې اکثرې ډېرې مقبولې شوې  دي ـ “

شوکت وزير ګلوکارۍ سره سره د پښتو شاعرى هم کوى او د هغۀ دوه کتابونه هم چاپ شوي دي ـ ” مونږ د امن او مينې ښودنه کوو او کرکه کوونکي هم د مينې لورى ته رابلوو، د کومو قبائلى ماشومانو مور پلار چې ژوندي دي، هغوئ دې په بچو تعليم وکړي او د کومو مور پلار چې جنګ کښې مړۀ شوي دي، د هغو ماشومانو په سر دې لاس کېږدي چې هغوئ په راتلونکى وخت کښې داسې جوړ نۀ شي چې د خلقو نه نفرت کوي ـ “

سويلى وزيرستان او د پاکستان قبائلى سيمو کښې د تېرو ١٥ کالو مودې راسې ثقافتي هلې ځلې د سخت بندېز ښکار وې ـ چې له وجې ئې د ټولو نه زيات ګلوکار او شاعره طبقه متاثره شوه ـ دې پېشې سره تړلو اکثرو خلقو خپله پېشه او فن پرېښودل او ځينو د علاقې نه کډو کولو سره د پاکستان بندوبستى سيمو کښې مېشتۀ شول ـ

د آرټ فريډم ادارې ترمخه اپرېل ٢٠١٥ء کښې د صوابۍ علاقه کښې يو ډهول غږوونکے په ډزو ووژلے شو ـ

مارچ او جون ٢٠١٤ کښې ، د پښتو مقامى سندرغاړے وزير خان ترهه ګرو درې ځله وتښتولو او هر ځل په دې شرط راپرېښودے شو چې هغه به سندرې نۀ غږوي ـ او پېښور کښې د پښتو سندرغاړې ګل ناز کور ته نامعلومه وسله وال ورغلي وو او هغه ئې وژلې وه ـ

او هم د دې ادارې د اګست ٢٠١٦ء د يو رپورټ ترمخه د پېښور نزدې شېخان کلى چې خېبرايجنسۍ سره پېوست دے ، کښې د ترهه ګرو د حملې د خطرې له کبله د مقامى انتظاميې لخوا سيمه کښې د موسيقۍ او ټنګ ټکور په دستورو بندېز لګولے شوے دے ـ

د پاکستان پرېس فاؤنډېشن ترمخه د ٢٠٠٠ء نه واخله ٢٠١١ء پورې د پاکستان قبائلى سيمو او خېبرپښتونخوا صوبه کښې موسيقۍ او ثقافتى هلو ځلو سره اړوند ١٤ کسان مړۀ، ١٥ ژوبل او ١٢١ وتښتولے شول ،د هم دې مودې په دوران مختلفو علاقو کښې ٥٨٠ سي ډي دوکانونه او ميوزک سنټرې په چاودېدونکو موادو تباه کړے شوې ، هم په دې دوران بيلابيلو سيمو کښې ١٣ موسيقارانو او سندرغاړو ته دړکې ورکړے شوې او کار پرې بند کړے شو ـ

د ميوزک فرى ادارې د يو رپورټ ترمخه د نومبر ٢٠١١ء د يوې مياشتې په دوران د خېبرپښتونخوا صوابۍ علاقه او قطبى وزيرستان ميرانشاه کښې نامعلومو تخريب کارو د يو درځن نه زيات د سي ډي دوکانونه په چاودېدونکو موادو تباه کړل او جون ٢٠١٢ء کښې د پښتو مشهوره سندرغاړې غزاله جاوېد پېښور کښې نامعلومو حمله کوونکو په ډزو کولو د پلار پشمول ووژله ـ

