لاهور: محمد شريف په امريکه کښې مېشتۀ دے او امريکائى وګړے دے ـ د پاکستان حکومت بهر ملک کښې مېشتۀ د دې پاکستانيانو د پاره مخصوص شناختى کارډونه ( اين آئى سي او پى ) جاري کړي دي چې دا شان هغوئ پاکستان کښې مشکلاتو سره مخ نۀ شي ـ د تېر کال پورې اين آئى سي او پى استعمالول څۀ مسله نۀ وه ـ

شريف دا د بنک اکاؤنټ پرانستلو، د موبائل فون کنکشن اخستلو او نورو مقصدونو د پاره استعمال کړو ـ روان کال کښې بائيو ميټرک مشينونو د شريف او هم د هغۀ د زوئ حمزه دواړو د اين آئى سي او پى لوستلو نه انکار وکړو ـ

بنک کښې موجودې عملې هغوئ ته ووئيل چې اين آئى سى او پى ځان سر ساتوونکے هر تن هم دې مسلې سره مخامخ کېږى ـ

د نېشنل ډېټا بېس اېنډ رجسټرېشن اتهارتى ( نادرا ) د لاهور دفتر ته په تللو شريف ته معلومه شوه چې حکومت د اين آئى سى او پى لوستلو د پاره نوے سافټ وېئر جوړوى او زوړ سافټ وېئر ختم کړے شوے دے ـ

شريف ووئيل :” ما نۀ هم بنک اکاؤنټ پرانستے شو او نۀ مې هم څۀ لېن دېن وکړے شو ـ ما د خپل زوئ اکاؤنټ پرانستل غوښتل کوم چې ممکن نۀ شوه ـ ” هغۀ راډک شوى زړۀ سره ووئيل :” زۀ د خپل کار هم د ترسره کولو نه بغېر واپس ځم ـ “

مېډيا کښې د راتلونکيو خبرونو ترمخه نادرا جعلى شناختى کارډونه جاري کړي دي د کوم له وجې چې پراسېسنګ ځنډ سره مخ شو او اوس دې وخت کښې چې چا سره اين آئى سى او پى دي هغه غېر ملکى پاکستانيان مشکلاتو سره مخامخ کېږي ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د نوى سافټ وېئر په بابله د نور تصديق د پاره دنادرا اسلام آباد دفتر سره رابطه وکړه نو د نادرا ترجمان محمد فائق ووئيل چې دا خبر تېروېستوونکے دے او په داسې هېڅ سافټ وېئر غور نۀ کيږى ـ هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې اين آئى سى او پى والا غېر ملکى پاکستانيان چې کله مسلو سره مخامخ کيږي، نو دا به څنګه حل کيږي نو هغۀ ووئيل :” هغوئ ته نوے اين آئى سى او پى ترلاسه کول پکار دي ـ “

د نادرا په اېبټ روډ لاهور څانګې سره اړوند اسسټنټ ډائرېکټر محمد رزاقى نيو لينز پاکستان ته بيخى مختلف قېصه وکړه ـ هغۀ ووئيل چې اين آئى سى او پى والا غېر ملکى پاکستانيانو نه چې وړاندې کومې ګوتې لګولې شوې دي هغه ډېټا بېس کښې رجسټرډ نۀ دي د کوم له کبله چې اوس داسې ټول کارډونه ختم شوي دي ـ هغۀ د محمد فائق برعکس وېنا وکړه چې نوے سافټ وېئر جارى کړے شوے دے او کومو غېرملکى پاکستانيانو سره چې اين آئى سى او پى کارډونه دي هغه وګړيو ته به اوس نوؤ کارډونو له درخوست ورکول وي ـ محمد رزاقى خبرتيا ورکړه چې د نوى اين آئى سي او پى کارډ فيس به ١٠ زره روپۍ وي ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله محمد فائق نه د هغۀ او د محمد رزاقى په بيان کښې د تضاد وجه معلومول وغوښتل نو هغۀ د ځواب ورکولو نه انکار وکړو ـ

نادرا په نړيوال کچ يو ډېر غوره ډېټا بېس ګڼلے شى خو ولې په ملک کښې زياتېدوونکى کرپشن په دې اداره هم اثرات غورځولي دي ـ

د انتظامى مسلو نه يو خوا ته دنادرا د افسرانو رويې د نادرا دفترونو دوره کوونکو هغو صارفينو ستونزې نورې زياتې کړې دي څوک چې وړاندې راسې د ذهنى پرېشانۍ ښکار دي ـ

يوې مېرمن عائشه خواجه ته د نادرا نه د خپل شناختى کارډ تصحيح کول وو، د هغې ترمخه دا تجربه انتهائى د پرېشانۍ ډکه وه ـ

هغې ووئيل :” د عملې کومو غړيو چې زما د کاغذونو کره کتنه کوله، هغوئ سره زما د ليدلو کتلو تجربه سمه نۀ وه ـ هغوئ ساړۀ او بې غوره وو لکه چې ما ته څۀ ذاتى فائده رارسوي ـ “

نيوز لينز پاکستان د جنرل هسپتال لاهور د نفسياتو د شعبې مشر د نفسياتو ماهر ډاکټر الطاف بشير نه په دې حقله پوښتنه وکړه چې پاکستان کښې سرکارى واکمنان اخر ولې د منفى رويې څرګندونه کوي ؟

هغۀ ووئيل :” د دې څو وجوهات کېدے شي ولې څلور بيخى ښکاره دي ـ د ټولو نه وړومبے خو د ملازمت په دوران افسرانو ته د رويې منظم کولو په حواله څۀ تربيت نۀ ورکولے کيږى، زمونږ ټوله توجه د تربيت تکنيکى اړخونو ته رااړولے شوے وى او اکثر او زياتره هغه هم په پېشه ورانه توګه نۀ ورکولے کيږى ـ “

ډاکټر الطاف بشير زياته کړه :” بل، د يو افسر د پېشه ورانه ذمه واريو په بابله په ظاهره هغۀ ته د انعام يا سزا ورکولو څۀ ميکانزم نشته ـ درېم، مونږ د صارفينو او متعلقه افسرانو ترمنځه د رائې او تجويزونو د نظام په ذريعه تعلق ټاکلے نۀ دے ـ څلورم، مونږ کارمندانو ته د کار کولو د پاره مثالى ماحول ورنۀ کړو ـ “

عائشه خواجه د خرابيو په حقله خپلو تجربو بيانولو سره ووئيل :” زۀ دوو اهم ترينو تکنيکى مسلو سره مخامخ شوم کوم چې د نادرا اېبټ روډ څانګې باندې کار کښې خنډان جوړېدې او رفتار ئې په مزه کولو ـ د انټرنېټ رفتار بيخى په مزه وۀ او انټرنېټ بيا بيا شټ ډاؤن کېدلو د کوم له وجې چې به د اېډمنسټرېټر لخوا د هر منټ نه پس پاس ورډ ورکول وو ـ د دې له وجې افسران هم پرېشانه شول ـ “

د کمپيوټرائزډ قومى شناختى کارډ ( سى اين آئى سى ) په اړه وګړيو ته د ورپېښو مسلو هوارولو د پاره د ټولو سياسى ګوندونو په نمائندګۍ پارليمانى کميټى ټاکلے شى ـ

داخله وزير چودهرى نثار على خان په ١٥ اګست د کميټۍ د آئين اعلان وکړو ـ

د ماهرانو دا رائې ده چې ترکومه بنيادى ستونزې حل شوے نۀ وى، کميټيو جوړولو سره به په کارکردګۍ ډېر کم يا بيخى څۀ فرق پرې نۀ وځى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here