کراچۍ ( لالا حسن ) د ٢٠٠٢ء نه وروستو پاکستان کښې ګڼ شمېرصحافيان وژلي شوي دي چې پکښې يوازې هم د پينځو کسانو د مړېنې مقدمې چلېدلې دي ـ د مېډيا د سينئر واکمنو ترمخه د وېرې او معافۍ د ثقافت له کبله د مقدمو په يو لوئې اکثريت کښې سزاګانې ونۀ شوې ـ

٢٠١٤ء کښې پاکستان کښې ١٤ صحافيان ووژلے شول، انټرنېشنل فېډرېشن آف جرنلسټس پاکستان د صحافت کولو د پاره بيخى خطرناک ملک ګرځولے دے ـ

د مېډيا ډوېلپمنټ شعبه کښې کار کوونکے يو خپلواکه تنظيم پاکستان پرېس فاؤنډېشن وائي چې پاکستان کښې د ٢٠٠٢ء نه تر اوسه ٧٢ صحافيان او د مېډيا کارمندان وژلي شوي دي ـ

د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس ترمخه دا شمېر يو په دوه دے، کوم چې دا باور لرى چې د دې مودې په دوران د ١٣٥ نه زيات صحافيان وژلي شوي دي ـ

هغه پينځۀ مقدمې په کومو چې کارروائى وشوه، په هغې کښې يو د جيو نيوز د رپورټر ولى خان هم وۀ څوک چې په ٢٠١١ء کښې د سياسى جماعت متحده قومى موومنټ کارکنانو کراچۍ کښې وژلے وۀ ـ

د ولى خان بابر مشر ورور مرتضى خان بابر ټروتهـ ټريکر سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ په هر قيمت د خپل ورور د قاتلانو د انصاف منګولو ته د راوستلو لوظ کړے وۀ ـ “

ولى خان بابر چې کله قتل شو نو هيچا هم د اېم کيو اېم د کارکنانو په ضد د مقدمې درج کولو جرات ونۀ کړو څوک چې دې جرم کښې مشکوک وو ـ

مرتضى خان بابر ووئيل :” د کراچۍ د ابادۍ يو لوئې شمېر د الله او د اېم کيو اېم د اهم ترين مشر الطاف نه وېرېدلو ـ کراچۍ کښې د رېنجرز د کارروائۍ نه پس منظرنامه بدله شوې ده ـ “

هغۀ زياته کړه :” مونږ د خپلو سرونو په قيمت د مقدمې د پېروۍ کولو فېصله وکړه څنګه چې مونږ پښتانۀ يوو او مونږ د عزت د پاره د جنګېدلو او چې څوک راسره بد وکړى د هغوئ نه د بدلې اخستو يو مضبوط روايت لرو ـ “

سندهـ پوليس د هغه وخت د صوبائى داخله وزير ډاکټر ذوالفقار مرزا په مشرۍ کښې د ولى خان بابر قاتلان ونيول ـ په هغوئ مارچ ٢٠١٤ء کښې جرم ثابت شو ـ

دوو مجرمانو ته د مرګ او څلورو ته د عمرقېد سزاګانې واؤرولے شوې ـ د هغوئ د سزاګانو خلاف سندهـ هائى کورټ کښې اپيل د التوا لاندې دے ـ

د اېم کيو اېم قيادت په وړومبو ورځو کښې مجرمانو سره د تعلق نه انکار کړے وۀ، ولې وروسته بيا هغوئ دا ” سياسى انتقام ” وګرځولو ـ

د حېدر آباد يونين آف جرنلسټس صدر او د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس مشر خالد کهوکهر وائي چې پوليس او حکومت د وژلو شوو صحافيانو په مقدمو کښې مرسته نۀ کوي ـ

هغۀ ټروتهـ ټريکر سره خبرو اترو کښې ووئيل :” وارثانو ته انصاف ورکول د رياست بنيادى ذمه وارى ده ـ ولې د حکومت لخوا د وژلو شوو صحافيانو په ډېرو مقدمو صحيح توګه باندې کارروائي نۀ شى کولے ـ “

د خالد کهوکهر وړاندې وېنا وه :” هم د وژلو شوو پينځو صحافيانو مقدمې پاکستان کښې د انصاف ترلاسه کولو د سختې مرحلې نه په کاميابۍ راتېرې شوې دي ـ “

دې مقدمو کښې، ٢٠٠٢ء کښې د وال سټريټ جرنل د وژلى شوى نمائنده ډينئل پرل، د کراچۍ ولى خان بابر، نثار احمد سولنګى څوک چې په ٢٠٠٧ء کښې قتل کړے شو او د هغۀ قاتلانو ته ٢٠١٢ء کښې سزا واؤرولے شوه، ايوب خان خټک اکتوبر ٢٠١٣ء کښې ووژلے شو او د هغۀ قاتلانو ته ٢٠١٦ء کښې سزا واؤرولے شوه او عبدالرزاق جوهرا نومبر ٢٠٠٨ء کښې قتل کړے شو، شامل دي ـ

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ٢٠١٣ء کښې قرارداد منظور کړو کوم کښې چې په دوېم نومبر ” د صحافيانو په ضد جرمونو کښې د معافۍ ختمولو نړيواله ورځ ” وګرځولے شوه ـ قرارداد کښې د صحافيانو د قتل په مقدمو کښې د معافۍ د روايت ختمولو د پاره په ګامونو پورته کولو زور راوړے شو ـ

د سينئر صحافيانو او ماهرانو ترمخه پاکستان کښې د معافۍ د موجوده صورت حال وجه د قبائلى مشرانو په قيادت کښې د کار کوونکى انصاف د غېر رسمى جرګې نظام دے ـ

د وژلو شوو څلورو صحافيانو مقدمې د جرګو په ذريعه هوارې کړے شوې ، چې پکښې ٢٠٠٢ء کښې د شاهد سومرو، ٢٠٠٣ء کښې د امير بخش بروهى، ٢٠٠٤ء کښې د ساجد تنولى او ٢٠١٠ء کښې د مجيب الرحمان مقدمې شاملې دي ـ د صحافيانو په وارثانو غېر منصفانه فېصلې ته رسېدو د پاره دباؤ واچولے شو ـ

د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او ثقافت ( يونيسيف ) د ادارې ترمخه د تېرې لسيزې په دوران ټوله نړۍ کښې د اوو سوو نه زيات صحافيان ووژلے شول ـ

انټرنېشنل فريډم آف اېکسپرېشن اېکسچېنج د ” هيڅوک معاف نۀ دي ” په عنوان نړيوال مهم پېل کړے دے ـ

د ملګرو ملتونو ستر سېکتر بانکى مون په دوېم نومبر ٢٠١٤ء د معاملې د نزاکت په رڼآ کښې خپل تقرير کښې وئيلي وو :” چرته هم کوم صحافى ته د سم خبر د پاره هم خپل سر په داؤ اېښودل نۀ دي پکار ـ راځئ چې مونږ په شريکه د صحافيانو د تحفظ او انصاف ورکولو د پاره تګ و داؤ وکړو ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here