د شوکت وزير ترمخه د خپلې يوې ګانې د ريکارډنګ د پاره د ډېرو خلقو زاري منت کول وي ځکه چې هغوئ سره څۀ سټوډيو نيشته ـ وزير ووئيل چې ” د سرکارى ادارو بې غورۍ او د امن و امان خرابو حالاتو ته په کتلو ئې څو ځله دا فېصله وکړه چې دا پېشه پرېږدى خو د خلقو مينه او اسرار ئې لاره نيسى ـ ” د شاعرانو او ګلوکارانو د خېرښېګړې د پاره هغوئ ته د کومې ادارې پته نيشته ـ ” د يوې سندرې د ريکارډنګ کولو د پاره هغه پېښور ته ځى او د مياشتې پورې انتظار او ديکې خوړل ئې په سر وي البته هغوئ خپله مرسته پخپله لاندې د شاعرانو دوه تنظيمونه جوړ کړي دي چې د قبائلو د تفريح واړۀ واړۀ پروګرامونه کوي ـ “

د سويلى وزيرستان سپورټس اېنډ کلچر افسر تاج محمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د سپورټس په شان د ثقافتى هلو ځلو د پاره هم د حکومت لخوا هغوئ سره څۀ باقاعده فنډز نيشته ـ هغوئ کوشش کوي چې دې کال کښې د دوئ د پاره يو دوه پروګرامونه تر سره کړے شي ـ واقعي چې د دوئ ستونزې بې شمېره دي کومو ته چې پاملرنه کول د وخت اهم ضرورت دے د هغوئ اداره د سويلى وزيرستان د سندرغاړو او شاعرانو د مسلو په حقله دوئ سره مسلسل په رابطه کښې ده ـ “

 قبائلى زلمے عرفان الله محسود خيال لرى چې د تېرو تشدد نه د ډکو حالاتو له کبله قبائلى زلمي د سخت ذهنى دباؤ ښکار دي ـ هغوئ د تفريح او ثقافتى پروګرامونو موقعې لټوي ـ ” د هغوئ ثقافت تشدد نۀ دے بلکې د معاشرې او حکومت استحصال هغوئ بدنام کړل ـ ميوزک پروګرامونه او مشاعرې د هغۀ د خوښې څيزونه دي د څۀ مودې راسې داسې هلې ځلې بيا پېل شوې دي کوم چې ډېر ښۀ ګام دے ـ د وادۀ او اختر په شان تهوارونو په موقعو د هغوئ ثقافتى ګډا ( اتڼ ) لازمى څيز دے ـ “

قبائلى اديب سېلاب محسود نيوز لينز پاکستان ته ووئيل دا يو افسوناک صورت حال دے چې د جنګ او بم چاودنو ځپلې قبائلى معاشرې ثقافت ته هيڅ پام نۀ شى ګرځولے ـ ” د ملک د نورو سيمو سندرغاړو او اديبانو ته چې کوم مراعات ترلاسه دي دلته د هغې څۀ نوم نښان نيشته ـ اکادمى ادبيات پاکستان بايد دې لورى ته پاملرنه وکړى ـ ” د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د خېبرپښتونخوا د ګورنر په واک اختيار کښې کافى فنډ موجود دے هغوئ ته د غريبو او ستونزو کښې د راګېرو قبائلى ګلوکارانو او شاعرانو مسلې ضرور کتل پکار دي چې دا شان علاقه کښې د امن پېغام ورکوونکو ډاډګيرنه وکړے شي ـ

د يو بل قبائلى زلمى سهيل محسود خيال دے چې وزيرستان کښې د نوو سندرغاړو کار ډېر ښۀ دے حکومت سره سره اولس ته هم د هغوئ مرسته او ډاډګيرنه پکار ده ـ ” د زلمو سندرغاړو د پاره اکېډمى جوړول ضرورى دي اکثر خلق او ګانه معيوب نۀ ګڼي سهولتونو ورکولو سره دا خنډ ختمېدے شي ـ “

د سندرغاړى شوکت وزير ترمخه يو نظم يا غزل په نړۍ کښې انقلاب راوستے دے او د هغوئ کوشش دے چې د خپلې علاقې محرومه طبقو کښې په خاص توګه د تعليم په حقله شعور پېدا کړي ـ ” د تعليم ترلاسه کولو د امن نه بغېر ممکن نۀ دي، او امن د خپل ثقافت په ژوندى او دوامدار ساتلو کښې دے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here